(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخوشال خټک

[06.Nov.2017 - 11:45]

د خوشال خان خټک پېژند ګلوي

خوشحال خان په يوه قصيده کې خپله لنډه بيوګرافي داسې راښودلې ده.:

راشه واوره داداستان                 

خوشحال دشهباز خان يم 

شهبازخان ديحى خان و 

يحى خان داکوړي و 

هم په توره مېړنى و 

هـم يــې تېـغ وهم يـې ديـګ و                                         

نيک وبدپه کې عيان

   چې تورزن وکان په کان 

چې بل نه وهسې ځوان                                                   

چې په توره شو سلطان 

تيرانداز وشخ کمان

هم يــې  خـلـق وهم احـسـان

 

خوشحال خان دامپراتورنورالدين جهانګير(١٠١٤-١٠٣٧هـ ق)دواکمنۍ په اتم کال په (١٠٢٢هـ ق)دربيع الثاني دمياشتې دجمعې په ورځ چې د(١٦١٣م)کال دمى ياجون سره سمون خوري،دخټکوپه يوه،منصبداره اوجاګيرداره کورنۍ کې دشهبازخان کره وزېږېده .داځاى اکوړه خټک نومېږي ،دقصيدې له متن نه څرګندېږي چې دى دشهبازخان زوى،ديحيى خان لمسى اودملک اکوړي کړوسى دى.په قام خټک او((ترې)) پښې ته منسوب اونسبي شجره يې کرلاڼ ته رسېږي،چې هغه بيادپښت قبيلې يوه پښه ده خان په خپل  منثوراثردستارنامه کې خپله نسبي شجره  داډول ښودلې ده.:((افضل خان داشرف خان،اشرف خان دخوشحال خان،خوشحال خان دشهبازخان،شهبازخان ديحيى خان،يحيى خان دملک اکوړي،ملک اکوړى د درويش محمد،درويش محمد دچنجو،چنجودتومن،تومن دحسن،حسن دشيخ علي،شيخ علي دهوتي،هوتي دبټي،بټى دلقمان،لقمان دبرهان.

خوشحال خان ديوې قصيدې په يوبيت کې دخپلې زوکړې تاريخ داسې ښودلى دى.:

        دهجرت زردوه ويشت سـن و چې زه راغلـم په جهـان

 

اوافضل خان په تاريخ مرصع کې دده دزوکړې تاريخ په يوپارسي بيت کې داسې راوړى دى .:

حق ګراومراخير رسان    تاريخش ګشت(خيرعالمــياني)

په پورتني بيت کې د(خيرعالمياني) دابجدپه حساب دده دزوکړې تاريخي ماده ده. ))                                                                                                                (٤ ، م ٦٦-٦٧)

زده کــــــړه

په دستارنامه کې راغلي دي.:((زمونږاستادشاه اويس صديقي ملتاني ډېربزرګ متبرک سړى و.دعلم ظاهري اوباطني بهره ور و...)) 

له دې لوړې يادونې سړى دومره پوهېږي چې خوشحال خان له شاه اويس ملتاني څخه زده کړه کړې ده،هغه يې استاد وخولکه استادکامل چې ويلې دي .:((دانه ده ښکاره چې له هغه نه خوشحال خان کله،چېرې اوڅومره وخت زده کړه کړې ده.))    

پروپيسورپرېشان خټک ويلي چې دځينوخلکوداخيال دى،چې خان په ملتان کې هم درس ويلى دى ،خوځينې بياوايي کېداى شي چې شاه اويس ملتاني دې په پېښورکې تدريس کاوه ځکه چې پېښورهم دديني علومومرکزو.

دخوشحال بابادزده کړې په باب سړى داويلى شي،چې ده دکورپه جومات اوياسيميزه مدرسه کې درس ويلى دى.امادانه ده ښکاره چې ده څومره وخت اودژوندترکوم کال پورې دزده کړې لړۍ جاري ساتلې ده.په استادانوکې يې يوازې دشاه اويس صيديقي ملتاني نوم څرګنددى.نوراستادان يې نه دى معلوم.

اماله دې لاندې بيتونوڅخه ښکاري چې دښکارمينه دومره پرده غالبه وه،چې درس اودعلم حصول ته يې نه پرېښودلکه چې ويلې يې دي.:

 

         طبعت مې عطايي نه د تحصل دى

   که خبريم داملا په استعمال

 

 يوساعت به مې په درس شل مې په ښکارو،

کله ښکارپرېښوم په کسب دکمال 

 

دجهان تحصيل به کُل واړه زماو  

                  که اخته نه واى دښکارپه اشتغال

 

خوکه چېرې سړى دخوشحال باباټول اثارمطالعه کړي،نوورته ښکاري چې دده خارق القاده استعداددزده کړواومطالعې له لارې روزل شوى دى اودغوزده کړويې بياپه اثاروکې خپل ځان ښکاره کړى دى.

علامه پوهاندحبيبي دخوشحال مرغلرې دمقدمې په(١٨)مخ کې ليکلي دي.:((خوشحال خان په کوچنيوالي کې دخپلې زمانې مروج علوم ټول ويلي و.دده له کلامه ښه ښکاره کېږي چې ده اسلامي علوم لکه:فقه،حديث،تفسيراونورعقلي اوفلسفي علوم، لکه منطق،حکمت اوادبي علمونه،دفصاحت اوبلاغت اصول،لکه معاني،بيان،عروض،قافيه اونورټول ويلي اوعالم و .))

دخپل وخت له ځينومشهوروعالمانوسره يې ناسته ولاړه هم درلوده. له هغوڅخه يوهم عبدالحکيم سيالکوټى (١٠٦٧هـ مړ) دى،دى دجهانګيراوشاجهان په دورانونوکې دنيمې وچې له جيدوعالمانوڅخه و.

خوشحال خان په دستانامه کې راوړي دي.:((عالم العلماء مولاناعبدالحکيم سيالکوټى مې په خپله وپښتېده،لکه:مسطورشول ...)).

