(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ددرغليو په تورونو دټولټاکنو نتيجې وروسته کيدلى شي

[24.Aug.2009 - 21:43] 24/08/2009 د افغانستان دټاکنو کميسيون وايي په ٢٠م اگست ترسره شوؤ صدارتي ټاکنو کې ورته ددرغليوپه اړه کومې نيوکې ترلاسه شوي دهغې له امله دټاکنو نتيجې يو څه وروسته کيدلى شي. دټاکنو دکميسيون مشر په کابل کې مطبوعاتي کانفرنس ته وويل تر دې مهاله ورته ٢٢٥ نيوکې ترلاسه شوي چې په هغې کې ٣٥ عاجله پاملرنه غواړي. هغه وويل په دغو نيوکو کې درايې ورکوونکو ويرول، وهل ټکول، درايو صندوقونو کې لاس وهنه اؤ دټولټاکنو دپرسونل لخوا ټاکنو کې ددرغلۍ تورونه شامل دي. دټولټاکنو دکميسيون يو استازي داود علي نجفي ويلي دي دټاکنو کميسيون په ټاکنو کې ددرغلۍ دمخنيوي دپاره گامونه اخستي وؤ. ښاغلي نجفي خبريالانو ته ويلي دي دټاکنو کميسيون دنتيجو ٥ نقلونه جوړ کړي دي چې په هغې کې يو رقم معلومات درج دي. هغه وايي په دغه هره کاپۍ يا نقل دکانديدانو، څارونکو او درايې دمرکزونو دمامورينو لاسليکونه شته. دنوموړي په وينا کۀ چرې په دغو کاپو کې يوه ضائع يا وسوځول شي نو ٤ نورې موجود وي. هغه وويل په دغه اساس دټاکنو کميسيون ټولو کانديدانو ته باور ورکوي چې په غوڅو نتيجو کې به دغه نقلونه داستفادې لاندې راوستل کيږي. بل لوري ته دافغانستان دجمهوري رياست دټاکنو پياوړو کانديدانوحامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په يو بل ددرغلۍ تورونه لگولي دي. ډاکټر عبدالله خبريالانو ته ويلي دي دحامد کرزي په پلوۍ چې کوم بکسونه مرکز ته راروان دي هغه دداسې اولسواليو څخه راځي چې هلته بيخي رايې نۀ دي ورکړل شوي. دډاکټر عبدالله په وينا په کومو سيمو کې چې هيله کيدله يواځې ١٠ فيصده رايې به ورکړل شي ، هلته ادعا کيږي چې دکرزي په پلوۍ ٤٠ فيصده رايې ورکړل شوي دي. دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دخپل سيال دغه نيوکې د ړي او وايي درغلي هغوي نۀ بلکې دعبدالله کمپائن چلونکو کړې ده. په دغو ټولټاکنو کې دواړه کانديدان حامد کرزى او عبدالله دبرياليتوب ادعاوې هم کوي خو څيړونکي وايي چې تر دې مهاله څومره رايې شميرل شوي دهغې له مخې حامد کرزى په ټولټاکنو کې بريالى شوى دى. ډیوه او خبری رسنئ Source:- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته