(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهریپور سینټرل جیل

[06.Nov.2017 - 11:57]

هریپور او دهریپور سینټرل جیل

 لیک:ډاکټر لطیف یاد

 تر دې دمخه چې دهریپور د سینټرل جیل په اړوند تاسو ته  څه ولیکم نو بده به نه وي چې لومړی هریپور وپیژنو . هریپور په پښتونخوا کې یوه ولسوالي ( ډسټریکټ ) ده چې ددغه ښار بنسټ د مها راجا رنجیت سینګ ( ۱۷۸۰- ۱۸۳۹ زیږدیز/ میلاديدیوه پوځي جنرال  هری سینګ نلوا ( ۱۷۹۱- ۱۸۳۷ زیږدیز/میلادي ) له خوا ایښودل شوی دی. دغه سیک جنرال ددغه ښار بنسټ ( بنیاد) په ۱۸۲۲ زیږدیز/میلادي  کال  کې کیښود او علت یې داو چې دغه ځای اوسیمې پوځي او سوق الجیشي اهمیت درلود. نو ځکه دهري سینګ دنامه له کبله دغه ښار دهریپور په نامه سره یادیږي

هریپور دپاکستان دپلازميېنې اسلام آباد نه (۶۵) کیلومیټره او دایبټ اباد نه ( ۳۵ ) کیلو میټره واټن لري او هریپور دغازي او هریپور په دوو تحصیلونو ویشل شوی دي. هریپور دخیبر پښتونخوا په  شمالي برخه کې د هزاره ډويژن لومړنی صنعتی ښار دی چې تر ایبټ آباد نه وروسته  د صوبی یو تر ټولو زرغونه سیمه ده  چی گڼ شمیر  ځنگلونه ،د اوبو بندونه ( ډیمونه )او صنعتی پارکونه لری. دخانپور بند ( ډیم ) پکې مشهور ډیم دی. د هریپور یوې خواته میداني سیمه او علاقه پرته ده او له بلې خوا اوچت غرونه ، ځنګلونه ، ځړوبي ( آبشارونهاو ځنګلونه هم لري . غنم ، جوار ، باجره ، مټر ، ټماټر ، پټاټي ( آلوګان) پیاز، کدوان ، هوږه او ادرک( زنجبیلپکې کرل کیږي . میوې یې امرود ، لوکاټ ، لیچي او مالټې دي .

دهریپور دوګړو شمیر ( ۸۰۴۰۰۰) تنه ښودل شوی دي .په هریپور کې پښتانه ، اعوان ، مغول او قریشي  قامونه ژوند کوي

هریپور په خپله غیږ کې ډیر ملي مبارزین روزلي دي چې یو پکې بوستان خان ترین و چې دهریپور  دتالوکار په کلي کې اوسیده او دترینوپښتنو مشرو . چې هغه دسکهانو له خوا شهیدشو. بل ملي مبارز دبوستان خان ترین  تره ( کاکا) سردار محمد خان ترین و چې هغه هم دسیکهانو له خوا ونیول شو او په لاهور کې دسیکهانو له خوا اعدام او دپاڼسۍ سزا ورکړل  شوه . دسرار محمد خان ترین بل زوی  سردار غلام خان ترین  چې دسیکهانو او انګریزانو سر سخته دښمن ګڼل کیده دانګریزانو له خوا ونیول شو او هغه یې دالله آباد جیل ته ولیږه او هلته یې  دپاڼسۍ سزا ورکړه

دهریپور جیل

دهریپور جیل په ۱۹۳۰ زیږدیز / میلادي کال کې دانګریزانو له خوا جوړشو . دغه جیل دیوزراو پنځه سوو( ۱۵۰۰بندیانو( قیدیانو) لپاره جوړ شوی و چې اوس  پکې ( ۲۰۰۰) بندیان شته

باید زیاته کړو چې انګریزانو چې کله دهند پر نیمې وچې( بر صغیر) راج کاوه نو  دهریپور په زندان کې یې ډیر شمیر پښتانه ملي مبارزین بندیان کړي وو چې ډیرو ته  یې دکړاوونو نه ډکې سزاګانې او عمر قیدونه ورکړل شول او ډیروته هم دپاڼسۍ  سزاګانې

دپاکستان تر جوړیدو وروسته ( ۱۹۴۷ زیږدیز/میلادي  )  دپاکستان پوځی جرنیلانو دپښتنو ډیر ملي مبارزین په دغه جیل کې بندیان کړل .باید زیاته کړو چې  دپښتنو مشر باچاخان ( فخر افغان خان عبد الغفار خان ) او دده زوی ولي خان او ډیر و خدایی خدمتګارانو په دغه بدنامه او دستونزو نه ډک   جیل کې شپې او ورځې تیرې کړي دي .

‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد

-
بېرته شاته