(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بصير بيدار پېژندګلوي

[07.Mar.2018 - 21:13]

  بصير بيدار ستوري پېژندګلوي 

 لیک: فضل الله ریښتین

بصیر بیدار ستوری د ارواښاد ‌‌‌‌‌‌ډاکتر کبیر ستوری زوی په   4,10,1964  م کال کې د کونړ ولایت د خاص کونړ د تنر  په کلي کې زیږیدلی دې خپلي لومړنۍ زده کړي یې د خاص کونړ په لیسه چې اوس د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر کبیر ستوري په لیسه نومول شوي سرته رسولي اوپه  1358 لمریز کال کې د ننګرهار د عالي لیسي څخه فارغ شوی دى  ـ ګران ستوري لوړي زده کړي  د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي کې پای ته رسولي دي

دهیواد په جګړو کې یې دخپلي کورني سره یو ځای د پښتونخوا د پيښور په لور کډه وکړه او په پيښورکې یې له نورو زده کړو سره دافغان ميډيکل ايډ او جي ,ټي زيډ په موسسو کې دندي سرته رسولي دي په 2002 م کال کې یې دپيښور رادیو دافغانستان لپاره د پروګرام کوار‌‌‌‌‌‌ډینیټر په توګه کار پيل کړ چې تر اوسه دپيښور په رادیو کې خپله دنده سرته رسوي

همداشان دپښتونخواه په ایف ایم رادیو کې د کوار‌‌‌‌‌‌ډينیټر  په توګه د 2014 کال راپه دیخوا په کار بوخت دې  ـ 

 بصیر بیدار ستوری شاعر دې او شاعري یې له ‌‌‌‌‌‌ډېري مودي څخه پيل کړې ده ـ   په شاعرۍ کې یې د هیواد د تیر او اوسني ناورین او د پښتنو د بیدارۍ او یووالي انځور ښکاري

وخت په وخت یې شعرونه او لیکني په پښتو ورځپاڼو اومجلو کې  چاپ شوي ـ لومړۍ شعري ټولګه چې د وینو کرښي نومیږي  چې چاپ شوي او نوره شاعري یې هم چاپ ته چمتو ده.

 بصير ستورى يو ډير با احساسه افغان دى ؛   لکه دډيرو نورو افغانانو  په هيواد کې د سولې او امنيت غوښتوونکى دى ؛ دا يې د ژوند ارمان دى چې په خپل ژوند کې په هيواد کې د سولې او امينيت رو ښنايي وکوري ؛  دبصير بيدار تخلص ستورى دى ، دا تخلص هسې تش تخلص نه دى پخپله هم ستورى دى ؛ د بصير جان ارواښاد پلار  ډاکټرکبير ستورى د هيواد ستر ملى او ادبي شخصيت ٶ ؛ په پښتو او پښتنو مين يو نامتو شخصيت ٶ ـ  د نصير ستوري په شخصيت کې هم  د پلار اثار ليدل کيږي ؛ د دده په وينه کښې د وطن مينه او د خلکو مينه جوش کې ده ، د ده په اشعارو کې ملي جذبات خوټيږي ـ 

ستورى يو ډير اخلاقى انسان دى، له دوستانو سره له ملګرو سره له اشنايانو سره له هر چا سره په ورين تندي  کوري او خبرې کوي ، ستورى لکه ستورى د دوستانو په منځ کې ځليږي ـ  زه له  ګران وراره ستوري سره له ډيرې مودې پيژنم ،  د ستورى له مرحوم پلار سره مې اشنايي وه ؛  نامداره کورنۍ ده ؛ د علم او فرهنګ کورنۍ ده ـ 

ګران ستورى هم هيوادوالو ته دا پيغام لري چې په خپلو اولادونو تعليم وکړي او د تعليم په رڼا د جهل تيأرې ختمې کړي   

مونږ ګران ستوري ته برياليتوبونه غواړو او وطن ته او خلکو ته دده د خدمتونو ستاينه او هغه تقديروو ـ  الله پاک دى دا  ستورى د علم او ادب په اسمان کې تل ځلاند ساتي  ـ 

د څو شعرونو نموني یې

 

تږي ووم اسمان ته مي خوله ونیوه

څاڅکو د باران ته مي خوله ونیوه

 

امن مي غوښته په چغو چغو کې

غږ مي کړ جهان ته مي خوله ونیوه

 

نه مي اوري غږ مري مي وچه شوه

هاغه لوی کاروان ته مي خوله ونیوه

 

لاس مي ورجوړه کړل څه  تري غواړمه

خیر راکه جانان ته مي خوله ونیوه

 

تیر شوم خو دوعا مي ورته وکړلي

دغه ګوریستان ته مي خوله ونیوه

 

کور کې مي ژړا راټينګوی نه شوه

ووتم  دالان  ته مي خوله ونیوه

 

ستړي اسویلي مي خولي له راغله خو

اف مي کړه ګریوان ته مي خوله ونیوه

 

بس نصیبه ویښ شه او بیدار شه نور

ستا دلاسه ځان ته مي خوله ونیوه

 

بصیر بیدار ستوری

 

تصویرونو باندي ستا کرښي راکاږم

ستا یادونو باندي بیا کرښي راکاږم

 

انتظار دي د کلونو انتظار شو

په دیوال به خامخا کرښي را کاږم

 

چې د حسن په جبین خالونه شمېرم

چې غلط شمه خطا کرښي راکاږم

 

څه لیکم بیا یې شلوم پوهه پري نه یم

په کاغذ ځمکي ، هوا کرښي راکاږم

 

وچو شګو نه کورونه ځانته جوړ کړم

ورانوم یې په ژړا کرښي راکاږم

 

د نفرت کرښو جدا کړلو " بیداره

ته په ما او زه په تا کرښي راکاږم

 

بصیر بیدار ستوری

 

مجهولو نه راوځه ځان مالومو کې حساب که

ځان وښایه جهان ته مخ نه لیري دي نقاب که

 

تر څو به دروغ وایې په دروغو به مشغول یې

ریښتیا ویل شروع که ځان دي خلاص له دي عذاب که

له پوهو سره کینه چې دي پوهه یو په دوه شي

‌‌‌‌‌‌ډېر لوله کتابونه یارانه د ښه کتاب که

 

د صبر حوصیلي او د همت ځني کار واخله

ځان ټيټ له نورو بوله سینه لوی  لکه دریاب که

 

که مینه د پښتو دي داسي غواړي چې فولاد شي

پتنګ په شان ستي په شمع ځان لکه کباب که

 

که غواړي چې پښتون راتلونکی نسل دي ځلند شي

پښتو د دفتر ژبه که پښتو دي ټول نصاب که

 

نفرت ځني لاس واخلۍ پښتنو مینه رواج کړۍ

ټپه شۍ د یووالي او نغمه لکه رباب که 

 

بیداره  په ريښتیا که دپښتو سندري وایې

پښتون ته  شه ورغاړي پښتونواله انتخاب که 

نثير ستورى

-
بېرته شاته