(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سندر غاړې پشپاهن

[03.Nov.2017 - 11:05]

دپښتو ژبې سندر غاړې پشپاهن

لیک: ډاکټر لطیف یاد

د مو سيقۍ په ډګر کې ز موږ د نورو هيوادوالو په څير د افغاني هندوانواو سیکانو  ونډه هم په زړه پورې ده . د پښتو موسیقۍ په بر خه کې ز موږ هند وانو او سکهانو هيو ادوالو د قدر او ستاينې وړ خدمتو نه سرته رسولي دي.

په ګران افغانستان کې هندوان   دلرغوني آريايي او ويدي سرودونو نه نيولې تر او سه پور ې په خپلو معبدونو(مندیرونو) کې د خدای په حمد او ستاينو بوخت دي چې د موسيقۍ د آلاتو په غږ ولو سره د مينې او محبت دغه جذ به نوره هم پياوړي کوي٠

همدا راز ز موږ سکهـ هيوادوال هم په خپلو ګورو دوارو کې د (ګورو ګرنت) په لوستلو او د موسيقۍ سره يو ځای د ګورو نانک او نورو سیک ( مذهبي لار ښوونکو) او (جپ جي) نه هغه سر ود ونه چې د خدای په ستاينه کې ويل شوي دي  بجنونه ( مذهبي سرودونه ) وایی..

زموږ په ګران هيوادکې د اروا ښاد استاد پران ناتهـ هغه خوږې او صوفيانه سندرې ز موږ د دې ادعا ښه ثبوت دی چې زموږ هندوانو هيواد والو تر کومه حده افغاني موسيقۍ ته د قدروړ خدمتونه کړي دي ٠ همداراز زموږ د هيواد د موسيقۍ په وده کې د ښاغلی چيت رام ساهني خدمتونه هم د ياد ولو وړدي چې د موسيقۍ په برخه کې اکاډميکي زده کړې هم لري٠

دپښتو موسيقۍ يوه بله هندونامتو سندر غاړې آغلې پشپاهن وه چې له نن نه يې پنځوس کلونه وړ اندې په را ډيو افغانستان کې يې يوه پښتو سندره ويلې او ثبت کړې وه ٠ 

پشپاهن په اصل کې د پښتونخوا او سيد ونکي وه او په يوې داسې کورنۍ کې يې نړۍ ته سترګې پر ا نيستلې چې د موسيقۍ سره يې مينه در لودله ٠هغې په پښتو ژبه کې ډيرې سندرې ويلي دي٠ د پشپاهن زيا تره سندرې په خوستواله پښتو لهجه کې دي٠ ددې يوه ډيره په زړه پورې او خوږه سندره (آشنا سها ردی) نوميږي چې په خپل جادو يي غږ سره د انسان روح خوشا لوي٠ ددې سندرې بشپړ متن په لاندې ډول دي :

آشنا سهار دی چې ساړه مې کيږي

را باندې واچوه لونګۍ دواړه لاسونه 

آشنا سهار دی

ما ته ځولۍ ګلونه را وړه

زه د وربل د پاسه چتر جوړمه

آشنا سها ر دی

که ته مې روغ ليونی نه کړې

بيا مې د بنګو پياله مه بو له مينه 

آشنا سها ر دی

تر ګل ګلاب ښا يسته زه يم

ما ته دګلو ګيډۍ مه راوړه مينه

آ شنا سهار دی

با يد وويل شي ما د پشپاهن دغه سندره چې تقريبا ډیره پخوا یې ویلې ده اوس له هيچا سره هم نشته په سویډن کې میشته هندي سندرغاړې شارون اوسر ته ولیږله او ورنه مې وغوښتل چې که ممکنه وي دغه سندره ووایې چې د آغلې پشپاهن یاد تازه اوداسندره هم له سره بیا ژوندۍ شي.آغلې شارون اوسر چې په اصل کې يوه هندي سندر غاړې او د بمبئي او سيد ونکې ده اوس د سويډن په هيواد کې او سيږي او د پښتو ژبې د تکړه استاد او سندرغاړي استاد يا رمحمد علیزي او ښا غلی همايون صاحبزي په هلو ځلويې ډيرې پښتو سندرې ويلي دي .

له نیکه مرغه آغلې شارون اوسر زما غوښتنه ومنله او د ۲۰۱۱ کال داکتوبر دمیاشتې په ۱۱ نیټه یې دغه پښتو سندره دانګلینډ د برمنګهم په ښار کې یې په یوه کنسرټ وویله . دپشپاهن دغه سندر ه دآغلې شارون اوسر په غږ کې په لاندې لینک کې اوریدلی شئ !

 
-
بېرته شاته