(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کبیر ستوری مړ نه دی

[19.Apr.2018 - 15:21]

کبیر ستوری مړ نه دی (د ستوري د۱۲تلین  په یاد)
لیک: لیاقت وطنپال
د (۱۹۷۵) کال را پدې په بهر کښې د پښتنو سیاست ته یوه لنډه کتنه

زه د ۱۹۷۵  کال د اپریل په میاشت کښې د المان  فدرالي جمهوریت د فرانکفورټ ښار ته راورسیدم.  زما لومړۍ لېدنې کتنې یواځې  د کوزې خوا د پښتنو ملګرو او مشرانو سره وې. دغه کسانو ډیر لږ د برې خوا د پښتنو سره چې زیاتره یې پوهیدونکې (محصلین) وو اړیکې لرلې. په دغه وخت کښې پښتنو پوهیدونکو د افغاني محصیلینو په نوم یوه اتحادیه (ټولنه) لرله او ددغې اتحادیې د غړو به دا کوښښ وو، چې د کوزې خوا په پښتنو کښې، چې په فرانکفورټ کښې اوسیدل او ټول د فابریکو کارګران وو  د پښتونولۍ او افغانیت روحیه راژوندۍ کړي.  دافغاني محصیلینو داتحادیې فرانکفورټ څانګې ښه زیارویستونکې غړي، رحیم ځدران، نظام ا لدین، سنګین وردګ، شاجهان کاکاخیل، پاچا سیفی، پیرمحمد مومند او عیدمیر ځدران- چې ما په لږ وخت کښې وپیژندل د دوۍ سره د بیابیا خبرو اتروپه رڼاکښې مونږ په ګډه سره دکوزې خواد پښتنوسره د پښتونولۍ په باب په دوامداره ډول خبرې پیل کړې- زما لپاره د نورو مترقي ملګروپه پرتله دکوزې خوا د پښتنو سره په سیاسی بحث کښې ستونزیکمې وې او یا بیخي نه وې، ځکه چې په دغه ملګرو کښې ډیر د سوات نه راغلي وو او زما سره یې یوه اندازه پیژنګلوۍ درلودې او زه په ړندو کښې د یوې سترګې خاوند هم ووم، څه لږه ډیره انګلیسي مې زده وه او ددوۍ سره به مې د وکیل یا د مرستې د دفتر په کارونو کښې مرسته کوله او په لنډ وخت کښې ځیني ملګري لکه اقبال لالا، جاوید عثمان، امیرزاده ماما، احمدعلي او خانزاده د پښتونولۍ په کارونوکښې زمونږ سره اوږه په اوږه شو او په ځانګړي توګه اقبال لالا هر هغه کار ته چمتو وو څه به موچې ورته ورسپارل.

د فرانکفورټ د اتحادیې د ملګرو د لارې مې د المان د کولن  د څانګې کبیرلعل  (دکبیر ستوري په هغه وخت کښې تخلص  لعل وو)  ، قدوس تندر او انور ظفري په ډیره لږه موده کښې وپیژندل او دغه ملګری زما، سنګین وردګ،  شاجهان، پاچا او رحیم  ځدراڼ په واسطه د کوزې خوا د ملګرو سره پیژنګلوي پیدا کړه.  په لمړی ځل زما د کبیر ستوري، چې زیاتره  ملګرو به د کبیرماما او یا یوازې د ماما په نوم یادوو، سره اوږدېخبرې د پوهیدونکو په هاسټل (للیلېیه) کښې اوشوې او ددغې ورځې نه پس چې کبیر ماما به کله فرانکفورټ ته راغلو، ارو مرو به یې زما سره لیدل اوپه ساعتونو ، ساعتونو به زما سره د پښتنو په سیاست غږیدو- او کله چې به ریستوران ته لاړو  زما د خوراک څښاک پیسې به یې ورکولې ، سره له دې چې ما کار کاوه او پیسې مې درلودلې، خو هغه به زه نه پرېښودلم ، چې خپلی پیسې ورکړم-

 د میاشتو میاشتو د خبرو اترو او سیاسي بحثونو نه پس ځینې پوهه ملګري دې  پاېلې (نتېجې) ته ورسیدل، چې د صنفی ډلې (د افغانی محصیلینو اتحادیې) نه یو جګ سیاسي پړاو ته تګ اړین دې او د کال نولس سوه شپږ اویا (۱۹۷۶) په لمړی سر کښې دغې موخې ته د رسیدو لپاره  جرګې پیل شوې- په دغه جرګو او غونډو کښې چې کومو ملګرو په زیار سره برخه اخیسته د هغوۍ نومونه وو (امکان شته چې د ځینې ملګرو یا مشرانو نومونه زما په یاد نه وي، نو ددغې بخښنه غواړم): د فرانکفورټ ملګری: رحیم ځدران، نظام الدین، امیر زاده ماما، اقبال لالا، شاجهان، سنګین وردګ، پیرمحمد مومند، پاچا سیفی، جاوید عثمان، خانزاده، احمد علي، شمشیر مومند او زه-   د کولن ښار  ملګري: کبیر (ستوری) او قدوس تندر- میلمانه ملګري : محمد هاشم زماني د کونړ، فریدون او محمد خالق د سوات- بالاخره د ډیرو بحثونو، ستونزو او توپیرونو د حل کولو نه پس مونږ په دې بریالي شو، چې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې بنسټ کښېږدو. د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې نوم د سوات د میلمنو فریدون او محمد خالق له خوا وړاندې شو او مونږ ټولوورسره ومنلواو زه د ټولنېعمومي منشي (جنرل سکرټري)، رحیم ځدران د نشریاتو د چارو مشر، کبیرستوری د کولتوري چارو مشراو اقبال لالا د مالي چارو د مشر په توګه وټاکل شول-

د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې کارونه او فعالیتونه ډیر په چټکتیا سره مخ په وړاندې روان وو او د المان په ډیرو نورو ښارونو کښې د ټولنې څانګې پرانستل شوې- زمونږغړي په ډیره تیزۍ سره زیاتیدل او د خلکو علاقه او مینه دپښتو او پښتونولۍ د سیاست سره ورځ په ورځ زیاتیده، خو ډیر غټ ګام مو په هغه وخت کښې پورته کړل، چې علي خان محسود(مسید) د کابل نه د شاجهان  (ډاکتر شاه جهان د پېښور پوهنتون استاد)سره یو ځا ی زمونږ کور ته راغلل – علي خان محسود د بوټو(بهټو) د حکومت  په وخت کښې په کابل کښې سیاسيکډوال وو او د اجمل خټک سره یې استوګنه لرله- کله چې ډاکتر شاجهان  المان ته د کابل په لاره راستنیدو، علي خان  محسود یې د اجمل خټک صیب په مشوره د ځان سره المان ته راوویستلو- علي خان محسود او افراسیاب خټک دپېښور پوهنتون هغه پوهیدونکي  مشران وو، چې ما او نورو ډیرو ځوانانو نا لیدلي پیژندل- دوۍ دواړه ،نه یوازې د پوهنتون په ساحه کښې مشرتوب لرلو ، بلکه د ټول پښتون سټوډنټس فیډریشن لار ښودان هم وو- د علي خان محسود شتون د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې لپاره په کوزه پښتونخوا کښې د ملي عوامي ګوند (نیشنل عوامي پارټۍ ـ  نیپ) او د پښتون سټوډنټس فیډریشن د مشرانولپاره د ژر پیژندنې او باور سبب شو او په المان کښې دده د شتون له امله مونږ ټول نور هم ډاډه شو-

