(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلجیم : دافغانانو د کلتوري ټولنې دخواخوږۍ پیغام

[06.Apr.2006 - 12:33] په ډېره خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړچي ډاکټرکبیرستوري دورپېښې ناروغۍ له امله د روان زېږديزکال داپرېل په څلورمه د جرمني د کولن په ښار کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې . اناالله واناالیه راجعون ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري افغان ولس اوخپل ټبر ته دیوشاعر،لیکوال او سیاستوال په توګه دخپل توان تربریده چوپړ کړېدی . په بلجیم کې مېشت افغانان دده مړینه افغان ولس او پښتون ټبر ته یوه لویه ضایعه بولي‌‌،اوپداسې حال کې چي پدې غم کې ځانونه د ټول افغان ولس سره شریک ګڼي، دلوی او بخښونکي څښتن څخه ارواښاد ته د مغفرت او ددوۍ کورنۍ او دوستانو ته دصبر غوښتنه کوي . روح يې ښاده او ياد يې تلپاته په ډېر درنښت په بلجيم کي دافغانانو کلتوری ټولنه بروکسل -
بېرته شاته