(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

[25.Jul.2015 - 18:25]

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند بنسټیزه (منشور)

پــــیژنــــد ګلــــوي :

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي-PSDP) د ټولو پښتنو د یوالي او خپلواکۍ ( ازادۍ ) ګوند دی، چې د یوې داسې ټولنې د جوړولو هڅه کوي، چې هر څوک په کې په خپلواکه (ازادانه) توګه، خپل سړیتوب (شخصیت ) ته وده ورکوي او د انسانانو په چوپړ (خدمت) کې د ټولنې په سیاسي، اقتصادي او کولتوري  ژوند کې برخه اخلي.

پښتونولي، ټولنولي او ولسولي د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند تاداؤ او بنسټ جوړوي.   پښتونولي او ټولنولي د ولسولۍ په واسطه چې ګډ خوي ئې دی ،یو د بل پورې تړلي او نه بیلیدونکي دي. پښتونولي په اولسي ټولنولۍ او ولسي ټولنولي په پښتونولۍ پیاوړی او بشپړیږی.

خپلواکي (ازادي)، عدالت ( انصاف) او ورورولي د پښتني ټولنیزې ولسولۍ غوښتنې دی، له دې کبله پښتانه ټولنیز ولسولي وال ،هر ډول امیرولي ( ډیکتاتوري) مطلقه ټولواک او یو ګوندیز حاکمیت نه مني، چې د انسانانو ازادي او حقوق له مینځه وړي.

بنسټي ارزښتونه:

۱ ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP دسوله ایزې مبارزې (پر امن جدوجهد) له لارې  دپښتنو قامي یووالي (وحدت) اونزدیوالي له پاره مبارزه او هلي ځلي کوي  او دخپل خپلواک هیواد (سټیټ/ دولت) جوړونه او د پښتنو قامي وحدت  ئي د بي تاوه پاڅون (عدم تشدد) له لاری  ستره دنده، بنسټي مرام ،موخه ( هدف )  او غوښتنه ده

 ۲ـ د پښتونخوا د هیواد (سټیټ /دولت ) واک به د ولس په لاس کې وي. ددې له پاره په کار دي، چې د پښتونخوا د پښتنو د ولس ویش  د جغرافیائي او اداري اسانتیاووله مخې په سیمو (سوبو / ایالتونو/ولایتونو ) وویشل شي او هره سیمه بیا په لویو ولسوالیو ( ضلعو ) او ولسوالیو ( تحصیلونو ) ویشل شوې وي.

هره سیمه ( سوبه / ایالت/ولایت ) به ځانته سیمه ایزه (سوبا ئي / ایالتي /ولایتي) جرګه لري او سربیره پر دې به د پښتونخوا یوه ملي (قومي) جرګه او بله د مشرانو جرګه (سینټ /سنا) وي. د سیمې (سوبا ئي / ایالتي /ولایتي) جر ګه به د خپلو غړو څخه د سیمې (سوبا ئي / ایالتي /ولایتي) حکومتونه او ملي ( قومي)  جرګه به د خپلو غړو څخه مرکزي حکومت ټاکي.

د مشرانو جرګه ( سینټ /سنا) به د سیمو ( سوبو / ایالتونو / ولایتونو) د حکومتونو د مشرانو او د هرې سیمې ( سوبې / ایالت / ولایت ) د وګړو دشمیر (نفوس)په  کچه (اندازه/حساب )د سیده ټاکل شوو  استازو (نماینده ګانو ) څخه جوړه شوې وي، د ملي (قومي ) اوسیمه ایزو ( سوبائي / ایالتي / ولایتي ) جرګو په پریکړو به غور کوي او ولسمشر(جمهورریس) به نوموي او د هوکړې (تا ئېد) له پاره به ئې لویه جرګه راغواړي.

 د ملي ( قومي ) او سیمه ایزو ( سوبا ئې / ایالتي /ولایتي ) جرګو غړي په سلو کې اتیا ( ۸۰ ) د ولسوالیو ( تحصیلونو ) په حساب د ولسوالیو (تحصیلونو ) د وګړو له خوا په سیده توګه د ازادې ټاکنې   له لارې او په سلو کې شل ( ۲۰ ) د هغه ګوندونو له لارې چې په سلو کې ئې پنځه ( ۵ ) رائې ګټلي وي په غیرې سیده توګه ټاکل کيږی.

د پښتونخوا هر اوسیدونکی ،چې عمر ئې د اتلس ( ۱۸ ) کلونو څخه کم نه وي، د دوه ووټونو حق لري، چې یو به ګوند او بل به کاندید ته ورکوي، خو خپله دملي ( قومي ) او سیمه ایزو ( سوبائې / ایالتی/ولایتي ) جرګو له پاره هله ځان نومولی (کاندید ولی)  شي، چې عمر ئې د دیرش ( ۳۰ ) کلونو څخه کم نه وي.

 ۳ ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپل مقدس دین اسلام د پر مختګ او ټینګښت له پاره هلې ځلې کوي او د نورو دینی عقیدوته په درنه سترګه ګوري.

 ۴ـ ژبه اوهڅوب (کولتور) د قام او وطن په ابادۍ کې مهم رول لوبوي، له دې امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلې ژبې او هڅوب (کولتور)  پر مختګ  او وده خپله بنسټي دنده ګڼي او غواړي چې د هیواد ( سټیټ / دولت ) درېواړه قوې ( قانون جوړونکې ، اجرائېه او عدلیه ) د پښتونولۍ پر بنسټ ولاړې وي او د پښتنو د جرګو پریکړې رسمي خوي پیدا کړي.

 ۵ـ د تولید په وسایلو،د خصوصي ملکېت د ژغورلو او تقویه کولو حق لري تر هغو چې د عادلانه ټولنیز نظم مخه ونه نیسي.

د اقتصادي او ځانګړي ( خصوصي) ملکېت داسې تقو یه کول پکار دي، چې له یوې خوا د کار ځایونه پیدا شي او له بلې خوا وطن صنعتي وګرځي خو صنعت به په ټول وطن کې خوراو ور وي او مرکزي بڼه به نه لري.

 ۶ـ هر تن مجبور دی ، چې هیواد ( سټيټ / دولت ) ته د خپل عاید په کچه (اندازه )محصول ورکړي.

 ۷ ـ کار د پښتونخوا د هر اوسیدونکي حق دی او هیواد ( سټیټ / دولت ) د خپل وس سره سم د کار پیدا کولو ذمه واری (مسئولیت) په غاړه لري،

هغه چا ته چې کار نه پیدا کېږي او یا د کار کولو توان نه لري د هیواد( سټيټ / دولت ) له خوا دومره مرسته ورسره کېږي چې ګذاره پرې وکړي.

 ۸ ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP  د انسانانو ژوند او انساني کرامت او درناوي ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوي او غواړي چې   هیڅوک په غیر انساني توګه جسماني او ساوال ( نفسي/ روحي) ونه ځورول شي  اود ژوندپه ټولوچارو کې  مساوي حق ولري .

۹ ـ ټولنیز امن او د ژوندانه د هر ډول شرائطو ښه کول او په تیره بیا د انسانانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنه ده.

 ۱۰ ـ پوهنه دهیواد د هر اوسیدونکې بنسټي (بنیادي) حق دی او په مورنۍ ژبه به وي . پوهنه با یده ده چې هر چا ته ددې امکان ورکړي چې خپل استعداد ته بې له کوم خنډ څخه وده ورکړي .  په پوهنه کې ډیره پاملرنه مسلکي ښوونځیو او زده کړې ته پکار ده، ځکه چې د یوې خوا د مسلکي زده کړې په واسطه  هیواد ابادیدلی شي او له بلې خوا هر سړی په خپلو پښو ودریدلی شي.  دلسم (10) ټولګي پوري زده کړه جبري ده او د لوړو زده کړو تر بشپړیدو پوري ئې چارې دحکومت (دولت/سټیټ)په غاړه دي.

۱۱ـ د فکر، نظریو، مظاهرو، جلسو او اتساب ازاد ي بې له رنګ، نسل، ښځې او نر د امتیاز څخه د پښتني ټولنیزې ولسولۍ بنسټي غوښتنه ده.

۱۲ـ خپرونې،مطبوعات، راډیو، تلویزون او فلمونه عامه دنده اجرا کوي. دوی بایده دي چې په ازادانه او ناپیېلی توګه د پښتني دود او دستور سره سم په هر ځای کې مالومات راغونډ او په خپل مسؤلیت ( زمه واري) خپاره کاندي.