په کليات کې دده په باب لولو.:

مولاناعبدالحکيم              ددنياددين حکـــيم

دجوګيانووګروه ته              په تعظم وپه تکريم

 

ميرعبدالصمدخان په خپله يوه مقاله کې چې(لاهورخوشحال خټک کادلپسندشهر) نومېږي اوپه نواى وقت نومې اخبارکې چاپ شوې ده،دخوشحال خان دهمدغويادونوله مخې دې نتيجې ته رسېدلى دى چې خوشحال خان له عبدالحکيم سيالکوټي نه دېرمتاثرو. 

                                                                                                          (٧ ، م ١٤-١٧)

 

ا ثـــــــــــــــا ر

خوشحال خان نه يواځې دخپل عصرمصنف و،بلکې دپښتوادب په ټول تاريخ کې ښايي بل داسې دوهم اديب نه وي تېرشوى، چې په دغه ژبه دې بېلابېل اومتنوع مضامين په نظم اونثرسره کښلي وي اودومره زيات شمېر تصنيفات اوتاليفات يې پريښې وي داسمه اوپرځاى ده،چې داوسني وخت اديبان خوشحال خان د(پښتوپلار) بولي اوپخپله خوشحال خان هم ددې دعوه کوله چې هغه دپښتونظم اونثرته اب وتاب بښلى اودپښتوژبې رسم الخط(ليکدود) دجوړولواوپرمختګ په وجه يې په پښتوژبه بې حسابه حق دى. ددغې ادعادثبوت لپاره دخوشحال بابايوه څلوريځه راوړوچې وايي:

که دنظــــــم،که دنثر،که دخط دى        په پښتوژبه مې حق دى بې حســـــــابه

نه پخواپه کې کتاب ونه يې خط و      دادى ماپه کې تصنيف کړل څوکتابه 

دخان تصنيفاتواوتاليفاتودشمېرپه برخه کې که څه هم له مبالغې څخه کاراخستل شوى دى اوځينې دهغوى دعلمي اوادبي اثاروشمېر(٢٠٠)اوځينې يې تر(٣٥٠)پورې ښيي،خوسره له دې دايوحقيقت دى،چې خان دزياتوکتابونومصنيف اوموءلف و،چې د هغوله جملې څخه لانديني اثاربې له کوم شک اوشبهې دهغه دفکرنتيجه ده چې مونږ يې په لنډ ډول يوازې نومونه ذکرکوو:

١-دخوشحال کليات ٢- بازنامه ٣- صحۀ البدن ٤- هدايه ٥- ايينه ٦- فضل نامه ٧- سواتنامه ٨- فرخنامه ٩- فراقنامه ١٠- دستارنامه ١١- بياض ١٢- زنځيرۍ.      

                                                                                                         (٦ ، م ٣٥٤-٣٦٠)

د خـــــو شحـــــــا ل خـــــا ن مــــړ يـــنه

کله چې خان دبهرام له ازاراوشرارته داپريدودسيمې(ډنبره) نومې ځاى ته ولاړ.دانودده دژوندوروستي وختونه و،نورډېرژوندى پاتې نه شو.

د١١٠٠هـ ق کال دربيع الثاني په ٢٨،دجمعې ورځ د(کب١) د١٦٨٩م کال دفبرورۍ په ٢٠داته اويا٧٨کاله پرباره ژوندنه وروسته دستروملي ارمانونواواوچتوارادوسره دکړاونواوبې ارزۍ په يوتورتم کې له دنيانه سترګې پټې کړې اوسړى فکرکولى شي چې،دژوندپه هغووروستيوشېبوکې به يې خپل دابيت .:

پښتانه چې بې ننګي کاڅوک يې څه کا

ګـــــورستان لــــــــــــره به دروموله ارمانه

په مغزوکې راګرځېده.

دننګيالي ځوان مړينه په داسې حالاتوکې واقع شوه چې دخپل مرګ په باب يې کړې وړاندوينه ريښتياراوخته.ده ويلې و:

چې جامه يې پاتې نه شي مرده شوى ته

خدايه ورکړې وخوشحــال هسې رحلت    (٧ ، م ١٥٥)                                                                                                                       

دسبک لغوي اواصطلا حي پېژ ند نه

سبک ته محقق سيدمحي الدين هاشمي صيب په خپل اثرادبپوهنه کې داسې اشاره کړې ده.:((سبک عربي کليمه ده چې مانااومفهوم يې دسرواوسپينوويلې کول اوپه قالب کې اچول دي،اوپه ادبي اصطلاح سبک ديوشاعرياليکوال دوينااوليکنې لارې،اسلوب اوروش ته وايي .))(٩ ، م ٨١)                                                                     همدارازدسبک کليمه د ارواښادڅېړندوى محمدصديق روهي دډېرو تحقيقونووروسته په دې ډول تعبيروي.:((سبک عربي کليمه ده چې سرواوسپينوزرو ويلې کولواوتويولوپه ماناراځي اوسبيکه دزروټوټې ته ويل کېږي،اماپه اصطلاح کې سبک دويلواوليکلوخاص ډول اوطرزته ويل کېږي.دعربي دسبک په مقابل کې اروپايان د(Style)سټايل کليمه استعمالوي،که څه هم دسټايل لغات دسبک په نسبت زيات جامعت اوارتوالى لري ځکه چې دغربيانوسټايل دټولوکړووړو(لکه نڅا،رسم اوداسې نورو) لپاره چې په يوه خاص اوممتازډول سره وي استعمالېږي دپاړسوپخوانوادباووبه دسبک پرځاى دفن،طرز،سياق،طريقه،شېوه،اسلوب دااوداسې نورې کليمې استعمالولې 

مګراوس دسبک کليمه ډېره عامه شوې ده.(Style) لاتيني کليمه ده چې له (Stylus) سټيلوس څخه مشتق شوى دى ستيلوس داسې آله وه،چې دهغې په وسيله به پرموميايي تابلوګانوباندې ليکنې کېدې ددې لپاره،چې دغه اله يوواضح اوتېز تاثيرولري بايدمحکمه اوتېره جوړه شوى واى اوهرچابه چې په دغه فن کې مهارت درلود دخلکوله خوابه يې ستاينه اولمانځنه کېده، ددې په خلاف هرچابه چې کلکه اوتېره نه شوه جوړولاى دملامتياوړوداکليمه وروسته اصلاح شوه اومانايې هم پراختياپيداکړه دسټايل لفظ دکره کتنې (انتقاد) په لارکې دنقادلپاره ديوه معياراومحک حيثيت لري ،چې دهغه په وسيله حپل تصويب يامخالفت ښکاره کوي.

