(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنو د یووالی ورځ ونمانځله

[18.Nov.2009 - 00:17] جرمنی :د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoons Social Democratic Party - PSDP په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه د ډیورنډ د کرښی توافق لیک ،چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځى په نامه ونوموله. له ۱۹۹۳ ع کال نوامبر د دولسمی نیټی راهیسی د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Sozialdemokratische Partei der Paschtunen هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې نمانځى. سږ کال ئی د ۲۰۰۹ ع کال د نوامبر په پنځلسمه نیټه دجرمنی د هورت په ښار کی د یوی جشنی غونډی په بڼه ،چی دجرمنی سربیره په اروپائی هيوادونو کی میشت ګڼ شمیر لرو او برو پښتنو/افغانانو پوهانو، اديبانو، شاعرانو، ليکوالانو، سياسی ،ولسی او ټولنیزو سړيتوبونو (شخصيتونو) اودنظرخاوندانو او دغه راز دالمان د لینک (چپ) پارټئ استازو پکی ګډون کړی ؤ، ونمانځله. دسټیج چاری د ګوند د خپرونو د چارو مشر ښاغلی عزیز سرشار له خوا پر مخ بیول کیدی. غونډه د مازیګر په پنځه بجو دښاغلی سید هاشم پاچا صیب له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه .نوموړی د اسلام د سپیڅلی دین د لارښونو په رڼا کی د یووالی په ارزښت او ګټو رڼا واچوله. د غونډی پرانیسته دغنی خان بابا د قامی ترانی (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما) سره وشوه، چی له انګلستان څخه راغلیو خوږ ژبو سندرغاړو له خوا واورول شوه ورپسی د ګوند جنرال سکرټری ښاغلی هدایت بنګش راغلیو میلمنو ته هرکلی ووایو . د ګوند لومړی مرستیال او سرپرست تاریخپوه علیخان محسود د پښتنو د قامی وحدت په تاریخی شالید هر اړخیزه رڼا واچوله او په بره پښتونخوا او د کوزی پښتونخوا په سوات او وزیرستان کی ئی دپښتنو په عام وژنه او ربړو د خپلو خیالاتو څرګندونه وکړه او ټینګار ئی وکړ چی ددی مسلی حل د پښتنو په یووالی سره کیږی. ورپسی دګوند دوهم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال د پښتون سوسیال ډیموکرات ګوند د نظر او دریځ څرګندونه وکړه او د پښتنو د یووالی په هکله ئی خپله مقاله ولوستله. ده وویل چی د پښتنو ټولنيز اولسوليز ګوند د بنسټيزي په تړاو په اصل کې د پښتون ويش په سيمه کې د سولي ، او ډاډمنتوب نښي نښاني بلکل ورکي کړيدي ! د ډیورنډ د کرغيړني کرښي په دواړو خواو کې چې په پښتون قوم کوم ناورين او غميزه روانه ده ، او کيږي ، يو ستر لامل يې د پښتون د قوم ويش او تقسيم دي ، يو وجود يا تن چې په دوو او يا څو ټوټو ويشل شوي وي او پري کړي شوي يې ، نو ددغه پري شوي وجود تعريف د يو سالم وجود او تن په مانا نشي کيدلي ، د پښتون د قوم حال د پري شوي او ټوټي شوي وجود مثال لري ، تر څو چې د ټول وجود اوتني درملنه ونشي نو هيحکله به هم پدغه سيمه کي ارامي او سوله مينځ ته را نشي ورپسی د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا د خپلی وینا په ترڅ کی د پښتنو په سیاسی ګوندونو، قامی مشرانو او روښانفکرانو غږ وکړ چی د پښتنو د اوسنی بدو حالاتوپه وړاندی رابیدار شی ، خپله ملی او قامی