 ۱۳ـ د ګوندونو او ټولنو د جوړولو او فعالیت ازادي د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنه او د هیواد ( سټیټ / دولت ) بنسټي دنده ده، خو رسمي ګوندونه  هله ګڼل کېدلی شي چې د پښتونخوا د سیمه ایزې ( سوبائي / ایالتي/ولایتي ) یا ملي جرګې ( قومي جرګې ) په ټاکنه کې په سلو کې پینځه ( ۵ ) ووټونه ( رائې ) ګټلې وي.

 ۱۴ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلو غړو کسبي اونور وعلایقو ته ډیر ارزښت ورکوي ،له دې امله د خپل ګوند  بیلابیلو(مختلفو) ټولنو لکه د بزګرانو ( دهقانانو ) مزدورانو ، کارګرانو، ترکاڼانو، پښانو ( لوهارانو )، قصابانو،موچیانو، نایانو، دوبیانو ، کولالانو، طبیبانو، حقوق پوهانو، ښوونکو ، لیکوالانو، پوهیدونکو (سټوډینټس) او نورو د جوړولو هڅه کوي او يوه د « ځوان پښتون » په نامه ټولنه  اړینه (ضروري) ګڼي.

د  « ځوان پښتون » دډلې غړي د ګوند نیالګي دي، چې په اتلس ( ۱۸ ) کلنۍ کې د ګوند غړیتوب تر لاسه کولی شي او د دیرش ( ۳۰ ) کلنۍ پورې د ټولنې او ګوند غړی پاتې کېدلی شي او د دیرش (۳۰ ) کلنۍ څخه ورسته بیا یوازې د ګوند غړی دی.

 ۱۵ـ د خپل وطن پښتونخواخپلواکي ( ازادي) ، دفاع او ساتنه او د ډیرو ګوندونو له لارې د ولسولۍ ټینګه ونه د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنه او د پښتنو دنده ده .

۱۶ ـ وسله وال پوځ او لښکر به خامخا د ملي جرګې د کنترول او د حکومت د لاس لاندې وي.

 ۱۷ـ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د نړۍ د ټولوټولنیزو ولسولیزو ګوندونو، ډلو، ټپلو، ټولنو، حکومتونو، او خلکو سره د نژدې اړیکو هڅه کوي.

 ۱۸ـ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د ملګروملتونو د موسئسی ( اقوام متحده ) د بنسټیزې ( منشور ) او دانساني حقوقو د اعلامیې او د ټولو  ولسونو د خود ارادیت او خپلواکۍ د حق دفاع او ملا تړ کوي او استعمار په کلکه سره غندي.

 ۱۹ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPد ولسولۍ(ډیموکراسۍ/جمهوریت) دټینګښت  له پاره دداسي یوعادلانه حکومت (سيټ/دولت) جوړول غواړي،چې په هیواد کې دټولومیشتو ورونو قومونوحقوق پکې ددوئ دشمیر (نفوس)په اندازه خوندي شوي وي.

ګوندي جوړښت ( تشکېلات / تنظیمي بڼه )

مر کز او فعالیت: 

د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند لوې مرکز په پښتونخوا کې دی او دټولې پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې ډلګۍ،ډلې، ټپلې، او پرې کار او فعالیت کوي ، چې یوه ډله د دوو (۲) یا زیاتو ډلګیو او یوه ټپله د دوه (۲) یا زیاتو ډلو او یوه پره د دوو (۲) یا زیاتو ټپلو څخه جوړه شوې ده .

سربیره پردې د پښتونخوا په دننه او بهر کې یو شمیر مسلکي او دعلایقو ټولنې لري او په ملګرو بهرنیو هیوادونو کې د ګوند اویا د خپلو غړو ټولنو په نامه دفترونه لري.

 غړیتوب :

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند رسمي ژبه پښتو ده. هر څوک چې عمر ئې د اتلسو (18)کلونو څخه کم نه وي او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP بنسټیزه ( منشور ) ومني او په یوه وخت ( عینې  وخت ) کې د بل ګوند غړی نه وي کولې شي چې د ډلګۍ مشر ته د غړیتوب غوښتنلیک ورکړي او د ګوند د دوه (2) غړو په سپارښت د ګوند د مرکزې جرګي د اړونده (مربوطه) څانګې له خوا په غړیتوب منل کېدلې شي.

جرګې:

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اته (۸) جرګې لري ،چې پریکړه ئې په هغه وخت کې رسمي بڼه لري، چې نیمائي غړي حاضر وي.

ـ د ډلګۍ جرګهدا جرګه ددغه ډلګۍ د غړو مشر او د مرستیالانو څخه جوړه شوې ده.

ـ د ډلې جر ګهدا جرګه ددغه ډلې د مشر او مرستیالانو او ورسره تړلو ډلګیو د مشرانو څخه جوړه شوې ده.

 ـ د ټپلې جرګه دا جرګه ددغې ټپلې د مشر ،مرستیالانو او ورپور ې ډلو د مشرانو څخه جوړه شوې ده.

 ـ د پرې جرګهدا جرګه ددغه پرې د مشر، مرستیالانو د پرې د څانګو د مشرانو او غړو او ددغه پرې پورې د تړولو ټپلو د مشرانو څخه جوړه شوې ده.

 ـ د پرې ستره جرګهدا جرګه د دغه پرې د مشر، مرستیالانو د پرې د څانګو د مشرانو او غړو او ددغه پرې د ډلو، ټپلو ، د جرګو دغړو او د هرې ډلګۍ او ټولنې د نیغو(سیده) ټاکل شوو استازو (نماینده ګانو) څخه جوړه شوې ده.

 ـ مرکزي جرګهد ګوند د مشر، مرستیالانو او سلاکارانو او دڅانګو د مشرانو او غړو څخه جوړه شوې ده ،چې شمېر ئې د لوړې جرګې له خوا د بیلابیلو (مختلفو) مرکزي چارو د سرته رسولو له پاره د اړتیا( ضرورت) سره سم ټاکل شوي وي.

 ـ لوړه جرګهدا جرګه د مرکزي جرګې او پرو د جرګو دغړو څخه جوړه شوې ده.

 ـ د ګوند ستره جرګه دا جرګه د ګوند د ډلو د جرګو د غړو، دټپلو د مشرانو د مرستیالانو او د لوړې جرګې د غړو او دهرې ډلګۍ او ټولنې د نیغو(سیده)  ټاکل شوو استازو (نماینده ګانو) څخه جوړه شوې ده.

د ډلګیو او د ټولنې د استازو (نماینده ګانو)  شمېر ددغه ډلګیو او ټولنو د غړو د شمېر او څرنګوالي له مخې د مرکزي جرګې له خوا ټاکل کېږي

 ټا کنی : 

د ډلګۍ مشر د خپلې ډلګۍ د جرګې، د ډلې مشر د خپلې ډلې د جرګې او د ټپلې مشر دخپلې ټپلې د جرګې له خوا د دریوو (۳) کلونو له پاره ټاکل کيږی او داړتیا ( ضرورت) سره سم کولی شي، چې دبیلابیلو( مختلفو) چارو دسر ته رسوولو له پاره دوه (۲) یا زیات مرستیالان د خپلو جرګو په خوښه ونیسي.

د پرې مشر د پرې د سترې جرګې له خوا د څلورو (۴) کلونو له پاره ټاکل کېږي او بیا د پرې مشر خپل مرستیالان او د پرې د بیلابیلو( مختلفو)  څانګو مشران او غړي د پرې سترې جرګې ته ورپیژني او د پرې د سترې جرګې له خوا ټاکل کېږي.

د پرې د څانګو او غړو شمېر د اړتیا( ضرورت)  سر سم د مرکزي جرګې له خوا ټاکل کېږي، خو د پرې د مشر د مرستیالانو شمېر د اړتیا( ضرورت)  سره سم د پرې د مشر په خوښه سره دی.

د ګوند مشر:  د ګوند مشر د ګوند د سترې جرګې له خوا د پنځو ( ۵ ) کلونو له پاره ټاکل کېږي او بیا د ګوند مشر خپل مرستیالان، سلا کاران او د ګوند د مرکزي جرګې د اداري ، مالي ، سیاسي او نورو څانګو مشران او غړي د ګوند سترې جرګې ته ورپیژنی او دګوند د سترې جرګې له خوا ټاکل کېږي.

د مرکزي جرګې د څانګو او غړو شمېر د اړتیا( ضرورت)  سره سم د لوړې جرګې له خوا ټاکل کېږي، خو د ګوند د مشر د مرستیالانو او سلا کارانو شمېر د اړتیا( ضرورت)  سره سم خپله د ګوند د مشر په خوښه دی.

ټاکنه د رایو په قطعي ډیره کي سره کېږي. که چیرته یوازنی نوماند (کاندید)  په سلو کې د پنځوسو (۵۰) رایو څخه زیاتې ونه ګټي، نو بیا ټاکنه تکراریږي او که پدې پیره (وار) ئې هم ونه ګټله او په مقابل کې بل نوماند(کاندید)   نه وو، نو بیا د یوه کال له پاره ټاکل شوی ګڼل کېږي.

د ډیرو نوماندانو(کاندیدانو)   په حالت کې که چیرته یو نوماند(کاندید)  هم په سلو کې د نیمائي څخه زیاتې رائې (ووټونه) ونه ګټي، نو بیا ټاکنه تکراریږي او که دا پیره هم کوم نوماند(کاندید)   په سلو کې د نیمائي څخه زیاتې رائې ونه ګټلې ،نو بیا نسبتی رائې اعتبار لري. د مساوي رایو په حالت کې خڅړی (پچه) اچول کېږي.

 ګوندی محکمه:

 کله چې یو غړی یا د ګوند دنده لرونکې غړی د ګوند د علایقو په خلاف کار کوي او دګوند کړنلاره او اصول نه مراعات کوي او یا د نورو ګوندونو او مخالفو ټولنو له پاره هلې ځلې اوفعالیت کوي نو د ګوند د مرکزي جرګې داړوندې (مربوطه) څانګې له خوا محاکمه کېږي او د ګوندي دندې او یا غړیتوب څخه د څه مودې او یا د تل له پاره لرې کېدلی او ویستل کېدلی شي. دی کولی شي ،چې د ګوند مرکزي جرګې ته شکایت وکړي، خو د مرکزي جرګې پریکړه د منلو وړ ده.

د پرې مشر د خپلې پرې، د سترې جرګې او مرکزي جرګې غړي، د لوړې جرګې او د ګوند مشر د ګوند د سترې جرګې له خوا محاکمه کېدلی شي.

 دندي، حقوق او مسئولیتونه : 

هر غړی دا دنده لري، چې د ګوند د پریکړو په عملي کوولو او د ګوند د کړنلارې په پرمختیا او سمسورتیا کې فعاله ونډه واخلي . د ګوند راز وساتي او وفا داري ورته وښائې. هر غړی به د خپلې پتی (درک / ادرس) د بدلیدو خبر  اړونده (مربوطه) مقام ته ورکوي. هر غړی مجبور دی ، چې ګوند ته هره میاشت خپله د غړیتوب ونډه ورکړي. د ونډې اندازه د ګوند د سترې جرګې له خوا ټاکل کېږي.

هر غړی د خپلو اړونده (مربوطه)  جرګو په چارو کې د رائې او وړاندیزونو (پیشنهادونو/تجویزونو ) حق لري او په پریکړو کې برخه لرلی شي او کولی شي چې د خپل ګوند په مسلکې او د علایقو په ټولنو کې هم غړی شي. هر غړی د خپلې خوښې سره سم د ګوند څخه د وتلو لیکلې غوښتنه کولی شي.  د ګوند څخه په وتلو او یا ویستل کېدلو دده حقوق په ګوند کې له  منځه ځي او هم ئې په ګوندي ټولنوکې غړیتوب پائې  ته رسیږی. وتلي او یا ویستل شوي کسان د ګوند او یا د ګوند د غړو سره د هیڅ ډول دعوی او هم د ګوند د رازونو ښکاره کولو حق نه لري او بیرته د مرکزي جرګې د رایو په ډیره کې سره د ګوند غړی کېدلی شي.

 د ګوند ستره جرګه  د ګوند ستره جرګه د ګوند تر ټولو جګ (لوړ) واکمن مقام دی ،چې د ګوند کړنلاره ټاکې. د ګوند غړي، دنده لرونکې او نورې جرګې به د ګوند د سترې جرګې پریکړې عملي کوي.

د ګوند عادي ستره جرګه د ګوند د مرکزي جرګې له خوا په هرو پنځو (۵) کلونو کې یو ځل او داړتیا( ضرورت) په وخت کې د ګوند ناڅاپي ستره جرګه په هر وخت کې د ګوند د مرکزي جرګې د رایو په اتفاق او یا د لوړې جرګې د رایو په ډیره کې سره راغوښتل کېدلی شي.

 لوړه جرګه په عادی توګه په هرو دوو (۲) کلونو کې د مرکزي جرګې له خوا راغوښتل کېږي او د ضرورت په حالت کې په هر وخت کې د ګوند د مرکزي جرګې د رایو په اتفاق سره راغوښتل کېدلی شي.

 لوړه جرګه د پښتونخوا د ملي جرګې ( قومي جرګې ) د ټاکنې د مبارزې له پاره تیاری نیسي او د پرو سیاست د ګوند د عمومي سیاست سره سموي او د ګوند د کړنلارې او د ګوند د سترې جرګې د پریکړو په عملي کولو کې د مرکزي جرګې سره مرسته کوي او سلا ورکوي.

د پرې ستره جر ګه د پرې د جرګې له خوا په کال کې یو ځل او دپرې ناڅاپي ستره جرګه د پرې جرګې د رایو په اتفاق هر وخت راغوښتل کېدلی شي. مرکز ی جرګه د ګوند د مشر، د پرې جرګه د پرې د مشر، د ټپلې جرګه د ټپلې د مشر ، د ډلې جرګه د ډلې د مشر اود ډلګۍ جرګه د ډلګۍ د مشر له خوا د  اړتیا (ضرورت) سره سم راغوښتل کېږي.

د ډلګۍ جرګه  خپلې ډلې ته، د ډلې جرګه خپلې ټپلې ته، د ټپلې جرګه خپلې پرې ته، د پرې جرګه د پرې سترې جرګې  ته ، د پرې ستره جرګه د ګوند مرکزي جرګې  ته ، د ګوند مرکزي جرګه او لوړه جرګه د ګوند سترې جرګې ته مسؤلیت ( زمه واري) په غاړه لري.

هره ښکتنۍ(ټیټه) جرګه به د خپلې پا سنۍ جرګې پریکړې  مني.

 ښکتنۍ (ټیټې) جرګې کولی شي ، چې خپلې پریکړې او وړاندیزونه ( پیشنهادونه / تجویزونه ) خپلې پاسنۍ جرګې ته وړاندې کړي، خو د پاسنۍ جرګې پریکړه به هرومرو منل کېږي.

ښکتنۍ (ټیټې)  جرګې نه شي کولی چې د خپلو پاسنیو جرګو په چارو کې ګوتې ووهي، خو پاسنۍجرګې کولی شي چې د خپلو ټیټو جرګو په چارو کې لاس ووهي.

ګوندي ټولنې کولی شي چې ځانته خپله بنسټیزه (منشور) ولري، خو دغه بنسټیزه (منشور)  به د ګوند د بنسټیزی سره په تضاد کې نه وي.

د ګوند مشر د ګوند په دننه او بهر کې د ګوند  استازیتوب (نمایندګی) کوي ، حقوقي واک لري،  سیاسي، اقتصادي ، کولتوري  او نور تړونونه د ګوند په نامه کولی شي او هم د ګوند د بیلابیلو(مختلفو) چارو او پروګرامونو د سر ته رسولو له پاره  استازي (نمایندګان) نیولی او جرګه ګۍ جوړولی شي او هغوۍ ته واک ورکولی شي.

 د ګوند مشر یوازې  د ګوند سترې جرګې ته  زمه واري (مسئولیت)  په غاړه لري او نه شي کولی، چې په یوه وخت کې د ګوند او هم د حکومت او یا هیواد مشر وي.

خپرونې : 

د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند خپلې خپرونې په پښتو ژبه په «پښتونخوا» کې کوي او هم په نورو ژبو د « پښتونخوا» ځانګړې ګڼې راوکاږي. 

بیرغ: 

د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند بیرغ طلا ئې رنګ لري ،چې د ګوند نښه ،چې د پښتون نیکه خوشال خان بابا قلم او توره ده ،په کې له  ورایه ځلیږي. 

د باچا خان جایزه: 

د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د باچا خان په نامه ،چې زمونږ ژوندی کړکیښ ( تاریخ)  او سیاسي رڼا ده په هرو لسو (۱۰) کلونو کې هغه چا ته چې د قام او وطن د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کې ستر خدمتونه (چوپړ) کړی وي، د باچاخان په نامه جایزه ورکوي. د جایزې د ورکولو جرګه ګۍ د ګوند د مرکز ي جرګې له خوا ټا کل کېږي. 

کورنی دود : 

ددې بنسټیزې  ( منشور ) سره یو کورنی دود مل دی، چې دا بنسټیزه بشپړه وي او د ګوند چارې په ښه توګه سنبالوي. 

په بنسټیزه کې تغیر او بدلون: 

پدې بنسټیزه ( منشور ) کې د ګوند د سترې جرګې د رایو د درې پر څلور (۴/۳) برخې ډیره کی سره تغیر او بدلون راتلی شي.

-
بېرته شاته