(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عدمِ تشدد علمبردار څوک ؤ؟

[10.Jul.2015 - 15:52]

لیک: رحمت دیوان

د عدمِ تشدد علمبردار څوک ؤ؟ عدمِ تشدد فلسفه د چا وه او عقيده د چا؟ په عدمِ تشدد تر اخره پورې څوک ولاړ پاتې شو؟ عدمِ تشدد د باچا خان فلسفه وه؟ که باچا خان د ګاندهي جي نه خپله کړې وه؟ دا او داسې نورې پوښتنې به نور خلک هم لري او زۀ يې هم لرم، له دې مخکې چې په دې حقله څه ووايم، غواړم چې د دې وجوهات تاسو ته بيان کړم چې ولې په دې حقله ليکل کوم.
د ډاکټر راج ولي شاه خټک کتاب "روهالوجي" (د پښتو، پښتانۀ او پښتونخوا مطالعه) چې دوېم ايډيشن يې په ٢٠١٣ء کال کې يونيورسټي بک اېجنسۍ چاپ کړى، يو سل او اتۀ اتيا مخونه لري او مجلد دى. په دې کتاب کې د روه په حقله ډېر ښکلى بحث شوى او د دې کتاب د ليکلو وجوهات هم بيان کړى شوي دي، له هغې وروسته بيا د روه (پښتونخوا) په حقله هر اړخيز معلومات په تفصيل سره وړاندې شوي دي، کتاب د روه په حقله ډېر ګټور دى او ډېر په اختصار سره ليکلى شوى دى.
په کتاب د يادګيرنې او سريزې نه علاوه د "روهالوجي" د عنوان لاندې د لر او بر پښتونخوا تاريخي، سياسي، کلتوري او ادبي حالات د ١٢ نه تر ٧٨ مخ پورې بيان شوي دي، بيا ورپسې د "روه د تاريخ کال په کال" د ٧٩ نه تر ١٣٥ مخونو پورې کال په کال ترتيب وار حالات راوړي دي او ورپسې د "پښتونولي" تر عنوان لاندې د ١٣٦ نه تر ١٧٨ مخونو پورې په پښتونولۍ باندې خبرې شوي دي.
کتاب ډېر مهم دى  خو دا ده چې د کمپوزنګ غلطۍ پکې ډېرې دي، پکار ده چې دې ته پام شوى وى.
د کتاب د اهميت په حقله ډاکټر راج ولي شاه خټک په ٧ مخ باندې په خپله سريزه کې ليکي:

"هر کله چې عام پښتانۀ د روهالوجي د نامې او کار سره ډېر بلد نۀ وو نو د عام اولس او د طالبعلمانو د دې مطالعاتو سره د بلدولو په خاطر دا کتاب تيار کړى شو. زۀ هم د اکېډمۍ د پروفېسر په حېث د دې کورسونو د تدريس مدرس وم او دا مو ضروري وګڼله چې په ځاى د دې چې د هر سېشن طالبعلمانو په شروع کې د تعارف خبره کوو. ښه به دا وي چې دا کتاب ولولي".(١)

يقيناً چې کتاب ډېر ګټور دى او بيا چې د اکېډمۍ د طالبعلمانو لپاره ليکلى شوى دى نو دا کتاب ډېر اهميت لري او زۀ پرې چونکې ليکل هم په دې وجه کوم چې کتاب به ډېر طالبعلمان لولي.

په دې کتاب کې ډاکټر راج ولي شاه خټک د باچا خان په حقله يوه تېروتنه کړې ده، هغه ليکي:

"...دا لارښود د هشنغر د يو خان زوى "خان عبدالغفار خان" ؤ چې پښتانۀ  يې د فخرِ افغان او د باچا خان په نومونو پېژني، په کانګرس کې د شاملېدو نه وروستو د موهن داس کرم چند ګاندهي د عدمِ تشدد د فلسفې خپلولو په سبب د سرحدي ګاندهي په نوم هم مشهور شو".(٢)

د دې خبرې نه مخکې ښاغلي راج ولي شاه خټک د "انجمن اصلاح افاغنه" ذکر د فارغ بخاري په حواله کړى دى خو د دغه اقتباس چې ما بره وليکلو يې د چا په حواله نۀ دى ليکلى، نو زۀ په هم دې موضوع لنډې شان خبرې کول غواړم.

فارغ بخاري په خپل اردو کتاب "تحريکِ ازادي اور باچا خان" کې ليکي:
"باچا خان نے معه اپنے رفقا كے اس اجلاس مىں بھى انفرادى طور پر شركت كى كىونكه اس وقت تك وه كانگرس مىں شامل نهىں هوئے تھے۔"(٣)

مخکې ليکي:
"اس موقع پر پنڈت جواهر لال نهرو نے افغانى صافه سر پر ركھ كر رضاكاروں كے ساتھ رقص كىا اور پشاور كے كانگرسى رهنماؤں نے پهلى دفعه باچا خان كو آل انڈىا كانگرس كے رهنماؤں سے متعارف كراىا".(٤)

دا د کال ١٩٢٩ء اخري ورځې دي، چې د ٰال انډيا نېشنل کانګرس کلنى اجلاس په لاهور کې کېږي او په وړومبي ځل پکې باچا خان شرکت کړى دى، له دې مخکې باچا خان د کانګرس ليډرانو سره ليدل کتل نۀ دي شوي او ښاغلى فارغ بخاري وايي چې په وړومبي ځل باچا خان د ٰال انډيا کانګرس د غړو سره وليدل.

