(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کندوزکی په تښتول شوؤټانکرودناټو بريدکې٩٠کسان وژل شوي دي

[04.Sep.2009 - 20:45] ۴/۹/۲۰۰۹ ډیوه په کندوز کې دطالبانو لخوا تښتول شوؤ دتيلو په ټانکرو دناټو د هوایي بريد له امله چاؤدنه کې د٩٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي. دغه بريد دجمعې دورځې په سحر دکندوز ولايت په عمر کلي کې ترسره شوى دى. يو افغان پوليس مشر دنوم نۀ څرګندولو په شرط وويل په دغه بريد کې ٩٠ کسان وژل شوي چې ٤٠ پکې هاغه اولسي خلک هم دي چې ددغو ټانکرو څخه يې تيل ويستل. دکندوز والي محمد عمر چې هغه هم دمړو شميره ٩٠ ښودله وويل يو ځايې طالب کمانډر او ٤ چيچن جنګيالي هم په وژل شوؤ کې شامل دي. دپوليسو مشر غلام محي الدين وايي جنگيالو په افغانستان کې ميشتو دناټو ځواکونو ته دتيلو رسونکې دوه ټانکرې دځان سره وړلې.کله چې دغه جنگيالي دکندوز سيند څخه تيريدل نو دغلته ونښتل اؤ هم په دغه مهال په هغوي دناټو دالوتکو څخه بمباري وشوه. يوپوځي چارواکې ليفټننټ کرنل کرسټائن سډنسټرکر ويلي دي دناټو جنګي الوتکو دغه دوه دتيلو ټانکرې هاغه مهال تباه کړې کله چې ورته معلومه شوه چې په سيمه کې کوم اولسي تن موجود نۀ دى. هغې وويل ناټو او افغان حکومت په دغه بريد کې داولسي خلکو دوژنې دادعاوپه هکله پلټنې کوي. بل خوا د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وايي په سوات کې پوځ دتندلارو پر ضد کامياب عمليات کړي او دهغوي ملا يې ماته کړې ده. جنرال کياني دجمعې په ورځ سوات او دملاکنډ په نورو سيمو کې دروانو پوځي عملياتو په هکله دځان خبرولو لپاره دسوات دوره کړې ده. دملاکنډ په پوځي قلعه کې په پوځي عملياتو کې دلاس ته راوړنو په اړه دلويې کچې يوه غونډه هم دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په مشرۍ وشوه اودسوات دعملياتو مسؤل کرنل اشفاق نديم جنرال کياني ته دعملياتو په هکله احوال تيرکړو. غونډې ته دوينا په مهال جنرال کياني وويل اوس په سوات کې امن ټينگ شوى او تندلاري به دعامو خلکو ژوند ته ضرر رسولو ته پرې نۀ ښودل شي. وروسته دپوځ سرلښکر دپيرانو سيمې دسرکاري سکولونو څخه ليدنه هم وکړه . دپوځ سرلښکر سيمې څخه دغه ليدنه په داسې وخت کې کړی چې سوات ته دپوځي عملياتو له امله دلکونو بې کوره شوؤکډوالو دبيرته ستنيدنې سره سم دغلته دبدامنۍ لړۍ هم يو وارې بيا چټکه شوې ده. تيره اوونۍ دسوات په مينگوره ښار کې په پوليسو ديو ځانمرگي بريد له امله د١٧ؤ عسکرو دوژل کيدو ترڅنگ دسوات دبيلا بيلو سيمو څخه دشل گونو خلکو په گولو ويشتل شوي مړي هم ترلاسه شوي دي چې زياتره پکې طالبان گڼل کيږي. په دغسې حال کې سوات ته دجنرال کياني دسفر يو مقصد دا گڼل کيږي ، ترڅو په سيمه کې ميشتو پوځيانو او پاکستاني قوم ته باور ورکړي چې دسوات وضعيت بيا دبدامنۍ زوړ ډگر ته نۀ دى رسيدلى - د پښبونخوا خبریال
بېرته شاته