(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو سترو مشرانو باچا خان بابا او ولی خان بابا تلین ونمانځل شو

[21.Jan.2010 - 12:18]
عوامي نيشنل پارټۍ په کوربه توب د پیښور په نشتر هال کی شورو(چارشنبی) په ورځ د ۲۰۱۰ ع کال د جنورئ د میاشتی په شلمه نیټه د خدائی خدمتګار د تحریک بانی او د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفارخان (باچاخان) ۲۲م اؤ دخان عبدالولي خان ۶م تلين ونمانځلى شول. دتلين دستورې ته دعوامي نيشنل گوند مشراسفنديار ولي خان پخپله ويناکې وويل چی داسلام دپاکې نامې لاندې ترهگربې گناه وگړي په نخښه کوي هغه وويل څنگه چې په تيرو وختونوکې باچاخان اؤ ولي خان دترهگرۍ په ضد لکه دفولادو دديوال ودريدلي وؤ همدغه رازبه مونږ هم دترهگرو مخې ته سينې ډال کوؤ. ښاغلي اسفنديار وويل دخپلې خاورې دامن دپاره به عوامي نيشنل پارټي دهيڅ رقم قربانۍ څخه مخ ستون نۀ کړي. هغه وويل دپاکستان په قبائيلي سيموکې دامنيت دټينگښت لپاره په افغانستان کې اؤ په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره په پاکستان کې امن ضروري دى نوموړي وويل دامهال چې دهيواد په هره برخه کې دترهگرو په ضد پوځي عمليات روان دي هغوئ يې کلک ملاتړکوي اود ترهگرۍ پر ضد جگړه کې به دخپل هرڅه زيان وزغمي خوترهگروته به سرونه ټيټ نۀ کړي. هغه وویل امريکانن ځکه د پښتونخوادسوبائی حکومت سره تړونونه کوي چې امريکاپه دې پوهيږي دپښتونخواحکومت درغله نۀ دى نوموړي په دغه مهال دهغه برياؤ يادؤنه هم وکړه چې په حکومت کې دراتلوڅخه وروستويې گوندترلاسه کړي دي هغه وويل دبجلۍ سوچه گټه يې سوبې ته راوړې ده اؤ دسوبايي خپلواکۍ په اړه پريکړه به په څو ورځوکې ترسره شي. هغه وويل چی ډيرژربه دسوبې دنوم دبدلون زيرى هم واوروي په پاکستان کې دروان سياسي جنجال په اړه دعوامي نيشنل گوندمشر وويل په هيوادکې چې هره اداره دخپل صلاحيت څخه لوړگامونه اخلي نولۀ امله به يې تاوتريخوالى رامينځته کيږي. هغه وويل سياسي اړى گړى دهيواد لپاره يوگواښ ثابيتيدلى شي. دغه دستورې ته دعوامي نيشنل گوندنوميالۍ مشرې ميرمن نسيم ولي خان،افراسياب خټک او نورو مشرانوهم ويناوې وکړې - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته