(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ايډمرل مولن سوات ته سفر کړى دى

[17.Dec.2009 - 09:07] 17.12.2009 د امريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن دشورو(چارشنبی) په ورځ دپاکستاني پوځ دسرلښکرپه ملگرتيا دسوات اؤ ملاکنډ سيمې څخه وليدل. په ملاکنډ کې ددواړو هيوادونو پوځي مشران دسباون په نوم هغه سکول ته هم ورغلي دي چې ويل کيږي طالبانوبه پکې ماشومانوته دځانمرگي بريدونو تربيت ورکولو. دامهال په دغه سکول کې تر٥٠ پورې واړۀ (کوچنیان) سبق وايي ،ښاغلي مولن ددغو ماشومانوسره خبرې وکړې. دسيمې څخه سرچينوډيوه راډيوته ويلي دي دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويزکياني ته په دغه مهال په سيمه کې دپوځي عملياتو کمانډر ميجرجنرال اشفاق نديم دعملياتوپه بابله احوال هم تيرکړو. ايډمرل مائيکل مولن د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ،وزيراعظم يوسف رضاگيلاني ،دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق مجيد سره لیدلي دي. دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر له دې وړاندې افغانستان ته هم سفر کړى ؤ او دافغاني مشرانو سره يې ددغه هيواد په وضعه،دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه او دجمهوررئيس براک اوباما په نوې افغان تگلاره خبرې اترې کړې وې سرچينې وايي دشورو یا چارشنبی په ورځ دپاکستان حکومتي اؤ پوځي مشرانو سره په ليدنو کې ښاغلي مولن زياتره خبرې دافغانستان دپاره دامريکا په نوې تگلاره کړي دي. ددغه نوې تگلارې له مخې امريکايي جمهوررئيس اعلان کړى چې افغانستان ته به نور دیرش زره پوځيان ليږی، دافغاني ځواکونو توان به سيوا کولى او په يونيم کال به ددغه هيواد څخه دامريکايي پوځيانو ويستلو ته لاره هوارولى شي. دامريکا په گډون دنړۍ ديو شمير ائتلافي هيوادونو مشران وخت په وخت دپاکستان څخه غوښتنه کوي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې خپل کردار نور هم ډاگيز او پياوړى کړي. پاکستان دامريکا لخوا افغانستان ته دنورو پوځونو ليږلو پلوى نۀ دى او دامريکا دنوې تگلارې داعلانيدلو څخه دمخه پاکستاني چارواکو دريځ لرلو چې کۀ چرې افغانستان کې په تندلارو او ترهه گرو فشار سيوا کړل شي نو دغه ترهه گر به پاکستان ته مخه وکړي. دا مهال په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري او ددې ترڅنگ وخت په وخت دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دپټو ترهه گرو او تندلارو مرکزونه دامريکايي بې پيلوټه جاسوسي الوتکو له لارې هم په نخښه کړل کيږي. بلخوا د ایس. سی. پی. ار. ډی. د خبر له مخی د کرمې ايجنسۍ د صدې د ښار د بنگښو او عليشيرزيو قبيلو د ځان لپاره په چندو رانيولې وسله ترې د پاکستان پوځ ونيوله. د نوموړو قومونو مشرانو هر يو حاجي ملک، گل اکبر خان، حاجي ملک محمود خان، حاجي ملک بنات خان، حاجي ملک سليم خان، حاجي ملک جميل خان، حاجي ملک مومن خان او نورو په هغه گډه وينا کې، چې يوه کاپي يې ايس سي پي آر ډي ته هم رارسيدلې، څرگنده کړې ده. دوه کاله وړاندې د کرمې ايجنسۍ د پاړه چنار په ښار کې د سنيانو د ميلياردونو روپو منقول او غير منقول مالونه شيعه طوري قوم ونيول او په سلگونو سنيان يې په خپلو وينو کې رنگ کړل، په سلگونو دوکانونه يې ورته ويجاړ او وسوځول، چې د دې پېښو فلمونه هم موجود دي. پروسږ کال طوري قبيلې د صدې ښار شاوخوا کې د سنيانو د بنگښ قبيلې دوه څلوېښت کلي ړنگ کړل، چې د ځان د فاع لپاره بنگښو وسله واخيسته، چې اوس ترې پوځ ونيوله. دغو مشرانو په حکومت غږ کړى دى، چې نيول شوې وسله بېرته وسپاري او يا يې د طوري شيعه قوم نه هم ټوله کړي. دوى زياته کړې ده، چې مونږ د صدې ښار اوسيدونکي د حکومت ملاتړ کوو او د ملک د ټينگښت او سلامتيا لپاره هرې قربانۍ ته چمتو يو او قرباني مو ورکړې هم ده. دغو قومي مشرانو د پاکستان د پوځ په مشر اشفاق پرويز کياني، ولسمشر آصف علي زرداري او د قل اردو په مشرانو غږ کړى دى، چې خپلې وسلې بېرته وسپاري او يا دې د طوري قوم څخه هم واخلي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته