(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال خان اوملت پالنه

[28.Nov.2015 - 12:01]

خوشال خان اوملت پالنه ( قوم پرستي)

لیک: تاریخپوه على خان محسود

ملت پالنه (قوم پرستي) يا نيشنليزم په اوسني وخت کې څه داسې فلسفه نه ده، چې څوک ئې په مانا او مطلب نه پوهيږي .

ملت پالنه (قوم پرستي) د ورځني سياست يوه برخه جوړه شويده ، ددې ملت پالنې (قامپرستۍ) له امله په تيره شلمه پيړۍ کې دوه نړيوال جنګونه وشول اونن هم ملت پالنې (قامپرستۍ) چغې اونارې دنړۍ دګوټ ګوټ نه راپورته کيږي، چې مونږ اوتاسې ئې په مجلو، سوشل میډیا اؤرځپاڼو (اخبارونو) کې لولو اوپه غږدبلي (راډيو ګانو) اوتلويزونونو کې ئې وينو اواورو .

زما په نظرهر هغه څوک ملت پال (قوم پرست) دی، چې دخپل ملت اوهيواد د ابادۍ ، سوکالۍ اوخوشالۍ له پاره کار کوي، دنورو دظلم څخه ئې ژغوري اويا ورته خپلواکي (ازادي) اخلي .

دغه هلې ځلې که ژبني ، اقتصادي ، سياسي اومذهبي بڼه ولري، نوپه ساده ژبه دې عمل ته ملت پالنه (قوم پرستي) وئېل کيږي .

هر هغه څوک چې ملت پالنې (قامپرستۍ) اونسل پرستۍ (نژاد پالنې) ترنوم لاندې نور قومونه لوټي اوتباه کوي، ددوۍ کولتور، اقتصاد ، ژبه اوپيژندنه له مينځه وړي، دې کار اوعمل ته نیګاټیو یا منفي نيشنليزم وئېل کيږي، چې اروپائې قومونو تر دې نوم لاندې اول نړۍ لوټ کړه، بيائې مستعمره کړه اوورپسې ئې دصنعتى انقلاب نه وروسته د اومو (خامو) موادو اومنډې تر نوم لاندې تر سينې لاندې کړه، چې تر ننه پورې غير صنعتې هيوادونه ددوۍ داقتصادي ادارې اودټيکنالوجۍ په زور دوي ته اړ (محتاج) او ددوۍ غلامان دى.

مګر دخوشال خان بابا ملت پالنې (قامپرستۍ) چغه دخپل ملت د مغل نه د خپلواکۍ او دخلاصون يوه کوټلې نسخه وه، چې دغه نسخه درې نيم سوه 350کاله پخوا بابا وړاندې کړې وه اوپه یوروپ کي د فرانسې د انقلاب اود ناپليون بنا پارټ د غوبل نه وروسته خوره شوه .

توپیر یوازې دومره وه، چې د بابا د ملت پالنې (قامپرستۍ) غږ او چغه یوازې چغه پاتى شوه او د عمل جامې ئې وانه اغوستې، ځکه بابا د خپل وخت نه ډير وړاندي په داسې وخت کې پیدا شوی ؤ، چې په پښتون/افغان قوم کې د ملت پالنې حس او شعور وده نه وه کړې او پښتانه په قومي ، ژبني ، او اقتصادي توګه دومره نه وه رسيدلي، چې د بابا په چغه پوهه شوي واې.

ددې په مقابله کې اروپائې قومونه دې فلسفى ته تياروو، اروپائې ځمکه د ملت پالنې (قامپرستۍ) تخم او فصل ته وتره يانى کيږ وه، ځکه دوۍ ترې ګټه واخسته.

له دى نه مخکى چې زه دخوشال خان بابا د ملت پالنې (قامپرستۍ) په نظريه خبرې وکړم، غواړم چې لږ د سترې پښتونخوا (لوي افغانستان) په جغرافيائې پروتووالي وغږيږم .

دغه څرګنده او جوته خبره ده، چې افغاني/ پښتني خاوره د اسيا زړه او دهند دروازه ده، هند ته د سروزرو د مرغۍ نوم هم ورکړی شويدی، په غير د اروپايانو نه ، چې هند ته د اوبو د لارې راغلي ؤ، نور ټول قومونه او قبيلې د شمال غرب له اړخه د پښتونخوا په درو هند ته ننوتي دي، چې دغه عمل تر پرونه ( روسى یرغل 1979 ع کال د ډسمبر د میاشت تر 27 نېټې  ) پورې جارى و.

کله به چې په منګوليا او سائېبريا کې د ترک مغل نسله نيمه وحشي قبيلې وګړي ډير شول اويا به وچکالي او يا نور قدرتي آفتونو پر مخه کړل، نو دغه ووحشي منګولیان (مغول) به لومړی په چين ورغلل د چين اقتصاد ،کلتور،کور، کلي او زراعت به ئې ويجاړ کړل ، ځائې اوسيدونکي خلک به ئې د تيغه تير کړل او یا به ئې کډه کولو ته اړ کړل.

که په چين کې به حکومت زوره ور وه ، نو ددوۍ چپې به ئې په څټ وتمبولى، په اخر کې چين په دوۍ وحشيانو پسى د چين مشهور ديوال جوړ کړو، چې تر نن ورځ پوري موجود دی.

