(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داخترپه مناسبت دپښتونخوا په ږوب کی پښتومشاعره

[03.Dec.2009 - 17:17] داخترپه څلورمه ورځ په ږوب کي دخراسان ادبي کاروان له خواداخترپه مناسبت يوه پښتومشاعره وسوه،چي مشري يې دخراسان ادبې کاروان ږوب دمشرمحمدطاهرخوږمن هوتک پرغاړه وه.اودسټيج چارې عبدالرحمن تمثيل ترسره کولې.په لسګونه شاعران اودادب مينه وال دغه مشاعرې ته دګډون لپاره راغلي وو . دغه پښتومشاعره د ږوب په دالان هوټل کي سهاريولس بجې دقرآن دڅوسپيڅلوآياتونوپه تلاوت سره پيل سوه.اوبياتمثيل ناصر،عبدالمجيدعابد،رحمت زلمي مندوخېل،عبدالرزاق غورځنګ،روئيدادملنګيار،اخترنيازمند،ګران ولات،ستورى شېراني،شهيم کاکړ،نظرمل مندوخيل،وهاب کاريزي،وزيرخان بهار،ميرحسن اتل، محمدطاهرخوږمن هوتک،رحيم شاه فولاد،مسافرشاعربشرمل ناصراوپه پاي کي بزرګ شاعرښاغلي برملاخان برمول خپل خواږه شعرونه مينه والوته واورول . په پاي کي د خراسان ادبې کاروان ږوب مشرمحمدطاهرخوږمن هوتک ټولوګډون کوونکوته په راتګ کورودانى ووئيلى ، اوپه راروان ميلادي کال کي ئې ديوه سيمينارجوړولواعلان ئې هم وکړ . ٠١-١٢-٢٠٠٩ ږوب ، سويلي پښتونخوا
- رفيع الله مندوخېل
بېرته شاته