(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلرې او برې پښتونخوا يو ځلانده علمي ستوری ولويده

[05.Apr.2006 - 22:13] په جرمني کې دساينس پوهانو ټولنه دخدای بښلي ارواښاد ډاکتر کبير ستوري دنا څاپي مړينې څخه خبر تر لاسه کړ او له دې کبله دزړه له کومې خفګان او ژوره خواشيني څرګندوي . اناالله وانا اليه راجعون خدای بښلی ستوری دهيواد يونوميالی ساينس پوه، ساپوه،علمي او ملي شخصيت، وطنپالوونکی ، دټينګ عزم او دسپيڅلي ايمان او عقيدې خاوندوه. ارواښاد دساينس پوهنې اونوروټولنيزوڅانګو خو په تيره بيا په ساه پوهنې کې ګڼ شمير کتابونه ليکلي دي چې له دې لارې يې خپل ولس او دپښتو ژبې کلتور ته ستر تاريخي نه هيرېدونکي خدمتونه سرته رسولي دي. موږ دمرحوم ډاکتر ستوري مړينه يوه ستره علمي اوولسي ضايعه ګڼو. لوی څښتن تعالی دې هغه ته ښکلي جنتونه په نصيب کړي اوپاتې کورنۍ او خپلوانو ته دصبر اوزغم غوښتنه کوو. کله چې پيداشوې تاژړل نوروخندل داسې مړشوي چې نور ژاړي او ته خاندې ..................................... څوک چې خادم وي دخپل ملک او دملت وطن يې پس له مرګه په مدفن فخرکوي (استاد خادم) په جرمني کې د ساينس پوهانوپه استازيتوب پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی (ځدراڼ) دافغانستان داتوم انرژي پخوانی مسئول مشر او دکابل پوهنتون دطبيعي علومو پوهنځي استاد-
بېرته شاته