(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حکيم الله محسود دقبائيلي سيمو خبريالانو سره ليدلي دي

[05.Oct.2009 - 20:54] 05/10/2009: دپاکستاني طالبانو نوي مشر حکيم الله محسود په وړمبي ځل خبريالانو سره ليدلي او دړکه يې کړې ده چې دبيت الله محسود دوژنې بدل به اخلي. نوموړي دخبريالانو سره دغه ليدنه وروستو له هغې کړې ده چې امريکايي استخباراتي چارواکو ويلي وؤ گمان دی چې حکيم الله محسود وژل شوى دى. دامريکايي خبري اژانس له مخې حکيم الله محسود ويلي دي چې په دې وروستيو کې دپاکستان په قبائيلي سيمو دبې پيلوټه ډرون بريدونو دزياتوالي په ځواب کې به په پاکستان او امريکا بريدونه کولى شي. طالب مشر حکيم الله محسود په لمړي ځل دقبائيلي سيمو دخبريالانو يوې وړې ډلې سره داتوار په ورځ په دې شرط ليدنه وکړه چې دهغه سره کيدونکې مرکه به دگل په ورځ خپريږي. دخبريالانو لخوا نيغ په نيغه حکيم الله محسود سره دليدنې وروستو دهغه دوژنې په هکله ټول خبرونه بې اساسه ثابت شوي دي. په دغه مهال حکيم الله محسود وويل پاکستان کې به داسلامي نظام لپاره د هغوي هلې ځلې روانې وي. دروان کال داگست دمياشتې په ٥مه نيټه يو ميزائيلي بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دوژل کيدو څخه وروستو طالبانو حکيم الله محسود خپل مشر ټاکل ؤ. دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دوړاندې څخه ويلي وؤ چې حکيم الله محسود دطالبانو په خپل مينځي جگړه کې وژل شوى دى. همدغه راز رحمان ملک دا ادعا هم کړې وه چې طالبان دخپل مينځي اختلافونو ښکار شوي او هغوي اوس په ٧ؤ ډلو کې ويشل شوي دي. بلخوا په ملاکنډ سيمه کې دتندلارو په ضد دجوړ کړل شوي سيمه ييز لښکر او طالبانو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې درې طالبان او دلښکر يو غړى وژل شوي دي. دپاکستان پوځ داتوار په ورځ پخپل بيان کې د دسيمه ييز لښکر او طالبانو ترمينځ دنښتو په مهال ددریو طالبانو دوژل کيدو پخلى کړى دى خو پوځ وايي په دغه عملياتو کې لښکر سره پوځ هم ملگرى ؤ او ١٦ تندلاري ژوندي نيول شوي دي. د سیمې نه ترلاسه شوي رپوټونو ترمخه وژل شوو طالبانو کې دوه مهم کمانډران یونس او نورامین هم شامل دي. دپوځ دبيان له مخې په سوات کې دتير يو شواروز په مهال ٢٤ تندلاري نيول شوي او ٢٦ؤ ځانونه پخپله قانون ته سپارلي دي. پوځ زياتوي په شمالي وزيرستان سيمه کې هم تندلارو دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته راکټي بريد کړى دى چې پکې ٣ عسکر ژوبل شوي دي. خو ددغه پيښې په هکله پوځ نور جزئيات نۀ دي په ډاگه کړي. Deewa Radio - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته