(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د صفر شعري سفر

[03.Nov.2017 - 11:01]

د صفر شعري سفر

 لیک: عبدالمالک بیکسیار

کلونه پخوا د یوه دوست سره د ډنمارک د اورګاډي په یوه سټېشن کې ناست وم، او خبرې مو سره کولې، زموږ له ښي اړخه یو د منځني منګ پخې ځوانۍ ته رسېدلی سړی په شمېرلو، ورو او مظبوطو قدمونو تېر شو . له هغې بلې مخې واپس پدې لار رانغی او ښکاره خبره ده چې زموږ تر شابه په سټېشن کې د مغازو له هغه بله اړخه را ګرځېدلی وي، څو شېبې وروسته بیا همدغه په شمېرلو ، ورو او مظبوطو قدمونو روان سړی چې دا ځل يې لکه جناب محقق د بیانیې پر مهال لاسونه هم شاته غوټه کړ ي و، یو وار بیا له همدې ښي اړخه زموږ تر مخې تېر شو، خو داوار يې فاصله زموږ خواته را لنډه کړې وه، ګومان کوم غوښتل يې واوري چې موږ په کومه ژبه خبرې کوو، تر موږ چې تېر شو نو زما ملګري ماته وویل دا سړی لکه چې افغان دی .

زه چې له دغه ډول خبرو سره زیاته علاقه نلرم په زړه کې مې په ډنمارکۍ وویل Hvad så ?

یانې نو بیا ؟

سړی چې دا ځل د سټېشن پای ته ورسېده همداسې زموږ تر مخې لاره باندې را واپس شو، داځل نو دده ښی اړخ موږ ته شو، که ګورو یو کتاب چې د افغانستان پر بیرغ د پاسه لیکل شوي افغانستان يې سم نیم له جبه راوتلی، ملګري مې چې په خبرو کې یې مدام د طنز مالګه ګډه وي وویل :

دا وګوره مانه ویل چې افغان دی ؟

سړی خو نه یوازې چې افغان دی، افغانستان يې هم په جب کې دی .  

لدې پېښې لنډه موده وروسته ښاغلي زمري محقق په یوه غونډه کې راته وویل چې د ژورنالیزم پوهنځي یو ټولګیوال يې چې د کونړ دی، د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې يې دنده لرله، د کهول او پکتیا مجلو ، د ثور انقلاب او انیس ورځپاڼو د کاري ډلې غړی او د ژورنالستانو اتحاديې کارمند تېر شوی ډنمارک ته راغلی .

ښاغلي محقق چې د خپل ټولګیوال کومې نښې او نښانې وښوولې، زما دوست چې دغه ورځ بیا زما خواته ناست و، ورو زما غوږ کې وویل: دابه کېدایشي هماغه کس وي، افغانستان يې چې جب کې ایښی و .

دقیق مې په یاد ندي، چې څنګه او چېرته ؟ خو لږه موده وروسته زه له همدغه ښاغلي سره اشنا شوم چې نوم يې محمد صفر خواریکښ و، ژورنالیست و، لیکوال و، څېړونکی و، ګوندي و او د افغانستان په تېر څلوېښت کلن سیاسي بهیر کې يې د یوه اړخ استازولي کوله . ښاغلی محمد صفر خواریکښ تر دغه دمه د مستقلو اثارو څښتن نه وه، کالمونه، مقالې، راپورونه او د تاندې ځوانۍ شاعري خو به يې خامخا کړې وه، ځکه وايي پښتانه قلموال لیکوالي له شاعرۍ شروع کوي، کال دوه لا تېر نه و چې د افغانانو په یوه پلورنځي کې مې د ښاغلي خواریکښ په یوه ژباړه سترګې خوږې شوې. دغه ژباړه د فلسطین الاصله امریکايي لیکوال ادوارد سعید کتاب و، د روڼ اند نقش په نامه چې ښاغلي له پاړسۍ څخه پښتو کړی وه، تر دې څو کاله وروسته د فېسبوک پر مټ چې زه يې مخکتاب بولم د ښاغلي خواریکښ له شاعرۍ سره اشنا شوم، په شروع شروع کې ما هم خپلې تبصرې او یادښتونه پرې لیکل، خو په لنډه موده کې یې لوستونکي او مینه وال  دومره زیات شول چې زما تبصرو او یادښتونو ته ضرورت پاتې نشو او ماهم ځان ډډې ته کړ. تر هغه وروسته يې بیا د څوکلونو ستړي کار په نتیجه کې د ټولې نړي متلونه، له دوه سوه ژبو څخه له پينځه زره کلونو راهیسې نهه زره متلونه او ګړنې کتاب نېغ په نېغه له ډنمارګۍ څخه را وژباړه او همدا څه موده مخکې یې د خپلې شاعرۍ له دوه ټولګو پردېسې څړیکې او هیلو کر سره یو ځای چاپ کړ، چې زموږ د ننۍ غونډې موضوع همدا دده شاعري او نورو کتابونو چاپ دی .

ښاغلي خواریکښ ددغو کتابونو د چاپ سره یو ځای په ګانده کې د دوه نورو شعري ټولګو، د لنډو کیسو د یوې مجموعې او له هورا تر تکبیره په نامه د افغانانو په اصطلاح د یوه سیاسي کتاب زېری هم راکړی دی، او خدای شته چې زه يې تر ټولو همدې کتاب ته ډېر په تلوسه کې یم، ځکه چې په اصل کې همدا دده د کار ساحه یا فیلډ دی .

زه تر هر څه د مخه ښاغلي خواریکښ ته دده د ټولو کتابونو د چاپ مبارکي وایم او مننه ترې کوم چې پدې خوار، ځپلي، فرهنګي فقر اخته او بې کتابه ولس يې خپل کتابونه ولورول . خپل ارزښتناک او قېمتي فارغ وختونه يې د پيسو په ګټلو او راټولولو تېر نه کړل، کېناست توري يې د زړه په وینو او شواخون را تول کړل او کتابونه يې ولیکل، بیا يې د خپلو بچو د ډوډۍ او مړۍ په پیسو خواره کړل .

اوس به راشم دده په شاعرۍ به لنډې خبرې وکړم او بیا به وار ور کړم نورو دوستانو ته .

ښاغلی خواریکښ د عمر، پوهې او تجربې له مخې له ما څخه مشر دی، خو شاعري يې زما له شاعرۍ کشره ده، زه چې له کم زیات دېرشو کلونو په دغه لاره روان یم، په لومړیو ۱۷ کلونو کې مې یوازې یوه وړه مجموعه چاپ کړې وه

خو د ښاغلي خواریکښ د چاپ شوو دوه ټولګو د شعرونو له نېټو څخه ښکاري چې ده یوازې له ۲۰۱۱ څخه بیا تر ۲۰۱۷ پورې دوه ټولګې چاپ کړي، دوه يې چاپ ته تیارې دي، او پدا منځ منځ کې يې د نړۍ د متلونو پنډ کتاب هم ژباړلی دی .له همدې لنډې محاسبې څخه دا جوتېږي چې دی له ما څخه څو واره ګړندی او بېړندی روان دی .

پردېسې څړیکې د ښاغلي خواریکښ د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چې دوه نیم سوه مخه لري، او څه نا څه په همدومره شمېر کې شعرونه هم پکې راغلي، مانا داچې د کتاب پاڼو په هر مخ کې یو شعر راغلی دی، یو نیم ځای داسې شوي چې دوهمې او یا دریمې پاڼې ته اوښتی وي، د کتاب قطع او صحافت ښکلی دی .

د کتاب نوم  زما په اند ډېر ښکلی او پر ځای انتخاب شوی دی، سره لدې چې نن سبا یوازې د کتاب د نوم د انتخاب په هکله په لسګونو اثار موجود دي، چې د لوستونکو د پام را اړولو، بازار موندنې، لنډ واله، اوږد واله، ښکلا او د لیکوال د موخې اوهدف په رابرسېره کولو او لسګونو نورو مواردو را څرخي، ما د همدغې لنډې لیکنې په پار ښاغلي لیکوال ته څو پوښتنې ور کړې وې چې یوه يې دده دشعر د لامل په هکله وه .

ښاغلي خواریکښ د خپل شعر تر ټولو ستر لامل د جلا وطنۍ ژوند ویرژلی حالت په ګوته کړی و .

اوس که موږ د ښاغلي خواریکښ همدې خبرو ته ځیر شو او بیا د کتاب نوم ته وګورو، نودده دغه موخه او هدف تر دا اوسني نامه په نورو هېڅ ډول ټکو کې نشي سره را یو ځای کېدای . د کتاب په نوم کې جلا وطني هم نغښتې او د جلا وطنۍ ویرژلی او درد من حالت هم .

البته د پردېس د کلمې په تاثر کې دده د دوستانو ونډه هم ښايي و اوسي، چې پردېسي او پردېسیار دواړه پکې شته .

معاصر طب وايي چې درد د وجود د دفاع یوه برخه ده، یانې کله چې په کوم ځای درد وي، مانا دا چې هلته څه پېښ شوي او وجود باید رد عمل وښیي. درد اکثر د انساجو له تخریبه پیدا کېږي، چې بیا په همغه ځای کې درد رسپترونه تنبه کوي او هغوی بیا مغز ته احوال ور کوي . دا چې درد د کوم خصوصیاتو لرونکی دی، پدې اړه لري چې کوم غړي او څه ډول انساجو ته صدمه رسېلې ده . درد کېدایشي لنډ مهاله وي او یا مزمن او دوامداره شي، نو درد یوه نښه ده که سبب يې لرې شو، درد به هم له منځه لاړ شي او کنه نو دوام به مومي .

ځینې وخت درد دومره دوامداره شي چې په مغزو کې ثبت شي، او چې سبب يې لرې هم شي، درد تر یوې لنډې یا کله کله اوږدې مودې پورې احساسېږي خو دا نادره خبره ده . څړیکې د درد کومه مرحله یا  اندازه نده بلکې د درد یو خصوصیت دی، مقصد دا چې لږ یا ضعیفه  درد هم کېدایشي څړیکې ولري، او شونې ده چې ډېر او له توانه وتلی درد هم بې څړیکو و اوسي . عصبي دردونه یانې هغه دردونه چې د اعصابو رشتې پکې زیانمنې شوې وي اکثر څړیکې کوي، د درد احساس د وخت په تېرېدو زیا تېږي، یانې که څوک یوه میاشت درد تېر کړي، نو هغه اندازه درد يې چې اوله ورځ زغملی شو په دېرشمه ورځ يې نشي تحمل کولای .

اوس که د مسلې کلتوري/ فرهنګي برخې ته راشو نو ولسونه ګومان کوي چې څړیکې د درد یوه پرمختللې او لوړه درجه ده، خو پدې حساب هم د ښاغلي خواریکښ خوښ کړی نوم له اوسمهاله طب سره اړخ لګوي، ځکه چې دده دردونه فزیکي دردونه ندي بلکې احساسي، عصبي او رواني دردونه دي او د جلا وطنۍ له ویرژلي حالت سره تړلي، نو لکه پورته چې یادونه وشوه دغه دردونه له څړیکو سره مل وي .

له سریزې هم چې راتېر شو او دکتاب اصلي منځپانګې ته راشو نو د ښاغلي خواریکښ شاعري د شعري اصنافو له پلوه مشتمله ده پر غزلو، قطعاتو، مثنویانو(دوه بیتیزو) څلوریزو او کله کله په ازادو او نیمه ازادو یا مونډیو شعرونو .

له موضوعي پلوه تر کومه ځایه چې ما دښاغلي خواریکښ دغه دوه ټولګې وکتلې د مطالعې په لړ کې يې له عشقي، سیاسي، وطني، او ګڼو نورو ټولنیزو مسایلو سره مخ شوم .

د هندسي جوړښت له مخې د ښاغلي خواریکښ شعرونه تر ډېره ځایه د پښتو شاعرۍ تر ټولو په روانو وزنونو او څپیزو جوړښتونو ۱۱ او ۱۲ څپو پسولل شوي .

کله کله پکې د ۱۵ څپو شعرونه هم مخې ته راځي چې دا هم دپښتو یو ډېر روان او ښکلی څپیز جوړښت دی .

په لاره ځم ګوتې ګڼم د یار یادونه شمېرم

دا مې عادت دی په تسبو يې هم خالونه شمېرم

د رقیب سترګې زموږ چم ته په کتو ړندېدې

اوس يې د یار کوڅه کې تللي قدمونه شمېرم

هغه چې ماته به ټیټ سر زما تر مخ ولاړ و

اوس د متروکو يې په خپل بدن ټپونه شمېرم

د هیلو کر ۱۹۷ مخ

د خواریکښ د شعر د هوا او فضا او دده دسیاسي ايډیالوژۍ سره د لا ښې بلدتیا په موخه د هغه جنت ته سر ور دننه کوو، چې د پښتو معاصرې شاعرۍ پر ډګر ډېرو شا عرانو پرې خپل قلمونه چلولي :

جنت

ماته هغه ځای جنت دی

چې فضا مینې نیولې

د نفرت کروندې شاړې

باورونه ټوکېدلي

مینان غاړه غړۍ وي

نارنج عطر وي پاشلي

یو انسان تر بل بر نه وي

ټول یو بل ته وي منلي

زوی د پلار د شملې فخر

مور هېڅ نه وي ژړېدلې

ورور د خور د زړه تسل وي

ماشوم مور ته وي خندلي

نه زور ظلم نه تېری وي

وږمې امن وي شیندلي

نه کوڅو کې د چا شپې وي

نه څوک لوږې ځورولي

په ګودر د بنګړو شور وي

سره ټیکري وي ځلېدلي

د بامو پر سر ببري وي

په دېرو کې ډمبر ګلي .

 

په ټوله کې د ښاغلي خواریکښ شاعري روانه، ساده او اسانه ده، دده په شاعري کې ستونزمن ويي [لغتونه] عبارتونه او اصطلاحات په ندرت موندل کېږي، یانې ویلای شو چې دده شاعري د ټولو د پاره ده . او که يې په هغه پخوانۍ ډلبندۍ هنر د هنر او یا هنر د خلکو د پاره ځای ځایګي لټوو نو دده شاعري د خلکو د پاره ده، او دټولو خلکو د پاره .

پټه دې پاتې نه وي چې د ښاغلې خواریکښ په شاعرۍ کې سیمه ایز ګړدود او اصطلاحاتو یو شمېر د تامل وړ څپېزې او مانیزې نا انډولۍ را منځته کړې دي، خو پدې هکله به د ښاغلي استاد اصف بهاند په غوښتنه او سپارښتنه  دا ځل څه نه وایو او په دریمه ټولګه به بیا د ټکي ټکي حساب ور سره کوو .

مننه

-
بېرته شاته