ځينې اديبان سبک په ډېرساده ډول کاروي اوځينې نوربيادغه اصطلاح په ډېردقت اواحتياط سره کاروي ،دسبک په هکله دوه ډوله تصويرونه شته چې دافلاتون اوارستواودهغونه پخواوختونوته راجع کېږي.

دافلا تون د مکتب له نظره:دافلاتون مکتب وايي چې ځينې عبارتونه سبک لري اوځينې نه په داسې حال کې چې دارستومکتب وايي چې ټول عبارتونه سبک لري،مګرڅرنګوالى يې يوتربل توپير لري.دافلاتون مکتب په هغومضمونونوبحث کوي چې سبک ولري اوکه نه خوارستويي مکتب دلوړ،ټيټ،ضعيف اوقوي،ښه يابدسبک په باب څېړنه کوي.

ددې دوومکتبونوداختلاف په وجه دسبک تعريف مشکل ښکاري نوبايديوجامع تعريف په نظرکې ونيسو.سبک دکره کتنې اصطلاح ده چې دځينوپه نظرنوع اودځينوپه نظرکل دى چې دهغې په وسيله دافادې وصف ياډول پېژندل کېږي.ديوبل تعريف له مخې سبک دکليماتوهغه ترتيب ته وايي چې په خوراښه ډول دليکونکي شخصيت،مفکوره اوذهني نظرڅرګندکړي.

ډېرښه سبک هغه دى چې دليکونکي ياويونکي ذهني مفکوره عيناًتمثيل کړي.که څه هم دغه مقصدلاسته راوستل ګران کاردى،مګرليکونکى زيارباسي ترکومې اندازې چې بشري محدوديتونه اجازه ورکوي دغه مقصدترسره کوي.

سبک له دووعناصروڅخه مرکب دى مفکوره اودليکونکي شخصيت،هرکله چې په بشري ټولنه کې دوه تنه عين شخصيت نه لري نوځکه مونږعين سبکونه نه شوموندلاى،حتى ديوسړي شخصيت هم په مختليفووختونواوجلاشرايطوکې يوډول نه وي له دې امله هغه سبکونه چې ديوې کتګورۍ لاندې راځي په نسبي ډول مطالعه کېږي. په يوه سبک کې هغه څه چې لوستونکى درک کوي يوازې ليکل شوې مفکوره نه ده بلکې ځينې نورې زمني اشارې ورسره شته همدغه زمني اشاري دي چې فکرونوته رنګ ورکوي اودرنګونوتوپيراوترکيب په خپل ذات کې ډېراهميت لري.

دلته درنګ څخه مطلب دليکونکي احساسات اوذهني حالات دي چې ديو فکردافادې په ډول اغېزه کوي.دپورته دووعناصروپه اساس چې سبک  ورڅخه مرکب دى وايوچې سبک دليکونکي فکراوشخصيت دى.بوفون وايي (سبک په خپله سړى دى.) دشوپنهاورپه نظرسبک ددماغ دکړووړوپېژندنه ده. نيومن وايي :(( سبک يوفکردى چې په ژبه افاده شوى دى.)) مونږمخکې وويل چې دوه شخصيتونه يورازنه وي ځکه نودوه سبکونه هم يورازنه وي نوپه همدې اساس ويلاى شوچې سبکونه داشخاصوسره يوځاى اوږه په اوږه روان دي يعنې څومره چې ليکوالان زياتېږي په هماغه اندازه سبک هم دليکوال دفکراوشخصيت څرګندونې کوي. داچې سبکونه په نوعيت اودرجه کې سره توپيرلري نودمشترکواوصافوله مخې په اووه ډوله يې ويشو.

 

د سبک ډولونه

 دمصنف په نوم سبک: ځينې سبکونه دمصنف ياليکونکي په نوم شهرت لري. لکه دخوشحال خان سبک،دملټن سبک،شکسپيرسبک،حميداورحمان باباسبک اوداسې نور.

يوپياوړى اومنونکى ليکونکى ښايي دخپلوليکنودځينوخصوصياتوله پلوه پرنوروليکوالوداسې اغېزه وکړي چې نوردده تقليداوپېښې وکړي اودهغه په نوم ځان ته مکتب جوړکړي. خودليکونکي په نوم هغه وخت يوسبک شهرت موندلاى شي چې په خپله ليکوال هم مبتکراوهم داوچتې درجې خاوند وي .ښايي کله کله يوله دغواوصافوڅخه هم بسنه وکړي چې يوسبک دې دليکونکي په نوم مشهورشي .

دوخت په نوم سبک:ځنې سبکونه دوخت په نوم يادېږي لکه معاصرسبک،ترشکسپيردمخه سبک ،لاتين طلايي دورې سبک هرکله چې ديوې دورې ليکنې دهماغه زمانې له جرياناتوڅخه متاثره شوې وي اوپه هغوکې دوخت غوښتنې له ورايه نارې وهي نودغه ډول سبک دځينوتاريخي اواجتماعي شرايطومحصول ګڼل کېږي اوپه حقيقت کې ټول سبکونه دوخت دجريان مولوددي.وخت يومجرد مفهوم نه دى ځکه په دې صورت کې وخت په هيڅ شي تاثيرنه شي کولى بلکې دشيانواوپېښوترتيب دى چې دايمن تْغيرخوري دکوم مهم تغيراوتحول په ترڅ کې چې يوټاکلى سبک منځ ته راځي نوهغه دوخت په نوم يادوو.

دسبکونودمنځ ته راتګ علتونه بايددوخت دشرايطوپه رڼاکې مطالعه کړو،حتى دشاعرنظراوافکارهم دوخت دحالاتو څخه مستثنى نه دي .

دواسطې په نوم سبک:هغه سبک چې دواسطې څخه متاثېره شوى وي دهماغه طريقې له مخې پېژندل کېږي ،څنکه چې هماغه واسطې اغېزپرې کړى دى .يواثرچې په جرمني ژبه ليکل شوى وي هرومرودواسطې په لحاظ دهغه سبک سره چې په فرانسوي ليکل شوى وي توپير لري اډوارډسپيروايي .: ژبه دادبياتووسيله ده لکه مرمريازېړيانورشيان چې دمجسمه جوړونې مواد دي که څه هم چې هره ژبه ځانته جلامميزات لري. خوديوادب ذاتي محدوديتونه هيڅکله هم عيناً دهغه بل ادب په شان نه دي  هغه ادب چې ديوې ژبې دشکل اومادې څخه رغول شوى وي دخپل قالب رنګ اوبافت لري.يوادبي هنرمند ښايي هيڅکله هم له دې څخه خبرنه وي چې دغه قالب څنګه دده سره مرسته کړې ده يايې دده مخه نيولې ده اويايې لارښونه ورته کړېده مګرکله چې مضمون په بله ژبه اوړي داصلي قالب طبيعت په ناڅاپي ډول ښکاره کوي داديوهنرمندسره سره دهغه نبوع چې په خپله ژبه کې لري بلې ژبې ته بې له تغيراوخسارې څخه نه شي ورنقل کېداى نوله دې امله لروس(کروچه) بالکل حق په جانب دى چې وايي((يوادبي اثرهيڅکله هم نه شي ترجمه کېداى ))خوسره له دې ادبيات کله کله په حيرانوونکي قالب سره خپل ځان ترجمه کولاى شي سپيرله دې وروسته دانتيجه راوباسي چې دادب په فن کې دوه ډوله متمايزهنري سطحې يوتربله سره نغښتې دي چې يويې عمومي اونه ژبنى هنردى چې بې له خسارې بلې ژبې ته ورنقل کېداى شي.اوبل يې مخصوصاً ژبنى هنردى چې دانتقال وړنه دى.خومحترم روهي صيب دسپيرخبرې په خپل ذوق تعبيرکړي اووايي ديومشخص ثقافت په خم کې رنګ شوې وي اودنوروثقافتونوڅخه په خپل قالب کې توپيرولري.

نودلته دهغه مضمون انتقال ډېراشکال لري اوکه مضمون دجهاني مشترک ثقافت په قالب کې رنګ شوى وي يعنې دمشترک ثقافت پربنيادولاړوي نوپه ترجمه کې لطف اوښکلاته ضررنه رسيږي .دبېلګې په توګه ځينې بوټي چې په خاص چاپيريال کې وده کوي کله چې يوبل چاپيريال ته وړومړاوي کېږي اوخپله تازګي له لاسه ورکوي مګرځينې نور بوټي چې له هررازاقليم سره موافقه کوي په هرځاى کې چې وي ښکلي اوتندرس وي .خودغسې بوټي کم پيداکېږي خوپه هرصورت په ځينومواردوکې ديوې ژبې څخه  بلې ژبې ته ترجمه داولنۍ ژبې ښکلااولطافت له منځه وړي ځکه يوخواته دالفاظوتوپيراوپه هغوکې داصطلاحاتواوجملودترکيب اختلافات اوبل خواته دثقافتونواختلاف هم رول لري .

لکه دادم خان اودرخانۍ کيسه چې منشي احمدجان په کې خواږه اصطلاحات اومتلونه استعمال کړي دي .که همدغه دمنشي احمدجان خواږه اصطلاحات بلې ژبې ته ترجمه شي نودکيسې ذاتي ښکلااومزه بايلي ،بلکې ښايي تمسخر اوټوکې ترې جوړې شي نوپه همدې اساس په خلکوکې داخبره مشهوره ده ((چې هرمترجم خاين دى ))که څه هم دمترجم مقصدبه خدمت وي نه خيانت مګرکه هغه په ترجمه کې هرڅومره دامانت دارۍ اوصداقت څخه کارواخلي بياهم نه شي کولاى چې دبل ليکونکي دسبک ترجماني اونمايندګي وکړي اودهغه دسبک مختصات بلې ژبې ته واړوي .

ارتوشوپنهاور وايي.: ((کوم سبک چې ليکونکى استعمالوي دهماغه ملت څېره ده اودملتونوڅېرې اوکړه وړه خوپه ښکاره ډول يوتربله توپيرلري .))

مونږته داکثروليکوالوله سبک اوژبې څخه دهاغه ليکونکي چاپيريال اجتماعي جريانات ثقافت اودوخت روحيه جوتېږي.

دژبې په هنداره کې دثقافتونوتوپيرونه په روښانه ډول منعکس کېږي اوسبک هم دژبې په رڼاکې خپل هدف ته ځان رسوي .سبک دژبې له چوکاټ څخه بهروجودنه لري .په هرصورت سبک له ادبي واسطې سره سم تغيرکوي .

مثلاً که شعرغنايي ياحماسي وي نوورته ډراماتيک استعمالېږي.اوکه نثر(مقالوي يارسالوي ) وي نوناولتيک سبک استعمالېږي .(٢ ، م ٨٤-٩٦)                                                                                                                                         دموضوع په نوم سبک : داسبک دخپلې موضوع په نوم يادېږي لکه تاريخي،فلسفي ،علمي ،کوميډي ،تراژيدي اونور.که موضوع کوميډي وي ښايي خندونکي ضريف اوخوشالونکي الفاظ انتخاب شي ،که تراژيدي وي بايددقيق اوزړه خوځونکي الفاظ افاده شي يعنې الفاظ بايددموضوع سره برابروي ،مثلاً که چېرې يوليکونکى دتعزيت لپاره دمړي خپلوانو ته ټوکې ټکالې وليکي دمړي خپلوان به داډول همدردي په سپکاوي تعبيرکړي اوکه يوخطيب هغه سبک چې دممبرپه سريې په ډېر شداومداستعمالوي له يودوکاندار سره دسودا اخستلوپرمهال استعمال کړي دوکاندار به په هغه داحمق ګومان وکړي اويابه ووايي چې ښاغلى له ماسره ټوکې کوي .

دجغرافياوي موقيعت په نوم سبک : دجغرافياوي موقيعت په نوم سبک کليوالي،ولايتي،نوانګلنډي،منځنى،لويديځ،اوداسې نور.

په لرغونو ادبي فنونوکې اکثره سبکونه په همدې ډول تصنيف شوې دي .په تېره بيادپاړسوپخواني سبکونه چې معمولاًدجغرافياوي موقيعت په نوم شهرت لري لکه : عراقي خراساني اوهندي سبک چې هرسبک دخپل محيط اوچاپيريال تراغېزې لاندې دى چې په خاص ډول که دپارسي هندي سبک وګوروچې څنګه دماحول څخه متاثره شوى دى.

دمخاطب په نوم سبک : داهغه سبک دى  چې خپل نوم دمخاطبينوله طبقې څخه اخلي لکه ساده عاميانه اولسي سبک چې ديوې ټولنې خلک پرې پوهيږي مودب يااترافي سبک چې ددرباراومهذبوکسانودحال مقتضاوي.کورنى سبک چې دخپلوانواواشنايانواودکورنۍ په مقابل کې استعمالېږي.

دټا کلي هدف اومقصدپه نوم سبک: داهغه سبک دى چې دټاکلي هدف اومقصدپه نوم يادېږي .مثلاً احساساتي سبک چې ليکونکى دهغه په وسيله دخپلومخاطبنواحساسات اوحيجانات په خوځېدوراولي ،کنايه لرونکى سبک چې غواړي دمقابل لوري غاښونه ورمات کړي يعنې غاښونه يې تېزکړي.

ديپلوماتيک سبک ليکونکى ياويونکى په نرمه لهجه خبرې کوي اودهغې په مقابل کې لوستونکى يااورېدونکى دخپل فکردکلادروازې دروغبړاوصميميت لپاره پرانيزي ،لوړيامجلل سبک چې ليکونکى دهغې په وسيله تکتيکي يااخباري معلومات ورکوي دخپل ټاکلي اومشخص هدف په نوم يادېږي .

مونږه مخکې وويل چې هرليکوال اوشاعردخپل فکراوخيال څرګندولولپاره يوخاص طرزلري چې هغه دده سبک باله شي .

دځينوليکوالواوشاعرانوسبکونه دومره ښکاره وي چې ادب پېژندونکي يې دالفاظودانتخابولودکليماتوله ترکيب اوتغيرله طرزڅخه پېژني لکه دحميد،رحمان اوخوشحال بېل بېل سبکونه چې فکراوماناله حيثه اودالفاظواوتغيراتوله خوايې رنګ له ورايه معلومېږي . 

                                                                                                        (٢، م ٨٤-٩٩)                                                                       

 

د مکتب تعريف او پېژند نه : مکتب  لغوي مانايې دليک،زده کړې اوښوونې ځاى اوپه ادبي اصطلاح هغه پراخ ادبي جريان اولاره ده چې دزيات شمېراديبانو(شاعرانواوليکوالو)دسبکونوله ګډون څخه منځ ته راغلې وي .ځينې ادبپوهان يې په تشريحي ډول داسې راپېژني .: ادبي مکتب دهغونظريو،ادبي اوفرهنګي ځانګړنومجموعه ده چې ديوياڅوهيوادونودفرهنګي ټولنيزې اوسياسي اوضاع په بهيرکې رامنځ ته شوى وي .

دغه ځانګړنې معمولاً دليکوالواوشاعرانوديوې ډلې په اثاروکې سره ګډې اومشترکې وي اودنوروشاعرانواوليکوالانوله تخليقي اثاروڅخه دتوپيراوبېلتون سبب ګرځي . همدغه ځانګړنې ياخصوصيات چې کله ادبپوهانواوکره کتونکو(نقادانو)په نښه کړي يارا ايستلي اوهغه يې ديوادبي جريان دبنسټيزواوصولوپه توګه ښودلي دي په هماغه وخت يادوره اوياراوروسته وختونوکې نوروليکوالواوشاعرانوددغواوصولوپيروي کړې اودهغوپربنسټ يې خپل اثاررامنځ ته کړي دي اودغسې دغه ادبي لاره ديوې لنډې يااوږدې مودې لپاره ساتل شوي اوپالل شوي چې اوس مونږهغې ته دادبي مکتب ياجريان نوم ورکوو.

 

دا د بي مکتب اوسبک ترمنځ توپير

په دې کې شک نه شته چې ادبي مکتب اوادبي سبک په خپل منځ کې سره نږدې اړيکې لري،خويوشى نه دى.ددواړوپېژندنې مودمخه ولوستلې دهغې له مخې به يې په توپيرپوهېدلې ياست،ددې لپاره چې دتوپيراوبېلتون کرښه پوره روښانه شي،دلته يوشمېرتوپيرونه ښيوچې دادبي څېړنوپه بهيرکې ددغودوواصطلاحاتوپه اړه څرګندشوي دي.:

 ١- ادبي سبک دادبي مکتب په پرتله (مقايسه )ځانګړى ،محدوداوياپه بله وينافردي بڼه لري ،خودادبي مکتب مفهوم دهغې په پرتله عام،پراخ اويوه ډله ليکوالان اوشاعران ياپه بله وينادادبي اثارورامځته کونکي په خپله پراخه لمن کې رانغاړي.

 ٢- سبک په خپلوذاتي کليماتوکې يواځې ديوه شخص چې رامنځته کونکى يې دى څېره څرګندوي ،خومکتب بياديوې ډلې دادبي اثارورامنځته کونکودادبي خصوصياتواوځانګړنوڅرګندونې کوي.

 ٣-سبک دمکتب په حدودوکې ځان څرګندوي خوادبي مکتب بيادڅوسبکونوله يوشانته والي اوګډون څخه منځ ته راځي.

 ٤-سبک ديوې محدودې تاريخي دورې څرګندونې کوي ،مګرمکتب يوه ډېره پراخه دوره راچاپېروي. 

دپايلې په توګه ويلاى شوچې :مکتب عام اوپراخ دى اوسبک خاص اومحدود دى .هرادبي مکتب په عين حال کې يوه لويه اوپراخه ادبي لاره ياسبک وي چې دڅوسبکونوله ګډون څخه جوړجوړشووي،مګرهرادبي سبک هيڅکله ځانګړى ادبي مکتب نه شي کېداى.که داخبره لږه نوره هم څرګنده کړو،نووبه وايوچې:هرليکوال اوشاعرځانته بېل بېل سبک لري،خوداضروري نه ده چې دهرسبک خاوندشاعردى دمکتب خاوندهم وي خوداضروري ده چې هغه به خامخادزياتوشاعرانوياليکوالانوله سبکي ګډون څخه را منځته شوى وي.کله کله داسې هم کېږي چې ديوشاعرياليکوال دخاص اوځانګړي سبک دنفوذساحه اودايره پراخه شي،نورسبکونه په کې منحل اوهماغه ادبي سبک ديوادبي مکتب په بڼه تبارزوکړي.په پښتوادب کې يې څرګندمثال دخوشحال خټک ادبي سبک ګڼلى شوچې دخټکودمکتب په بڼه څرکندشوى دى.   (٩ ، م ٨١-٨٣)

                                                                                                          

د خوشحا ل خا ن خټک سبک

دخوشحال خان لومړى خوصوصيت دادى چې په خپلواشعاروکې دملت اووطن دوستۍ احساس په ډېرقوت ځاى کړى اوپښتنوته يې دخپلواکۍ پېغام وړاند کړى دى ،حماسي برخه يې په شعرکې ډېره درنه اوله قوته ډکه ده.

دمضامينودتنوع اودشعرداقسامواوانواعوپه لحاظ څوک له ده سره برابرى نه شي کولاى ددفکرازادي ،بې قيدي اوجرات وجسارت يې ډېرزيات دى ځکه يې په اشعاروکې بې باکه اوبې پروازړورتوب وينو.

دده اعتراف اورندانه ويناپه دغسې وضاحت اوصراحت دنوروپه اشعاروکې نه وينوله اقوامواواشخاصونه  دى ويرېدلى اودعرف اوعادت،رسم اورواج په قيدکې ډېرنه دى راغلى.

دده اشعاردده دژوندانه اوورځنيوپېښوسره ډېرارتباط لري اودخپل وخت ډېر حالات يې دشعرپه ژبه بيان کړي ځکه يې داشعارونه دعصراومحيط رنګ اوډول ښه معلومېږي اودده معنوي څېره دده په اشعاروکې ليدلاى شو.

دده په دېوان کې تصوفي،اخلاقي اوعشقي اشعارهم شته مګردده دشاعرۍ اساسي جزاومهمه برخه نه شوګڼلى،داويلى شوچې دى دراز رازمعلوماتواومطالعاتوخاوندوواوله دغه خواوونه ناخبره نه ومګرپه شاعرۍ کې يې هدف دملت دجزبې ويښول واواساسي توجه يې همدغه خواته وه خوشحال خان په شعروشاعرۍ کې دالفاظوډېره پروانه ده ساتلې هرلفظ چې په هرځاى کې کارېده خپل وکه پردى غريب وکه فصيح ده ترينه کاراخستى اوکله يې ديوه لغت هډوکى هم مات کړى اوپه وچ زوريې په يوځاى کې لګولى دى په همدغه وجه دده ددېوان دلغاتو حل اوپه ټولواشعاروپوهېدل ګران کار دى ترڅوچې سړى دهندي ژبواودپښتودمختلفولهجواومحاورونه خبرنه وي دده په اشعاروپوره نه شي پوهېدلى .

دغومره ډېراشعارويل ضرورله الفاظوسره يوڅه قيدي اوبې پروايي غواړي اوداشعاروپه دغسې لويودېوانونوکې ارومروله پرديواونااشنالغتونونه کاراخستل کېږي خوشحال خان دپښتونولۍ په نبض اورګو ډېرښه پوهېده اودننګ اوغيرت په پارولوډېر ښه پوهېده ځکه يې اشعاردپښتنوپه ذوق اوفکر

ډېربرابردي اوپښتونولي په کې دېره زياته ده .

دهمدغه پلوه ده پښتنوته ډېرې طعنې ورکړې دي اوپه سپوروستغوکې يې څه کمى نه دى کړى .ده ځينې ترخه حقايق هم يبان کړي چې پښتانه خپلونيمګړتياوته ملتفت شي اوځان ويېژني .

دده په اشعاروکې زړه ماتونکي رقيق احساسات نه شته اوپه ويونکوکې لوړهمت،ټينګ عزم،دازادۍ مينه اودوطن پالنې عشق پيداکول دي .(١، م ٥٥-٥٦)                                   

                                                                                                                   د خوشحا ل خټک ادبي مکتب

دخوشحال زمانه دپښتوادب له دريمې دورې څخه سمون خوري .ددې دورې په سرکې پښتون اولس اوپښتوادب دمغولي زورګيرۍ له سختوتاړاکونوسره مخامخ شوى .

پخپله خوشحال خان دجنګ په ميدان کې زيږدلى ،لوى شوى اووفات شوى دى.ده پخپله هم توره وهله ،هم يې قلم چلاوه ،يعنې په يوه لاس کې توره اوپه 

بل لاس کې قلم و.نوطبهاًيې کليات درزمي اوجنګي سندرونه ډک دي .

مونږدخوشحال په اشعارواوسبک کې دايډياليزم ،رياليزم اورومانتيزم دپلوشوګډه ننداره کولاى شو.که څه هم دشعري جوړښت له کبله ورکې کلاسيک مثالونه ډېردي ،خودفکردپراختيا،ازادخيالۍ اوزړورتياله مخې يې کلاسيک چوکاتونه مات کړي دي. 

                                                                                                               (٣، م ١٣)                         

                                                    

 

خوشحال خان خټک د(١٦١٣-١٦٩٠م)دپښتوپه کلاسيکوادبياتوکې دروښانه اوهراړخيزه ايجاداتوپه وسيله ديوپوره ادبي مکتب بنسټ ايښى دى،تقريباشلوتنوشاعرانو،ليکوالو،پوهانواومورخينودده ادبي چلنداولاره تعقيب کړې ده،له همدې کبله هرکله چې محقيقين دافغانستان کلاسيک ادبيات څېړي دخوشحال خان ادبي مکتب اودهغه پيروان له يوکاروانه سره تشبېه کوي ،خپله خوشحال خان ددې کاروان لارښونکى(ساربان)ته ورته بولي.

دخوشحال خان پيروان هم دشکل هم دمضمون په لحاظ دده ترتاثيرلاندې راغلي دي،که څه هم نه شوکولاى چې په دې باره کې چې کوم يوله دوى څخه ((دشکل يامضمون په لحاظ ))خوشحال خان ښه تعقيب کړى دى خپله نظريه څرګنده کړوالبته داله وياړه ډکه وظيفه هغه څوک په غاړه لري چې په راتلونکي وخت کې به دپښتودکلاسيکوادبياتوڅېړنه اوتحقيق په هراړخيزه توګه مخ په وړاندې بيايي هغه موادچې وکولاى شي دخوشحال خان دمکتب دنماينده ګانوپه باب مونږته معلومات راکړي اورڼاپرې واچوي په اقغانستان کې ډېرلږدي که څه هم دځينواشعارودېوانونه په افغانستان يا پښتونستان کې چاپ شوي دي خوتراوسه پورې لا ټول اثاردچاپ ډګرته نه دي راوتي،نوځکه ددې مکتب دنماينده ګانوپه باره کې زمونږاساسي ماخذددوى داشعاروهغه دېوانونه دي چې په افعانستان ياپښتونستان کې چاپ شوي دي اوهم هغه تذکرې اومقالې دي چې په مختليفودوروکې دمختليفواشخاصوله خواليکل شوې دي.

مونږپه دې خپل لنډعلمي بحث کې دخوشال خان دادبي مکتب دپيروانوپه شاوخواکې چې پخپله يونوې موضوع ده اوس يواځې دلنډومالوماتو په وړاندې کولوباندې اکتفاکوو. 

                                                                                                      (٥، م ١٢٤-١٢٥

 

د خوشحا ل دا د بي مکتب ځا نګړنې :

١-پښتوادب يونوي پرمختيايي پړاوته داخليږي اود ودې  اوپراختيالپاره يې شعوري هڅې پيل کېږي.

 ٢-دمسجع اومتکف نثرپرځاى ساده ،روان اودخلکومحاورې ته نږدې نثرليکنه پيل کېږي اودخټکوځانګړى ليکدود(رسم الخط)رامنځته کېږي.

٣-په شاعرۍ کې حماسي،رزمي اوملي روحيه ډېره پياوړې کېږي اود پښتنو له ټولنيزژوندانه رنګ اخلي.

 ٤- پښتوشعردمضمون له پلوه بشپړشو.په پخوانيوعشقي،عرفاني،وعظيه،اخلاقي موضوعاتوسربېره داجتماعي ژوندبېلابېل موضوعات،تاريخي پېښې،پرټولنه انتقاد،دوطن اوقوم سره دمينې احساسات په شعراوادب کې په پراخه پيمانه منعکس کېږي.

٥-پښتوادب ته دشرقي شاعرۍ ټول انواع دغزل،قصيدې،رباعي،مثنوي اومربع برسېره چې موږيې تردې دمخه دوره کې هم نمونې لرلې مسدس،مثمن،ترکيب بند،ترجېع بند،ذوالقافتين اونورډولونه په پښتوشاعرۍ کې په پراخه پيمانه رواج مومي 

٦-دپښتوملي کيسې(لکه ادم خان اودرخانۍ،ولۍ اوشهۍ )وليکل شوې اوهم دنوروژبوڅخه ډېرې کيسې وژباړل شوې اودپښتودقصصي اوحکايوي ادب پانګه درنه شوه .

٧-ددې دورې ادبيات دموضوع درنګارنګۍ اوهنري ارزښتونوله پلوه ښه بډايه کېږي اودسيمې له ادبياتوسره دسيالۍ څنګونه وهي.

 

٨-شاعران له خپلې مورنۍ ژبې سربېره په فارسي ژبه هم شعرونه وايي. 

                                                                                                             (٩، م ٨٨-٨٩)                                         

 ٩-دخوشحال په ادبي مکتب اوشاعرۍ کې دقامولۍ،پښتونولۍ،ملت،تورې،ننګ اوغيرت څپې داباسينددڅپوپه څېرغورځنګونه وهي اودپت اوعزت ژوندترهرڅه غوره بولي.

 

مرګ په سل ځله بهتردى ترژوندونه                دعزت سره چې نه وي زيست روزګار

 ١٠

-دخوشحال شاعري دزوګيرۍ اواقتدارپه مقابل کې دپښتني جذبواوپښتني هوډيوڅرګنده ترجماني ده.

١١- دده په اشعاروکې دانساني مينې ،ښوخويونوسپيڅلواخلا قواوپندونصيحت مرغلرې هم له ورايه ځليدونکې ښکاري.

          ١٢-دخوشحال په شعرونوکې دمستۍ،رندۍ،ازادۍ،بې پروايۍ يودا سې ژوندبښونکى پېغام پروت دى چې هرڅوک په خوځيدا اونڅاراولي.

 ١٣په دې مکتب کې دعشق اوتصوف رنګيني هم شته خودرحمان دسوزاواخلا ص مقام ته نه رسېږي .