زمه واری سرته ورسوی او د پښتنو د قامی وحدت لپاره کوټلی ګامونه واخلی دغونډی د وینا ګانو د برخی په پای کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر سلاکار ښاغلی الحاج فضل الرحمن شیر په خپله ارزښتناکه وینا کی د پښتنو په اوسنی کړکیچ چی په لره او بره پښتونخوا کی روان دی رڼا واچوله د پښتنو په نزدی والی، یووالی او اتفاق ئی زور واچاوه. لدی وروسته له پښتونخوا څخه د سیاسی ګوندونو او ټولنو له خوا د رارسیدلو پیغامونو له مینځه د پښتون قامی وحدت د ستر لارښود او د عوامی نیشنل ګوند مرکزی مشر ښاغلی خان لالا محمدافضل خان رالیږلی پیغام د نصیر ستوری له خوا ولوستل شو. ښاغلی خان لالا د خپل پیغام په یوه برخه کی ویلی چی ددویم عالمی جنګ نه وروسته غاصب قوتونو د جرمن قوم هم په دوو برخو تقسیم کړی ؤ نو جرمن قوم د قامی احساس له مخی ۴۵ کاله پس خپل قامی وحدت حاصل کړ ، همدا راز داد هر پښتون وظیفه او فریضه ده چی دقامی وحدت داحساس د رابیدارولو لپاره کار وکړی چی خپل قامی وحدت حاصل کړی. تر څو پوری چی لر او بر پښتانه یو ځای شوی نه وی اوخپل قامی تشخص ئی نه وی پیداکړی، تر هغی پوری نه لر او نه بر پښتون دعزت او احترام مقام موندی شی. .همدا راز د غونډی وینا والو یوځل بیا د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو(څوکیو) ناست دى په کلکه غوښتنه وکړه چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى، پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى او په پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، ملى ، ولسی او دولتى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) ئی غږ وکړ چې د خپلى ژبې پښتو د ودى او پر مخ تګ لپاره کار وکړى چې نه يوازى پښتو ژبه مخ په وړاندى لاړه شى بلکه د پښتنو د قامى وحدت عزم پیاوړى او د قامی وحدت احساس راژوندی شی ځکه چی قامى وحدت او یووالی زمونږ فطرى اوقانونى حق دى،د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى. په غير د پښتنو د قامى وحدت، او سوکالئ څخه په دغه سیمه کې امن،سوکالى او ارامی نه شى راتللى . همدا شان د غونډی ګډونوالود نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو هيوادونو او ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى. ورپسی ددی ورځی په مناسبت ځانګړی مشاعره وشوه چی د پښتو ژبی نامتو او خوږ ژبو شاعرانو هریو ښاغلیو ، الحاج مبارز څاپی، محمداجان یار، میرمن اوګئ باوری، نوید یوسفزی، انجنیر مطیع الله روفی، مصطفی ارین ، نسیم ستوری، وړوکی جلال ناصر او باوری صیب خپل خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول. د غونډی وروستئ برخه ټنګ ټکور ته ځانګړی شوی وه چی له انګلسان څخه راغلیو خوږ ژبیو سندرغاړو ښاغلیو وحید احمد بابو او ښاغلی اکبر خان د پښتنو دیوالی د ورځی جشن په خپلو خوږو غږونو کی په ملی او پښتنی سندرو او اتڼونو چی له دوئ سره ښاغلی مسرت حسین ویکی (طبله غږه ونکی) ، ښاغلی طاهر امین (طبله غږه ونکی) او ښاغلی امتیاز خان ( رباب غږه ونکی) ملتیا کوله لا پسی په زړه پوری ښکلی او رنګین کړ. غونډه سندرغاړو ته دګلونو د ګیډئ په ورکولو سره دشپی په یولسو بجو پای ته ورسیده.
