(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی د خواخوږئ پیغام

[01.Nov.2009 - 22:50] په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی دهیواد پیاوړی علمی او سیاسی شخصیت ،پوهاند عبدالرسول امین لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. انالله وانا الیه راجعون ارواښاد رسول امین د پښتو ژبی وتلی لیکوال ؤ چی ارزښتناک کتابونه ئی په پښتو ژبه لیکلی اود پښتو ژبی د غنی کیدو لپاره ئی نه ستړی کیدونکی خدمتونه کړی دی . د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنه، د ارواښاد پوهاند امین په مړينه خفګان څرګندوی . او پدی غم کی ځان شریک ګڼي او دده مړینه هیواد ته ستر تاوان بولی . ارواښاد ته د لوي خداى له درباره جنت الفردوس ، خپلوانو، دوستانو، ته ئی صبرجمیل غږښتنه کوی روح دی ښاد وی په درناوی د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی دکار ډله - عزیز سرشار
بېرته شاته