(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام

[06.Apr.2006 - 12:27] جرمني ، د کولن ښار د ٢� � ٥ کال ، د اپريل ٥ په خواشينۍ سره خبر شولو چې افغان ليکوال ، شاعر او ارواپوه ډاکټر کبير ستوری د زړه د درېدو له امله نن سهار په جرمني کې وفات شو . انا لله و ان اليه راجعون ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د ژوند اوږده کلونه خپلې ژبې ته د خدمت لپاره وقف کړي وو او په اوږده پردېسی کې هم تل د خپل هېواد او خپلې ژبې د يو نه ستړي کېدونکي خدمتګار په توګه پاتې شو. د هغه مړينه پوه لويه ضايعه ده . کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه او هغه ارواښاد ته د جنتونو دعا کوو. په درناوي -
بېرته شاته