بل اړخ ته محمدهاشم زماني  او کبیرستوری د ښه لیکوالانو په توګه د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې په چوکاټ کښې د خپلو لیکنو او شعرونو له لارې د پښتواو پښتونولۍ غږ د ټولې پښتونخوا او اروپا ګوټ ګوټ ته ورسوو-  هاشم زماني د کبیرستوري   ماما وو او ټول وخت یې د کبیر ستوري سره تیر کړو-

مونږ په دغه وختونو کښې د یوې بلې ستونزې سره مخ وو او هغه مالي چارې وې او دا ځکه چې پښتانه په اسانه پیسو ورکولو ته غاړه نه ږدي- زمونږ ټول کارونه د جرګو مرکو سره سره د لیک لوست او خپرونو د لارې وو او دغه کارونه بې لګښته نه کېږي- خو د نیکه مرغه زمونږ د مالي چارو مشر اقبال لالا  خپلې ټولې هڅې کولې ، چې زمونږ مالي ستونزې چېرته زمونږ د کارونو په لار کښې خنډ نه شی- ده  نه یوازې د هر غړی دروازه ټکوله چې د هغوۍ نه د غړیتوب میاشتنۍ ونډه لاس ته راوړي او ورسره ورسره په مجلسونو کښې د ټولنې لپاره شربتونه خرڅ کړي،بلکه  په ټولو غړو یې جبريکړه چې میاشتنۍ ونډه (حق العضویت) دخپل بانک د شمیرې نه د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې د بانک شمیرې ته راولېږي – د اقبال لالا زیار او کړنو زمونږ دغه ستونزه تر ډیرې اندازې حل کړه-

د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې پرمختګ ښه په ګړندي ډول  روان وو- هر کال به په لویه جرګه کښې ټولو مشرانو خپل کلني  راپورونه وړاندې کول او بیا به د ټولنې نوي مشران وټاکل شول- په ټوله پښتونخوا (لر او بر) کښې ټولو ملي مشرانو ته زمونږ د ټولنې هڅې  فعالیت مالوم وو او ډیرو مشرانو زمونږ سره اړیکې لرلې او زمونږ سیاسي کارونو ته به یې په ډیره درنه سترګه کتل-

د نولس سوه اته اویاوم (۱۹۷۸) کال د مارچ د میاشتې په اخري ورځو کښې زه سوات ته د کابل له لاری په رخصتۍ لاړم- د المان ملګرو راته دنده راکړې وه، چې د اجمل خټک سره اووینم نو په کابل کښې د اجمل خټک سره د لیدنې لپاره د هغه کور ته ورغلم- کله چې څوکېدار هغه ته خبر ورکړو ،نو سمدستي راپسې د باندې راغلو او په خندا یې راته  وویل « ما فکر کاوه، چې لیاقت  وطنپال به  لوړ، غټ  او جګ سړې وي او ته خوبېخي وړوکې هلک یې»- د اجمل خټک سره ډیر کسان ناست وو، چې په هغوۍ کښې حاجی نادر خان اپریدې هم وو- زما سره ټولو ښه ټېنګه  بړګړندۍ او ستړي مه شي  وکړې- اجمل خټک زما نه  هیله  وکړو چې زه د هغه سره درې یا څلور ورځې  تیرې کړم، ځکه چې زما سره یې څه ډیرې ضروری خبرې کول غوښتل، خو ما ورته معذرت اوکړو او ژمنه مې ورسره وکړه، چې  له سوات نه په واپسۍ کښې به یو څو ورځی ورسره تیرې کړم- کله چې اجمل صیب پوه  شو چې زه دده سره نه پاتې کېږم نو خپله ګیله یې څرګنده کړه-  د اجمل خټک غټه نیوکه د کبیر (ستوري) په هغه کتاب وه، چې کبیر لعل د « ستوري» په پټ نوم نشر کړې وو- اجمل خټک لومړې دا فکر کاوه، چې ستورې زما پټ نوم دې ،خو ما ورته په ښکاره اوویل چې دغه زما نوم نه دې او زه یې هیڅ تاته نه ښایم چې ستوری څوک دې- په دغه کتاب کښې ډیرو ملګرو (علي خان، شاجهان، ما، رحیم ځدران، کبیر ماما او نورو چې ما ته یاد نه دي) مضمونونه، مقالې  او شعرونه لېکلي وو ، چې په څرګند ډول د افغانستان د ټولواک دولت د خوښې شیان نه وو- اجمل خټک نه غوښتل چې د سردار داؤد خان په دولت دې زمونږ له اړخه سېده نیوکې وشي، ځکه چې دهغه د ساتنې او خوراک څښاک ټولي چارې د افغانستان د دولت له خوا پوره کېدې-  ما ورته اوویل چې د هغه ټولې اندېښنې به زه ستوري ته ورسوم- ما ورته دا هم  وویل چې زمونږ کوم کارونه چې ستاسو د حالاتو او سیاست سره سمون لری، نو تاسو کولای شئ، چې زمونږ سره خپله ملګرتیا څرګنده کړئ او که زمونږ ځینې کړنې تاسو ته کومې ستونزې يېښوي  نو تاسو ویلاۍ شئ، چې دا زمونږ خلک نه دي، مونږ به ستا نه نه خپه کېږو- اجمل خټک راسره په دغه خبره قناعت وکړو-

ما شپه د نذیر ځاځي سره تیره کړه او سحر وختي د موټرو (والګا) اډې ته لاړم، چې ځان تورخم ته ورسوم، خو هلته چې ورغلم نو حاجي  نادرخان اپریدی  راته د موټر او نوکر سره په انتظار وو- زه ورسره په موټر کښې سپور شوم  اوپه جلال اباد کښې د هغوۍ کور ته لاړو- حاجی صیب د غرمې په ډوډۍ  کښې ښې  ډیرې غوښی پخېکړې وې- د ډوډۍ خوړلو په دوران کښې حاجی صیب زما نه غوښتنه وکړه چې زه په پیښور کښې د افراسیاب خټک سره اووینم او کوښښ وکړم،  چې د هغه او  د ملي عوامي ګوند (نیپ)  سره بیرته روغه راشي- حاجی صیب امادګي ښکاره کړه ،چې که افراسیاب غواړي، نو هغه به وکولای شي، چې د ملي  عوامي ګوند مشران د افراسیاب ځای ته بوزي – حاجي صیب زه د خپل نوکر سره د هغه په موټر کښې تر پېښوره ورسولم- یوه اوونۍ پس د سوات نه پېښور ته د افراسیاب  خټک سره د لیدنې په غرض راغلم او ډیرې هلې ځلې  مې وکړې خو افراسیاب خټک مې ونه لیدلی شو او یا هغه نه غوښتل چې زما سره اووینی-

زه په سوات کښې په خپل کلی کښې ووم چې د افغانستان د اوویشتم  اپریل  ۱۹۷۸ کال د ثور پېښه  د پاکستان د ټولو خبرونو سرلیک شوه، چې نور محمد تره کی او ببرک کارمل د پوځی کودتا له لاری د افغانستان د حکومت  په نیولو بریالي شول- لدې امله چې مونږ په المان کښې د برې پښتونخوا د ملګرو سره  ډیرې نژدې اړیکې  لرلې او زمونږ دسیاست تمرکز په لره او بره پښتونخوا وو، نو ما د افغانستان د سیاست سره یوه انداز ه بلدی لرله اوځکه ددې جوګه ووم چې ددغې پېښې په باب د ډیرو خلکو پوښتنو ته  ځوابونه ورکړی شم-

د مۍ  د میاشت په اخر کښې زما رخصتي پاې ته ورسیده او زه د کابل  له لارې المان ته راستنیدم او دخپلې ژمنې پر بنسټ  په اجمل خټک پسې  ورغلم- اجمل صیب ډیر خوښ وو او د ګیلو په ځای  یې زمونږ د سیاسی فعالیتونو ډیره ستاېنه کوله او د هغه سره ناست ټولو خلکو ته یې زه د ټولو مترقی پښتنو د مشرپه حیث وروپیژندم او ما هم زړې خبری و نه چېړلې-

د غوایي (ثور) د ۱۹۷۸ کال د پېښې وروسته :

د غوایي (ثور) ۱۹۷۸ کال پېښې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې په سیاست ډیر ژر اغیزه کول پیل کړل- په ټولو جرګو، مرکو، غونډو او مجلسونو کښې دپښتو او پښتونولۍ خبری د انقلاب او غورځنګونو په خبرو بدلې شوې-  موضوعګانو نوې څیره وزیږوله او دغې بدلونونو په میاشتو میاشتو دوام وکړو- د بېلګې په توکه: په سوشلزم کښې ملي ستونزې پخپله حل کېږی، افغانستان د نړۍ نوی کېوبا، د افغانستان بالشویک، د مارکسېزم ،لیننېزم فلسفې، د باچاخان، ولي خان او اڅکزي ناکامه سیاست، هغه خلک خاینان او وطن خرڅي دي، څوک چې د انقلاب نه دفاع نه کوي، ستر لارښود ملګری نور محمد تره کی د افغانستان نابغه او داسې نور او دغه ډول کېسی په مخه زیاتیدې-

خو کله چې دغه ګډو وډو  ډیر اوږد وخت ونیو نو ځینو ملګرو ګنګوسيشورو کړل، ځکه چې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې خارجي سیاست د پښتنو دهدف  په حیث نه کارول کېدو، خو دغه سیاست زمونږ د ټولنې یوه ستراتیژي وه- کبیرلعل (کبیر ستوري)، علي خان مسید، اقبال لالا او زه د ټولنې د مشرتابه لومړی کسان وو( ښکاره ده، چې زمونږ په شا د ټولنېنور ملګری هم وو) چې په دغه ډول سیاست مو نیوکې کولې- په ځانګړی توګه کبیرستوري ( کبیر ماما) جدي مقاومت په هغه وخت څرګند کړو، چې کله ځینو خلقي ملګرو په باچا خان  پسې بې ځایه ، بې اړتیا او بې ګټې نیوکې پیل کړې- او ځینو ملګرو چې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې او د افغان  محصلینو د اتحادیې په چوکاټ کښې هیڅ فعال رول نه لرلو، ناڅاپی داسېانقلابیان شول، چې هغه څوک چې خلقیان نه وو، ددوۍ په فکر  مرتجع،  وطن خرڅي، خاینان او د سي ایې ای استازي ( نماینده ګان) وو- دغه ډول کسانو به په ډاګه هغه ملګري ګواښل چا چې ددوۍ غوندې نارې سورې نه وهلې او وخت په وخت به یې د افغانستان سفارت ته نا وړه راپورونه ورکول  (په دغه وخت کښې د افغانستان لوې سفیر انجنیر نظر محمد وو) علي خان محسود، اقبال لالا او زه د کوزې پښتونخوا اوسیدونکې وو او په بره خوا کښې مو خپلوان نه لرل، نو په مونږ ددغه ګواښونو  او راپورونو هیڅ اثر نه وو ،خو د بده مرغه د کبیر ماما (کبیر ستوري) ټوله کورنۍ په برېخوا کښې وه او ددغه کبله به هغوۍ  په کبیر ماما   فشار راوستو.  ما(لیاقت وطنپال) او علي خان محسود  په پټه جرګه وکړه ، چې څنګه وکولای شو چې په کبیر ماما دغه فشار کم شي او که داسې ونکړو، نو خدای مه که  کبیر ماما به د لاسه ورکړو- مونږ دواړو په ګډه سره خبره جوړه کړه او بیا مو د کبیر ماما سره خبرې  وکړې او کبیر ماما مو په هغه څه مجبور کړو، چې څه مونږ غوښتل- او ددغې لارې یوه  اندازه په هغه فشار کم شو-

زمونږ د ټولنې  یو شمیر ملګرو په دوه کشتیو پښې  اېخې وې او ځینو به تر دې حده هڅې کولې، چې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنه د خلقیانو د ګوند په یوه خارجي څانګه بدله کړي، خو زمونږ  نورو ملګرو به ښه په نره ددوۍ دغه  هېلې  شنډولې.

 د افغانستان د سفارت له خوا ځینې کسان وګمارل شول، چې زمونږ د ټولنې  زیاتره غړی دې ته تیار کړي، چې زما په ځای دوۍ خپل کس دټولنې د عمومي منشي په  توګه وټاکې ، خو دوۍ حتی په دې بریالی نشول، چې په ټولنه  کښې داسې څوک پیدا کړي، چې زما په مقابل کښې لاس پورته کړي ، زه  به د عمومي منشياو نصیر (د فرانکفورټ) به زما د مرستیال په توګه ټاکل کېدو- یو وخت داسې هم راغلو چې د افغانستان د سفارت دچارواکو نه لاره ورکه وه او په دې نه پوهیدل چې کوم کسان چې د خلقیانو د دولت او یا ګوند سره سېده (مستقېمې)  دندې لری، دا ددوۍ خلک دي او که زمونږ، نو سفیر نظر محمد سوال ځواب راولیږه او هېله  یې وکړه چې زمونږ سره اوویني- زمونږ په کولن کښې  غونډه  وه او دغې غونډې ما او شاجهان ته دنده راکړه، چې د نظر محمد سره ووینو- نظرمحمد ډیره ښه د غرمې ډوډۍ راکړه او بیا یې د خبرو په جریان کښې زمونږ نه خواهش اوکړو چې مونږ (خلقیان او ټولنه) خپل غړي جلا کړو- مونږ ورته په ځواب کښې  وویل، چې زمونږ سیاست دغسې نه دی، د امو نه تر اباسینه هر څوک چې زمونږ اساسنامه مني، د پښتو او پښتونولۍ لپاره  کار کوي او د غړیتوب شرطونه مني، نو زمونږ غړی  دی  او که ته خپل غړي جلا کول غواړې، نو د هغه ملګرو نه دې پوښتنه وکړه، څوک چې ستاسو سره دندې لري- سفیر صیب په دغه خبره نور هیڅ ټینګار ونکړو او د یو څو نورو خوږو خبرو پس ترې مونږ رارخصت شو-

د کال ۱۹۷۸ په اخرو میاشتو کښې سردار شیرباز مزاری  (د ملي عوامي  ګوند مشر)، بیګم نسیم ولی خان او حاجی غلام بلور انګلستان ته راغلي وو، نو مونږ ورته بلنه ورکړه او هغوۍ دریواړه  زمونږ سره د خبرو اترو لپاره  د المان  د فرانکفورټ  ښار ته راغلل- د مجلس  ایجنډا دکبیر ستوري،  علي  خان محسود ، قدوس تندر، زما، رحیم ځدران  او سنګین وردګ له خوا ترتیب شوه- د استوګنې او ترانسپورټ چارې د اقبال لالا او قاضی صلاح الدین په غاړه وې او د خوراک څښاک کارونه د پاچا سیفی او خانزاده په مشرۍ وو- نسیم بي بي په غیر رسمي خبرو کښې څو ځله تکرار کړه چې هغه زمونږ د ملګرو د پوهه کولو په غرض راغلې ده، خو چې زمونږ د ملګرو خبرې یې واوریدې، نو ډیره ژر په دې قانع شوه، چې دا تش د زنده باد، مرده باد کسان نه دي، نو ښه په جدي سیاست او مسایلو یې زمونږ سره خبرې شورو کړې- زمونږ رسمي مجلس دری ورځی دوام درلود او ددغې مجلس مشري د ملګرو په خوښه ما کوله- ډیرو ملګرو د هغه وخت د سیاست سره سمې مقالې واورولې- شیرباز مزاری، نسیم بي بي او غلام احمد بلور ویناوې وکړې او په اخر کښې ملګرو د افغانستان په سیاست د هغوۍ څخه ډیرې پوښتنې وکړې- نسیم بي بي یو ځل د سوالونو په ځواب کښې له خلقی دولت  نه یوه اندازه خواښینی هم ښکاره کړه-

د کال ۱۹۷۹ د فرورۍ په میاشت کښې زه بیا په رخصتۍ سوات ته لاړم- د المان ملګرو (کبیرماما، علي خان، اقبال لالا، نصیر او نورو) راته دنده راکړه چې په کوزه خوا او کابل کښې د ملګرو او نورو مشرانو سره  ووینم او ځان د تازه حالاتو خبر کړم- په دغه وخت کښې رحیم ځدران، قدوس تندر، رحمت ربي زیرکیار، پاچا سیفي، سنګین وردګ، حمید کټوازي، ډاکټر نوراجان او ځینو نورو ملګرو د افغان دولت سره رسمي دندې ترسره کولې- د ولی خان او نسیم بي بي د سوات (مدین) په کور کښې زه د دوه ملګرو (عدالت خان او سلطان روم) سره د هغوۍ میلمه شوم او د غرمې د ډوډۍ په شمول مو د هغوۍ سره شا خوا پینځه  ساعته وخت تیر کړو- ټولې خبرې د ضیاا لحق د ماشل لا، د بوټو په بنديکېدو او د افغانستان په وضعه وې- د هغوۍ د خبرو نه په څرګنده مالومیده چې د افغانستان د دولت د کړنلارو سره دوۍ موافق نه وو او د افغانستان د دولت ټول ګامونه یې د افغانانو په نقص ګڼل-

د المان د ملګرو له خوا راکړل شوې دندې د سر ته رسولو په غرض زه، زما ښځه او زما یو خپلوان  کابل ته لاړو او نیغ د رحیم ځدران چې د ثانوی تدریساتو رئیس وو دفتر ته ورغلو- رحیم  ځدران مو ډیر تود هرکلی  وکړو او زمونږ په ورتګ یې ډیره خوښي څرګنده کړه- او څومره وخت چې مونږ په کابل کښې وو د رحیم سره د ډاکتر شاجهان (د بری خوا) په کور کښې اوسیدو- د شاجهان سره د هغه مور، میرمن او خور په کور کښې وو، نو زما د ښځې  ورسره ښه ساعت تیر وو- شاجهان پخپله هم ډیر میلمه پال ملګرې وو. سبا ته اجمل خټک صیب ته ورغلو او د خبرو  په سر کښې یې راته  وویل چې د رحمت ربی زیرکیار سره ارو مرو اووینم، ځکه چې هغه څو ځله زما په باب د پوښتنی لپاره  د هغه ځای ته ورغلی وو- ما په کابل او جلال اباد کښې د ملګرو، مشرانو او خلقي رسمي  چارواکو سره ولیدل او په جشنونو، مارچونو او غونډو کښې مې  د رحیم ځدران سره په ګډه برخه واخسته-  په رحمت ربي  زیرکیار پسې   د کابل پوهنتون ته ورغلم او د هغه په ستونزو مي  ځان خبر کړو-  قدوس تندر چې د باختر اژانس رئیس وو ، د هغه سره مې د هغه په دفتر کښې ولیدل او د نورو خبرو سره سره مو په ګډه د رحمت ربي  لانجه حل کړه- د باچا خان بابا، اجمل خټک، اقبال وزیرې، اله ګل ځدران (د باچا ګل ورور)، ډاکټر نوراجان، د افغانستان د سرحداتو وزیر او په جلال اباد کښې ځینې نورو کسانو سره چې نومونه یې رانه هیر دي لیدنې کتنې  او اوږدې لنډې خبرې وکړې- ټولو ملګرو او مشرانو تر خپل وسه زمونږ ښه میلمستیا وکړه، خو په سیاسې بحثونو کښې چې مې ترې ډیر بد راغلل هغه د کوزې خوا د سیاسی مشرتابه په باب ددوۍ بېمنطقه دریځونه وو- ددوۍ به ویل چې،  ولی خان او د هغه نورو مشرانو ملګرو ته د امریکا او سي آیې ای له خوا دستور ورکول کېږی- ددوۍ بله غټه نیوکه دا وه چې دملي عوامي  ګوند (نیشنل عوامي پارټۍ) خلک باید ټوپکونه راواخلی او دغه ټول د افغانستان نه تختیدلي  خاینان مړه کړي- اقبال وزیري صیب د خبرو په جریان کښې وویل  «مونږ د کوزې خوا د مشرانو هیڅ مرستې ته  اړتیا نه لرو، مونږ په خپل سر انقلاب کړی او په خپل سر به یې سر ته رسوو»- د افغانستان رسنیو (میډیا) به ټوله ورځ د کارګري انقلاب، ماده،  مانا، مارکسیزم ،لیلنیزم او ددې نظریو د غوښتونکو د لاریونونو او مارچونو خبری کولې-

یوه بله او د ټولو لویه ستونزه دا وه چې د افغانستان د خلکو ورځنې کارونه او مشکلات شا ته اچول شوي وو او د خلقیانو ټولي هلي ځلي  او تبلیغات یوازې ماسکو ته ثابتول وو، چې دوۍ اصلی کمونستان دي او باید د یواځینې مخکښ نماینده ګوند په حیث وپیژندل شي، دا ځکه چې د پرچمیانو او خلقیانو اساسنامې یو ډول وې، دواړه کمونیستي  وې او حتی چې د ګوندونو نومونه هم یو ډول وو- او د کمونېزم د فلسفې په اساس په هیواد کښې باید یو حاکم ګوند وي او دغه د خلقیانو لپاره  تر ټولو اساسي او د مرګ او ژوند ستونزه وه، نو ځکه ددوۍ ټول تمرکز په دغه نکته وو او نور ټول شیان یې له پامه غورځولي وو-  هره ورځ به یو دوه سوشلستي فرمانونه خپریدل او ددغه فرمانونو په عملي  کېدو پسې بیا څوک نه ګرځیدل خو چې یوازې د کاغذ په سرڅه وي، چې دوۍ خپل کمونیستي  دریځ ماسکو ته ثابت کړی شي

زه چې کله المان ته راستون شوم نو د پښتنو او بلوچو د ملي ازادۍ ټولنې  یوه غونډه  جوړه کړه او ما ورته د خپل سفر راپور ورکړو- ځینو هغو ملګرو چې په دوه کشتیو ولاړ وو، زما په ارزونی یې نیوکې پیل کړې- خو د هغه ملګرو په زړونو زما خبرې بېخې ښې  ولګیدې، څوک چې ددغه ډول  ګډو وډو  نه مخکې له مخې ستړی وو-

‌د پښتنو او بلوڅو دملي ازادۍ ټولنې  به یو میاشتنی اخبار (لمبه) خپرولو، چې دهغی مشر مدیر زه ووم او افتخار اپریدې به زما د مرستیال په توګه د اخبار چارې پر مخ بیولې – ددغه ورځپاڼې  له  لارې به مونږ د افغانستان ورځني حالات خلکو ته رسول او زمونږ پوهه او لیکوالو ملګرو لکه کبیر ماما، علي خان، شیرین ګردیوال او نورو به مونږ ته خپلې  رایې او مضمونونه د خپرولو لپاره  رالیږل- د افغانستان حالت په دغه وخت کښې ډیر ترینګلي  وو او مونږ به د افغانستان د دولتي چارواکو ځورونېخلکو ته ښکاره کولې- زمونږ دغه دریځ د افغانستان د دولت نه خوښیدو او د بن سفارت به زمونږ د مخنیوي  ټېنګې  هڅې کولې، خوپه مونږ یې زور نه رسیدو-

د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګونددجوړیدو  اړتیا:

لکه څنګه چې ما مخکې وویل چې کمونیسټ سیسټم یو ګوندي حاکمیت وي، نو د افغانستان دولت هم د یو مخکښ کمونیسټ رژیم په حیث په ماسکو او نورې نړۍ د ځان ورپیژندنې هڅې کولې- په خپلو رسمیاتو کښې به یې زمونږ ټولنه « د پښتنو او بلوچو د ملي  ازادۍ ټولنه په خارج کښې» په نوم یادوله- ځکه چې په کمونیزم کښې یو حاکم ګوند وي او وړې یا صنفی ډلي لکه د پوهیدونکو ډله، د کارګرو اتحادیه او یا د لوبغاړو ډله د دغې ګوند د مشرتابه له خوا اداره کېږي او زمونږ ټولنه چې بېخي  خپلواکه وه او د هیڅ یو ګوند له خوا نه کنترول کېده نو ځکه دوۍ زمونږ ټولنه داسې ورپیژندله چې دا یوازې د باندې (په خارج کښې) وجود لري- مونږ په لر او بر هیواد کښې د ملي  او مترقي ګوندونو او ډلو سره نژدې اړیکې لرلې، خو د ټولنې  سیاسي  کارونه د هیڅ یو ګوند یا ډلې تابع نه وو-

دغسې  نور ډیر لاملونه وو، کومو چې مونږ دې ته اړ کړو چې دپښتنو او بلوچو د ملي ازادۍ ټولنه په ګوند بدله کړو ،ځکه ډیر نوې کسان د افغانستان د بد حالت نه المان ته راتختیدلي وو، خپل خارجه سیاست د نوي حالاتو په رڼا کښې ترتیبول ، د ټولنې  ساحه پراخول  او د ګوند په جوړیدو سره د افغانستان کمونستانو ته څرګند پیغام ورکول، چې مونږ د هغوۍ یو ګوندیز سیستم  نه منو.

 لومړی مو یو وړوکی بدلون راوستو،چې علي خان محسود مو د ټولنې صدر وټاکو، خو دغې  بدلون څه څرګنده نتیجه ورنکړه، نو  کبیر ستوري (کبیرلعل چې  په دې وخت کښې کبیر ستوری وو)په علي خان او په  ما پټه جرګه وکړه او مونږ دې نتیجې ته ورسیدو چې ګوند باید جوړ شي او نوي راغلو کسانوته بلنه ورکړی شي، مونږ ډېرې خبرې ځکه پټې  ساتلې، چې زمونږ ټولو ملګرو د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې  سره ډیره مینه او علاقه لرله او دا بېخي ستونزمنه ښکاریده، چې ملګري به یو بل نوم په اسانه ومني او دویمه دا چې خلقیانو هم کولاۍ شو چې د ګوند د جوړیدو د مخنیوي په غرض ملګرو ته لمسونه وکړي، چې مونږ ټولنه ورانوو-

 په دې غرض مونږ یوه کوچنۍ ډلګه ګۍ ترتیب کړه چې د خلکو خوله بوې کړو- په دغه  ډلګه ګۍ کښې څه زاړه او څه نوي ملګري وو،خو دهغه کسانو مو ډډه کوله چا چې لږ یا ډیر د خلقیانو سره تړاو درلود- علي  خان ونه کولاۍ شو چې دغې  ډلګه ګۍ ته راشي، ځکه چې علي خان  ډیر لرې اوسیدو او دا یوه رسمي جرګه  یا ډلګه ګۍ هم نه وه- دغه غونډه  د انجنیر ظفریوسفزي  په کور کښې وه او زما په فکر ددغی وړوکې کلی نوم ایفرین وو او ظفر یوسفزي مونږ له د ماښام   ښه درنه میلمستیا راکړه- په  غونډه کښې برخه اخستونکې وو: کبیرستوری، انجنیرظفر، سید اغا دقیق، افتخار اپریدې، ډاکټر سرزمین کېمور، جګړن صیب زمری حساس (د کونړ)، معلم نور اغا (د دقیق سانډو)، بلال چکنوری او زه- د مشر په توګه د غونډې کنترول ما کوو-  کبیر ستوري خبرې پیل کړې  ،په لره او بره  پښتونخوا کښې یې د پښتنو په ستونزو او د پښتنو په سیاست رڼا واچوله- په کوزه خوا کښې د افغانستان نه د ورغلو ملایې ډلو انحصار او د ضیاالحق او جماعت اسلامي د لورې ددغو ملایې ډلو په واسطه د پښتنو ځورول او ګواښل،  په بری خوا کښې د تاجکانو، ازبکانو او ستمیانو له خوا ټول پښتانه خلقیان او ظالمان ورپیژندل او دافغانستان د اوسنی سیاسي حالت لامله د ټولې نړۍ سترګی په افغانستان  د کبیر ستوری د خبرو اساسي موضوعګانې  وې. کبیرستوري  په داسې حالاتو کښې د یوې ډلې  او یا ګوند د جوړیدو په اړتیا ټینګار وکړو، چې هغه وکولاۍ شي، چې پښتانه د ژرندې  د دوه پلونو د مینځ نه وژغوري- خو د بده مرغه د جرګې دوه غړي  دکبیر ستوري د خبرو نه غلط پوې شول- دوۍ یو پر بل پسې په ژړه غوني اواز خپلې څرګندونې وکړی چې ګوندې مونږ غواړو چې یوه ډله جوړه کړو او د هغی په واسطه افغانستان تجزیه کړو. دغه دوه ملګرو دا هم غوښتنه کوله چې د هغوۍ دغه نیوکې باید په پروتوکول کښې ونیول شي خو ما دهغوۍ دغه خبره په دې دلیل رد کړه چې دا یوه رسمي  غونډه یا جرګه نه وه ، نو مونږ ورته د پروتوکول ترتیب نه وو نیولی- بالاخره د یونیم ساعت خبرو نه پس دغه جرګه بې نتیجې پاۍ ته ورسیده-

څو ورځی وروسته کبیرستوری او علي خان محسود  فرانکفورټ ته راغلل او زمونږ په کور کښې مو په دغې موضوع خبرې وکړې- مونږ  په دې خبره بېخي موافق وو، چې د یو ګوند جوړول ضروري دي، خو ډیرې خبرې په دې وې چې څنګه دا کار مخ په وړاندې بوځو-  دوه غټې نکتې وې، چې مونږ په کښې ښکېل  وو: ۱- ډیر کسان را یوځایکړو او په ګډه د ګوند په بنسټیزو موضوعګانو خبرې وکړو او د ګوند تاداو کښېږدو- ۲- څو ملګري ګوند جوړ کړو، بنسټیزه (اساسنامه، منشور) ولیکو او بیا خلکو ته بلنه ورکړو-  مونږ دغه لومړۍ نکته تجربه کړې وه او په دې نتیجه رسیدلي وو، چې د ډیرو خولو ډیرې خبرې وي او دا امکان لري چې په میاشتو میاشتو نتېجې  ته ونه رسو، نو مونږ پریکړه وکړه چې د ګوند بنسټ کښېږدو او ملګرو ته بیا د غړیتوب بلنه ورکړو- د ملګرو قانع کول ډیر ګران کار نه ښکاریدو، ځکه چې په کبیر ستوری، علی خان او په ما زیاتره ملګرو مخکې  له مخکې باور درلود، هغوۍ په دې پوهیدل چې مونږ به په شعوري توګه هیڅ داسې کار ونکړو چې پښتنو ته تری تاوان ورسي-

علي خان  محسود او ما (لیاقت وطنپال) کبیرستوری ته د ګوند د دبنسټیزې (اساسنامی) لیکلو دنده  ور پغاړه کړه، چې هغه په لیکنه کار پیل کړي او د کولن د ځینو ملګرو مرسته هم ترلاسه کړي، که علي خان  محسود او ماته ضرورت وو، نو مونږ د ټیلیفون د لارېاو کله کله مخامخ خبرې کولای شو-  ستوری ماما شا خوا په درې اوونیو کښې د کولن د ملګرو، علي خان  محسود او زما په مرسته دغه دنده سر ته ورسوله- او ډیر ژر یې ټوله  بنسټیزه  الماني ژبې ته وژباړله- د انګلېسي ژبې سریزه یې په یوې مسلکې ښځی  وژباړله او پاتې  یې انګلېسي ته د ژباړنې په غرض ما ته راکړه-  ما او لطیف اپریدی (د فرانکفورټ) په لږ وخت کښې دغه کار بشپړ کړو- ددې کارونو سره سره مونږ د ملګرو قانع کولو هڅې هم کولې-

د ګوند د اعلانیدو سره سم د هر اړخه نیوکې پیل شوې- ځینو رښتینو ملګرو د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې سره ډیره مینه لرله او دا یې نه غوښتل چې د ټولنې نوم بدل شي او ځینو هغه کسانو چې په یو ګوندیز ټولواک سیستم یې باور لرلو، زمونږ د نوې ګوند اعلانول ورته د انقلاب ضد عمل ښکاریدو- مونږ خپلو هلوځلو ته دوام ورکړو او په لږ وخت کښې نه یواځې داچې  د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې  ډیرو غړو د پښتنو د ټولنیز اولسولیز ګوند غړیتوب ومنلو، بلکه  ګڼ شمیر د افغانستان او کوزې خوا نه نوي راغلي کډوال ددې ګوند غړي شول.

کبیر ستوری  د ګوند مشر (صدر)، زه مرستیال او لالا اقبال د ماليچارو مشر وټاکل شو- په لږ وخت کښې د ګوند د مشرانو او ملګرو د ډیرو سختو فعالیتونو په وجه د پښتنو د ټولنیر ولسولیز ګوند غږ په ټوله اروپا او پښتونخوا کښې خپور شو-

د کبیر ستوري یادونه او زما نظر:

 د کبیرستوری پخوانی نوم کبیر لال  (لعل)  وو- کبیر لال دساپوهنی  بین المللی ډلې ته د افغانستان یواځینې نماینده وو-  یوه ورځ په فرانکفورټ کښې زمونږ کور ته راغلو او راته اوویل: لومړی وزیره ما خپل تخلص بدل کړو- ما پوښتنه وکړه چې ولې تخلص بدلولو ته اړ شو- هغه  وویل: علت به درته بیا  ووایم، خو ته څه فکر کوې چې زمانوی  نوم به څه وي- ما لږ وخت فکر وکړو خو څه ځواب مې  ورنکړی شو- نو هغه راته اوویل چې نوې تخلص یې ستوری دی- په دغه تخلص  یې د افغانستان د سفارت نه، نوی پاسپورټ جوړ کړی وو او غوښتل یې چې ډیر ژر د المان په رسمیاتو کښې هم دغه نوم ثبت کړي- خو د تخلص د بدلولو هغه دلیل یې زما ډیر خوښ شو- د هغه د خولې: څو ورځې پخوا په بن کښې دساپوهنې د بین المللی ډلې یو لوې کانفرانس وو ، چې د ټولې نړۍ نه ورته نمایندګان د ګډون  لپاره  راغلي وو او زه ورته هم رابلل شوی ووم او په سینه  مې  د یوې کوچنۍ لوحې په واسطه  تخلص  اخری نوم)   لعل ) په لاطینی ټکو کښې د نورو برخه اخستونکو  د پیژندنې  په غرض لږیدلی وو- په دغه کانفرانس کښې  د هند نماینده هم ګډون درلود او چې زما نوم یې ولید، نو په ډیره خوږه ژبه یې راسره په انګلېسي  کښې خبرې پیل کړې- وخت په وخت به یې راته غږ کوو « هاې مسټر لال، هاې مسټرلال»- زما انګلېسي  ډیره زده نه وه، خو په دې پوهیدم چې په دغه سړي  زه د نورو په پرتله ډیر ګران یم- بالاخره زه د هغه دخبرو او پوښتنو نه په دې پوې شوم چې دې په ما د هندو ګمان کوي، نو بیړنۍ پریکړه مې وکړه چې نوم بدل کړم-

د کال ۱۹۸۲ په نیمایې کښې زه  له جرمني څخه هالینډ ته لاړم-  د۱۹۸۳ کال په جنورۍ کښې   کښې کبیرستوری په پاکستان کښې د پاکستان د ورانولو په تور بندی وو او ماته یې د افضل خان (خان لالا) په واسطه خبر راولیږلو، چې زه چرته پاکستان ته لاړ نشم. کله چې کبیر ستورې پیښور ته لاړو ( د ستوری ټوله کورنۍ مخکې له مخګې په پیښور کښې وه)، یوه یا دوه اوونۍ پس پسې  ګڼ شمیر سرکاری کسان د شپې کور ته ورغلل او د پښتونستان د جوړولو، د پاکستان د ماتولو  په تور او الزام یې ولچک کړو او د ځان سره یې بوتلو . شاخوا یونيم  کال پس د ډیرو هلوځلو  نه وروسته ستوری ماما المان ته په راستنیدو بریالې شو-

المان ته د رارسیدو نه لږی ورځی وروسته کبیر ستوری زما د لیدنې په غرض هالینډ (روتردم) ته راغلو-  او څوڅو ځله یې دا خبره تکرار کړه: لمړی وزیره ډیر هوښیار یې، مونږ دا خلک نه پیژندل خو تا پیژندل- ستوری ماما به په میاشت کښې یو ځل یا دوه ځله هالینډ ته زما سره د لیدنی لپاره  راتلو او دځان سره به یې نور ملګري هم راوستل- او یو ځل ورسره افضل خان (خان لالا) هم راغلو او زمونږ سره یې یوه شپه تیره کړه-  ما اجازه نه لرله چې د هالینډ نه د باندی لاړ شم- خو ددغو ملګرو د پرله پسې راتګ له امله او د ټیلیفون د لارې زمونږ اړیکو جریان درلود-

داچې له هالینډ نه د باندې نه وتلو د اجازې له امله ما نشو کولای چې د پښتنو د ټولنیز  ولسولیز ګوند په غونډو او نورو چارو کښې فعاله برخه واخلم اوکه  د ګوند دویم  جګپوړی کس خپله دنده په زیار سره سر ته و نه رسوي، نو دا د ګوند په چارو اغیزه کوي-  نو ځکه  مې  د کبیر ماما نه هیله  وکړه، چې د ملګرو سره د مشورې نه وروسته دغه دنده بل چا ته وسپاري- ما ورته د علي خان محسود  د نوم وړاندیز وکړو ، ځکه چې زما په اند  علي خان محسود  تر ټولو غوره انتخاب وو او کبیر ستوری  هم د علي خان محسود  په پوهه، سیاسی تجربه او ریښتینوالي کلک باور لرلو- نو څنګه چې ستوری ماما بیرته المان ته لاړو ،نو ډیر ژر یې د ملګرو په مشوره دغه پریکړه پلېکړه-  کله چې د پاکستان پوځی ټولواک ضیاالحق د کال ۱۹۸۸ د اګست په میاشت کښې د یو برید  له لارې ووژل شو، نو زه شاخوا لس کاله پس سوات ته  او له سوات نه  د اکتوبر په میاشت کښې د امریکا متحده ایالتونو ته لاړم-

زه سره د خپلې  نژدې کورنۍ سره په ورجینیا (امریکا) کښې ووم، چې د اپریل د میاشتی کال ۲۰۰۶ په څلورمه نیټه د ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري د وفات خبر راته د ټیلیفون د لاری را ورسید – زه او زما ښځه ډیر خواشېني  شو،  خو ډیرې داسې پېښې شته چې د انسانانو په کنترول او احساساتو پورې هیڅ اړه نه لري، نو مونږ هم د هغه د نورو ډیرو خوا خوږو په شان په زړونو د صبر ګټې  کښېښودې- باچاخان، ولی خان، کبیرستوری، اجمل خټک او افضل خان (خان لالا) ټول هغه مشران او لارښودان دي،  چې په نژدې وختونو کښې یې د پښتو او پښتونولۍ مبارزې او خوځښتونه  په ډیرو بدو او ستونزمنو شرایطو کښې د مخ په وړاندی بوتللو ټینګی هڅې  کړی دي- ددوۍ د مړینی نه پس  ډیرو پښتنو فکر کاوه، چې د پښتنو سیاست میرات شو او پښتانه به ونه کولای شي، چې ددغو لارښودانو ارمانونه سر ته ورسوي- خو زما په فکر په یو لارښود (رهبر) او ټولواک (دکتاتور) کښې یو څرګند توپیر دادی، چې یو ټولواک هر څه خپل تابع کړي وي او هر څه د خپلو ګټو لپاره  کاروي او کله چې دغه ټولواک د مینځ نه لاړ شي، نو په هغه پورې تړلی ټولسیستم  تاله ترغه شي، دا ځکه چې دغه ټولواک همیشه یواځې د خپل ځان د خیر ښیګړې  لارې چارې لټولي وي – دغه ټولواکان که د ګوندونو مشران وي او یا د یو هیواد د حکومت مشر، دوۍ یو ډول کړنلارې لري- د منځنی ختیځ د ځینې هیوادونو او سنی حالات او په افغانستان او پاکستان کښې د ځینو ګوندونو مشران ددې ارزیابۍ یو ډیره ښه بیلکه ده.

 که بل اړخ ته وګورو نو زمونږ دغه ارواښادو لارښودانو خپلو خلکو ته ښه سیاست، پوهه او دقام او هیواد سره مینه په میراث کښې پرېښودې ده- سره ددې چې ددوۍ نشتوالی هغه نیمګړتیا ده چې  ټول وطنپال پښتانه ورسره مخامخ دي-

په دې اړه زه غواړم چې دخپلی تر ټولو نوی او د ډیر لنډ وخت تجربه ستاسو سره شریکه کړم: زه او زما ښځه (میرمن) د کال ۲۰۱۷ د اګست د میاشتی په اخر کښې المان ته لاړو- دکولن  په ښار کښې ډیرو ملګرو زمونږ په زړه پوری هرکلې وکړو- په ځانګړي توګه د ستوري  ټولی نژدې کورنۍ او د شیرعلی خان  شیر نژدې کورنۍ ښه میلمستیا ګانې راکړې او په ساعتونو مو په پښتو، پښتونولۍ او بین المللی سیاست بحثونه وکړل- د لوې اختر په نمونځ کښې مو هم ډیر زاړه او نوي ملګري ولیدل- ځینې ملګري په مونږ پسې د طارق کور ته راغلل او هلته مو هم په دغو موضوعګانو خبرې وکړې- د ستوري د کور نه مو د پښتنو د ټولنیز  ولسولیز ګوند د صدر علي خان محسود سره په ټیلیفون ښې ډیرې خبرې وکړې او بیا مو په فرانکفورټ کښې  دهغه سره د لیدنی وخت وټاکو- نصیر ستوري او د هغه وروڼو په خپل کور کښې د پښتنو د ټولنیز  ولسولیز ګوند له خوا خپاره شوی کتابونه ماته ډالۍ کړل- کله چې مونږ په فرانکفورټ کښې د اقبال لالا کور ته لاړو نو علي خان محسود  او نصیرخان  (زما پخوانې مرستیال) زمونږ د لیدنې په غرض د اقبال لالا کور ته راغلل او د غرمې ډوډۍ مو په شریکه وخوړه او پخواني  یادونه مو را تازه کړل-  د مینې ، ملګرتیا او ورورولۍ نه ډکې ډیرې خبرې مو وکړې- زمونږ شپه د اقبال لالا په کور کښې وه، نو هغه راته وخت په وخت په فرانکفورټ او نور المان کښې د پخوانو او نویو ملګرو د سیاست تازه حالت بیان کړل- ماښام د اقبال لالا د کار دفتر ته لاړو او هغه ملګری چې زما نه خبر وو او د راتګ امکان یې لرو، زما د لیدنې  لپاره  هلته راغلل- لطیف اپریدی، ریاض (د نصیر ورور)، سنګین وردګ، میا (داقبال لالا ورور) نصیر او ځینې نوي ملګری هلته موجود وو اوبېخي د حجرې غوندی ګڼه ګوڼه وه- پنځه شپږ ساعته مونږ دغلته ناست وو، میا به وخت په وخت چای  راکاوه او په مخه پوښتنو او سیاسی خبرو جریان لرلو- د اقبال لالا  دفتر ته سید عارف (پخوانيملګري) ټیلیفون وکړو او زما سره یې خیر پخیر او نورې خبرې وکړې- لنډه دا چې په کولن  او فرانکفورټ کښې چې ما د پښتنو د ټولنیز  ولسولیز ګوند د ملګرو او مشرانو سره کومې خبرې وکړې نو زما په زړه کښې هیڅ داسې شک او وسوسه پاتې نه شوه ، هر یو کس په خپل ځای غښتلی سیاسي (کورني او خارجي) مالومات لري او ددوۍ د خبرو نه په څرګنده ښکاریده چې ددوۍ موخه  دپښتنو یووالي، نژدیوالي ، د پښتو او پښتونولۍ مرسته او خدمت ده- او زما په دې خبره ټینګ باور پیدا شو چې علي خان محسود ، شیرین ګردیوال، نصیر ستوری، اقبال لالا او نورو مشرانو د باچاخان، ولي خان، کبیرستوري، اجمل خټک او افضل خان (خان لالا) پشان د پښتنو کشتۍ د سیلابونو نه د ژغورلو وړتیا لري- او په ځانګړی توګه د کبیرستوري پوهې او لارښودنې ته زه نور هم قایل شوم، ځکه چې هغه په دې لاره کښې نه ستړی کېدونکي مبارزه کړېاو د ټولو ملګرو په پوهه او تربیه پورې یې مستقیم اړیکې لرل- او تر مرګه پورې دې هیڅکله د پښتونولۍ په هیڅ یو کار کښې  شا ته نه دی پاتې  شوې ، چې څوک  ورته ګوته ونیولاۍ شي- هغه کتابونه چې ماته د ستوري په کور کښې راکړل شول  او زیاته برخه یې ما ولوستله، په دغه کتابونو کښې ټولو لیکوالانو د کبیر ستوري په ژوند او د هغه په نه ستړي کېدونکو فعالیتونو، چې کوم تفصیلي مالومات ورکړیدي، او ما چې د کبیر ستوري په  اړوند د انټرنیټ د لارې د ملي لارښودانو، شاعرانو، لیکوالانو او پوهانو کومې خبرې او ویناوې  ما واوریدې ،نو زما سر د ویاړ نه نور هم جګ شو- او د المان د ملګرو او مشرانو سره زما ورستیو خبرو زه سل په سلو کښې په دې باوري کړم ، چې کبیر ستوری مړ نه دی، دا ځکه چې ژوندی قامونه خپل شخصیتونه، مشران او لارښودان مرګ ته نه پریږدي او د پښتنو د ټولنیز  ولسولیز ګوند مشران او غړي ښه په نره دا اثبات ته رسوي، چې دوۍ په دغه کار کښې د چا نه وروستي نه دي- په اخر کښې زه د زړه له کومې د پښتنو د ټولنیز  ولسولیز ګوند ټولو مشرانو او غړو ته مبارکي وایم چې دوۍ په ډیره فعاله توګه د ګوند چارې مخ په وړاندې بوځي

په درنښت

لیاقت وطنپال

-
بېرته شاته