(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سترګې مې په چا خوږې

[17.Feb.2018 - 16:03]

پیغله سندرغاړې ګل څانګه وایي سترګې یې لا په چا "خوږې" شوي نه دي

ليک: ميا فاروق فراق  ډيوه راډيو  

ګل پاڼه که دپښتو ښکلې سندر غاړې ده اؤ خوږ غږ لري نو په حسن اؤ خوږ غږ کې ګل څانګه هم ځان د چانه کم نه ګڼي .

دپیښور سره پیوست د چارسدې سیمې سره تعلق لرونکې پیغله سندرغاړې ګل څانګه خپل اصل عمر د خلکو نه پټ ساتل غواړي خو وایي دښکلا اؤ اواز یې دومره مئینان دي چې څوک یې تصور هم نه شي کولی.

ګل څانګه په ټي وي ،ریډیو، سټیج اؤ فلمونو کې سندرې وایي خو ددرې ترڅنګ یې په سوؤنو سندرې البمونو کې هم ویلي اؤتر دې مهاله یې درې سندریز البمونه مارکیټ ته راغلي دي.

ګل څانګه په خبرو کې ډیره مړنۍ نه ده اؤ دخبرو په وخت زیاته شرمیږي خو په سندرو کې د ځانګړو اندازونو خپلولؤ، یا نازونو مکیزونو کولو کې ښه زړورتیا لري.

اؤ ددې وجه هغه دا ښایي چې د فن دنیا ته د راوتلو شورو یې د ټي وي ډرامې نه کړې ده.

هغه وایيد ټي وي ډرامې نه مې سټارټ واخستو ، ښه بولډ وم ، خلکو مې ډرامې خوښولې هم ، خو زما پخپله سندرې خوښې وې نو بس ډرامې مې پریښودې اؤ سندرو ته مې مخه کړه

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ګل څانګې وویلډیر خلک به داسې وي چې هغوئ به ما پخپل ښائست خوښوي خو ډیر بیا زما د اواز مینه وال دي اؤ زما سندرې خوښوي

ګل څانګه زیاتوي چې دخپل ښائست له امله ورته د پښتو اؤاردو ګڼو فلسمازانو فلمونو کې د کار کولو وړاندیزونه کړي خو هغې دغه وړاندیزونه نه دي منلي

کله چې ترې پوښتنه وشوه ولې فلمونو کې کار نه کوې ؟ نو هغې وویلیو خو ماته د کور نه اجازت نه راکړی کیږي چې فلمي دنیا ته لاړه شمه اؤ بل مې پخپله هم دغه ماحول نه دی خوښ ، ځکه نه غواړم چې فلمونو کې کار وکړم

ګل څانګه وایي چې ډیر خلک یې تر اوسه لیدلي اؤ ډیرو زلمو ورته د مینې اظهار هم کړی دی خو دهغې سترګې لا دمینې دپاره په چا نه نه ديخوږېشوې

زه خو د ډیرو خلکو خوښه یم ، خو زه دې خپل زړه سره څه وکړم نو ، تر اوسه زما داسې هیڅوک نه دي خوښ شوي چې وویم دا مې د ژوند ملګری شو

ګل څانګې تر لسم ټولګي زده کړې کړي اؤ یو شیمر هیوادونو ته هم په سفرونو تللې ده خو هغه وایي چې د ماشومتوب نه تر اوسه یې چرته چا سره نه په پټه مینه کړې ده اؤ نه ښکاره.

هغه وایيواده به کوي خو په دغه واده کې به د خپلې کورنۍ صلاح هم اخلي

څنګه زلمی به د واده دپاره غوره کوې ؟ ددغه پوښتنې ځواب کې ګل څانګه وایيبس سیدها ساده زلمی ، چې اخلاق یې ښه وي اؤجنګونه نه کوياؤ نوره خبره پخپله دکړس خندا کې په بله اړوي وایيدنصیب خبره ده نو چې څوک مې په نصیب کې ؤ

خو ګل څانګه وایي چې په کومه ورځ یې هم واده وکړو نو د سندرو نه به لاس اخلي،ځکه چې بیا د کور ذمه وارۍ په بنده پریوځي اؤ کور اؤ سندرې دواړه نه کیږي.

هغه وایيتنهایي یې ډیره خوښیږي اؤ غواړيچې ډیر وخت دخلکو نه یوازې د غرونو په لمنه ، شنو ورشوګانو اؤ دسیند د اوبو په شور کې تیر کړي خو داسې موقعې ډیرې کمې لري.

دګل څانګې وینا ده اوس یې هم فني زده کړې روانې دي اؤ د ماسټر شاهجان نه باقاعده د موسیقۍ تعلیم حاصلوي.

نوموړې وایيتازه یې مارکیټ ته دوه ویډیو سندرې راغلي چې خلکو ډیرې خوښې کړي اؤ نورې هم په لیکه دي.

هغه وایي پخپله غزل ډیر خوښوي اؤ وایي هم غزل په شوق سره خو یوازې غزل پورې ځان نه محدودوي بلکې هر هغه ژانر یا صنف وایي چې اوریدونکي یې ترې هیله کوي.

-
بېرته شاته