کله کله به دغه نيمه وحشي ترک مغل نسله قبيلې په مرکزي اسيا هم راماتې شوې ،د اوسني ايران ، افغانستان او هند سره دوۍ هغه چل وکړو لکه د چين سره. چې دوۍ به اباد شول ښاري او زراعتي ژوند سره به بلد شول او کولتور به په ټوکيدو شو، نوددوۍ پاتې وحشي خپلوانو يو بله چپه به راغله هر څه به ئې د سره وران اؤيجاړ کړل لکه د ملخانو په شان به ئې شنه باغونه او فصلونه د مخه تباه کړل.

د دغه نيمه وحشي انسانانو چپې تقريباً هر پينځه سوه کاله پس زمونږ په خاوره راغلي دي په دې چپو کې د چنګيز خان او هلاکو خان چپې ډيرې مشهورې دي چې په کال 1228 ميلادي کې زمونږ خاورو ته راورسيدې بلخ ، کندهار ، هرات ، غزني او باميان چنګيزخان د خاورو سره سم کړ. د پښتنو او مغلو بدي هم د همدې ځايه پيل کیږي د 1228میلادي نه تر 1526ميلادي پوري د افغانانو د سياسي اقتدار مرکز خپله خاوره نه ،بلکه هند ؤ، ددوۍ په خاوره د چنګيز خان اولاد قابض وه، چې وروسته مغل د لوى پښتونخوا نه دهند په لورې هم لاړل .

دالغ بيګ مغل او د يوسفزو بدي څه افسانوي خبره نه ده. دبابر نامې نه جوته کیږي چې دپښتنو او مغلو بدي څومره وه او بيا په 1526 میلادي کې مغل بابر د پښتنو د بې اتفاقى نه ګټه پورته کړه او دپاني پت په دوهم جنګ کې ئې د لودهي پښتنو بادشاهي په هند کې ختمه کړه، کومه لړۍ چې د افغانانو خلاف چنګيز خان په 1228 میلادي کې پيل کړى وه ، هغه د بابر مغلي په لاس په 1526 میلادي اخرى مرحلې ته ورسيده ،چې پښتانه په خپله خاوره او هند کې بي واکه شول. که څه هم شير شاه بابا دڅه وخت لپاره په هند کې د افغانانو ننګ په ځائې کړ، مغل همايون دبابر زوى ئې دهند نه وشړلو او دپارس اصفهان کې ئې د صفويانو سره پناه واخسته چې ايرانى صفوي کورنۍ هم په اصل کې مغل ترک نسله ؤ ددوۍ دحکومت دوره د 1501 نه تر 1722 م پوري دوام درلود.

وروسته دسورى شهزادګانو دکورنيود خپل مینځي شخړو او بې اتفاقيو څخه همايون ګټه واخسته، دصفويانو په مرستې سره ئې هند بيرته ونيوه دهغه مطابق پښتونخوا ئې دهندى سني مغلي سلطنت او صفوي ايراني شيعه سلطنت تر مینځ سره ويشلى ؤه . چې پيښور ، جلال اباد ،کابل ، مزارشريف او تر غزني پوري علاقى دمغلو ترلاس لاندې او هرات ، کندهار ، او کوئټه ، چمن علاقې د ايرانيانو ترلاس لاندې وې. کندهار ددوۍ دزور ازماينى ډګر ؤ .

پښتانه او مغل په دې سيمه کې سیاسي رقيبان ؤ، نو پدى پس منظر کې دمغلو او پښتنو بدۍ ته کتل پکاردي ، چې دغه بدى دخوشال خان دپاڅون نه پخپله څلور سوه کاله زړه وه .

زمونږ خاوره دبیلابیلو تهذيبونو او مذهبونو ټا ټوبى پاتى شويدی، لرغون پوهان زمونږ هيوا لوى افغانستان THE MELTING POT OF CIVILIZATIONS ته دتهذيبونو د کټوري نوم ورکړی دی چې د پخوانیو(قديمي) اثارو په برکت the CROOS ROAD OF CIVILISATION S ثبوت ته رسيدلی دی، او څوک ورته دڅلور لارې خطاب هم کوي ددې کولتور اخري نشانه دلوې ګوتم بدهـ وجود ؤ، چې دمارچ په مياشت کال 2001 میلادي کې دطالبانو دضد کولتور کړنو ښکار شو ، دغه تاريخي ميراث وهابيانو په جلاټين دوړه دوړه کړه چې هر چا په تلويزون وليد ،دا يو داسي عمل ؤ چې دبخښنې وړ نه دی.

مونږ د بدهـ مت په دور کې ډير لوې لوې پوهان (عالمان) پيداکړي، چې په هغې کې دوه پيښورى وروڼه ډير مشهور دي، ديو نوم ( آسانګه بابا ) او دبل کشر ورور نوم ئې ( وسو باند ؤ ) وسو باندؤ په بدهـ مت کې دومره لوې عالم ؤ چې چين او جاپان کې ده ته هغه مقام حاصل دی لکه امام ابو حنيفه (رح)) ته چې په اسلام کې حاصل دی.

اوس به راشو دمغلو او پښتنو بدۍ ته :

پښتانه دمغلو خلاف په يو معلوم تاريخي پړاؤ کې دغورځنګ په شکل اول دبا يزيد روښان تر مشرۍ لاندى راپورته شول اؤروسته ئې اولادونه بيا دمغلو خلاف جنګيدل .

دروښانيانو اخري حمله په پيښور باندې په کال 1630 میلادي کې شويده، چې دې غورځنګ لومړي ځل له پاره پښتو ته پام وکړو او په پښتو کې نثر او نظم دواړه په ميراث کې پريښودل .

دخوشال خان بابا دزيږيدو نيټه 1613 میلادي ده، دروښانيانو د حملې په وخت په پيښور باندې خوشال خان اولس کلن ځلمی وو، دې به ضرور ددې حملې څخه خبر شوی وي. روښانيانو خوشال خان ته ادبي او سیاسي پانګه پرې ايښى وه، داسې نه وه چې د مغلو خلاف پاڅون تنها د خوشال خان برکت وو، صرف دومره فرق دی چې ده ژبې او سیاسي هلو ځلو ته د خپل قابليت په وجه څرګند شکل ورکړو، کله چې دې د مغلو خلاف راپورته کيده ،د کونړ ساپيان، مومند، شنواري، اپريدي ، ملاګوري او نور ګڼ پښتانه د ايمل خان مومند او دريا خان اپريدي تر مشرۍ لاندې د مغلو خلاف جنګيدل، دغې ته قدرتي پيښه او يا اتفاق ووايو چې په 1501م کې په پاريس کې صفوى کورنۍ په قدرت راغله او په 1526 کې مغل په هند کې په قدرت راغلل، دپښتنو دوه لوئې کورنۍ تقريباً په يؤخت د صفويانو او مغلو په خدمت کې داخلې شوې، کله چې لوې عباس په 1587 م کې د اصفهان په تخت کښيناستو، دوه کاله پس ئې «ملک سدو» چې وروسته ئې اولاد په سدوزي ونومول شول، د هرات نه تر کندهاره پورې د لارې د ساتنې او ژغورنې مشري اوملکي ورکړه، تقريباً په همدې وخت کې ملک اکوړ خان خټک د اټک په مقام د اکبر پاچا سره ليدنه کتنه وکړه، چې د اټک نه تر نوښاره پورې ئې د لارې تاڼه داري او جاګيرداري ورکړه، د تاريخ عجيبه اتفاق وه چې سدوزي د افغانى هيواد په جوړولو کامياب شول مګر ژبه ئې وه بائېلله.

اکوړ خيل په سياسي توګه ناکام شول مګر د پښتو ژبې او ادب ته ئې بنسټې خدمت وکړو، دا چې دوۍ سیاسي ولې ماتې وخوړه دا ځان ته علتونه لري، چې دلته پرې مونږ د وخت د کمې له امله نه غواړو خبرې وکړو. د اکوړ خان سراى په داسې لاره پروت وو. چې د مرکزي ايشيا او هند ترمينځ لويه لاره وه او نن هم لويه لاره ده، بابا پخپله په یوشعرکې وائې:

رحمت په اکوړى ښه چې ئې ونيوه سرائي
چې ښه فهم په وکړي باور وکړه ځاى دې ځائي
پرې لاره، لويه لار د هندوستان او خراسان ده
ګذرئې د اټک دی، چې ترې ترس کاشاه ګدائي
هر فيض دی د جهان څه چې ياديږي پرې را درومي
که ملک ئې باراني دی څه بهار لري هائې هائې

((کليات خوشال خان خټک شير شاه ترخوى))

ددې نه جوته شوه چې بابا د اکوړي سرای، په پوځي، سیاسي او اقتصادي اهميت پوهه وو، د هند او خراسان لاره پرې تيريده، چا چې په ډيلى او په کابل حکومت کول غوښتل ، بايد دی لارې او ددې سيمې افغانانو ته ډير متوجه وی.

څرنګه چې مغل د دد اوسني ازبکستان د فرغانه د وادۍ اوسيدونکي وو، ددې ځايه څخه دوۍ لومړی مرکزي ايشياء لاندې کړه، بيا ئې افغانستان اؤر پسې هند.

د دوۍ د اصلى ټاټوبى او هند په مينځ کې پښتانه پراته وو. دوۍ هغه درو او لارو کې پراته وو چې هند او مرکزي ايشياء ته تګ راتګ پرې کيده، صرف دغه خبره نه وه، بلکې دوۍ سیاسي او پوځى رقيبان ؤ. مغلو تازه تازه په کال 1526 میلادي کې د پښتنو نه قدرت اخستى وو او دوۍ سره خطره وه چې پښتانه دوۍ د هند نه يو ځل بيا داسې ونه شړي، لکه شيرشاه بابا چې شړلي وو.

نو مغل افغانانو ته ډير متوجه وو. د دوۍ سره ډار و چې که مونږ هم د افغانانو نه غافل شو نؤاک به مو د لاسه داسې لاړ شي لکه لوند صابون چې دلاس نه کش وهى. تر بابره پورې د مغلو سياست د پښتنو سره پوځى وو، چې څه وخت اکبر پادشاه شو ده هم لومړی دزور نه کار واخست، څه وخت چې يوسفزو دده مشهور جنرال بربل ته په يوسفنامه کښـې ماتې ورکړه، او دی قتل شو نو ددې سره اکبر خپل سياست بدل کړو، نوې نظريه او پاليسي ئې دا وه چې د منصب او دولت په زور افغاني/پښتني قبيلو په مينځ کښـې جنګ واچوي. د همدې پاليسى لاندې مغل د يوسفزو خلاف خټک ملګري کړل، چې دغه پاليسى تر شاه جهان پورې کاميابه ه وه، مګر وروسته اورنګزيب اودکابل د سوبې بيروکراسۍ ځنى داسې کارونه وکړل چې اکوړخيل چې مشري ئې دغه وخت کې د خوشال خان په لاس کې وه د لوې پاڅون سبب شول. مګر کرکه او نفرت د مغلو او پښتنو ترمينځ د 1228م نه موجود وو.

هغه د پښتنو خبره چې خوشال خان بابا د روښانيانو د ايمل خان او دريا خان په تاوده تناره ډودۍ پخه کړه، ددې پاڅون بانې خوشحال خان نه وؤ، صرف دومره امتياز ده ته ورکولى شوى چې ده دغه پاڅون په ليکلى توګه مونږ ته او تاريخ ته وسپارولو. وروسته ئې ځنې جګړو کې برخه واخسته خو د مغلو سياست د پښتنو متعلق د غوړې مړۍ پر بنسټ ولاړ وو. د خوشال خان بابا کورنۍ د اټک د لارو محصول د مينځه يووړ، وروسته اورنګزيب دکابل سوبې سوبه دار سيد امير خان خافى په شيطانت دغه 51کلن خوشال خان بابا په کال 1664 م کې بندي کړ او د ارباب مستجاب مومند تر څارنې لاندې ئې هند ته بندې ورسولو.

ددې پيښې متعلق د خوشال خان بابا لمسى افضل خان په تاريخ مرصع کې داسې ليکي:( مطلب د امير خان هم دا وو چې که يو لوې سړی بندې کړم چې نور پرې وويروم چې همدی منعه کړم، او که نه په بل رنګ به پښتانه دا کار ونه مني) د صوبه کابل والى سيد امير خان خافى او د هند شهنشاه اورنګزيب ترمينځ ددې موضوع په اړوند افضل خان خټک مخکې داسې ليکى:( بادشاه چې ورغی، بادشاه ورته ووئېل چې د لارو ساتنه دې منعه کړيده،ورته ئې التماس وکړ چې هسې نه منعه کیږي تر څو چې د زبر دستۍ عمل و نه کړم.

بادشاه ورته ووئېل چې ته ولې د زور (زبردستۍ) عمل نه کوى: ویوئېل چې دلته همدا زميندار دی بى ستاسې د حکم نه په هغو زبردستى کولى نه شم. بادشاه ورته ووئېل ما حکم درکړى دی هر طور چې دې ته کار کیږي هسې کوه په داسې شان مبهم عرض وکړ او جواب ئې بيا وموند "on a foreign approach to khushal" (D.M.K. Mohmand) دوست محمد کامل مومند).

خوشال بابا، عالم، پوه ، لوستی ، خمودار او مغرور پښتون/افغان ؤ، څه وخت چې سوبائې والي (ګورنر) او دده پښتنو انډيوالانو په سازش، دسيسه، او په منصوبه خوشال خان بابا بې ګناه بندي، ستړی ، په عذاب او بې عزته شو، نو ده کې د غيرت او ننګ رګ را پورته شو، مغلو ته د سلامۍ پر ځاى پاڅون ته تيار شو، که څه هم دغه پاڅون په لومړي سر کې د مرورتوب او ګيلې په شکل کې وو، مګر ورؤرو ئې ملي او پوځي مخه خپله کړه او د دې شعر په وئېلو مجبور شوه

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم
اورئې پورې په منصب په نوکرۍ ښه
چې تر فهم وتر نظر د مغل کلک يم
که وګره د پټو شته په شړومبو سپينه
دمغلو پولاو پاتې ډير په ډک يم

مګر دغه صرف د بابا د نا اميدۍ خوټکيدل نه وو اوس په آتش فشان چاوديدو ته نږدى وو، په ځانګړي ډول د اکوړخيلو غټه ستونزه دا وه چې دوۍ د مغلي هندي سلطنت پيداوار و، چې دوۍ ئې خدمت کړى وو. د داسې سلطنتى کورنۍ خلاف راپورته کيدل په ليکلو اؤئېلو کې اسان مګر په حقيقت کې دا ډير ګران کار دی.

دوۍ په نفسياتى توګه مغلي روزل شوى وو. دوۍ ملي روزنه نه درلوده، د مغلو سره حلوا وه، خود ملي پاڅون قيمت د جوارو او اوګرې هم نه وو، حلوا پريښودل او اوګرې ته مخه کول څه د ټوقى خبرې نه دى، دا د هر چا د وس پوره نه وي، څرنګه چې اکوړ خيل د مغلى سلطنت د لوى مشينرۍ يوه پرزه وه همدغه وجه وه چې د خوشال خان بابا د پاڅون پريکړې تقريباً اته کاله(1664-1672) پورې وخت واخيست .

خوشحال خان بابا د کابل والي (ګورنر) محمد امين خان سره په جلب کې وو، چې څه وخت په پسرلى کې د پيښور څخه کابل ته تلل،پښتنو د ايمل خان مومند او درياخان اپريدي تر مشرۍ لاندې په اوسني خيبر ايجنسۍ ،لنډى کوتل او لواړګي کې څلويښت زره مغلو ته په اپريل 1672 کې ماتې ورکړه، سوبه دار محمد امين په منډه پيښور ته راغی ، هر څه ئې بائېللى و، خوشحال خان خټک او ارباب مستجاب مومند هم دواړه د تاترې په لاره خلاص شوي وو، چې څه وخت ملي پښتنو مغل وټکول نو د سرکاري يانى د مغلي سلطنت نوکرانو پښتنو کې بيانور، نور خيالونه را پيدا شول، اوس به خوشال خان بابا پخپله واورو چې په 1672 کې د لنډى کوتل د مغلى ماتې متعلق څه ليکى ، ده ولې د سوبه دار بدرګه کړی وه، افضل خان په تاريخ مرصع کې ليکى: ( دی محمد امين خان په تلاش د رتنبور له کوټه د خداى په عنايت خلاص شو) مخکې نور ليکى: چې وخت د محمد امين خان د کوچ شو، شینوارو اومومندو، چې د خيبر حدودو د دوۍ دې په جمعه ئې لښکر جوړ کړ په خيبر کې يې د غريب خانې غاښی ونيوه، نور پښتانه هم کم کم ورسره وو، محمد امين خبرشو ، ملک مستجاب ارباب د پيښور او نور سرداران د پښتنو د اپريدو د اورکزو چې ورسره ؤاړه يې په مصلحت وه پشيدل په سبب د محمد امين خان د غرور عالم واړه راځى وو چې که چشم زخم ده ته ورسى اوله ملاحظې هم هغه وئېل چې دده د مرضۍ موافق وو پس ته ئې خان علين مکان تنها خلوت ته وباله، پوښتنه ئې وکړه چې څه مصلحت دی هغه اوان کې خان علين مکان قيد و، محمد امين خان نيکى ور سره کړی وه چې دا سوبه کې چې و په سبب د شرم دست ګرفتګۍ رعايت ئې ورسره کولو، ځنې راضى وه دا ئې ورته ووئېل

که با هيچ نه داشت کشتى مګير
ريبى فرستش که طاعت کند کنه

ستا په شان د ديو سره دمقابلى نه دي ،نه بويه، دوۍ سهل عالم دی څه ساعت ئې وغولوه، چې له لارې تفرقه شي چې بيا تر خيبره تير شي، هغه چې پوهيږي هغه وکړه بيا اراده دالهى څوک جار ايستى شي دده په زړه دا تدبير بد ولګيده ورته ئې ووئېل چې خوشحاله يو سړی وو چې سردى وهلي مار ئې په توبره کې واچوه چې ګرم شو بيا هغه سړي وچيچه . مادتا سره نيکې کړې وه تا ماو ته داهسې مصلحت ښائې . زه بادشاه ته ځواب کوم چې له دې هسې بدو سګانو هراس وکړم دې هم له خپل هراسه له هغې خبرې واوخت . له دهشته ئې ورته ووئېل چې هرګاه ته داراځې ئې نو زه دوړاندې ته راپسې ،اخر ئې کوچ وکړه ) افضل خان مخکې ليکې : هسې تورې ئې ووهلې پښتنو چې عالم غيب پرې افرين وکړو . يوه ورځ تمام جنګ وشوه، اما هيڅ برې مغلو په پښتنو نشوه کولی ، اپريدي ، ورکزي ، چې سرداران ئې دمغلو سره په جلب کې وو، داهم ځنې کناره شو ل ، خان علين مکان له خپل عالمه سره ښه تردد وکړو دمغلودلوريه ، اماچو طالع نه باشد تهور چې سود . چې لښکر روان شه وتاترو ته نور غرق شه . خان علين مکان هم په هزار مشقت له څو فرزندانو سره دتاترو دبلا نه پيښور ته راورسيد . محمد امين تر ده مخکې پيښور ته رسيدلی وو ، دامعامله دمحمدامين خان په سن يوزر اودرې اتيا 1083 کې ؤ .سوبه دار سوبه ئې کابل نواب محمد امين خان دخوشال خان بابا سره په هند کې دبند په دوران کې ډير کومک کړې و نوځکه خوشال خان بابا په (1074) هجرې کې دده صفت داسې کړې

افرين دمير جمله په زويه باندې
چې نن دی دې مير بخشې په استقلال
که هزار تورې جمدر غشې وريږې
ده نيولی دې زما په سر خپل ډال

مير بخشې دمنصب نوم ؤ چې دنن صبا په ژبه ورته خزانچې وئېلې شې . نواب محمدامين خان دکابل دسوبه دار نه مخکې مير بخشې وه . دده دپلار نوم مير جمله و، چونکه دبابا سره ئې ښيګړې کړې وې، نوځکه چې دې وروسته د کابل والي (ګورنر) شو نوخوشال خان بابا دده تر منت لاندې وه مګر دغه جلب دمغلو سره نه بلکې شخصًا دنواب محمد امين خان والي (ګورنر) سره وو ، چې په غم ،شرم ، ماتم او دمغلو دپوځ په يو پناه سر ته ورسيدو. دخوشال خان بابا روزنامچې يانې ډايرۍ نه دده لمسې افضل خان خټک داسې رانقل کوي : چې په غره دمحرم سن 1083 لس زر درې اتيا لښکر دمحمد امين خان په خيبر کې ډوب شو زه اومستجاب دواړه ورسره وه دتاترو په لارې راووتو پيښور له راغلو محمد امين خان دڅو سورو سره دعلې مسجد په لارې پيښور له راغلو تمامه خيلخانه حشم ئې پاتو شول . مور ، خور . لور ، خادمان واړه بندیان شول ، عورته ئې ومړه ، زوې او اخشې ئې ومړل ، زه سخت بيمار وم دتاترو په غرونو کې کله پلې اوکله سور راتلم ، ډير په ځان شوم . اشرف خان مې محمد امين خان لره واستوه . خوار وزار حيران ناست وه . اشرف نه ئې پوښتنه وکړه . ورته ئې وويل چې زما سلام هم په پلار وايه . چې شه شوه چې روغ راغلې دبيمارۍ دې خداې صحت درکړي، که څه وخت لرې ترماپورې راشه ، زه ډير بې طاقته وم له شرمه له عذره مې هم فکرشه .ورنه راغلم په کټ باندې پروت وم . اشرف خان همروزه ترکوره ورسولم . په نوښار کې په بيړۍ کې کښيناستم . عالم سره درهم برهم شه . دمغل پښتانه سره اعتبار ولاړ قصيده په هغه وخت داوه

چې دانا ترنادان لاوژنې بتر
مګر نه دې داژوندون څه معتبر

مستجاب وته مې په خيبر تاترو کې ؤچې زرور کار پيښ شو راشه يو مصلحت سره وکړو . دانا قباحت فهم وو . دائې وويل چې شه بيا به سره وکړو دابيت په اخرددې قصيدې دی

مستجاب مهمند که چرګه دمغل ده
زه خوشحال خټک خو باز يم ځاي مې غر

ارباب مستجاب مومند دمغلو لوې جاګير دار، ارباب اومنصب داره وو دملت پالنې (قامپرستۍ) اويا دمغلو خلاف دپورته کيدو ئې نه جرات درلوده ، نه خواهش اونه څه پلان دمغلو دحلوا تال دومره ورلنډ وه چې بوې ئې تر پوزې پورې رسيدو .

دملت پالنې (قامپرستۍ) حلوا به چيرته پخيده چې هغه هم غير يقينې و نه ئې دسوجې شکرې اوغوړو درک وو اونه دديګ ، ځکه ئې بابا ته وئېلې وه چې بيا که سړی ژور و رته ځير شې دملې پښتنو لکه ايمل خان مومند اودريا خان اپريدې اوسرکارې پښتانه لکه ارباب مستجاب مومند او خوشحال خان خټک ددوې تر مينځ داعتبار وړ رابطه نه وه دلواړګې په جګړه کې ملې مشران لکه ايمل خان مومند اودريا خان اپريدى دمغلو خلاف ارباب مستجاب مومند اوخوشحال خان خټک دمغلو پوځ سره په جلب کې و، دخوشال خان بابا دخبرو نه داسې معلوميږې چې دسرکارى مغلې پښتنو اوملې پښتنو مشرانو ترمينځ هيڅ داسې رابطه ، منصوبه يا سکيم نه وه چې دمغلو دماتې اويا دبرى په صورت کې به سرکارې اوملې پښتانه مشران څه کوي ، هرڅه په توکل روان و خوشال خان بابا دمستجاب سره دمصلحت خبره کوي ، ځان باز ګڼې اوارباب مستجاب دمغلو چرګه ، مګر دماتې نه مخکې خوشال خان بابا هيڅ پلان نه درلوده زړه نازړه و دمغلو نه خفه و مګر څه وکړې دغه پلان ورسره نه و ارباب مستجاب څرنګه دومره ژر په خوشحال خټک باور کړې وای، چې دې چل کوي اوکه رښتيا وائې داځکه چې دواړه کورنۍ مغل دوسته وې ، بايد خوشحال خان بابا دارباب مستجاب مومند اونورو پښتنو سرکارى اوملى مشرانو سره پخوا رابطه ساتلې وای ، اوبل ددوۍ بنسټي روزنه دملت پالنې (قامپرستۍ) په بنسټ نه وه ! بلکې قبائېلې اومغلوته دفادارۍ په بنيادشوې وه اوبل داچې خوشحال خان خټک دلواړګې دجګړې په وخت کې يو شپيته کلن و ، تر دې پورې دې دمغلو خلاف پاڅون ته چمتوو داځکه چې دسرکارۍ مغلى پښتنو مشرانو دسره دغه طمعه چې ګوندې قبائېلى لښکر به دمغلو منظم څلويښت زره پوځ پناه کوى دخوشحال خان اوارباب مستجاب مومند اوپخپله دګورنر دغه خيال و چې ايمل خان اودريا خان زماجيب ته چل جوړ کړی دی چې څه روپۍ به ورکړې لښکر به ړنګ شې اوکه جنګ وشې مونږه ئې ګټو کله چې ملې لښکر دمغلو پوځ تيت پرک اوتباه کړ بيا دلته دخوشحال خان هغه خفګان په پاڅون بدل شو دپا څون دپاره ئې دملې مشرانو سره بيا رابطه ټينګه کړه او که ملې لښکر دمغلو نه ماتې خوړلی وای، بيابه خوشحال خان څه کول ؟ ددې جواب تنها دلوې خداې سره دی ،خوشحال خان بابا چې کوم خيالات وو اوپه پښتون خوا کې ئې چې کوم اصلې حالات وو ددواړو ترمينځ زمکه او اسمان فرق و، دبابا ملې مسايلو ته approacheډير لوړاو intellectual وو دپښـتنو ټولنه هغه وخت خو پريږده نن هم دخوشال خان بابا ملې مسايلوته approacheباندې نه رسيږې اوبل بابا چې څه غوښتل هغه ته ئې دorganicationدنقطه ئې نظر هيڅ ground workنه وو کړې دده دجنګ په ورځ اسپ سربه وو دايمل خان مومند اودريا خان اپرېدي هم دولجې نه پس سیاسي پلان راته تت ښکاري او یا بيخى نه وو.

خوشحال خان بابا دمغلو دماتې نه پس هم داخلاقو او سياست په جال کې ګير دی to be or not to be په چکر ، يوى غاړى ته ئې مغولو ته قهر کیږي ، بلى غاړى ته ئې دوفاداراى او پښتونولى په چکر کې ګير دی ، پريکړې نشي کولى ، دى افغانان بر غواړي مګر په عمل کې دځنو مغلو منصبدارانو سره د نمک حرامۍ کار ته زړه نه ښه کوي ، اخلاق او سياست دواړه په يؤخت سرته نه رسيږى يابه يو پالى او يا بل دې دپښتنو د بربنډ متل غوندى دزوى سر غټ غواړي اوميرمن ته هم خير غواړي . دبا با دخپلو ليکلو نه څرګنديږي ، چې : نو ر که هر څو مغلو بللم نه ورتلم ، ورته ویوئېل چې زما اولس هم واقعه طلب دى ، چرى به فساد وکړي دخپل اولس په بندوبست مشغول يم ، اشرف خان د وه ځلې پيښور ته ورغلی و ، محمد امين به ډيره مهربانى پرې کوله زه په نظام پور کې ناست ؤم ، په دا مينځ کې فدائې خان خزانه راوړه ، زما ولس ماته ووئېل چې خزانه به وهو ما ورته ووئېل چې د مغل او پښتانه خواعتبار پاتى نه شو زه اول هم دمغلو داغونه په زړه کې لرم چې بى تقصيره ئې پرې قيدي کړم ، ولى نمک حرامي کیږي ؟ څلور پنځه پوښته ما د مغلو نمک خوړلی دی، خزانه به وهم ، القيصه فداى خان لره ، اشرف خان داټک ترسيند پوري ورغی خزانه ئې ورسره پوري کړه پيښور ته ورسيد ، داشرف خان تعلق ئې ډير وکړو سر وپائ ورکړو رارخصت کړو چې فداى خان پيښور له ورغی .

مستجاب ئې واژه ، ملکان دمومند و ماله راغله ،بازيد خان دده تره ورسره ، ما هم په ننګ دپښتانه زاهو زاد له سرايه راوويست نظام پور لره مې راوست ، قصد مې داټک دنيوؤکړو ، چې اټک به ونيسم لار به د پيښور بنده کړم ، مغل به خود هلاک شي ، په دا مينځ مومند واړه بيا مغل له ورغلل،چې اوس بوچه خان د مستجاب مومند تره په خدمت په دولت خواهى دمغلو ملاوتړله ، زه حيران شوم ) ددې نه جوته شوه چې دبابا دپښتنو په نفسياتو سم نه پوهيده ده غوښتل چې دافغانان دمغلو دجغ نه ازاد کړي ، مګر بلې غاړې ته دمغلو خزانه ورته نمک حرامي ښکاري دخټکو مشوره سمه وه ، که چېرى خوشحال خا ن بابا دفداى خان خزانه لوټ کړي وای نو ده کولی شول چې ننګ جمع ئې فداى خان خزانه سره يوځاى کړی دپښتنو لښکر تيار کړى بايد پدى غور کړى واى چې پښتنو کې يوڅو کسان په ننګ راپورته کیږي عام پښتانه دولجى په چکر کښۍ وى، خوشال خان بابا دولجى اړخ دپامه غورځولی وو تش ئې دننګ ډول وهلو همدغه وجه وه چې په غير دولجى نه نور پښتانه خو پريږده خپل اولاد ئې په لاره نه تلو، دده سلوک دمغل فداى خان سره وو او مغل چې خزانه سلامته پيښور ته دخوشحال خان د زوى اشرف خان په کومک ورسوله بيا دمغلو سلوک ته ګوره چې مستجاب خان ارباب ئې قتل کړو دپښتون سلو ک دمغلو سره او دمغل سلوک دپښتون سره څومره فرق لرى خوشحال خا ن چې خبريږى چې ارباب مستجا ب ئې وواژه بيا دې د اټک دنيولو قيصه کوى خزانه تيره وه په تش اټک باندې بيا خټکو څه کول چې خزانه بيا نمک حرامې وه چې خزانه لاړ ه بيا داټک نيول ولى دغه نمک حرامې نه وه سره دټول عزت او respect بايد دا وايو چې خوشال خان بابا هيڅ پلان نه درلوده شش او پنج کې ګير وو چې څه وخت دارباب مستجاب تره بازيد خان راځې دده پاڅون ته اراده کیږي چې بيا خبريږى چې بوچه خان بيادمغلو دحلوا په تال کښيناستو بيا صرف حيران کیږي عمل نه کوى چې څوک ملت ته ازادى اخلى هغه بايد ددښمن سره هر چل وکړى ترڅو چې خپل ملى مرام ته ورسى سياست او محبت کې هر شی جايز دی مګر بابا ديواو بل ددښمن رول لوبوى اومغل ورسره سياست او چل کوى با با مخکې ليکى ( محبت خان سوبه بيا مونده د ډیلى نه راروان شو بيا ئې مالره کښل او راوستل وو چې زه دستا په ملګرى نازيږم مالره په مخه راشه چې دملک دبندوبست مصلحت سره وکړو ما خو يو په زړه کې نيولی وو دمغل دنوکر مزی مې په زړه کې شلولی ؤ، ورته مې هر چې راست درست وو کښل او دا رباعي مې ورته په فارسي کې وکښه (

ګفتم که مغل شوم به شمشير زدن
افغان راکه بس بريدم ګردن
اخر نه شدم مغل همان افغان ام
هيف است نه کس کوشش بيجا کردن

خوشال بابا د اربا ب مستجا ب مومند حال ليدلی ؤ، چې فداي خان قتل کړو ، نو په محبت خان باندې څه عتبار وو که محبت خان سوبيدار دغه چل دبابا سره کړی وای.

