(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډاكټر كبيرستوري دخواشينونكي مړينې له امله

[06.Apr.2006 - 12:35] استوونكي : رشيد دډاكټر كبيرستوري دخواشينونكي مړينې له امله د خوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا دژورې خواشينې پيغام كابل : د ۱۳۸۵ كال دوري ۱۴ په خواشينۍ سره مو واوريده چې نوميالي ليكوال اوسياستوال ښاغلي ډاكټر كبيرستورې هم له فاني نړۍ څخه سترګي پټې كړي. اناالله وانا اليه راجعون دډاكټر ستوري نوم اوكارونو دپښتوژبي اوپښتنوله پاره هغه څه دې چې دده له نامه سره به په تلپاتي توګه مل اوپه نيكوياديږي ، ستوري دافغاني فرهنگ او انساني خپلواكۍ په لاركي دپاملرنې وړخدمتونه ترسره كړي چې دهغو په خاطر به كله هم دپښتنودسياست اوادب په تاريخ كې له ياده ونه وځي . دخوشال فرهنګي ټولنې لارشورا دډاكتر كبيرستوري په مړينه خپله ژوره خواشينې څرګندوي ،دهغه مړينه دپښتنواوپښتنې پيوستون په لاره كې په هراړخيزه توګه يوه نه جبران كيدونكې ضايعه ګڼي. اوپه دې اړه دهيواد له ټولوفرهنګيانو، دارواښاد له كورنۍ اوملګروسره دهغه په غم كې ځان شريك بولي . ده ته له پاك خدايه دجنتوهيله اوكورنۍ ته يې دصبراوزغم غوښتنه كوي . نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال -
بېرته شاته