باچا خان د پښتنو خدمت ته په ١٩١٠ء کې ملا تړي، د عدمِ تشدد فلسفه پښتنو ته ورپېژني او په پښتنو کې د عدمِ تشدد په فلسفه باندې کار کوي، "افغان جرګه"، "انجمن اصلاح افاغنه"، "پښتون" مجله او بيا "خدائي خدمتګار تحريک" مينځ ته راځي، خو د باچا خان چې کله د ګاندهي جي سره په وړومبي ځل ملاقات کېږي نو دغه کال ١٩٢٩ء دى، له دې مخکې باچا خان د عدمِ تشدد د فلسفې خورول په پښتنو کې پېل کړي دي او پښتانۀ نور د تشدد نه اړوي، ١٩ کاله پس هغه د ګاندهي جي سره ويني او دلته هم د ذکر وړ څه خبرې د دوي په مينځ کې نۀ کېږي، د کانګرس کلنۍ جلسه ده او په لاهور کې ده، باچا خان دوي چونکې په خلافت کې پاتې شوي وو نو په هم دې ورځو کې د خلافت کمېټۍ اجلاس هم په لاهور کې وو خو د پښتونخوا نه چې ورله کوم خلک ورغلي وو، په څه خبره هلته هغوي خفه شوي وو او بيا ټولو د خلافت کمېټۍ د اجلاس په ځاى د کانګرس په دې کلنۍ غونډه کې ګډون کړى وو.

يو انګرېز ليکوال Lester R. Kurtz چې په باچا خان يې په انګرېزۍ کې "Peace Profile: Abdul Ghaffar Khan’s Non-violent Jehad" نومې کتاب ليکلى دى، د باچا خان د عدمِ تشدد په حقله ليکي:

ترجمه: "ډېر خلک وايي چې اسلام په بنسټیز ډول متشدد دى، مسلمان هم لکه د نورو مذهبونو د منونکو کله کله تشدد کوي خو عبدالغفار خان د یو داسې غورځنګ تاده کېښودله چې جرړې یې د قرٰان په تعلیماتو کې وې او دا باور یې لرلو چې "عدم تشدد د پېغمبر وسله وه".(٥)

ډاکټر حېدر لاشاري په خپل اردو کتابګوټي کې د عدمِ تشدد د نظريې په حقله ليکي:
"بعض لوگ سمجھتے هىں كه انهوں نے گاندھى جى كے نظرىه كى پىروى كى هے مگر باچا خان نے 1910ء مىں عدم تشدد كى بات شروع كى جب انهوں نے گاندھى  جى كو سنا اور نه دىكھا تھا۔ گاندھى جى اور باچا خان كے عدم تشدد مىں بھى واضح فرق تھا٬ گاندھى جى نے اهنسا اىسے معاشرے مىں روشناس كراىا جهاں كے لوگوں كے پاس اس كا سامان مىسر نه تھا اور لوگ آسانى سے اپنا هر عمل كرسكتے تھے مگر پختون مىں عدم تشدد جواب نهىں ملا٬ انگرىزوں كى خفىه رپورٹوں مىں بھى خدائى خدمتگاروں كے خلاف تشدد كى رپورٹىں نهىں ملتى"۔(٦)

عبدالنافع ثنا د عدمِ تشدد په حقله په خپل يو مضمون کې ليکي:
"عدم تشدد د باچا خان د سياسي نبوغ په برکت له وړومبۍ ورځې د دۀ په ذهن کې وده کړې وه. هغه د قرآن کريم له لوستنې دا درک کړې وه چې تشدد له معقوليت سره په فاصله دى. ډېر خلک په دې اند دي چې ګويا باچا خان د عدم تشدد په تګلاره کې د مهاتما ګاندهي پېرو او يا شاګرد دى. دا خبره صحت نۀ لري. کله چې باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک رامينځ ته کوي نو په هغه مهال کې نۀ خو يې د مهاتما ګاندهي سره د نژدې ليدلي وو او نۀ يې هم د هغۀ اثار لوستلي وو".(٧)

ميا وقار علي شاه په خپل کتاب "غفار خان" (انګرېزي) کې د باچا خان د عدمِ تشدد د غورځنګ په حقله تفصيلي خبرې کړې دي او د ګاندهي جي او باچا خان د عدمِ تشدد فلسفه يې هم بېله بېله ګڼلې ده، هغه ليکي چې:
ترجمه: "... د خدايي خدمتګار غورځنګ لویه ځانګړتیا د عدم تشدد په ټینګه خپلول وو. دې غورځنګ کې برخه اخستونکو ته به ښونه کېده چې په چا تېرى مۀ کوئ او مۀ وسله ګرځوئ. هغوي ته به د پېغمبر علېه السلام او د هغۀ د ملګرو د ژوند مثال ورکړى کېده چې څنګه به د مکې خلکو په هغوي ظلمونه کول خو بیا هم هغوي د عدم تشدد نه کار اخستلو او کله چې مدینه کې مسلمانان زور کې شول نو بیا یې هم دغه خلکو ته بخښنه وکړه............. د عدمِ تشدد لاره عبدالغفار خان کال 1910ء کې خپله کړې وه او ځکه خو د تشدد په لار د ازادۍ غوښتونکو ملګرتیا نه یې هم څنډه کوله چې د دغه لارې لوى یاد نوم هغه وخت د ترنګزو حاجي صاحب وو. د عبدالغفار خان سوانح لیکونکي اکثر د دۀ د عدم تشدد رېښه د ګاندهي جي د سوچ سره د تړلو غلطي کوي، هغوي ګڼي چې دا هماغه عدم تشدد دى چې په هند کې یې ګاندهي جي تبلیغ کولو".(٨)

د خدائي خدمتګار تحريک د کانګرس سره د يو ځاى کېدو لپاره بايد چې مونږ د هغه وخت حالات په نظر کې وساتو. پېرنګي د پښتنو په ټوله صوبه باندې ناکه بندي لګولې ده، نۀ څوک د صوبې نه بهر پرېږدي او نۀ دننه، په کلو او کورونو کې خلک بند دي، څوک کار نۀ شي کولى، په خدائي خدمتګارو يو ناتار جوړ دى، کورونه يې لوټ کېږي، سوځول کېږي، مالونه يې مري، رنګ رنګ سزاګانې ورکول کېږي، د صوبې نه خدائي خدمتګارو ته دوزخ جوړ کړى شوى دى او چارسده چې د خدائي خدمتګار تحريک مرکز دى، دلته خو د سرکار نه څوک رپ نۀ شي وهلى، لارې ګودرې ټولې د سرکار ګوډاګي پوځ نيولي دي،  باچا خان او ورسره نور د خدائي خدمتګار تحريک مشران د ګجرات په جېل کې بنديان دي، په دې وخت کې چې کله ميا جعفر شاه کاکاخېل او ميا عبدالله شاه د قاضي خېلو باچا خان ته دا حالات جېل ته ورسوي او د هغه نه تپوس وکړي چې مونږ اوس څۀ وکړو؟ نو باچا  خان ورته وايي چې مونږ خو په جېل کې يو، تاسو په هندوستان کې د مسلم ليګ مشرانو له لاړ شئ او دا خپل حال ورته بيان کړئ.

باچا خان په دې حقله ليکي:
"مونږ خو د پنجاب سره په خلافت کې پاتې شوي وو او زمونږ د خلافت ډېر وروڼه په مسلم ليګ کې هم وو. مونږ دوي ته دا رايه ورکړه چې تاسو هندوستان کې د مسلم ليګ مشرانو له ورشئ او ورته ووايئ چې پېرنګيانو په مونږ ډېر ناروا ظلمونه شروع کړي دي او زمونږ صوبه يې بالکل محاصره کړې ده. تاسو زمونږ مسلمانان وروڼه يئ، مونږ سره صرف دومره امداد وکړئ چې دنيا زمونږ د حال نه خبر شي چې زمونږ تحريک خدائي خدمتګار خو اصلاحي تحريک دى".(٩)

کله چې دوي مسلم ليګ ته ورځي نو هغوي ورسره د مرستې کولو نه انکار کوي، بيا دوي هندوستان ته ځي او په ټولو سياسي جماعتونو ګرځي خو څوک يې هم مرستې ته غاړه نۀ ږدي، اخر چې هغوي د کانګرس د ليډرانو سره ويني نو هغوي د مرستې لپاره لاس ورکوي. باچا خان ليکي:
"د کانګرس ليډرانو مونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پېرنګي سره جنګ په څۀ دى؟ مونږ ورته ووې چې د ملک په ازادۍ دى، د جنګ طريقه مو څۀ ده؟ مونږ وې، عدم تشدد، دوي ووې چې دغه جدوجهد او اصول خو زمونږ هم دي، تاسو هم غلامان يئ، مونږ هم غلامان يو، ستاسو هم انګرېز دښمن دى، زمونږ هم دى، تاسو هم ازادي غواړئ مونږ هم، که تاسو مونږ سره ملګري کېږئ نو مونږ ستاسو مدد ته تيار يو. نو د دوي د دې بيان نه پس مونږ دوي ته ووې چې واپس خپلې علاقې ته لاړ شئ او خپلې د صوبې جرګې سره دا خبره وکړئ چې هغوي څۀ فېصله وکړه نو مونږ ته منظوره ده. دوي لاړل او د صوبې جرګې دا خبره منظوره کړه چې کانګرس سره ملګري کېږو".(١٠)

باچا خان په جېل کې دى، په چارسده کې، بلکې په ټوله صوبه کې په خدائي خدمتګارو انګرېز يو ناتار جوړ کړى دى، په دې وخت کې د هندوستان نورې پارټۍ د خدائي خدمتګارو د مرستې نه انکار کوي او کانګرس يې مرستې ته رامخکې کېږي، په دې وخت کې کانګرسيانو ته پته لګي چې د باچا خان فلسفه عدم تشدد ده، باچا خان ته هم دا پته په جېل کې ولګي چې ګاندهي جي خو د عدمِ تشدد په فلسفه ولاړ دى، نو بيا هله چې کله باچا خان د جېل نه راووځي نو د هندوستان دوره وکړي او هلته د ګاندهي جي سره يو ځل بيا وويني او د دوي الحاق بيا د هندوستان د وېش پورې وي.

د عدمِ تشدد د فلسفې په حقله مولانا ابوالکلام ازاد په خپل يو تقرير کې وئيلي دي چې: "ما د باچا خان نه پوښتنه وکړه، چې تا د عدمِ تشدد فلسفه د ګاندهي جي نه زده کړه، نو باچا خان راته وويل چې نه، دا فلسفه ما د اسلام نه زده کړې ده".

باچا خان په عدمِ تشدد څومره کلک ولاړ ؤ او ګاندهي جي د عدمِ تشدد فلسفه څومره خپله کړې وه، د دې خبرې ثبوت مونږ ته د فېصل فاران په هغه سريزه کې چې د "فخر افغان ځانګړنې" په کتاب يې ليکلې ده، ښه څرګندېدى شي، دى ليکي:
"... هسې خو ګاندهي جي د دې دومره منونکى ؤ چې خبرو کې به يې هم د سختو ټکو پکارونه د تشدد عمل ګڼلو خو چې کله دوېم نړېوال لام راغلو نو د مسلم ليګ، کميونسټ پارټۍ اف انډيا سره کانګريس هم د انګرېزي استعمار د مرستې اعلان وکړو، يواځې باچا خان و چې صفا يې ووې چې دا زما د مفکورې عدم تشدد اپوټه دى او د انګرېز د ملاتړ نه يې ځان وژغورلو".(١١)

