(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خيبرايجنسي کی وسله والو جنگيالو افغان خبريال جان الله هاشم زاده وژلى دى

[24.Aug.2009 - 21:38] ۲۴/۸/۲۰۰۹ سرچينې وايي وسله والو جنگيالو په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې يو افغان خبريال جان الله هاشم زاده په ډزو سره وژلى دى. د٤٠ کلن وژل شوي افغان خبريال جان الله هاشم زاده تعلق دننگرهار ولايت سره ؤ او هغه په پيښور کې دپښتو تليويزيوني چينل شمشاد سيمه ييز مشر ؤ. سرچينې وايي هغه په ننګرهار کې خپل کور ته درخصتۍ تيرولو لپاره تللى ؤ او کله چې دننګرهار څخه بيرته پیښور ته راتللو نو دخيبرايجنسۍ دجمرود سيمې سره نزدې پرې نامعلومو وسله والو ډزې وکړې او وې وژلو. په کوم گاډي کې چې دغه خبريال ناست ؤ دهاغه گاډي ډرائيور عباس خان وينا ده وسله وال گاډي ته وردننه شول او دجان الله هاشم زاه دپيژندگلو څخه وروسته يې هغه په گولو وويشتلو چې له امله يې هغه په موقع ساه ورکړه. نوموړي وايي وسله والو کسانو په جان الله هاشم زاده درې ډزې وکړې. دعباس خان په وينا جنگيالو دجان الله هاشم زاده په يو ملگرى علي خان هم ناتارې ډزې کړي او هغه يې ژوبل کړى دى. له پيښې وروستو بريد کوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي او تر دې دمه کومې تندروه ډلې ددغه پيښې مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى. سرچينې وايي دجان الله دکورنۍ غړو دهغه مړى دجمرود دروغتون څخه بيرته ننګرهار ولایت ته وړى دى. دجان الله هاشم زاده ورور نجيب الله وايي په تير وخت کې دهغوي دچا سره کومه دښمني نۀ وه. په پيښور کې ميشت ځينې ژورنالستان ګمان کوي چې دهاشم زاده وژنه دطالبانو کارروايي کيدلى شي ځکه چې هغه په افغانستان کې په موجودو طالب جنګيالو نيوکې کولې. په خيبرايجنسۍ کې دتير يو کال راهسې دامن وامان حالت زيات خراب شوى دى او په دغه لاره افغانستان کې دميشتو غيرملکي پوځيانو لپاره درسد په کاروانونو هم طالبان وخت ناوخته بريدونه کوي (ډیوه) د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد جان الله هاشم زاده وژنه په کلکه غندی ، دده مړینه پښتون ملت ته یو ستر زیان بولی،او د ارواښاد د کورنئ، خپلوانو، اودوستانو سره پدی دروند غم کی څان شریک ګڼی، د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د لوی خدای له درباره ارواښاد ته د جنت فردوس غوښتنه کوی، کورنئ او دوستانو ته ئی د زړه صبر غواړی. روح دی ښاد وی پژواک خبري اژانس :په پېښور کې د پژواک خبري اژانس ازاد خبريال جان الله هاشمزاده ، نن سهار د تورخم پېښور پر لويه لاره په يوه وسلوال بريد کې ووژل شو. د هاشمزاده د ملګرو د معلوماتو له مخې ، هغه په يوه فلاينکوچ موټر کې سفر کاوه ، چې د جمروډ په سره کمر سيمه کې ، په ټوډي کرولا کې ناستو وسلوالو يې مخه ونيوله او ډزې يې پرې وکړې . په پېښور کې د شمشاد ټلويزيوني شبکې يوه کارکونکي علي چې دا مهال ، د هاشمزاده له جسد سره په جمروډ روغتون کې دى ، پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې يو بل تن چې له هاشمزاده سره خوا په خوا ناست و ، ټپي شوى دى . که څه هم د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي هاشمزاده د وژنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى، خو د هغه يوه بل نږدې ملګري ايمل خټک پژواک ته وويل چې هاشمزاده ته درې اونۍ وړاندې د نامعلومو کسانو له خوا د مرګ ګواښنه شوې وه . هاشمزاده همدا نن ( د وږي په ٢مه ) سهار له خپل کور څخه پېښور ته په لاره و او ټاکل شوې ده ، چې جنازه يې همدا نن بېرته خپل کلي ته راوړل شي . هغه له شاوخوا څلورو کلونو راهيسې پژواک سره د ازاد خبريال په توګه او له شاوخوا لس مياشتو راهيسې يې د شمشاد تلويزيوني شبکې سره کار کاوه . دغه راز نوموړي د العربيه په نامه د يوې مشهورې عربي ټلويزيوني شبکې ترڅنګ د ايسوسي اېټډ پريس ( اى پي) امريکايي خبري اژانس او له دې مخکې يې له پېښور ښار څخه خپرېدونکې پښتو ورځپاڼو وحدت او سهار سره هم د خبريال په توګه کار کړى دى . دغه راز نوموړي له کابل څخه خپرېدونکې اريانا تلويزيوني شبکې لپاره په پېښور کې د خبريال په توګه دنده اجرا کوله. جان الله هاشمزاده د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى و، لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې په پېښور کې د مهاجرت پر مهال ترسره کړى وې . نوموړى ، چې دا مهال يې نږدې ٣٧ کاله عمر درلود ، په پېښور کې دافغانانو د خصوصي پوهنتون ( آريانا) د ژورناليزم پوهنځي محصل و. په څه د پاڅه يوه کال کې دپژواک خبري اژانس دا دوهم ازاد خبريال دى ،چې وژل کېږي . له دې وړاندې عبدالصمد روحاني ، په هلمند کې وژل شوى . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته