(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ليكوال او سياستوال عزيزالله ماما له دې نړۍ سترګې پټې كړې

[04.Dec.2009 - 18:59] لر او بر ټکی کام ۴/۱۲/۲۰۰۹: د پښتو ژبې يو شاعر او ليكوال او د پښتنو د ملي مبارز پاچاخان د سياسي لارې ملګرى عزيزالله خان په ۵۹ كلنۍ كې له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې او پښين سيمې ته نيژدې په توبه كاكړي كې په خپل پلارني ټاټوبي كې- چې په جنازه كې يې سلګونو خلكو برخه اخيستې وه- خاوره ته وسپارل شو. عزيزالله خان چې په عزيزماما مشهور و، د ۱۹۵۰م كال د نومبر پر ۱۱مه نېټه پښين سيمې ته نيژدې د توبه كاكړي په حاجي خان كلا كې د خان حاجي سيدمحمد خان كره زوكړى و، لومړنۍ زدكړې يې په خپل ټاټوبي توبه كاكړي او منځنۍ زدكړې يې په پښين كې تر سره كړې وې او وروسته يې له بلوچستان پوهنتون څخه په انګليسي ادبياتو كې د ماسټرۍ ډګري تر لاسه كړې وه او لومړى ځل په تربت كې د انګليسي ژبې د استاد په توګه مقرر شو، خو تر څو كلونو وروسته يې د خپلو ملي او سياسي مبارزو په ترڅ كې له ځينو نورو پښتنو ملتپالو سره په ۱۹۷۶م كال افغانستان ته پناه يووړه او كله چې تر دوو كلونو وروسته بيرته را ستون شو نو د حقوقو پوهنځى يې ولوست او بيا يې د ژوند تر وروستي كاله د حقوقپوه په توګه دنده تر سره كړه. ارواښاد عزيزالله خان چې د ژوند زياته برخه يې سياست ته بېله كړې وه او د يوۀ ملتپال سياسي مبارز په توګه يې خپل ولس ته زيات خدمتونه تر سره كړي وو. ارواښاد هغه مهال چې د پوهنتون محصل و، د پښتنو محصلينو د اتحاديې مشري پر غاړه درلوده او دا مهال د عوامي نېشنل ګوند په مشرانو كې ګڼل كېده او د پښتنو د ملي مبارز خان پاچاخان د سياسي لارې مبارز و. عزيزالله خان د پښتو ژبې شاعر او ليكوال هم و چې څلور ناخپاره شوي آثار يې هم تر شا پاته دي. ارواښاد عزيزالله خان د پنجشنبې په شپه په كوټه كې د اوږدې ناروغۍ له امله په روغتون كې ساه وركړه او د جمعې په ورځ په خپل پلارني ټاټوبي توبه كاكړي كې خاورو ته وسپارل شو چې په جنازه كې يې سلګونو كسانو شاعرانو، سياستوالو او د نوموړي خپلو خپلوانو ګډون كړى و. larawbar.com  - خبريال
بېرته شاته