(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باجوړ کی تندلارو دوه ښځينه استاذانې وژلي دي

[05.Nov.2009 - 11:45] 05-11-2009:د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې پرون دتندلارو په ډزو دوه ښځينه استاذانې وژل شوي دي سيمه ايز انتظامي چارواکي عدالت خان دپيښې دجزئياتو څرگندولو په ترڅ کې خبريالانو ته ويلي دي دغه پيښه دباجوړ ايجنسۍ په پجه سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دوه ښځينه استاذانې دسکول درخصتۍ څخه وروسته دباجوړ دمرکز خار څخه په يو گاډي کې کور ته روانې وې. نوموړي وويل ددغو استاذانو په گاډي نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې دوه ښځينه استاذانې پۀ ټکې مړې او دوه کسان نور ژوبل شول. په قبائيلي او دپښتونخواپه سوات ، دير او شانگله سيمو کې دجينکو دتعليم مخالفو تندلارو تر دې مهاله دسوونو په شمير دجينکو سکولونه په بمونو الوځولي دي. دغو تندلارو په تيره موده کې دسوات په سيمه کې دجينکو په زده کړو بنديز لگولى ؤ او گواښ يې کړى ؤ چې که چا خپلې لوڼه سکولونو ته وليږلې نو دبدو عواقبو مسؤليت به يې دخپلې غاړې وي. په باجوړ کې دوه کاله وړاندې تندلاري زيات منظم شوي او دحکومتي واک مخې ته اودريدلي وؤ، دغلته طالبانو په سړکونو دوسله والو گزمو ترڅنگ دخپلو شرعي محکمو اعلان هم کړى ؤ او زياتره اولسي پريکړې به طالبانو پخپله کولې. تير کال داگست په مياشت کې امنيتي ځواکونو په باجوړ کې دتندلارو په ضد په پراخه کچ عمليات پيل کړل چې دغو عملياتو دفرورۍ دمياشتې پورې دوام ولرلو. په باجوړ کې دعملياتو دپايې ته رسيدلو سره سم پاکستاني پوځ دبرياليتوب ادعا کړې وه خو تر ننه په باجوړ کې دامنيت وضعه کړکيچنه ده او وخت ناوخته په امنيتي ځواکونو دبريدونو ترڅنگ دورانکارۍ يو شميرې پيښې رامينځته کيږي Source: Deewa Radio - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته