(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتون اېکشن کمېټې مرکزي مشر خاوروته وسپارل سو

[26.Oct.2009 - 20:37] 26.1ß.2009:ږوب; دپښتونخواه ملتپال ګوندمرکزي سکرتر،په کراچۍ کي دپښتون اېکشن کمېټې مرکزي مشر اوپه سنده کي دپښتونخواه ملتپال ګوند ايالتي مشرحاجي حکيم خان مندوخېل چي تېره شپه په ږوب کي له دې نړۍ وکوچېد،دجنازې مراسم يې نن دږوب په لومېنه وله اکرم کي ترسره سول. چي پکې ډاکټرحامداڅکزي،عثمان لالا،رؤف لالا،سردارمصطفی ترين،عبدالرحيم زيارتوال،ر‌ضامحمدرضا،عبيدالله جان بابت،عبدالقهارودان،عيسی روښان،نصرالله زيري،قادرآغا،سميع الله آغا،سيداکبر،خوشال کاسي اودسيف الله کلا،مسلم باغ،بوري،سنځاوۍ،زيارت،پښين،چمن،موسی خېل اونوروپښتني سيمومشران اودږوب دسيمې سياسي اوقبايلي مشرانو،وکيلانو،ډاکټرانو،ژورناليستانو اوپه سلګونه نوروخلګودجنازې په مراسموکي ګډون درلود.- رفيع الله مندوخېل
بېرته شاته