(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز د خواشینۍ پیغام

[05.Apr.2006 - 22:18] په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد یو تن علمي ، فرهنګي شخصیت او د افغانستان او سیمې ولسونو ته د دموکراسۍ او خپلواکۍ د لارې یو وتلی مبارز ډاکټر کبیر ستوري له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي ) ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري د خپل خوږ ژوند زیاتره برخه د ولسواکۍ او ټولنیز برابر ژوند د ارمانونو د ترلاسه کولو په لاره کې تېر کړ.د یو علمي او مسلکي-فرهنګي شخصیت په توګه یې یو شمېر ګټور اثار ولیکل او په هېواد کې دننه او له هېواد نه د باندې په یو شمېر افغاني مطبوعاتو کې یې بې شمېره مقالې او لیکنې خپرې کړې .ارواښاد ډاکټر ستوري ان یوه شېبه هم د افغان ملت ملي هویت ، ملي او تاریخي ارزښتونه هېر نه کړل او د افغان ملت د پیوستون او پیاوړتیا لپاره یې نه ستړي کېدونکی هاند ترسره کړ. په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول غړي او مینه وال په دې توګه د ارواښاد کورنۍ ، دوستانو او مینه والو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د تسلیت ژور مراتب دوي ته وړاندې کوي . الله پاک دې وبښي په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب یوسف هېواددوست-
بېرته شاته