(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دطاهر يلدوشيف په ميزائيلي بريد کې د وژل کیدو راپورونه

[02.Oct.2009 - 21:43] ډیوه ر یډیو 02/10/2009 په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دميزائيلي بريد له امله القاعده پسې مربوط دازبکستان داسلامي غورځنګ دمشر طاهر يلدوشيف دوژل کيدو راپورونه خپارۀ شوي دي. دپاکستان امنيتي چارواکي وايي داسې راپورونه يې ترلاسه کړي دي چې طاهر يلدوشيف داگست دمياشتې په ٢٧مه نيټه دجنوبي وزيرستان په کاني گرم سيمه کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په يو ميزائيلي بريد کې وژل شوى دى. څيړونکي وايي کۀ چرې ازبک تندروه مشر طاهر يلدوشيف په رښتيا هم په ميزائيلي بريد کې وژل شوى وي نو دا به دطالبانو لپاره يوه ستره ضربه او دامريکايي جاسوسي الوتکو دبريدونو دلارې دوروستيو برياليتوبونو څخه يو بل ستر برياليتوب وي. طاهر يلدوشيف دسوونو په شمير دهاغو ازبک جنگيالو مشري په غاړه لرله چې دا مهال دپاکستان او افغانستان دگډې پولې دواړو غاړو ته زيات فعاله دي. راپورونه وايي دغه ازبک جنگيالي نۀ يواځې دپولې دواړو غاړو ته په امنيتي ځواکونو بريدونه کوي بلکې ځانمرگي بريدونه هم ترسره کوي. دپاکستاني طالبانو يو لوړپوړي مشر قاري حسين دجمعې په ورځ خبريالانو ته دتيليفون په ليکه ويلي دي دقاري طاهر يلدوشيف دوژنې په اړه خپاره شوي ټول خبرونه بې اساسه دي. طالبانو له دې وړاندې دډرون په بريد کې دخپل مشر بيت الله محسود دوژل کيدو په اړوند خپاره شوي خبرونه هم دروغ بلل خو وروستو هغوي پخپله ومنله چې بيت الله محسود دجاسوسي الوتکو په بريد کې وژل شوى دى په افغانستان کې دپاکستان پخواني سفير او دپاک افغان چارو ماهر رستم شاه مهمند وايي کۀ چرې طاهر يلدوشيف په رښتيا هم دډرون په بريد کې وژل شوى وي نو دا به دطالبانو لپاره يوه ستره ضربه او دپاکستان برياليتوب وي. ديو شخصي تيليويزيون سره په خبرو کې رستم شاه مهمند وويل په وزيرستان کې داوږدې مودې څخه غيرملکي جنگيالي ميشته دي او اوس هم په واڼا کې زيات شمير چيچن تندلاري فعاله دي. دیو بل خبر له مخی دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې دامنيتي ځواکونو ادعا کړی چې په عملیاتو کې 27 تندلاري وژلی دي. دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دجمعې په ورځ ٣ؤ گن شپ هيلي کاپټرو دباړې په ډوره او سورډنډ سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې. سرچينې وايي په دغه گوله بارۍ کې دملک دين خيل او سپاه قبيلو يو شمير ودانيو ته هم زيان رسيدلى دى. پوځی چارواکي ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې ديو تندلاري کمانډر سيفور په گډون ٢7 تندلاري وژل شوي. کومو ازداو سر چینو د پوځي ادعاو پخلی نه دی کړی په سورډند سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځه ډزې هم شوي چې پکې يو عسکر وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي. په باړه کې دتندلارو په شکمنو ځالو دغه گوله باري وروستو له هغې شوې ده چې دزيارت په ورځ په باړه کې دامنيتي ځواکونو په يو گاډي بمي بريد کې ٢ کسان وژل شوي او ٥ امنيتي عسکر ژوبل شوي وؤ. په خيبرايجنسۍ کې دتيرې يوې مياشتې راهسې امنيتي ځواکونه دتندروه ډلې لښکراسلام په ضد په عملياتو بوخت دي او تر دې مهاله ددغه ډلې په شلگونو جنگيالي دعملياتو په مهال وژل شوي او دگڼ شمير نورو کورونه هم ړنگ کړل شوي دي. بل لوري ته دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرانشاه تحصيل کې دريموټ کنټرول بمي چاؤدنو له امله ١٦ کسان