دبا با يو لوى صفت دغه دی چې يوځل پورته شو بيا ئې دمغل په پل پل کينښود که چرې با با په پنځه ويشت کلنۍ کې دمغلو خلاف شوی وای، نو زما داخيال دى چه ده په ډير څه دخپلي انرژۍ په زور کړ ی وی مګر دې يو شپيته کلن وو چې ګوريلا ئې جنګ ته ئې ملا وتړله چې دغه ډير ناوخته ؤ، مګر دده او ايمل خان او دريا خان پاڅون کوونکي که څه هم پدی بر نشو چې پښتنو ته سیاسي واک وګټي مګر د مغل سلطنت ته ئې دومره تاوان ورساه چې داورنګزيب دمرګ سره په زوال شو چې دبابا دناکامۍ يو څو جوتى وجى دى

  1. پښتانه په سیاسي ، اقتصاد ى ، اوعلمې توګه دومره رسيدلى نه ؤ،چې دبابا دننګ چغې ته ئې سم جواب وئېلی وی

  2. دبا با ملى مسائېلو ته approache ډير لوړ وو او پښتنو دپوهى سطحه ډير ټيټه وه

  3. با با يؤاضحه سیاسي اوپوځي پلان دمغلو خلاف نه درلوده په تيورى او عمل کې ډير فرق وو

  4. دې ددرست افغان داټک نه تر قندهار ه پوري نارى وهى مګر عمل کې دوۍ دصفويانو او مغلو سلطنتونو په مينځ کې ويشلى ؤ.

  5. بابا ډير intellectual وو دپښتانه صرف په ننګ راټولول که دننګ سره ولجه یا غنیمت شامل وای نو زما خيال دى چې پښتانه به بابا سره ملګري شوي وای.

  6. بله وجه دده ښه اونجيب خوي او کرکټرؤ، چې ده ټيټ کار او نمک حرامي دده دښمن سره هم نه کوله چې سياست کې دغه نمونه خوۍ ډيرګټه نه کوي. بلې غاړي ته ميرويس نيکه دپښتنو په روحياتو ډير ښه پوهيده دصفويانو خلاف پاڅون ئې تر اخري حده پوري سوچ او پلان کړی وو

دې خو دخوشحال خان بابا په څير بندى اصفهان ته په زولنو کې وړل شوى ؤ، ګورګين داميرخان خافى نه ډير ظالم ، خوشحال خان دبند په دوران کې دمغلو خلاف دپاڅون هيڅ پلان جوړکړى نه ؤ دمرور توب تر حده پوري خبره وه تر وروسته ئې پاڅون وکړ مګر دغه پلان شوى نه وو، په توکل روان ؤ خو ميرويس نيکه په ډيره سړه سينه خپل کارپيل کړ دګورګين خلاف ئې دربار او بادشاه مشکوک کړل او دپښتنو په روحياتو دومره پوهيده چې حج ئې وکړ بيائې دشيعه او سنى په بنسټ دپاڅون متعلق په مکه او مدينه کې د عالمانونه فتوى تر لاسه کړه ، چې ده پښتانه پيژندل چې دجنګ په ميدان کې به دوۍ دشمن داسلام په نوم غولوى نو ددې علاج ئې کړی وو بيا چې څه وخت قندهارته راغلو هيڅ بى وخته جذباتى قدم ئې دګورګين خلاف پورته نکړپه خپل پلان او سکيم ئې په قدم عمل وکړو همدغه وجه وه چې په 1709 کې دقندهار دګورګين په وينو سور کړ او پښتانه ئې تر ننه ورځى پوري دايرانيانو دغلامۍ نه خلاص کړ داځکه چې ميرويس نيکه ننګ جمعه ئې ولجه سره يو ځاى کړه، سياست اواخلاق ئې جداکړ ل ګنى ده هم دخوشحال خان غوندى وئېلى شول چې په دربارکې بادشاه راسره ښه وکړل ، نمک حرامې ده قسما قسم پلمې ئې ځان ته جوړولى شوى ، مګر ده جوړى نکړى داځکه چې دى پدى شعوري رسيدلی وو چې دپښتنو دغمونويو علاج دی چې هغه دصفويانو نه ازادى ده .

ميرويس نيکه دمرض تشخيص وکړ ، بيائې دمرض علاج وکړو داځکه چې عملى مشر وو ، خوشال خان بابا ولجه نه غواړى صرف ننګ وائې

افريدوشنوارو يوپه ولجه کې زړه خوشحال کړ
ايمل خان مومندپه ننګ په ولجه دواړه
دخوشحال خټک په برخه خو يو ننګ دی
تر نظره پوري ئې هيڅ ده دنيا واړه

زماپه نظر په نژدى وخت کښي په افغانستان کې دکمونستۍ سيستم په ماتى کې بنيادى رول ولجې جمع اسلام جمع افغانى ننګ لوبولى دی، داځکه چې ډالرجمع اسلام جمع افغانى ننګ داسى يوه نسخه ده چې د زورور نه زرورو سيستم پرى دوړی دوړى کولی شي.

چونکى مغل مسلمانان ؤ، نو ددوۍ خلاف بايد خوشحال خان با با ننګ او ولجه سره يو ځاى کړى واې نوکيدی شو چې ددې مجربې نسخې په ذريعه ئې مغل ټکولي وای.

 

-
بېرته شاته