(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حرکت او ويښتوب

[15.Mar.2018 - 12:58]

 حرکت او ويښتوب  

ليک: ګل پاچا الفت

لمر ختلی او وړانګې يې د درونڅې نه راپرې وتلي دي. يو وړوکی ماشوم چې نوی له خوبه راپاڅېدلی په کټ کې ناست ده او د لمر پلوشو ته هر ساعت لاس وراچوي مګر هيڅ شی لاس ته نه ورځي او موټی يې همغسې تش پاتې کيږي دی پدې نه پوهيږي چې دا وړانګې زما په 

سترګو کې ځای لري او هيچا ته لاس نه ورکوي.

 

اوه! واړه کوچنيان څه عجيبه طايفه ده او څنګه شيانو پسې هڅه کوي. دوی چی کله خپل ځان هم په هينداره کې وويني لاس وراچوي او منګولی ورسره لګوي. دوی ته خپل ځان هم پردی ښکاري او د خپل سر خولۍ هم د بل ګڼي. که ښه فکر وکړو مونږ هم لکه دوی له خپل ځان سره په جګړه اخته يو او په همدغسې شيانو پسې هڅه کوو. خو دومره فرق شته ده چی دوی ته خپل شی هم پردی ښکاري او مونږ د نورو مال هم خپل ګڼو. دوی په اورني کې کلک تړلي وي سره لدې هم لاس او پښې خوزوي او خپل ځان خلاصوي. مګر مونږ بې تړلو هم هيڅ حرکت نه کوو او ځای په ځای پراته يو. هو! مونږ او واړه دومره ډير فرق نلرو. مونږ هم لکه دوی د خپل ځان او د وطن لپاره څه کار نشو کولی يا واړه يو يا ويده.

 

هو! خوب هم يو عجيب کيفيت ده. يوه شپه چې په درانه خوب ويده ومه او تندې راباندې ډيره غلبه کړی وه. ما به د لوی لوی سيندونو اوبه ليدلې او هر ساعت به مې اوبه څښلې خو مړيدم به نه او تنده به مې نه ماتېدله، کله به مې په لويو ډنډو کې لمبل او به مې په لوی سيند کې غوټې وهلی، مګر له خوبه راپاڅېدم لاس مې لوند نه و، او سخت تږی ومه.

 

د ويدو قومونو ټول کارونه به البته همدغه شان وي او هيڅ نتيجه به نه لري. دوی به ګومان کوي چې مونږ کار کوو او ګرځو په حقيقت کې به يې هيڅ کار نه وي کړی او ځای په ځای به پراته وي.

 

خوبونه هم ټول يو راز نه دي. ځينې خلک ويده دي او په خوب کې خبری کوي. بعضې لا داسی هم وي چې له ځايه پاڅيږي او ګرځي هم خو ويښ نه وي. د چا خوب ډير زيات دروند وي او په چيغو هم نه راويښيږي او ځينې کسان په يوه نري ګنګوسي ويښ شي. نو ويښول که څه هم د ويښونکي کار دی مګر د ويدو حال پکې ډير تاثير لري. همدغه سبب ده چی د يوه ځای شاعران ډير ژر خپل قام ويښولی شي او د بل ځای شاعران دا افتخار نشی ګټلی او د شور نارې يې د هوا په امواجو کې بی فايدی ورکيږي.

 

ويښول هم ډير اقسام لري سړی ټول خلک په يو شان نه ويښوي. کشرانو ته سړی ناری وهي او ښوروي يې مګر ځينې کسان په چاپي کولو او کښيمنډلو بيداريږي. پدې عصر کې ويښتوب تر هر څه ضرور دی، بايد هيڅوک ويده پاتې نه شي. هر څوک که د خپل خواخوږو په نارو نه ويښيږي نو دښمنان يې د برچو په څوکو ويښوي، او هسې يې نه پريږدي نو بايد ويښ شو، مګر داسې نه لکه واړه هلکان چی له خوبه راپاڅېدلي او په بل شان خوب کې پراته دي. لاس او پښې ښورول ضرور دي خو داسی نه چی سړی د وړانګو په نيولو خپل وخت تير کړي، وړانګې هم سړی نيولی شي، او پوره استفاده ورځنې کولی کيږي مګر هله چې سړی پوره ويښ وي او د زړه سترګی يې هم غړولي وي

-
بېرته شاته