ژوبل شوي دي، دغه چاؤدنې دميرانشاه په بيټرانو ميله کې ترسره شوي دي. ددې ترڅنگ په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په چارمنگ سيمه کې سختې نښتې شوي چې پکې د٥ؤ تندلارو دوژل کيدو او ٤ؤ نورو دژوبل کيدلو ادعا شوې ده. سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي چې په چارمنگ کې امنيتي ځواکونو دتندلارو يو شمير ځالې په نخښه کړي دي.. همدغه راز دچارمنگ په شريف خانه سيمه کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ دنښتو په مهال په يو کور دگولې غورځيدو له امله ٦ کسان وژل شوي دي. او ٤ نور ژوبل شوي دي دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي چې په وژل شوؤ کې دوه ماشومان او ميرمنې هم شاملې دي. دباجوړ په صديق اباد او عمري کې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنې هم شوي دي خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې. بل لوري ته دپاکستان پوځ وايي دسوات په عملياتو کې د تير يو شواروز په مهال ٣ تندلاري وژل شوي،٦ نيول شوي او ٧ؤ پخپله خوښه ځانونه قانون ته سپارلي دي. دپوځ دبيان له مخې په نيول شوؤ تندلارو کې کمانډر رحمت او شاهد هم شامل دي دپښتونخوا او قبائيلي سيمو دننه دپوځي عملياتو ترڅنگ د مردان په سيمه کې هم ٢ پوليس عسکر دنامعلومو خلکو په ډزو وژل شوي دي،دوژل شوؤ پوليسانو نومونه ناصر او سبحان علي ښودل شوي دي. دغه پوليسو دگړي کپوره تاڼې په حد کې په محب روډ گزمه کوله چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې او وې وژل. بلخوا د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي طالبانو ته دماتې ورکولو څخه پرته دافغانستان څخه دامريکا پشاکيدل به زياته تباهی ولري او دغه گام به دپاکستان ستونزې هم سيوا کړي. امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جرنل په مرکه کې ښاغلي قريشي وويل که امريکا دافغانستان څخه دپوځ دويستلو پريکړه وکړي نو ددې سره به يې مقام ته ستره ضربه ورسيږي او بيا به پرې څوک باور هم نۀ کوي. هغه وويل امريکا په دغه جگړه کې په اربونو ډالر ولگول او زياته مرگ ژوبله يې هم وليدله، خو که دغه جگړه هم داسې پريښودل کيږي نو پوښتنه به دا وي چې پاکستان ولې دامريکا ملگرتيا کوله؟ هغه وويل دافغانستان څخه دامريکايي پوځ دوتلو له امله چې به په پاکستان کومې اغيزې کيږي، هغې کې نورې ستونزې ،زيات ځانمرگي بريدونه او دمعيشت ځپل کيدل شامل دي. هغه وويل په دغه صورت کې به پنگه وال دا ويره لري چې طالبان به اوس خپل نظر داسلام اباد لوري ته اړوي او څوک به بيا په پاکستان کې پانگې نۀ اچوي. دپاکستان دبهرنيو چارو وزير دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره ورځ دپينټاگون مطبوعاتي سکتر گيوف موريل يو امريکايي ټي وي سره په مرکه کې ويلي وؤ جمهوررئيس براک اوباما به دافغانستان لپاره په کړنلاره او دوسيلو په ورکړه ډير زر پريکړه وکړي. دهغه وينا وه امريکا دافغانستان په بابله خپله تگلاره کې نور بدلونونه راوړل غواړي او که چرې امريکا دافغان اولس په دې باور ترلاسه کولو کې بريالۍ شوه چې افغانان ومني امريکا دغلته دهغوي دتحفظ لپاره موجوده ده نو بيا امريکا برياليتوب موندلى شي. دپينټاگون مطبوعاتي سکتر دا هم ويلي وؤ چې افغانستان کې دامريکايي او ائتلافي ځواکونو مشر جنرال سټينلى ميک کرسټل اوس اوس پينټاگون او سپينې ماڼۍ ته افغانستان کې دعملياتو دتعين او اړتياوؤ په بابله وړانديزونه جمع کړي دي او هغه باور لري چې غوره تگلاره دوسيلو دلگښت څخه زيات ارزښت لري Source: Deewa Radio - ډیوه
بېرته شاته