(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ايف سي ار عدالتي قانون کې ځينې اهم بدلونونه

[14.Aug.2009 - 21:37] ۱۴/۸/۲۰۰۹ ډیوه د پاکستان د جوړیدود٦٣مې کالیزی دنمانځلو په موقع صدر اصف علي زرداري د قبائيلي سيمو کې ديوې پيړۍ څخه دزياتې مودې پورې رائج فرنټئير کرائمز ريگوليشنز يا ايف سي ار قانون کې دبدلون اعلان کړى دى چې ددې له مخې په دغو سيمو کې سياسي گوندونو ته دسياسي هلو ځلو اجازت ورکړل شوى دى ددی ترڅنگ دقبائيلو دغوښتنو په اساس فرنټئير کرائمز ريگوليشنز يا ايف سي ار عدالتي قانون کې ځينې اهم بدلونونه هم شوي دي چې له دې وروستو اوس دپوليټيکل انتظاميې په حکم قبائيل بې دڅه وجې نيولو، په زندان کې ساتلو اوهغوي ته دضمانت حق نۀ ورکولو اختيارات ختم کړل شوي دي. ددغه نوي قانون له مخې په جرمونو کې ککړ تن په ۲۴ ساعتونوکې دننه اړونده محکمې ته وړاندې کولى شي او هغه به دضمانت حق هم لري همدغه راز انتظاميه دټاکلې مودې دننه ددغه رقم مقدمو هوارولو پابنده کړل شوې ده. له دې وړاندې به دايف سي ار قانون لاندې چې کوم تن ونيولى شو نو دمقدمې چلولو څخه پرته به هغه په بند کې ساتل کيدو او دهغه دبند په موده کې به هر درې کاله وروستو دنامعلومې مودې پورې اضافه کيدله. همدغه شان په ايف سي ار کې دبدلونونو وروستو اوس دسيمه ييز مسؤليت دقانون لاندې ښځې او د١٦ؤ کالو نه دکم عمر ماشومان نۀ شي نيول کيدلى. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته