(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دولسم نوامبر

[12.Nov.2016 - 12:25]

دولسم نوامبر دپښتنو دیوالي ورځ
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP ــ Pashtoons Social Democratic Party) د پښتنو د ملي ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929ع کال کې د انګريزي ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی . پښتانه چې په اوسني وخت کې له ۷۰ اویا  ميلونو نه ‌ډیر اټکل کيږي د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډاي او موړ کولتور لرونکي دي، چې پښتونولي نوميږي پښتونولي د جرګو يو ولسوليز سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده ، نو ځکه پښتون نيکه خوشحال خان بابا وائی: 
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
 سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار 
د جرګو سيستم چې د پښتونولۍ بنسټ جوړوي، چې تر اوسه په مونږ کې رواج دی ، د هډي ټولنو لاسته راوړنه (محصول ) دی چې لس زره کاله د مخه اټکل کيږي . دا ددې مانا لري، چې پښتون قوم لس زره کاله د مخه موجود ؤ .پښتنو پدې خپل اوږد کړکیښ (تاریخ ) کې ډیرې سړې او تودې ليدلي دي، خو تل ئې خپل ملي او قامي پیژند ( هويت ) ساتلی دی . 
په1893 ع کال کې پيرنګيانو ددې  هڅه وکړه چې د ډیورن‌‌ډ د کرغيړنې کرښې په راښکولو په مصنوعي توګه پښتانه په برخو وويشي ، خو پښتانه چې نه يوازې ګډ کړکیښ (تاریخ )، ګډه ژبه ، او ګډ کولتور لري، بلکی جغرافيائي یووالی (وحدت ) هم جوړوي، دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړې او بې له پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لري.
څنګه چې د هند د نيمې وچې څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ توافق لیک د ولسونو د حقوقو له مخې  په اوتوماتيکه توګه له اعتباره لويدلی و ، ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللې وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق لیک چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوې په رسمي توګه په یوه غټه غونډه کې ، چې په جرمني کې  د انګلستان سفارت د بهرنیو اړیکو مسول (کارنا روسز) هم ورته رابلل شوی ؤ، د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځې په نامه ونوموله او هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځي.
لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د ډیرو کلونو راهیسي په هیواد کې روانه جګړه د پښتون قوم لوې کور ته راټوله شوې ده ، پدغه تپل شوې جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کیږي، اقتصادي بنسټونه یې ړنګیږي، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئې سوځول کیږي ماشومان او ځوانان ئې له زده کړې پاتې کیږي، قامي او ولسي  مشران یې وژل کیږي ، د پښتونولۍ ارزښتونو ته یې په سپکه کتل کیږي  او د انساني ژوند د پرمختګ ټولې لارې یې تړل کیږي ، چې مونږ یې په کلکه سره غندو. 
که نړیوال او سیمه ایز ډیموکراټیک قوتونه او د افغانستان او پاکستان حکومتونه غواړي  چې په سيمه کې امن او سوکالی وي، نو د پښتنو د يووالي او نزدېوالي  له پاره  دىې کوټي ګامونه واخلي.
پښتانه يو وجود دى او یو له بل نه، نه شي  بيلیدلى. افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده چې د افغانستان ورونه قومونه د پښتنو دقامى وحدت ملاتړ وکړي. مونږ د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوري او په دولتي کورسیو ناست دي،  په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړي او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښوونې ، روزنې ،د د فتر او دربار ژبه کړي، پښتو وکړي او په زغرده پښتو ووایي ، پښتو وليکي تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه واري تر سره کړي. د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ټولو پښتنو / افغانانو د پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، قامي(ملي) ، ولسي او دولتي سړيتوبونو ( شخصيتونو ) څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې خپلې ژبې «پښتو » د ودې ، پر مختګ او د قام د یووالي  له پاره  کار وکړي، چې نه يوازې پښتو ژبه مخ په وړاندې لاړه شىي، بلکه د پښتنو د قامي وحدت عزم پیاوړى شىي.
قامى وحدت زمونږ فطري اوقانوني حق دى ، پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښي ، زمونږ په اند پغير د پښتنو د قامي وحدت، سوکالۍ  او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالي نه شي راتللې، نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو ځواکونو او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو څخه یو ځل بیا په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په قامي يووالي کې مرسته وکړي. د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى. په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
Pashtoons Social Democratic Party,Pashtoonkhwa/Afghanistan Press Release

November 12: Pashtoons Unification Day
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) is an important part of the non-violence movement that started in 1929 against the British Colonialism, under the great leadership of Bach Khan (´´Fakhr-i-Afghan´´). Pashtoons have an estimated population of sixty millions, and it is considered to be one of the most ancient nations of the world. ´´Pashtoon-wali´´ – which carries a rich and ancient cultural system – is controlled by Pashtoons representative in a democratic manner. The foundation of Pashtoon-wali is based on Pashto. Pashto is the beauty of all Pashtoons together. As our Pashtoons´ great-grand father´ Khushal Khan Baba, says: Pashtoons from Kandahar to Attock have a uniform quality of bravery and courage. Pashtoon-wali, a system based on Pashtoons Assembly (´´Jirga´´), is still a valid norm amongst Pashtoons. It is a system derived from fundamental Pashtoon societies, with an estimated history of ten thousand years. This shows that Pashtoons, as ethnic group, has existed for the last ten thousand years. During their past history, Pashtoons have gone through many ups and downs, but they always have protected their national and cultural identity. In 1893, the British intended to divide Pashtoons by drawing a so-called Durand Line between them. But Pashtoons share the same history, language, culture, and live in the same geographical territory. That’s the reason that they never practically recognized the Durand Line and kept crossing that line without using passports or any other official documents. As soon as the British left the Indian sub-continent, the Durand agreement automatically lost its validity because the reason of that agreement did not exist any more. For that reason, the Pashtoons Social Democratic Party officially denounced that Agreement (which did not have an expiration date) during a large conference on November 12, 1993 in presence of the invited Foreign Affairs Representative of the British Embassy in Germany. Since then, we celebrate November 12 as Pashtoons unification day every year. As we all know, the Pashtoons areas have been turned into war zone for many years. Pashtoons are being killed on daily bases on both sides of the Durand Line. Their economical infrastructure is being destroyed; their schools and learning centers are being burned down; and as a result, their children and youth are academically left behind; their national and ethnical leaders are being killed; Pashtoon heroes are being disrespected, and the sources of their progress are being blocked. PSDP strongly condemns all these inhumane acts. If the international forces and the governments of Afghanistan and Pakistan are interested in peace and security in the region, they have to take concrete steps towards the unification of Pashtoons as they are parts of one body and cannot be separated from each other. Afghanistan is a home to the brotherhood of different ethnicities and as a majority ethnicity group, Pashtoon is clearly a big brother and it is the duty of all others to support Pashtoons unified structure. We strongly demand from those who currently hold high positions in Afghan Government, in the name of Pashtoons and receiving benefits under that name, to defend the legitimate rights of Pashtoons. This is their responsibility to make Pashto the main medium of education and the official language, as Pashto is the language of the majority ethnic group in Afghanistan. They must read, write and speak Pashto without any reservation and hesitation. PSDP is asking all Pashtoon/Afghan professors, politicians, scholars, poets, writers and other national and democratic leaders to strive towards the progress of their language, Pashto, and to try their best to accomplish their national unity and their national prosperity. National unity is our natural and basic right and they have the duty and responsibility of not only to work for the development of Pashto language but also for national unification. Pashtoons are a dominant force of the region, and they are capable of establishing peace and security in the region. We definitely believe that without their national unity and economical prosperity, the peace and security in whole region is not possible. Therefore, PSDP once again strongly ask the international peace loving nations and democratic forces and also the neighboring countries to support the reunification of Pashtoons as this will guaranty the peace and security of the region.
Respectfully Pashtoon Social Democratic Party
د ډيورنډ توافق ليک يا د 1793 کال کابل کانونشن
پښتو کوونکى: پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ په داسې حال کې چې د هندوستان په خوا کې د افغانستان د سرحدي سيمې په اړه ځينې مسئلې پيدا شوې دي او په داسې حال کې چې دواړه والاحضرت امير او د هندوستان حکومت هيله من دي، چې دغه مسئلې د دوستۍ په پوهاوي او د دواړو د نفوذ د ساحو د حد په ټاکلو سره حل شي، ترڅو په راتلونکې کې ددغو متحدو حکومتونو ترمېنځ ددغې موضوع په سر د اختلاف نظر نه وي، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه: 1_ د والاحضرت د ختيځې او سهيلي سرحد توابع دې له واخان نه د پارس تر پولې پورې هغه ليکه تعقيب کړي، چې په هغې نقشې باندې ښودل شوې ده چې له دغه تواتفق ليک سره مله ده. 2_ د هندوستان حکومت به هېڅ وخت په هغو سيمو کې، چې له دغې ليکې نه اخوا د افغانستان په لور پرتې وي، مداخله ونه کړي او والاحضرت امير به هېڅکله په هغو سيمو کې چې له ليکې نه اخوا د هندوستان په لور پرتې دي، مداخله ونه کړي. 3_ د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوي، چې والاحضرت امير دې اسمار او تر هغه پورته دره تر چاناک پورې وساتي. له بلې خوا والاحضرت موافقه کوي، چې دى به هېڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې د باشګل يا ارنوابى درې په ګډون مداخله نه کوي. داسې هم د برتانيې حکومت موافقه کوي، چې د برمل سيمه والاحضرت ته پرېږدي، کومه چې په هغې مفصلې نقشې کې ښودل شوې چې والاحضرت ته دمخه سپارله شوې ده او والاحضرت د پاتې وزيري ملک او د اور په هکله له خپلې ادعا تنه تېرېږي. په همدې ډول واالحضرت د چاغه په اړه له خپلې ادعا څخه تېرېږي. 4_ د سرحدي سيمې ليکه به د افغان او برتانوي کمشرنانو له خوا له دې وروسته په نفصيل سره وکاږله شي او حدبندي به شي په کوم ځاى کې چې د تطبيق وړ او مطلوب وي. ددغو کمشرانو مقصد به دا وي، چې د سرحد په ټاکلو کې متقابلې پوهاوي ته سره ورسېږي. داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې د هغې نقشې له مخې وي، چې له دغه توافق ليک سره مله ده، په داسې حال کې چې ددغې سرحدي سيمې د ګاونډيو کليو د موجودو محلي حقوقو رعايت پوره شي. 5_ د چمن د موضوع په اړه والاحضرت د برتانوي نوې قشلې په هکله له خپل اعتراض نه تېرېږي او برتانوي حکومت ته هغه حقوق پرېږدي، چې د سرکې تېلراج )Sirkai Telieraj( په اوبو کې يې په بيه اخيستي وو. د سرحد سيمې له دغه ټکي نه بۀ ليکه په لاندې ډول وکاږله شي. دغه ليکه به پښه کوتل ته نږدې د خوجه امران غرو له سر نه، چې د برتانيې په سيمه کې به پاتې کېږي، په هغه لور کښله کېږي چې مرغه چمن او د شه اوبو چينه به افغانستان ته پاتې کېږي او د نوي چمن چوڼۍ او د افغان پوسته، چې د لښکر ډنډ په نامه يادېږي، تر نيمايي پورې رسېږئ او په داسې حال کې چې ]ليکه[ به د جنوب په لور روانه وي، د خوجه امران غرو سره به بيا يوځاى کېږي. په دې ډول چې د غوښې پوسته به د برتانيې په علاقه کې او د غوښې په جنوب او لويديځ کې د شوراوک سرک به افغانستان ته پرېږدي. د برتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلۍ پورې په هېڅ ډول مداخله نه کوي. 6_ ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې د هندوستان د حکومت او د افغانستان د والاحضرت له خوا د نظر ټول عمده اختلافات، چې د سرحدي سيمې په اړه د دوى ترمېنځ پيدا شوي وو، د پوره او قناعت کوونکې فيصلې په ډول ګڼل کېږي او دواړه د هندوستان حکومت او والاحضرت په ذمه اخلي، چې د جزيياتو په هکله ټول اختلافات لکه هغه چې وروسته به د هغو منصبدارانو له خوا پرې غور کېږي، چې د سرحدي ليکې د حدبندۍ لپاره ټاکل کېږي، د روسيې په روحيې سره به فيصله کېږي. ددې لپاره چې تر هغو چې ممکنه وي د دواړو حکومتونو ترمېنځ د شکونو او ناسم پوهاوي سببونه له منځه ولاړ شي. 7_ د هندوستان حکومت، چې د والاحضرت له روغ نيتۍ نه د برتانيې حکومت په اړه پوره ډاډمن شوى او غواړي افغانستان پياوړى او خپلواک وويني، د والاحضرت له خوا د جنګي لوازمو په رانيولو او واردولو باندې به اعتراض ونه کړي او دوى به په دغه هکله په خپله څه مرسته ورسره وکړي. پر هغه سربېره ددې لپاره چې د والحضرت د هغې دوستۍ روحيې نښه وساتل شي، چې په دغو مذاکرو کې يې ښودلې وه. د هندوستان حکومت ژمنه کوي، چې په هغو دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتى راوستل شي، چې والاحضرت ته هر کال د مالي مرستې په ډول ورکول کېږي. 
هنري ماتمر ډيورنډ د هندوستان د حکومت د باندنيو چارو وزير امير عبدالرحمن خان د افغانستان او د هغه د توابعو امير

-
بېرته شاته