(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

۲۰۱۰ کال پیل او پښتونخوا کی ځانمرګی برید

[01.Jan.2010 - 20:10] د جنوبي وزيرستان سره نزدې په لکي مروت سيمه کې دلوبو په يو ميدان کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 98 کسان وژل شوي او د 100 نه زیات نور ژوبل شوي دي. دغه بريد دجمعې په ورځ د۲۰۱۰ کال د جنورئ په لومړئ ورځ شاه حسن خيل سيمه کې هاغه مهال ترسره شو کله چې دلوبو په يو ميدان کې ددوؤ لوبډلو ترمينځ دفټ بال مقابله روانه وه. د پښتونخواد اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسېن ډیوه ریډیو ته په یوه مرکه کې ویلی چې دغه برید کې تر اوسه 35 کسان وژل شوي خو د مړو شمېره زیاتې دی شي. ښاغلي افتخار قبایلي سېمه وزیرستان د نړۍ د ترهگرو اډه وگرځوله او زیاته یي کړه چې حکومت به د ترهگرو ختمیدو پورې خپل عملیات جاري ساتي. ددغه پيښې له امله نزدې يوه وداني هم غورځيدلې ده چې په هغې کې دگڼو ماشومانو دگيريدلو راپورونه ترلاسه شوي دي. په پيښه کې ژوبل کسان دلکي مروت ستر روغتون ته رسول شوي دي. شاه حسن خيل سيمه په لکي مروت کې دطالبانو مرکز گڼل کيدو او په تيرو وختونو کې به دجنوبي وزيرستان څخه طالبان هم دغلته تښتيدل. تيره موده کې ددغه سيمې خلکو دطالبانو په ضد يو لښکر وويستو او طالبان ئی دسيمې څخه په تيښته مجبور کړي ؤ. دکال دوه زره لسم دپيل کيدو سره سم دا لمړى ځانمرگي بريد دى چې په لکي مروت سيمه کې ترسره شو او پکې گڼ خلک ووژل شول. همدا راز په کوزه پښتونخوا کی په ٢٠٠٩ءکال کې دتندلاري توب اؤ ترهگرۍ ستونزې دټولې نړۍ پام ځانته راگرځولى ؤ او بيلابيلې سيمې دترهگرۍ دپيښوسره مخ شوې. د ډیوی د رپورټ له مخی يواځې په پيښورکې په دغه کال ٢٨ځانمرگي اؤ١٥٠ؤ څخه زيات بمي بريدونه وشول چې پکې ديوې اندازې ترمخه ٤٣٠کسان وژل شوي اؤ خواوشا١١٠٠نور ژوبل شوي دي. په دغووژل شوؤ کسانوکې ٥٧ميرمنې اؤ په لسگونوماشومان هم شامل دي په دغه کال کې دپاکستان پوځ په سوات اؤ قبائيلي سيموکې دترهگروپه ضد عمليات پيل کړل اؤ ادعايې وکړه چې ددغوعملياتولۀ لارې يې تندلارو ته ماتې ورکړې ده خو ولس دغه ادعاته ځکه کوم ارزښت ورنکړو چې په پاکستان کې دترهگرۍ بهيرنورهم پياوړى شوى دى. ددغه کال دننه په قبائيلي سيمه کې دتندلارو په ضد دامريکادبې پيلوټه الوتکوپه بريدونوکې هم زياته اضافه وليدل شوه اؤ دهمدغسې يوډرون بريد له امله په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانومشربيت الله محسود وژل شوچې څيړونکوهغه دامريکالپاره يوه ستره برياوبلله.
Khyber News ,By Ghulam Ghaus Ninety three persons were killed and more than hundred of others suffered injuries as a suicide bomber riding a car detonated explosives in a football ground in Shah Hassan Khel area of Lakki Marwat on Friday. ´´locals of the area were playing volleyball as a suicide attacker rammed explosives laden car into the wall of the ground´´ Mushtaq Marwat, an eye witness told. Hassan Khel area is situated some 28 kilometers from the district heatquarters. The blast took place at a time when a volleyball match was in progress at the targeted ground. Laki Marwat hospital sources confirmed the death of 93 people. ´´Hassan Khel area has been a hub of militants. Locals of the area raised a Lashkar( local militia) and compelled the militants to leave the area. This attack seems to be reaction to this militia,´´ Laki Marwat police chief Ayub Khan told. ´´anti-Taliban meeting of local tribal elders in a mosque close to the field where the tournament was being held seems to be the target of the attack´´ AyubKhan, he added. ´´About 300 Kilograms of explosives were used in the blast´´ the DPO added. ´´Eight children, six paramilitary troops and two police were among the dead´´ another police official told. According to reports nearby houses also collapsed due to the blast. The Shah Hassankhel is said to be the hub of militants who were forced to flee the area with the help of peace committees. According to local sources, the ´Qaumi Lashkar´ active against Taliban in Shah Hassan Khel was the target of the suicide attack. The bomber targeted the ground adjacent to the house of Malik Mushtaq – member of peace committee. Hospital officials told that some of the injured were in critical condition and might have to be shifted to hospitals in Peshawar. Security forces cordoned off the area after the incident & rescue work is under way. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته