(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دننګرهار پوهنتون داحاطې جوړولو چارې پيل شوې

[05.Sep.2009 - 10:24] 05.09.2009پژواک: د نړيوال بانک د نږدې ٣٢ ميليونه افغانيو په لګښت د ننګرهار پوهنتون د احاطې د جوړولو چارې د وږي په ٥مه، پيل شوې . دننګرهار ولايت اجرائيوي رييس محمد حنيف ګردېوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دېوال د ٣٤٧٦ متره په اوږدوالي او ٢،٦ متره لوړوالي جوړېـږي . هغه زياته کړه چې پردې پروژې ٣١ ميليونه او ٧٠٠ زره افغانۍ لګښت راځي، چې د نړيوال بانک لخوا ورکول کېږي او چارې به يې په ١٤ مياشتو کې بشپړې شي . د ګردېوال په وينا، دپوهنتون احاطې له جوړېدو سره به په ننګرهار پوهنتون کې د زده کړې چاپېريال ښه شي . د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنيار ببرک مياخېل وايي چې د احاطې د نشتوالي له امله، په تېرو وختونو کې د پوهنتون تر نيمايي زياته ځمکه، زورواکانو ولکه کړې ده . نوموړي پژواک ته وويل چې د پوهنتون دځمکې دقانوني اسنادو له مخې، ساحه يې د سرخاو له پله څخه تر درونټې بنده پورې ده، خو اوس دغه احاطه له بند څخه تر کلاى قولوخ پورې جوړېږې، چې ساحه يې ډېره کمه کړې ده . استاد مياخېل وايي چې تېر کال د پوهنتون پر رييس بريد او د پوهنتون په ساحه کې چاودنه هم شوې وه، چې د احاطې له جوړېدو سره به امنيتي ستونزې هوارې شي . د نوموړي په وينا، د احاطې له جوړېدو وروسته به د پوهنتون د وسايلو د ورکېدو مخه هم ونيول شي . د شرعياتو پوهنځي يو محصل عماد الدين کاکړ وايي، چې د تېر کال دلاسي بم له بريده وروسته محصلينو د نا امنۍ په فضا کې زده کړې کولې. هغه په دې خوښي څرګنده کړه چې د پوهنتون د احاطې د جوړېدو چارې پيل شوې او زياته يې کړه، چې اوس به محصلين په ډاډه زړه خپلو زده کړو ته دوام ورکوي . د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار د کانال له رياست سره د کمپيوټرونو او پرنټرونو مرسته شوې ده . د کانال رييس انجنير حکيم پژواک اژانس وويل چې دغه مرسته ورسره د سيمه ييزې حکومتدارۍ او ټولنيز پراختيا ادارې ( ايل جي سي ډي) لخوا شوې ده . هغه زياته کړه چې له دې وسايلو سره به يې د رياست په چارو کې ښه والى راشي . همدا رازد ننګرهار د پوهنې رياست او د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې ( پي ارټي) ترمنځ د ١٤ ښوونځيو د ودانيو د جوړولو قرارداد لاسليک شو . ددې ولايت د پوهنې رييس محمداقبال عزيزي د وږي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښوونځي به د نهو سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي . د نوموړي په وينا، دا ښوونځي د سره رود، خوګياڼو، هسکې مېنې او کامې په ولسواليو کې جوړېږي عزيزي زياته کړه : (( سږکال موږ ١٢٧ نوي ښوونځي تاسيس کړي او هرکال موږ ٥٠ زره نوي زده کوونکي دپوهنې په تدريسي نصاب کې شاملوو.)) د يادونې وړ ده ، چې په ټول ننګرهار کې له ديني مدرسو پرته ٥٠٠ ښوونځي شتون لري ، چې ٦٥٠ زره زده کوونکيو ته د ١٢ زره ښوونکيو له لوري زده کړې ورکول کېږي . - عبدالمعيد هاشمي
بېرته شاته