د ډيـــــورنـــــډ تــوافــق ليک يــــا د ۱۸۹۳ کـال کـابل کـنویـنـشن
پښتو کوونکی: پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په داسې حال کې چې دهندوستان په خوا کې دافغانستان دسرحدي سيمې په هکله ځينې مسئلې رامنځ ته شوې،او په داسې حال کې دواړه اعلحضرت امير او دهندوستان حکومت هيله من دي چې دغه مسئلې د دوستۍ په فهم او ددواړو دنفوذ دساحو دحد په ټاکلو سره حل کړي ،تر څو پهراتلونکی کې ددغو متحدو حکومتونو تر منځ ددغې موضوع په سر دنظر اختلاف نه وي ، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه: ١ـ دوالاحضرت دتوابعو ختيځه او سهيلي سيمه دې له واخان نه دپارس تر پولې پورې دي هغه ليکه تعقيب کړي چې په هغې نقشي باندي ښودل شوې چې له دغه توافق ليک سره مله ده. .٢ـ دهندوستان حکومت به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغې ليکې نه آخوا دافغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې ،او والاحضرت امير به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوادهندوستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړي. ٣ـ د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوي چې والاحضرت امير دې اسمار او تر چاناک پورې پورته ساحه وساتي . له بلې خوا والاحضرت موافقه کوي چې دی په هيڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې دباشگل يا ارنوايي درې په شمول مداخله نه کوي .دبرتانيې حکومت داسې هم موافقه کوي چې والاحضرت دې دبر مل سيمه ولري کومه چې په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوې چې والاحضرت ته لادمخه سپارل شوې ده،او والاحضرت دپاتې وزيرستان او د داورپه هکله له خپلې ادعانه تيريږي ،په همدې ډول والاحضرت دچاغي په باب له خپلې ادعانه اوړي. ٤ـ دسرحدي سيمي ليکه به دافغان او برتانوي گډو کمشنرانو لخوا له دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځای کې چې دتطبيق وړ او مطلوب وي . ددغو کمشنرانو مقصد به داوي چې دسرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسېږي، داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې دهغې نقشې له مخه وي چې له دغه توافق ليک سره مل ده،په داسې حال کې چې د دغې سرحدي سيمې دګاونډيوکلــيــو د موجودو محلي حقوقو رعايت پوره وشي. ٥ـ دچمن دموضوع په ارتباط والاحضرت دبرتانوي نوې قشلې په هکله له خپل اعتراض نه تېريږي او برتانوي حکومت ته دهغه حقوق پرېږدې چې دسرکې تايلري په اوبوکې يې په خپله په بيه اخيستې و. دسرحدي سيــمي له دغه ټکي نه به ليکه په لاندي ډول وکاږل شي .دغه ليکه به پشا کوتل ته نژدې دخوجه امران غروله لورې نـــه چې دبرتانيې په سيمه کې به پاته کيږي ،په هغه لور کښله کيږي چې مرغه چمن او دشربو چينه به افغانستان ته پاتې کيږي اود نوي چمن چاوڼۍ او دافغان پوستې چې خلک يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پورې رسيږي دغه ليکه به بيا د ريل وی ستيشن اودهغې پوښتۍ تر منځ چې دميان بلاک په نامه ياديږي ،تر نيمايي پــورې رسيږي او په داسې حال کې چې دجنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غرونو سره به بيا يو ځای کيـــږي .په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانيې په عـــلاقه کـې او د غــــــوښي په جنوب او لويديځ کې دشوراواک سرک به افغانستان ته پرېږدي . دبرتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلي پورې مداخله نه کوي. ٦ـ ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې دهندوستان دحکومت اودافغانستان دوالاحضرت له خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې دسرحدي سيمي په باب ددوی تر منځ پيدا شوي وو ،دپوره او قناعت بښوونکې فيصلې په ډول گڼل کيږي او دواړه دهندوستان حکومت او والاحضرت په ذمه اخلې چې جزياتوپه باب ټول اختلاف لکه هغه چې له دې وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پرې غور کيږي چې دسرحدي خط دحد بندۍ دپاره ټاکل کيږي ،ددوستۍ په روحيې سره بـــه فيصله کيږي . د دې لپاره چې تر هغو چې ممــکــنــه وي د دواړو حکومتونو تر منځ دشکونواو غلط فهميو سببونه له منځه ولاړ شي. ٧ـ دهندوستان حکومت چې دبرتانيې حکومت په نسبت دوالاحضرت له روغ نيتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوی او غواړي افغانستان پياوړی او خپلواک وويني دوالاحضرت لخوادجنگي لوازموپه رانيولواو واردولوباندې به اعتراض ونه کړي ،او دوی به په خپله دغه په هکله ښه مرسته ورسره وکړي .برسېره پردې د دې دپاره چې دوالاحضرت دهغې دوستانه روحيې نښه وساتل شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوي چې په هغه دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتې راوستل شي چې والاحضرت ته هر کال دمالېي مرستي په ډول ورکول کيږي. هنري ماتمر ډيورنډ دهندوستان دحکومت دباندنيو چارو وزير امير عبدالرحمن خان دافغانستان او دهغه دتوابعوامير کابل دنوامبر 1893.12

Durand Line Agreement