فېصل فاران په دې سريزه کې ډېر په تفصيل سره د باچا خان، عدمِ تشدد او ګاندهي جي په حقله ليکل کړي دي، د هندوستان د وېش په وخت څه پېښېږي او چا پکې څه کردار لوبولى دى، هغه هم مونږ ته ښه په تفصيل سره مخې ته کوي او د ګاندهي جي د عدمِ تشدد په حقله دلته دى وايي:
"بل خوا لاړ شئ هندوستان ته چې د مهاتما ګاندهي کور دى چې تراوسه د هندوانو بې سارى لارښود ګڼلى شي او د عدمِ تشدد د تاريخ بې تاجه چودهراهټ يې هم څوک نۀ شي متنازعه کولى، هلته د هغه منونکي اقليتونو سره څه سلوک کوي، يو خوا د هغه او د ماسټر تارا سنګهـ منونکي د زرګونو مسلمانانو ښځو بربنډ جلوس راوباسي نو دى غلى وي، زر مرن بهرت ته کېني خو اصل کې دې نه خوند اخلي، کتهارسس يې کېږي چې مسلمانانو هم زرګونو کاله هندوان ټسولي وو او دغسې بل خوا وينه بهېږي................. خو په دغه عامه وژنه ګاندهي جي څه کوي هغه برلا هاؤس کې کېني کله مرن بهرت کوي او کله پرارتهنا کې انجيل، قرٰان او ګيتا شاملوي، باچا خان يې بهر راوباسي او فساد ځپلو علاقو کې يې ګرځوي، د مړو نه ډک يو کوهي ته يې بوځي او ورته وايي ستا د اهمسا نظريه دې کوهي کې دفن شوه".(١٢)

خان عبدالولي خان په "باچا خان او خدائي خدمتګار تحريک" کې ليکي چې د پښتنو سره پېرنګي ډېر ناروا سلوک کړى دى، صرف په دې خاطر چې پښتانۀ تشدد ته راوپاروي خو پښتنو په داسې سختو حالاتو کې هم د عدمِ تشدد نه سرغړونه نۀ ده کړې او په عدمِ تشدد کلک ولاړ پاتې شوي دي، ځکه چې پېرنګي به ويل چې د تشدد کوونکي پښتون نه عدمِ تشدد پښتون زمونږ لپاره ډېر خطرناک دى.

بيا د کانګرس صدر او د هندوستان وړومبي وزيراعظم (د پېرنګي نه د ازادۍ ترلاسه کولو نه وروسته) جواهر لال نهرو په خپل خودنوشت "ميري کهاني" کې د دې قيصې نور هم پخلى کړى دى چې کانګرس عدمِ تشدد فلسفه صرف يوه حکمت عملي ګڼلې. جواهر لعل نهرو په "ميري کهاني" کې په ١١٤ مخ ليکي:
"زمونږ دپاره يا په مجموعي توګه د کانګريس دپاره عدمِ تشدد کوم مذهب يا مستقل مسلک نۀ ؤ او نۀ کېدلى شو، دا صرف يوه حکمتِ عملي وه او له دې څخه د ځينو نتايجو توقع وه او ددې نتايجو په کاڼي هم دا تلل ؤ. اشخاص خو له دې څخه يو مذهب يا مستقل مسلک جوړولى شي لېکن کوم سياسي نهضت چې تر څو پورې ځانته سياسي وائي داسې نۀ شي کولى. د چوراچوري پېښو او د هغې نتايجو مونږ ته دا موقع راکړه، چې مونږ د عدمِ تشدد پر لوړو ژورو غور وکړو او مونږ دا محسوسه کړه، چې که چېري د تحريکِ التوا په معامله كښې د ګاندهي جي دلايل درست وي نو بيا به زمونږ مخالفينو ته همېشه دا اختيار وي چې کله وغواړي داسې صورت راپېدا کړي چې له کبله يې جنګ خامخا درول ضروري شي، دا د عدمِ تشدد خامي وه، يا د ګاندهي جي د تشريح؟ په هر حال هغه ددې موسس او موجد ؤ". (١٣)

لکه مطلب د خبرې دا دى چې ګاندهي جې هغه خلک، کوم چې د هغوي ښي او ګس لاس ګڼلى کېدل، هم په دې فلسفه نۀ وو قانع کړي، خو بس هغوي صرف په دې وجه چې په دې وخت کې دا مونږ ته ګټه رسولى شي، خو په پوره توګه يې دا فلسفه نۀ وه منلې.

په دې حقله مولانا ابوالکلام ازاد چې د کانګرس صدر هم پاتې شوى ؤ او د هندوستان د ازادۍ په تحريک کې يې لويه برخه لرلې ده، ليکي چې:
"ما دپاره عدم تشدد د مصلحت خبره وه، د عقيدې خبره نۀ وه. زما رائې وه کۀ بله لاره نۀ وي نو هندوستان ته دا حق ؤ چې له تورې نه کار واخلي مګر په امن ناکه طريقه د ازادۍ ترلاسه کولو کې عظمت ؤ، شرافت ؤ".(١٤)

مولانا ابوالکلام ازاد چې د کانګرس صدر هم پاتې شوى دى او د ګاندهي جي سره د سر په کسانو کې دى، دى هم د عدمِ تشدد فلسفه صرف يوه مصلحت ګڼي.
خان زمان کاکړ په خپله يوه ليکنه "د باچا خان عدمِ تشدد او د انساني تهذيب د بقاء او ارتقاء ضمانت" کې ليکي:
" په تاريخ كښې يوازې خدائي خدمتګار تحريک دى، چې د عدمِ تشدد پر تګلاره تل روان پاتې شو او په هيڅ ډول خونړيو حالاتو كښې يې تشدد حمايه نۀ کړ، ګاندهي جي او نېلسن منډېلا په نړېواله کچه د عدمِ تشدد په حواله انتهايي مشهور کرېکټرونه دي، خو تاريخي حقيقت دا دى، چې نۀ هم ګاندهي او نۀ هم نېلسن منډېلا عدمِ تشدد ته په هغه اهميت قايل ؤ، کوم اهميت چې باچاخان عدم تشدد ته ورکړى دى. باچاخان چې د عدمِ تشدد په حقله په ذهني لحاظ څومره واضح ؤ، ګاندهي او منډېلا کله هم دومره واضح نۀ دي پاتې شوي، خدائي خدمتګار تحريک تر پايه پر عدمِ تشدد ټينګ پاتې شوى خو انډين نېشنل کانګريس او افرېقن نېشنل کانګريس ددې تګلارې څخه اخر پر شا شوي".(١٥)
يو خوا ګاندهي جي چې په انګلستان کې يې زده کړې ده او چې کله هندوستان ته راغى نو کانګرس د مخکې نه يوه تياره جوړه پارټي وه او ګاندهي جي ورسره يو ځاى شو، خو باچا خان چې کله په ښه بد پوهه شو، د پښتنو په خپل مينځ کې تربګنۍ او دښمنۍ يې وليدې، د پښتنو د کسب نه نفرت يې وليدو، تشدد او جهالت يې په قوم کې وليده نو د خپل قوم د دې بد حالت د بدلولو پاره يې په ١٩١٠ء کال کې خپله خاني پرېښوده او د پښتنو د ابادۍ لپاره يې مټې راونغښتلې. يو خوا نېلسن منډېلا ؤ چې د عدمِ تشدد فلسفه يې فقط يوه حکمت عملي ګڼله، خو بل خوا باچا خان چې په عدمِ تشدد کې يې د خپل قوم سباوون ليدۀ، د خپل اولس سوکالي او کاميابي يې پکې ليده.

کله چې کانګرس په دوېم نړېوال جنګ کې د پېرنګي مرستې ته غاړه کېښوده نو باچا خان د کانګرس نه استعفٰى ورکړه او بيا يې د دې استعفٰى تفصيلي وجوهات د هغه وخت په "پښتون" مجله کې هم چاپ کړل چې يواځنۍ وجه يې دا وه چې کانګرس د تشدد لاره خپله کړه او باچا خان د عدمِ تشدد لاره نۀ پرېښوده.
"آپ كو معلوم هوگىا هوگا كه مىں نے كانگرس وركنگ كمىٹى سے مورخه 8 جولائى 1939ء كو استعفى دے دىا هے پر آپ اس كو حقىقت نه سمجھے هوں گے اس لئے مىں ىه ضرورى سمجھتا هوں كه آپ كو سب كچھ سمجھادوں"۔(١٦)
بيا باچا خان په تفصيل سره هغه ټولې خبرې کړي دي چې د کانګرس ورکنګ کمېټۍ په ٩ جولايي د پنځۀ ورځې د بحث نه پس يو تجويز پاس کړى دى چې په جنګ کې به د پېرنګي حمايت کوي او باچا خان يې مخالفت کوي او وايي چې زمونږ لار د عدمِ تشدد ده، نۀ چې د تشدده. ګاندهي جي په خپله ورځپاڼه "هريجن" کې په دې حقله يوه ليکنه هم کړې وه. ګاندهي جي ليکي:
"د کانګرس ورکنګ کمېټۍ ډېر غړي د خپلې عقيدې نه وخوئېدل، ليکن يو باچا خان ؤ چې د غرۀ غوندې په خپل مقام محکم پاتې شو".(١٧)

بيا مخکې ليکي چې:
"د باچا خان او د کانګرس لارې ځکه جدا شوې چې کانګرس د تشدد لاره اختيار کړه او زمونږ د خدائي خدمتګارو لار د عدم تشدد ده. زمونږ د خدائي خدمتګارۍ اصول نۀ خو په بل زور ظلم برداشت کولى شي او نۀ نورو ته تکليف ورکوي. د پښتنو په حقله اکثر دا ويلى شي چې هغوي د تورو ټوپکو په جنګونو کې لوى شوي دي مګر دا څۀ بل قسم پښتون دى. دۀ خپلو ټولو دوستانو، ملګرو او وروڼو ته ويلي دي چې د هر قسم وسلې وغورځوئ او خپلو کې د وروڼو غوندې اوسېږئ".(١٨)

ګاندهي جي د باچا خان د اصولي اختلاف تائيد کړى ؤ او دا يې هم ويلي وو چې که چرته باچا خان کامياب شو نو رښتيا، ايمانداري، صبر او مينه به ګټونکي وي، بيا هم هغه وشو چې څه ورځې تېرې شوې نۀ وې او کانګرس ته د خپلې غلطۍ احساس وشو او په جنګ کې د پېرنګي د مرستې تجويز يې واپس واخستو.
"باچا خان كى ىه حىرت انگىز كامىابى تھى اور ان كى فراست٬ دانائى اور دور اندىشى كى اىسى نادر مثال تھى جس كا قائل هوتے هوئے هندوستان كے بڑے بڑے جغادرى لىڈروں كو باچا خان كے سامنے جھكنا پڑا"۔(١٩)

