(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسد دانش ساپی د بی بی سی په اوومه سټوډیو کی میلمه دی

[23.Oct.2009 - 13:08] اسدالله دانش ساپى پر ۱۳۴۴لمريز كال د لغمان كې سترګې غړولي. لومړنۍ زده كړې يې په لغمان او کندهار کې ترسره کړې او دولسم ټولگی يې په كابل كې لوستی. اسد دانش له كتاب او خپل فرهنګ سره دځانګړې مينې درلودو له لامله پر ۱۳۶۶لمريز كال په پېښور كې د دانش په نوم يو وړوکی كتابتون پرانيست. دانش كتابتون د هرې ورځې په تېرېدا سره غوړېده او د فرهنګيانو په زړونو كې يې ځاى پيدا كاوه، څه موده وروسته يې د يوشمېر فرهنګي ملګرو په غوښتنه د دانش خپرندويه ټولنې بنسټ کېښود او ددې ترڅنګ يې د الفت په نوم يوه علمي،ادبي او کلتوري خپرونه هم پيل کړه چې له نېکه مرغه تر دې مهاله يې ۴۰ ګڼې چاپ شوي. دانش خپرندويه ټولنې تر اوسه د دوه زره عنوانه په شا و خوا كې علمي، تاريخي، سياسي، معلوماتي، ادبي، ژورنالېستيکي او نور بېلابېل کتابونه چاپ کړي. اسد دانش په لر او بره پښتونخوا کې ځان د لويو ناشرانو په کتار کې درولی. اسد دانش د هېواد په ګڼوښوونځيو، كليو او حجرو كې ځوانانو او د كتاب مينه والو لپاره كتابتونونه پرانيستي او هم يې له کتابتونونو سره مرسته کړې. اسد دانش په فرهنګي حلقو كې ډېر ملګري، خواخوږي او دوستان لري.نوموړی تر دې مهاله په ګڼو مډالونو او ستاينليکونو نمانځل شوى، په جرمني كې د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې لخوا د سرو زرو په مډال، د كونړسيند په مشاعره كې د كونړ مېشتو فرهنګيانو ټولنې لخوا د سرو زرو په مډال د ځلا خيريه موسسې لخوا يو مډال، د كبير ستوري په مډال اوله نيكه مرغه په دې وروستيو كې د اشوكا په نړيوال ايوارډ هم ونمانځل شو، چې دا يواځې هغه ته نه بلكې ټول افغان ولس ته يو ښه زيرى دی. د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ د بريښنا ليک پته ده: [email protected] او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888 اوومه سټوډيو د چمعى په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي www.bbc.co.uk/pashto/news/- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته