(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سرطان او د چاپېریال رادیواکټیویټي کتاب چاپ او پر ليکه شو

[24.Sep.2009 - 21:43] نوموړی ارزښتمن کتاب دهیواددطب څانګې زده کوونکولپاره په پښتوژبه دیوه پوهنیزدرسي کتاب نوم دی چې دافغانستان دلوړوزده کړې وزارت په غوښتنه ، دسلطانزي کورنۍ ددریوکار پوهانوهریو پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ،ارواښادډاکټرحاجي محمدسلطانزی اوډاکټرغازي محمدسلطانزي په مټ لیکل شوی دی . داکتاب په کابل کې دجرمني سفارت په مالي مرسته اود دانش خپرندویې ټولنې له خواپه څلور سوه پینځه مخونواونولسوڅپرکو کي په ښکلي رنګه صحافت د زرو ټوکو په تيراژ چاپ اودهیواددپوهنتونوکتابتونوته ولیږدول شو. په نوموړي کتاب کې دسرطاني ناروغیو په اړه په زړه پورې او هراړخيز مالومات را غونډ شوي دي کوم چې درادیواکټیوموادوسره تړاولري . دبیلګې په توګه دایوڅرګندحقیقت دی چې دروسانودیرغل سره سم ترنن ورځې پورې په هیوادکې رادیواکټیووسلې (Radiological weapons) ، کیمیاوي وسلې اوبیالوژیکي وسلې کارول کیږي . په جاپان باندې داټوم بم چاودنه یوخوااو دچرنوبل ( Chernobyl Disaster ) هستوي پېښې بلخواپه ډاګه کړې ده چې رادیواکټیوتوکي او اټومي پاتې شونې هستوي وړانګې خپروي چې دسرطاني ناروغیولامل ګرځي . نوموړي دواړه ډول توکي په هیوادکې شتون لري . درسمي رسنیوپه وینا په هیوادکې دوینې سرطان پېښې داووکالوپخواپه پرتله اته په سل کې ډیرښت موندلې دی. بلخوا په دې طبي کتاب کې دسرطاني ناروغیو پېژنه ، درملنه ، مخنیوی او لاملونه په علمي او اکاډيميکه توګه څېړل شوي دي کوم چې په هیوادکې ددیرش کلنې جګړې په ترځ کې په ډیراحتمال سره دبیالوژيکي ، کیمیاوي اورادیولوژیکی وسلو دکارولوپه پایله کې منځ ته راغلې دي . په پښتو ژبه کي دیوې خوااوپه ملي اونړیواله کچه د دغه ډول علمي او اکاډيميک اثر ليکل بلې خوا دهیواد ولس لپاره ډیرلوی خدمت دی . ټول افغانان خوپه تیره بیادپوهنتون دطب څانګې ځوان نسل بايد د کتاب ليکوالانود خوارۍ کښلو او په فرهنګي لاره کې د دغه ډول يوه بکر اثر رامنځته کولو مرهون واوسي، ځکه په پښتو کي لا تر اوسه په دغه ډول وضاحت او کيفيت د يوې ځانګړې موضوع لپاره کوم پوهنیز اثر نه و موجود. مینه وال لوستونکي کولای شي چې نوموړی کتاب : ۱- دهیوا دټولوپوهنتونونوپه کتابتونوکې ولولي . ۲- په کابل کې د دانش خپرندویې ټولنې څخه ترلاسه کړي ۳- په وړیا توګه دلراوبر و یبپاڼې برېښنایي کتابتون کې ولولي څرنګه چې لیکوالان دطب کارپوهانوپه توګه د مسلك له مخې ډېر بوخت دي، خوبیاهم هغوی له پښتو ژبې سره د مينې اودپرمختګ په موخه ترخپله وسه تل هڅه كړې ده چې پر پښتو ژبه پوهنیزکتابونه اومقالې ولیکي دنوموړي کتاب په پیل کې په جرمني کې دافغان جرمن ډاکترانودټولنې مشراوهمدارنګه دکابل پوهنتون مسلکي کارپوهانوله خوادوه ارزښتمن تقریظونه لیکل شوي دي چې ددې علمي کتاب دچاپ کولوکلکه سپارښتنه کوي . بلخوادجرمني هیوادپه ورځپانوکې لکه (Neumarkter Nachrichten) او(Neumarkter Tagesblatt) کې دنوموړي کتاب په هکله بشپړمالوما ت پرلیکه شوی دی چې دغه کړنلاره پخپله دکتاب نړیوال پوهنیزارزښت په ډاګه کوي . دپوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځـدراڼ ژوندلیک : نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ د خدای بښلي الحاج ډګروال الله دادخان سلطانزی ځدراڼ زوی په هډ پښتون افغان په ١٠ /١/١٩٤٤ ز کال دپکتيا ولايت دځدراڼومېزای ټـبر په يوه دينداره اوروڼ انده کورنۍ کې زيږيدلی دئ. ده په ١٩٥٠ م کال کې خپلې لومړنۍ زده کړې درحمان باباپه ليسه کې پيل اوپه ١٩٦١ م کال کې په اعلې درجه سرته رسولې دي. هغه په ١٩٦٢ ز کال کې دلوړو زده کړې لپاره لوديز المان ته ولاړ . په ١٩٦٥ز کال کې يې د فرانکفورت په پوهنتون کې دعمومي فزيک په زده کړه پيل وکړاود ١٩٦٦ ز کال وروسته يې دبرلين په ازاد پوهنتون کې (Free University of Berlin) خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. سلطانزی ، په ١٩٧٠ز کال کې دتجربوي فزيک په څانګه کې د ديپلوم په اخيستلوبریالی شو. هغه د١٩٧١ زکال څخه تر ١٩٧٦ ز کال پورې دجرمني بوخوم پوهنتون ،د فزيک په دیپا رتمنت کې د يوه علمي غړي په صفت په څيړنوبوخت وو او په نوموړې موده کې دهستوي فزيک په څانګه کې دډاکتری په اخيستلو بریالی شو. Associate Prof. Dr. Nazar M. Sultansei هغه په ١٩٧٧ ز کال کې دطب په څانګه کې په لوړوزده کړې پيل وکړاو په څنګ کې يې دعلمي غړي اوښوونکي په توګه د بوخوم پوهنتون د طب پوهنځۍ فيزيولوژي په ديپارمنت کې رسمي دنده تر سره کوله. سلطانزی د١٩٨٠ م کال څخه تر ١٩٨٦ م کال پورې دکابل پوهنتون د طبيعي علوموپوهنځی دفزيک په ديپارتمنت کې داستاد په توګه کارکاوه او وروسته دافغانستان داتوم انرژۍ دڅانګې مسئول مشر وټاکل شو. هغه د١٩٨٦ ز کال په اکټوبر مياشت کې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان (IAEA) په عمومي کنفرانس کې دبرخې اخيستلو په موخه داتریش هيواد ته ولاړ. په ١٩٨٦ ز کال کې د يوه وتلي افغان ، او ولس پالونکي ساینس پوه په توګه په افغانستان باندې دروسانو ديرغل اودافغان کمونیستي چارواکو سره د ډير کلک مخالفت درلودلوله کبله په اتريش کې سياسي پناه غوښتنې ته اړ شو او خپل هيوا دته بیرته راستو ن نه شو. سلطانزی د ١٩٨٩ز کال څخه تر٢٠٠٠ ز کال پورې داتریش هیواد د ويانا ښار لاينڅ په روغتون کې، او ٢٠٠١ ز کال څخه راپدې خوادالمان بایرن ایالت په يوه روغتون کې، د طبي فزيک پوه اوهستوي طب متخصص په صفت د راديو تېراپي(Radiation Therapy) په څانګه کې په کار بوخت دئ. سلطانزی درې زامن اودوه لوڼه لري . مشرزوی یې ډاکتر غازي محمد درادیولوژي څانګې متخصص ډاکتردی . دویم زوی یې نظیرمحمداودرېیم زوی یې وحید نومیږي چې په لوړوزده کړوبخت دي . (پای) دپوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزي پرلیکه شوي علمي اوفرهنګي آثارپه لاندې ډول دي : لیکل شوي علمي کتابونه : + ۱- دوینې سرطان درملنه ، پېژندنه اومخنیوی(Leukemia, therapy,diagnosis and preventation) ، 2009 زکال ، جرمني + ۲- سرطان اودچاپېریال رادیواکــټـیـویتي(Cancer and environment radioactivity) ، 2008 زکال ، جرمني + ۳- داولتراسونډ طبي کارول (Ultrasound medical application) ، 2007 زکال ، جرمني + ۴- دالبرت اینشټاین نسبي تیوري (Albert Einstein“ Theory of Relativity“) 2006 زکال ، جرمني + ۵- داټومي فزیک اساسات (Basic of Atomic physics) ، لکچرنوټ ، 1985 زکال ¸ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون + ۶- دالکټرونیک اساسات (Basic of Electronics) ، لکچرنوټ ، 1984 زکال ، ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون + ۸- دلمرانرژي پروژه (Solar collector) ، 1982-1986 + ۹- داکسریزفلوریسینس (X-ray fluorescence ) کړنلارې په مرسته دهیوادمعدني ډ بروپېژند نه او تحلیل + ، کابل پوهنتون ، 1983، ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون + ۱۰- دکوبالټ شپيته رادیوتیراپي دستګاه therapy equipment ) Cobalt-60 (، لکچرنوټ 1984 ، + کابل پوهنتون + ۱۱- الکتروفیزیولوژي (Electrophysiology) ، 1985 ، لکچرنوټ ، طب پوهنځی ، کابل پوهنتون خپورشوي علمي اثاراومقالې : o ۱- په هیوادکې داټومي پاتې شونوخبرتیا ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال o ۲- اټومي بمونه اومذهبي نومونه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال o ۳- دچرنوبیل هستوی پېښې شل کل تلین ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه 2006 زکال o ۴- دسږکال فزیک نوبل جایزه جاپاني فزیکپوهانوته ورکړه شوه ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال o ۵- دکیهان (Universe) مصنوعي پیدايښت تجربه وځنډیده، دلراوبر، ا وبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال o ۶- دسرطاني ناروغيودپېژندنې کلینیکي فرمول(TNM) ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال o ۷- هېماتولوژ ي ( دداخله طب لکچرنوټ : دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال o ۸ - د اټوم بم د ٦٣ تلین غميزې په یاد ، دلراوبر اوبینواویبپاڼه 2008 زکال o ۹- دمسلمان پښتون اواټوم بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال o ۱۰- دگاونډ يوهیوادونوهستوي ازموینې ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال o ۱۱- دپښتوژبې يوملي تلويزيون ته اړتيا ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2007 زکال o ۱۲- دنــــــــړۍ لومــــړی اټــومي بــــــــــم ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2007 زکال o ۱۳- د پولونيوم (Polonium) زهراودروسي جا سوس مړينه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2006 زکال o ۱۴- د اټوم انرژۍ بنسټيزفرمول ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه 2006 زکال o ۱۵- پښتانه او د پښتو ژبې غميزه ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه 2005 زکال o ۱۶- په کابل کې بايد دپښتوژبې پوهنتون جوړشي ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه 2005 زکال o ۱۷- د طبيعي وړانگوسرچينې ، دلراوبر ،اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال o ۱۸- طبيعي راديواکټيو يټي ، دټول افغان ویبپاڼه ، 2007 زکال o ۱۹- دافعانستان داټوم انرژۍ پـيښليک ، دټول افغان ویبپاڼه ، 2006 زکال o ۲۰-دسږ کال نوبل طبي جایزه اعلان شوه ، دلراوبر ، ویبپاڼه 2008 زکال o ۲۱- دسرطاني ناروغیو د پېـژندنې فزیکي کړنلارې : دلراوبر، ویبپاڼه 2009-07-16 o ۲۲- دایران اټومي بم ټکنالوژي ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه Sept-200 (پای) http://larawbar.net/details.php?id=13420- پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ
بېرته شاته