بيا چې کله کانګرس د پېرنګي د مرستې تجويز واپس اخستى دى نو باچا خان بيا په کانګرس کې شامل شوى دى او په دې حقله باچا خان وايي:
"آپ كو معلوم هوگا كه 7 جولائى كو كانگرس وركنگ كمىٹى نے دهلى مىں اور جولائى كو آل انڈىا كانگرس كمىٹى نے پونا مىں اىك قرارداد پاس كى تھى جس مىں عدم تشدد كے بجائے تشدد كا راسته اختىار كىا گىا تھا چونكه مىرا عقىده او راسته عدم تشدد هے تو اس لئے همارے خدائى خدمت گاروں اور كانگرس كے راستوں مىں علىحدگى آگئى اور مىں نے كانگرس سے استعفى دے دىا تھا اب جب كه 15 دسمبر كو بمبئى مىں  كانگرس وركنگ كمىٹى اور آل انڈىا كانگرس كمىٹى نے پھر عدم تشدد كا راسته اختىار كرلىا هے اور دهلى كى تجوىز پر پشىمانى كا اظهار كردىا هے تو اس وجه سے خدائى خدمت گاروں اور كانگرس كا راسته پھر اىك هى هوگىا هے"۔(٢٠)
نېلسن منډېلا په خپل کتاب "Long Walk to Freedom" کې په ٢١٧ مخ باندې د عدمِ تشدد په حقله ليکي:
"ما داسې فکر کاوه، چې په قانوني او غېرقانوني دواړه ډول احتجاج به ډېر زر ناممکن شي، په هندوستان كښې ګاندهي له يو بهرني خو حقيقت پسند او دور اندېش دښمن سره لاس او ګرېوان ؤ، په سهيلي افريقا كښې د افريکنرانو دا ډول قيصه نۀ وه، د عدمِ تشدد غېر متحرک مزاحمت تر هغه وخته پورې موثر وي، تر څو چې ستا دښمن د هغو اصولونو پابندي کوي، پر کومو چې ته ولاړ يې لېکن که د سوليزې مبارزې ځواب په تشدد سره ورکول کېږي، نو ددې تاثيري قوت ختم کېږي، زما په نيزد عدمِ تشدد يو اخلاقي اصول نۀ دى بلکې يوه حکمتِ عملي ده، د يو غېر موثر هتيار په استعمال كښې هيڅ اخلاقي ښېګړه نۀ وي لېکن په دې حقله زما په خيالاتو كښې لاتراوسه پختګي نۀ وه او تر وخت له مخه مې يو تود تقرير کړى ؤ".(٢١)

په دنيا کې د عدمِ تشدد سرلاري ګاندهي جي او نېلسن منډېلا (چې ټوله نړۍ يې په دې وجه پېژني) دوي هم د عدمِ تشدد د فلسفې نه په خپل ژوند کې سرغړونه کړې ده او د عدمِ تشدد لاره يې پرېښې ده، خو باچا خان يواځنى هغه کس ؤ چې تر مرګه پورې په دې فلسفه صرف ولاړ نۀ بلکې دا يې کلکه عقيده وي.

بل خوا د کانګرس په غړو او خدائي خدمتګارو کې څومره لوى فرق دى، يو خوا جواهر لعل نهرو چې د کانګرس صدر دى، عدمِ تشدد يواځې يوه حکمت عملي ګڼي او بل خوا خدائي خدمتګار چې په عدمِ تشدد يې پخه عقيده ده، په دې حقله د هند حکومت يو پخوانى افسر بي ٰار سنګهـ وايي:
"ډېره موده مخکې مهاتما ګاندي د باچاخان کلي ته تلى ؤ او هلته هغه د خدائي خدمتګار د تحریک له مشرانو سره لیدلي وو، له هغوي نه ګاندهي جي پوښتنه وکړه، که چېرې باچا خان د عدم تشدد لاره پرېږدي او د تشدد پر لاره روان شي نو تاسو به څه کوئ؟ نو هغوي په ځواب کې ورته ووئیل چې د باچا خان شخصیت او خبرو پر دوي دومره اغېز کړى دى که باچا خان هم د عدمِ تشدد لاره پرېږدي نو بیا به هم دوي له دې لارې وانۀ وړي.(٢٢)

خدائي خدمتګاران دومره کلک د عدمِ تشدد په فلسفې ولاړ وو چې په هيڅ صورت او طريقه ترې چا اړولى نۀ شو، ځکه هغوي ته د عدمِ تشدد او تشدد د زور پته وه او په دې پوهه شوي وو چې پښتنو ته (او ټولې نړۍ ته هم) د عدمِ تشدد ضرورت دى، هغوي دا صرف يوه فلسفه نۀ ګڼله بلکې په دې يې د باچا خان په څېر پخه عقيده وه.

علي خان محسود په خپله يوه ليکنه "باچا خان او عدمِ تشدد" (چې په انټرنېټ خپره شوې ده) کې د ګاندهي جي او د باچا خان د عدمِ تشدد بېلتون په دې ټکو کې کړى دى:
"د باچا خان او ګاندهي جي د عدمِ تشدد په فلسفه کې جوت فرق ؤ. بابا د عدمِ تشدد په ذریعه د پښتون قوم تشدد ورک کولو هڅې کولې، خپله ټولنه يې اصلاح او رغوله، پښتون ملت يې د تشدد پسندۍ نه خلاصولو، تر څو د پښتنو د بې علمۍ، غربت او پسمانده ګۍ علاج وکړي او ټولنه اصلاح کړي. مګر ګاندهي جي د عدم تشدد فلسفه د یوې سیاسي ٰالې Political Instrument په طور استعمالوله، تر څو پېرنګیان اړ کړي چې هندوستان پرېږدي، چې د هند ٰازادي يې په جوته سره د عدمِ تشدد پر بنسټ وګټله، دۀ د عدم تشدد نه هغه کار واخيست، چې نورو قومونو د تشدد کولو په ذریعه د ٰازادۍ مبارزې کولې. ګاندهي جي هندي ټولنه روغه او اصلاح نۀ کړه، همدغه سبب شو چې د هند د ٰازادۍ نه پس ګاندهي جي پخپله د تشدد ښکار شو".(٢٣)

بيا که تاسو د وېش هغه حالات په دقيق نظر سره هر لوري ته وګورئ نو تاسو ته به په خپله اندازه وشي چې د وېش په وخت کې په کوم ځاى کې ډېر تشدد شوى دى.
زۀ نۀ پوهېږم چې ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب دا خبره د چا په حواله کړې ده؟ ولې يې کړې ده؟ ځکه چې دا خبره خو باچا خان په خپل ليکلي کتاب "زما ژوند او جدوجهد" کې هم ښه په تفصيل سره ليکلې ده او له هغې پرته په نورو ډېرو کتابونو کې هم د خدائي خدمتګار تحريک او کانګرس د الحاق په حقله ليکل شوي دي، نو بيا دا خبره ډاکټر راج ولي شاه خټک د چا په حواله کوي چې "په کانګرس کې د شاملېدو نه وروستو د موهن داس کرم چند ګاندهي د عدمِ تشدد د فلسفې خپلولو په سبب د سرحدي ګاندهي په نوم هم مشهور شو".

کۀ زۀ وغواړم نو د عدمِ تشدد د فلسفې په حقله دومره حوالې ستاسو مخې ته وړاندې کولى شم چې يو ضخيم کتاب ترې جوړ شي، خو دلته زۀ د اختصار نه کار اخلم. اوس راځم د ډاکټر راج ولي شاه خټک دې خبرې ته چې "...د سرحدي ګاندهي په نوم هم مشهور شو".
دا خبره د ډاکټر راج ولي شاه خټک نه علاوه هم ډېرو ليکوالو کړې ده، بلکې دا لقب باچا خان ته د هندوستان د خلکو له خوا ورکړل شوى ؤ، د هغوي د باچا خان سره مينه وه، خو خبره دا ده چې "سرحدي ګاندهي" د باچا خان قد راټيټوي او د هغۀ نه يو علاقايي ليډر جوړوي، نو دا خبره غلطه ده، په دې حقله فېصل فاران چې په "فخر افغان ځانګړنې" کتاب کومه سريزه ليکلې ده، په هغې کې هغه په يو ځاى کې داسې وايي:
"... سرحدي ګاندهي؟ دغه څه د هغۀ منونکي هم يو نفسياتي کشالې سره وړاندې کړي چې زړۀ کې د ګاندهي جي برتري مني خو په خولۀ باچا خان ستايي چې د قامي تعصب نتيجه ده، خو داسې ده چې دا د تعصب خبره نۀ ده، باچا خان په هره حواله د ګاندهي جي نه لوى ؤ".(٢٤)

مظهر شاه کاکاخېل په خپل مضمون "باچا خان او امن" کې ليکي:
"برصغير کې چې څومره د لوړې مرتبې اوچت قامي مشران تېر شوي دي، په هغې ټولو کې باچا خان نه سېوا بل يو ليډر هم د امن دپاره عملي کار نۀ دى کړى".(٢٥)

د باچا خان ژوند ليک چې يو انګرېز ليکوال J.S. Bright د "Frontier and its Gandhi" په نوم ليکلى دى، دا کتاب په ١٩٤٤ء کې الائيډ انډين پبشلرز په لاهور کې چاپ کړى. په دې کتاب هغه د عدمِ تشدد د فلسفې په حقله او د باچا خان او ګاندهي جي د مرتبې په حقله ليکي:
"...کۀ د عدم تشدد په فلسفه کې د روحاني غرقېدنې له زاويې ورته وګورو نو بايد باچا خان ته د سرحد ګاندهي نۀ بلکې ګاندهي ته د هند خان ووايو. هغه په دې خاطر چې د عدم تشدد د فلسفې روحانيت په باچا خان کې تر ګاندهي جې په څو ګونو پياوړى ؤ".(٢٦)

که مونږ يو ځل بيا په دې مقاله د سر نه تر دې ځايه پورې نظر واچوو او کومې حوالې چې ما مخکې وړاندې کړي دي هغه په دقيق نظر سره يو ځل بيا وګورو نو مونږ ته به دا څرګنده شي چې په عدمِ تشدد تر اخره پورې څوک ولاړ ؤ، باچا خان سرحدي ګاندهي ؤ، که نۀ ګاندهي جي هندوستانى باچا خان؟، ځکه چې که په هره حواله مونږ د باچا خان او ګاندهي جي ژوند مخې ته کړو او په غور سره يې مطالعه کړو نو د باچا خان په وړاندې د ګاندهي جي قد ډېر وړوکى کېږي.

د دې دومره حوالو وړاندې کولو نه وروسته يو ځل بيا د ډاکټر راج ولي شاه خټک خبرې له راځم چې ډاکټر راج ولي شاه خټک په کوم دليل دا خبره کړې ده، زۀ نۀ پوهېږم، ډاکټر صېب لوى ليکوال دى او د دومره لوى ليکوال نه هم داسې غلطي (ناپوهۍ يا په پوهه کې) کېږي، نو مونږ به بيا د عامو خلکو نه څه ګيله وکړو، بايد چې زمونږ ليکونکي کوم څيزونه په کتابي ډول ليکي نو د هغې لپاره باقاعده لوست وکړي او هغه خبره د يوې مستندې حوالې په توګه راواخلي، ځکه چې "روهالوجي" يو عام کتاب نۀ دى، د يوې مستندې ادارې نه يو پروفېسر ليکلى او چاپ کړى دى او بيا يې د طالبعلمانو دپاره دا کتاب ليکلى دى، نو پکار خو دا وه چې دا کتاب د غلطيو نه پاک وى، خو سربېره په دې چې املايي غلطۍ لري، د باچا خان په حقله هم پکې خبره غلطه رااخستل شوې ده. د يو کتاب ليکونکي ته خو پکار دا وي چې هغه په کتاب کې هره يوه خبره ليکي نو چې هغه مستنده، رښتيا او تلل شوې وي، حواله لري، ځکه چې کتاب د تاريخ برخه جوړېږي او خلک به سبا د همدې کتاب نه استفاده کوي.
په دې هيله چې ډاکټر راج ولي شاه خټک به د "روهالوجي" په راروان ايډيشن کې دا خبره صحيح کړي او د "تاويلي ماويلي" په ځاى به د مستندې حوالې سره صحيح خبره په دې کتاب کې د باچا خان په حقله شامله کړي.

حوالې:
١) روهالوجي، پروفېسر ډاکټر راج ولي شاه خټک، مخ ٧، يونيورسټي بک اېجنسي، ٢٠١٣ء
٢) "روهالوجي"، ډاکټر راج ولي شاه خټک، مخ ٦١، يونيورسټي بک اېجنسۍ، پېښور، ٢٠١٣ء
٣) "تحريک ازادي اور باچا خان"، فارغ بخاري، مخ ٧٢، فکشن هاؤس لاهور، ١٩٩١ء
٤) "تحريک ازادي اور باچا خان"، فارغ بخاري، مخ ٧٢، فکشن هاؤس لاهور، ١٩٩١ء
٥) Peace Profile: Abdul Ghaffar Khan’s Non-violent Jehad by Lester R. Kurtz, P:1
٦) سفىر انسانىت باچا خان٬ مصنف: ډاکټر حېدر لاشاري، مخونه ٤-٥، د چاپ کال نۀ لري.
٧) د باچا خان د مبارزې سياسي او معاشرتي ګټې، عبدالنافع ثنا، مخ ٣٣، اووۀ ورځنۍ پښتون، پېښور، ٧ جنوري نه تر ٣ فروري ٢٠١١ء
٨) "غفار خان"، ميا وقار علي شاه، مخونه ١٣-١٤.
٩) "زما ژوند او جدوجهد"، خان عبدالغفار خان، مخ  ٣٠٧، امن پرنټنګ پرېس، پېښور، ٢٠١٢ء
١٠) "زما ژوند او جدوجهد"، خان عبدالفغار خان، مخ ٢٠٨، امن پرنټنګ پرېس، پېښور، ٢٠١٢ء.
١١) سريزه، فېصل فاران، "د فخر افغان ځانګړني"، محمد صادق ژړک، مخ ١٤، پښتو ادبي غورځنګ، کوئټه، جنوري ٢٠١٢ء
١٢) سريزه، فېصل فاران، "د فخر افغان ځانګړنې"، محمد صادق ژړک، مخ ٣٥، پښتو ادبي غورځنګ، کوئټه، جنوري ٢٠١٢ء
١٣) په حواله: د باچا خان عدمِ تشدد او د انساني تهذيب د بقاء او ارتقاء ضمانت، خان زمان کاکړ، مشموله: د باچا خان د عدمِ تشدد فلسفه، مرتبين: پروفېسر ډاکټر نصر الله وزير او نور...، مخونه ١٧٥-١٧٦، پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون کوئټه، مۍ ٢٠١٢ء، يونائټيډ پرېس کوټه.
١٤) د باچا خان امن خوښي يا د عدم تشدد عقيده، محمد فاروق قرېشي، مخ ٢٤، اووۀ ورځنى پښتون، ٢٠ جنوري ١٩٩١ء.
١٥) د باچا خان عدمِ تشدد او د انساني تهذيب د بقاء او ارتقاء ضمانت، خان زمان کاکړ، مشموله: د باچا خان د عدمِ تشدد فلسفه، مرتبين: پروفېسر ډاکټر نصر الله وزير او نور...، مخ ١٧٥، پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون کوئټه، مۍ ٢٠١٢ء، يونائټيډ پرېس کوټه.
١٦) "تحريک ازادي اور باچا خان"، فارغ بخاري، مخ ١٣٣، فکشن هاؤس لاهور، ١٩٩١ء
١٧) په حواله: د باچا خان امن خوښي يا د عدمِ تشدد عقيده، محمد فاروق قرېشي، مخ ٢٦، اووۀ ورځنۍ پښتون پېښور،٢٠ جنوري ١٩٩١ء.
١٨)  په حواله: د باچا خان امن خوښي يا د عدم تشدد عقيده، محمد فاروق قرېشي، مخ ٢٦، اووۀ ورځنى پښتون، ٢٠ جنوري ١٩٩١ء.
١٩) "تحريک ازادي اور باچا خان، فارغ بخاري، مخ ١٤٤، فکشن هاؤس لاهور، ١٩٩١ء
٢٠) "تحريک ازادي اور باچاڼ خان، فارغ بخاري، مخ ١٤٤، فکشن هاؤس لاهور، ١٩٩١ء
٢١) په حواله: د باچا خان عدمِ تشدد او د انساني تهذيب د بقاء او ارتقاء ضمانت، خان زمان کاکړ، مشموله: د باچا خان د عدمِ تشدد فلسفه، مرتبين: پروفېسر ډاکټر نصر الله وزير او نور...، مخ ١٧٦، پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون کوئټه، مۍ ٢٠١٢ء، يونائټيډ پرېس کوټه.
٢٢) باچا خان د نړيوالو په نظر کې، مجيد بابر، د مشال راډيو وېبپاڼه، ٢٣، ٠١، ٢٠١١‌ء.
٢٣) علي خان محسود، باچا خان او عدم تشدد، دا ليکنه مې د نېټ نه ترلاسه کړې.
٢٤) سريزه، فېصل فاران، ١٢ مخ، د فخر افغان ځانګړنې، محمد صادق ژړک، پښتو ادبي غورځنګ، ٢٠١٢ء.
٢٥) باچا خان او امن، مظهر شاه کاکاخېل، مخ ٧٨، اووۀ ورځنى پښتون، ٢٠ جنوري ١٩٩١ء.
٢٦) په حواله: د باچا خان د مبارزې سياسي او معاشرتي ګټې، عبدالنافع ثنا، مخ ٣٣، اووۀ ورځنۍ پښتون، پېښور، ٧ جنوري نه تر ٣ فروري ٢٠١١ء.
١٩ مارچ ٢٠١٥ء

-
بېرته شاته