(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کنړ ولایت د کیرالې د عام وژنې په اړه د ناروې ټلویزیون مستند فلم

[01.Nov.2009 - 10:19] دعوت، ناروی :د افغانستان د دوه مهمو او تاریخي خو دردونکو پيښو په اړه د ناروې د دولتي ټلویزیون چې د دې هېواد تر ټولو نه لوی او اعتباري ټلویزیوني چینل دی. د تیر کال راپدیخوا د ګران افغانستان په اړوند په دوه بیلو بیلو پروژو کار کاوه چې په دواړو پيښو د درې لسیزو نه ډیر وخت اوښتی دی. لومړنۍ پیښته په افغانستان کې د غویي (ثور) د میاشتي د کمونستي غوبل په لومړیو کې د کونړ ولایت په مرکز کې د دغه ولایت د غیرتی او باتور ولس ۱۲۶۰ تنه د وخت د حکومتي عسکرو له لوري راغونډ او د کیرالې (کیرهاله) د کلي په لمن کې د کونړ د سید پر غاړه په ډیره بیرحمانه او فجیع ډول د کلاشینکوفونو په ګولیو غلبیل غلبیل شول. او ځینې نیمه ژوندې د ټراکټور په واسطه د خاورې لاندې شول. دا خبري مستند فلم د روان عیسوي کال د سپتمبر د میاشتې په ۱۲ مه نیټه د ناروې د NRK1 ټلویزیون نه وښودل شو. دا فلم په لاندې لینک باندې په کلیک کولو سره وګوري، په یاد ولرۍ چې کله مو لینک ته ټک ورکړ د ۱۳ دقیقې څخه د کیرالې برخه پیل کیږي. nrk.no/nett-tv/klipp Source: dawatfreemedia-
بېرته شاته