(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سوات د جنگیالومشر ژوبل دی او ځواکونه ترې چاپیره دي

[15.Sep.2009 - 10:27] د اطلاعاتو وزیر میا افتخارحسین ویلې دي چې دسوات د طالبانو مشر فضل الله عملیاتو کې زخمې شوی دی اوامنتي ځواکونه د هغه د پټیدود ځایونو نه چاپیره شوې ديد وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله سره پیښور کې یوه مرکه میاافتخارحسین زیاته کړه چې په سوات کې تر ٢٠٠ ؤ پورې طالبان نیولی شوې دي او زر به د انصاف لپاره عدالتونوته وړاندې کړی شي. هغه دا خبره رد کړه چې گوندې سوات کې نیول شوي طالبان په بې قانونه توگه وژل کیږي. نوموړې وزیر زیاته کړه چې د اطلاعاتو ترمخه د ژوبل شوي فضل الله د پټ ځایونونه امنیتي ځواکونه چاپیره شوې دي اوپه دوه دریو ورځو کې به دهغه په هکله کره معلومات را منځته شې. دامنیتي ځواکونود لاسه د ماتي خوړولو وړاندې به سوات کې جنگیالو پوښتانه وژل، زنانه به يي بې عزته کولې اوسکولونه به يي سوزځول. خو اوس حکومتې چارواکې وايي جنگلیالې د سېمې نه تښتول شوې دي او سوات کې امنیت پرځاې کړی شوی دی. میا افتخارحسین وویل چې د طالبانو د دریمې درجې غړې لمنځ وړلی شوې دي او د دوېمې او وړمبۍ درجې مشران يي یا نیول شوي، یا وژل شوې او یا ژوبل شوې دي. نوموړي وویل چې تر ٢٠٠ؤ پورې جنگیالې نیول شوې دي او زربه عدالتونو ته وړاندې کړې شې. هغه د سوات جنگیالو ته د انسانیت دښمنان اوبلل او وې ویل چې عام وولس غواړې چې دوېې ته دې د مرگ سزاگانې ورکړی شي چې بیا کوم خلک داسې چارې وونه کړي. میاافتخارحسین دا خبره په کلکه رد کړه چې حکومت د قانون نه بالا طریقو د لارې د جنگیالو په وژنه کې ککړدی هغه وویل چې حکومت به هیچ چا ته که څوک نیول شوې وي او که ځان يي سپارلی وي هم عام معافې ورنه کړې. هغه غوتنه ووکړه چې عدالتونه باید نیول شوو خلکو ته مثالې سزاگانې ورکړي. Source: Deewa radio- ډیوه
بېرته شاته