 ١٤-دخوشحال دمکتب ښېګڼه داده چې ديوې خاصې سيمې اوقبيلې په ولکه کې نه بندېږي ،بلکه په ټوله پښتونخواپورې اړه لري اودهرې سيمې لغات اوکلمات په کې ځان ښکاره کوي ..دغه شان په کې دزړولغاتوزخيره اوپانګه هم ډېره ده لکه :ژوى ،کرتوت ،وښيه ،ژمنه ،اونور.

 ١٥-دتنقيد،کره کتنې اوخوش طبعۍ خيالاتو هم ددې مکتب په کالبوت کې دژوند سااچولې ده 

١٦-په دې مکتب کې دپارسي ادب  دځينواصطلاحاتواو خيالا تواغېزاواثرهم په ښکاره ډول ليدل کېږي .لکه :دمۍ اوساقي ،شمع اوپتنګ ،ګل اوبلبل،شراب اوکباب اوداسې نورسمبولونه .

 ١٧-دامکتب دادبي ارزښت له پلوه ترټولوغوره اوپراخ دى معنوي اولفظي ښېګڼې يې ترنورومکتبونواوسبکونوزياتې دي.سربېره پر دې ادبي استعارې اوتشبېه ګانې يې هم له پوښتني رنګ څخه نه دي وتلي.

                                                                                                      (٣ ، م  ١٣-١٥)

 

د خوشحا ل دا د بي مکتب  کورني پيروا ن

دپښتودادبي اثارومطالعه داڅرګندوي چې ديولسمې هجري پېړۍ نه واخله ان تراوسه پورې دخوشحال خان خټک په کورنۍ کۍ دپښتوشعروشاعرۍاوپښتوليکوالۍ هنګامه توده ده .په لسګونوشاعران اوليکوال په دې کورنۍ کې پيداشوي اولوى شوې دي اوپه لسګونومنظوم اومنثوراثاريې خپل اولس ته وړاندې کړي دي اودپښتني پرهنګ په بډايتوب کې يې خورازياته برخه اخستې ده .

په دې ځاى کې مونږدخوشحال دکورنۍ پرټولوليکوالواوشاعرانوخبرې نه کووبلکې يوازې هغه شاعران ښيوچې په نظم اونثرليکلوکې يې دخپل پلارپيروي کړې ده. 

                                                                                                            (٨ ، م ١٤٧-١٤٨)                                                                                          

 

١-اشرف خا ن هجري : دخوشحال خان مشرزوى دى،دزوکړې تاريخ يې (١٠٤٤هجري قمري)کال درمضان دمياشتې (٩)يا(١٧)دى.داشرف خان هجري دژوندپېښوپه اړه ځينې بيانونه راغلي دي چې دى په(١٠٩٢هـ ق )کال په پېښورکې نيول شوى اوبندي يې هندته بيولى دى.دګواليارکړکى اوبېجاپورپه کوټونوکې يې بندتېرکړى دى اوپه(١١٠٦هج)کال په بېجاپورکې مړدى.

اشرف خان هجري دپښتوژبې زبردست شاعردى ،پښتواودري دېونونه ترې پاتې دي داشرف خان هجري پښتواودري دېوانونه دښاغلي همېش خليل په زيارپه پېښورکې چاپ شوي دي.ښاعلى انځوردهجري پرشرحه حال يورساله ليکلې چې(دزنځيرونوشاعر)نومېږي اوپه (١٣٦٤هج)په کابل کې چاپ شوې ده.

 هجري دخوشحال خان دسبک په مقدروپيروانوکې شمارشاعردى،په دېوان کې يې غزلې،قصيدې اورباعي پيداکېږي.   

                                                                                                                      (٧ ، م ٢٤٨-٢٤٩)

داشرف خان ايجادات له ډېروپلوڅخه دخوشحال خان له ادبي ايجاداتوسره شباحت لري.دمغلوله امپراتورۍ دډېرقهراوغضب احساس،له وطن اويارانوڅخه دليريوالي غم اودهغوى دردناکه يادونه،دتورې اومېړانې احساسات،ازادي غوښتل ،ژونديتوب اورندي داشرف خان اشعاروته ښکلى خصوصيت بښي.شاعرپخپله يوه له درده ډکه ترانه کې چې په جېلخانه کې يې ويلې ده داسې ژړاکوي.:

يوهجـــــــري دهجـــــــــرغم ترلمن ونيو        نورهمه ديارپه وصل تل اخـــــــــــــــترکا

.  له وطن سره عشق اوعلاقه داسې څرګندوي :

زه هجري دايم هوس دخپل وطن کـړم         بېجاپورکه هـرڅوښه داورنګ شاه دى

همېش خليل په خپله مقدمه کې چې داشرف خان ددېوان په سرکې يې ليکلې ده يادونه کوي چې داشرف خان په اشعاروکې صوفيانه افکاردومره ډېرنه دي .             

                                                                                       (٥ ، م ١٢٧-١٢٨)

٢-عبدا لقادر خا ن خټک:دخوشحال خان له عالمواو دانشنمدو زامنو څخه يو هم عبدالقادر خټک دى،چې د١٠٦٣هـ ق کال دذالحجې په ٢٥مه زېږېدلى.خوشحال به له نازه (بابادل)باله.

ده دنوښار اوګنبت په جنګونوکې ګډون درلود،اما په عام ډول صوفي مشربه سړى و.،دنقشبنديه تصوفي تريقې پيرواوپه دې طريقه کې دشېخ سعدي لاهوري  مريداوخليفه و،دپښتنوپه فرهنګي حلقوکې په خليفه مشهورو،((عبدالقادرخټک دخوشحال خان دادبي مکتب په پيروانوکې لومړى شاعردى چې په نوموړي مکتب کې يې دتصوف لاره په څرګنده توګه پرانسې ده .)) 

                                                                                                                       (٥

[پشتو ژبه او د پشتنو پاچاهان] اخستنه:

-
بېرته شاته