(November 12, 1893) Agreement between Amir Abdur Rahman Khan, G. C. S. I., and Sir Henry Mortimer Durand, K. C. I. E., C. S. I. Whereas certain questions have arisen regarding the frontier of Afghanistan on the side of India, and whereas both His Highness the Amir and the Government of India are desirous of settling these questions by friendly understanding, and of fixing the limit of their respective spheres of influence, so that for the future there may be no difference of opinion on the subject between the allied Governments, it is hereby agreed as follows: 1. The eastern and southern frontier of his Highness´s dominions, from Wakhan to the Persian border, shall follow the line shown in the map attached to this agreement. 2. The Government of India will at no time exercise interference in the territories lying beyond this line on the side of Afghanistan, and His Highness the Amir will at no time exercise interference in the territories lying beyond this line on the side of India. 3. The British Government thus agrees to His Highness the Amir retaining Asmar and the valley above it, as far as Chanak. His Highness agrees, on the other hand, that he will at no time exercise interference in Swat, Bajaur, or Chitral, including the Arnawai or Bashgal valley. The British Government also agrees to leave to His Highness the Birmal tract as shown in the detailed map already given to his Highness, who relinquishes his claim to the rest of the Waziri country and Dawar. His Highness also relinquishes his claim to Chageh. 4. The frontier line will hereafter be laid down in detail and demarcated, wherever this may be practicable and desirable, by joint British and Afghan commissioners, whose object will be to arrive by mutual understanding at a boundary which shall adhere with the greatest possible exactness to the line shown in the map attached to this agreement, having due regard to the existing local rights of villages adjoining the frontier. 5. With reference to the question of Chaman, the Amir withdraws his objection to the new British cantonment and concedes to the British Governmeni the rights purchased by him in the Sirkai Tilerai water. At this part of the frontier the line will be drawn as follows: From the crest of the Khwaja Amran range near the Psha Kotal, which remains in British territory, the line will run in such a direction as to leave Murgha Chaman and the Sharobo spring to Afghanistan, and to pass half-way between the New Chaman Fort and the Afghan outpost known locally as Lashkar Dand. The line will then pass half-way between the railway station and the hill known as the Mian Baldak, and, turning south-wards, will rejoin the Khwaja Amran range, leaving the Gwasha Post in British territory, and the road to Shorawak to the west and south of Gwasha in Afghanistan. The British Government will not exercise any interference within half a mile of the road. 6. The above articles of´ agreement are regarded by the Government of India and His Highness the Amir of Afghanistan as a full and satisfactory settlement of all the principal differences of opinion which have arisen between them in regard to the frontier; and both the Government of India and His Highness the Amir undertake that any differences of detail, such as those which will have to be considered hereafter by the officers appointed to demarcate the boundary line, shall be settled in a friendly spirit, so as to remove for the future as far as possible all causes of doubt and misunderstanding between the two Governments. 7. Being fully satisfied of His Highness´s goodwill to the British Government, and wishing to see Afghanistan independent and strong, the Government of India will raise no objection to the purchase and import by His Highness of munitions of war, and they will themselves grant him some help in this respect. Further, in order to mark their sense of the friendly spirit in which His Highness the Amir has entered into these negotiations, the Government of India undertake to increase by the sum of six lakhs of rupees a year the subsidy of twelve lakhs now granted to His Highness. H. M. Durand, Amir Abdur Rahman Khan. Kabul, November 12, 1893.
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته