(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحاجی وکیل عبدالجلیل ملنګ په مړینه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غمرازی

[28.Dec.2009 - 19:38]
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) Presidential Secretariat
په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد مشرانو د جرګی غړی حاجی وکیل عبدالجلیل ملنګ د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۲ نیټه د سه شنبی په ورځ لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی ،چی جنازه ئی د خاص کونړ په ولسوالئ کی په خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته سپارل شوی . په المان کی د خـدای بخښلی حاجی وکیل عبدالجلیل ملنګ فـاتــحـه د ۲۰۰۹ عيسوي کال د ډسمبر دمیاشتی په اوه ویشتمه ( ۲۷ مه )نېټه د يکشنبې (اتوار) په ورځ د هورت په ښار کی د ماسپښين له يوې بجې څخه تر دريو بجو پورې چی د المان سربیره دهالنډ، بلجیم، سویډن، انګلستان، او ډنمارک څخه پکی د ارواښاد ګڼ شمیردوستانو، ملګرو، مینه والو او خپلوانو ګډون کړی ؤ واخستل شوه. ارواښاد وکیل عبدالجلیل ملنګ له وړوکوالئ څخه د خپلی خاوری،دین ولس او ژبی سره بی کچه مینه لرله د خپل ولس ریښتنی او سپیڅلی خدمتګار ؤ. دمحمد ظاهر خان د پاچاهئ په وخت کی د خاص کونړ د ولسوالئ د خلکو له خوا د ولسی جرګی په دیارلسمه دوره کی د خپل وکیل په توګه ټاکل شوی ؤ، دخاص کونړ منځنی ښونځی د لیسی درجی ته لوړول، د منځنی او لومړنیو ښونځیو جوړول ، د ویالو د سربندونو جوړول ،د کامی له پل څخه دخاص کونړ په لوری د سرک جوړول اوغزول او ګڼ شمیر نور پرمختیائی کارونه دارواښاد دهلو ځلو په پایلو کی تر سره شوی دی. ده په زغرده د ولسی جرګی په غونډو کی د خپلو نظریو څرګندونه کړی اود خپلی وسی سره سم ئی د خپل ولس د حقوقو غوښتنه اودفاع کړی . د پښتنو د قامی وحدت لپاره ئی نه ستـړی کیدونکی هلی ځلی کړی او وخت په وخت ئی د پښتنو د قامی یووالی په غونډو او سیمینارونو کی برخه اخستی چی پدی لړ کی په ۲۰۰۰ ع کال کی د پښتون قامی وحدت ستر مشر محمد افضل خان (خان لالا) له خوا دجوړی شوی د پښتون /افغان قامی جرګی کی د بری پښتونخوا(افغانستان) دبرخی مشری (صدارت) ئی هم په غاړه درلوده. په ۱۹۸۸ ع کال کی جرمنی ته دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په بلنه دسلا مشورو لپاره راغلی ؤ چی د ګوند د پرمختیا او قامی یووالی لپاره ئی د ګوند مشر ته ګټوری مشوری ورکړی وی، په پښتونخواکی ئی د پښتونخوا قامی پارټئ، پښتو عالمی کانفرانس، پښتو عالمی کانګرس،پښتو عالمی کنونشن په غونډو او سمینارونو،د ډیورنډ په کرښه علمی سمینار او نورو ادبی او سیاسی غونډو کی ئی تل فعال ګډون کړی ؤ. ارواښادالحاج وکیل عبدالجلیل ملنګ دینداره،مهربانه، زړه سواندی، وطنپالونکی زړور قامی او ولسی مشر ؤ چی د خپلو سیاسی هلو ځلو له کبله دوخت د حاکمانو له خوا په بیلابیلو پلمو بی له کومه جرمه په افغانستان کی شپږ کاله اود جنرال ضیاالحق د رژیم په وخت کی ئی دری میاشتی جیل تیر کړی ؤ. د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند دمشرانو د جرګی د غړی او هیواد دننه د ګوند د مشر د سلاکار په توګه ئی د پښتنو د یووالی،عدم تشدد، سوکالئ او ابادئ په لاره کی دمرګ تر وخته پوری نه ستړی کیدونکی هر اړخیزی هلې ځلې کړی دی چی پښتون قام به دده خدمتونه تل یاد ساتی. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خدای بخښلی وکیل عبدالجلیل ملنګ بی وخته مړینه پښتون قام او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ته لويه ضايعه بولی . ارواښاد ته د لوی خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوی ، د کورنۍ اوخپلوانو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي او دوئ ته صبر او زغم غوښتونکی دی. روح دی ښاد وی په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندکاری کمیسون - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته