(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ کی بهرنيوځواکونو بی ګناه زده کوونکي وژلي

[29.Dec.2009 - 11:16] د۲۰۰۹ ع کال ډسمبر د میاشتی په ۲۶ مه نیټه دشنبې په شپه دکونړولايت دنرنگ ولسوالۍ دباډيل دري په غازي خان کلي کې د ناټو په پوځي عملياتو کې لس کسه بی ګناه زده کوونکی وژل شوي. د کونړ والي سيد فضل الله واحدي بي بي سي ته وويل سيمې ته د استول شوي پلاوي لومړنۍ موندې ښيي چې د بهرنیو ځواکونو په ځمکنيو عملياتو کې لس کسه وژل شوي ، چې نهه يې د ښوونځي د بېلابېلو ټولګيو، لکه نهم، لسم او يوولسم زده کوونکي دي.دشهیدانو نومونه پدی ډول دی اووه کسه شهیدان له یوی کورنئ څخه دی ۱. ملامحمد د محمد طالب زوى د نرنگ لېسې د يوولسم ټولگي زده كوونكى ۲. مطيع الله د محمد طالب زوى د نرنگ لېسې د لسم ټولگي زده كوونكى ۳. عطاالله د محمد طالب زوى د نرنگ لېسې د نهم ټولگي زده كوونكى ۴. سبحان الله د محمد فاروق زوى د نرنگ لېسې د لسم ټولگي زده كوونكى ۵. عتيق الله د محمد فاروق زوى د نرنگ لېسې د نهم ټولگي زده كوونكى ۶. نجيب الله د عبدالله جان زوى د نرنگ لېسې د نهم ټولگي زده كوونكى ۷ . سميع الله د عبدالله جان زوى د غازي خان غونډۍ د لومړني ښوونځي د پينځم ټولگي زده كوونكى ۸. اسماعيل د لاور خان زوى د كوټكي د منځني ښوونځي د اووم ټولگي زده كوونكى ۹. ثمرگل د اميرگل زوى د خوړه گاش د منځني ښوونځي د اووم ټولگي زده كوونكى ۱۰. عبدالخالق د عبدالمنان زوى ساده كليوال ، تنكى ځوانې ښاغلی واحدي وايي چې که څه هم په کونړ کې د امنيتي ځواکونو لپاره د همغږۍ اداره شته، چې بهرني پوځيان هم بايد په همغږۍ عمليات وکړي، خو له بده مرغه په دغو عملياتو کې له دې ادارې سره هېڅ سلامشوره نه ده شوې. د کونړ والي وايي د دوی پلټنو ښودلې چې دغه عمليات د کونړ مېشتو بهرنيو پوځيانو لخوا نه، بلکې له بله ځايه ورغلي دي. تېره ورځ د افغانستان ولسي جرګې يوشمېر غړو په خپله ناسته کې د دې موضوع پر سر په غصه شول او د جرګ: له تالاره ووتل. په ولسي جرګه کې د کونړ استازي شجاع الملک جلاله وويل : ټول وژل شوي د ښوونځي زده کوونکي دی، چې له دوولسو تر اتلسو کلونو پورې عمرونه يې درلودل. نوموړي دا هم وويل : دغو زده کوونکو ان له ځانه سره چاقو هم نه درلود، دا خو پرېږدئ چې وسلې دې ولري. همداراز په ولسي جرګه کې د کاپيسا استازي حاجي فريد بيا د دغې پېښې په اړه خپله غصه وښوده او پر حکومت يې نيوکه وکړه چې د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره په جدي توګه کار نه کوي. نوموړي وويل له ولسمشر کرزي سره يې په دې اړه څو څو ځلې خبرې کړې، خو د استونزه د هغه په وينا يوازې په ژړا او د کمېسيونونو په جوړولو نه حل کېږي. ((که چېرې يو امريکايی سرتېری ووژل شي، ټوله سيمه بمبارېږي، ولسمشر دې دا روښانه کړي، چې ايا دا هېواد زموږ دی او د بهرنيانو، که چېرې د افغانانو وي، نو بهرنيان بايد د دغه هېواد له قانون سره سمې کړنې وکړي)). افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ کې د ولسي وګړو دا وژنه غندلې او د پلټنې لپاره يې يو پلاوی ټاکلی دی، خو د ناټو يوه وياند په دې اړه چې سيمه کې دې کوم ډول پوځي عمليات شوي وي، ناخبري ښودلې ده. نوموړي د پېښې په اړه د يوې خبرپاڼې په خپراوي سره د هر اړخيزې پلټنې ژمنه وکړه. بلخواد افغانستان په ختيځ کې د امريکا يو جګپوړی قوماندان جنرال سپيزر وايي چې دکونړ ولايت په سرحدي پوله کې يې 700 نور تازه دمي امريکايي پوځيان ځای پرځای کړي دي د دغو تازه دمه امريکايي سرتېرو دنده پر پوله د امنيت ټينګښت او د پولې له هاخوا غاړې د اورپکو د واښتو مخنيوی په ګوته شوی دی. دغه امريکايي سرتېري د ختيځ ولايت کونړ په اسمار، څوکۍ او سرکاڼو په ولسواليو کې ځای پرځای شوي دي. يادې شوې ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله لري په کونړ کې د امريکايي ځواکونو يو قوماندان سپيزر وايي نوي پوځيان به د افغانستان په ختيځ کې پر پوله تر هرڅه زيات امنيت ټينګېدو ته پام وکړي. سپيزر ټينګار کړی چې د دغو ځواکونو عمليات به د افغانستان د خاورې تر پولې محدود وي. دغه راز نوموړي ژمنه کړې ده چې د افغانستان په ختيځ کې به افغان ځواکونه ځواکمنوي . د دغو ځواکونو د اډې د پرانيستلو پرمهال د کونړ والي فضل الله واحدي وويل چې د امريکايي ځواکونو زياتېدل به هغه مهال ډېر اغېزمن وي، چې په سيمه کې امنيت ښه کړي. نوموړي له امريکايي ځواکونو وغوښتل چې د افغانانو د دين او کولتور ته درناوی وکړي او د کورونو تلاشي او د ولسي وګړو وژنه پای ته ورسوي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته