(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټر شيرزمان طايزى په مړینه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند غمرازی

[26.Dec.2009 - 13:59]
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) Presidential Secretariat
د لوی پښتونخوا د پښتو ژبې وتلی ليکوال، ادیب، ناول ليکونکى، قیصه لیکونکی ،څیړونکی او سياسي شنونکى ډاکټر شيرزمان طايزى د ۷۸ کالو په عمر لدی فانی نړئ څخه څو ورځې د مخه د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۲ نیټه د سه شنبی په ورځ دتل لپاره سترګی پټی کړی. انالله وانا الیه راجعون ارواښادډاکټر شيرزمان طايزى علمي سړیتوب (شخصيت)، ادیب ، څیړونکی او د پښتو ژبی لیکوال ؤ چی ٣٥ ارزښتناک کتابونه ئی په پښتو او انګریزی ژبه لیکلی، بی شمیره څیړني ئی کړی دی اوله نورو بهرنیو ژبو څخه ئی هم یو شمير ارزښتناک کتابونه پښتو ته ژباړلی او وخت په وخت ئی په میډیا کی لیکنی خپری شوی دی، چې له دې لارې يې دخپل کولتور د بډاینی لپاره ستر، تاريخي او نه هيرېدونکي خدمتونه کړی دي چی تل به یاد ساتلی شی. د انګریزی کتابونو سربیره یوشمیر کتابونه چی په پښتو ئی لیکلی دی پدی ډول دی - گل خان (ناول) ٢- امانت (ناول) ٣- رحمان کورونه (ناول) ٤- غم غونډى (ناول) ٥- کړکيچ (ناول) ٦- واده ونه شو (ناول) ٧- ورشو (شعر) ٨- سوما(شعر) ٩- گلپاڼه (ډرامه) ١٠- شپيلۍ (افسانى) ١١- نره ژبه (تحقيق) ١٢- ناول هنر او سفر (تخليق) ١٣- د پښتو ليکدود يو سرسري جاج (تحقيق) ١٤- مورنۍ ژبه (تحقيق) ١٥- کابل مې بيا وليد (سفرنامى) د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند، د ارواښاد ډاکټر شيرزمان طايزى په مړينه د ژور غم او خفګان څرګندونه کوي او دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي. د لوي خداى له درباره هغه ته جنت الفردوس ، خپلوانواو دوستانو، ته ئی صبر او زغم غواړی په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند کاری کمیسون - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته