(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شیر علي باچا د لاس لیکلی

[11.Sep.2017 - 18:40]

د ارواښاد شیر علي باچا د لاس یو لیکلی مضمون 

د پارلیمان دممبرانو باره کښې       د لیک کال ۱۹۹۵ 

۱)مونږ په پارلیمان کښې د شرکت کولو مخالف نه یوـ د دغه پلیټ فارم نه مونږ خپل قومي او انقلابي مقصد په وړاندې د بوتلو کوشش کووـ خو د دې نه د ځنو فایدو پورته کولو سره سره دې شرکت زمونږ د پارټۍ په ژوندانه ځینې تاواني نتیجې هم مرتب کړي دي چې د پارټۍ دننه او د پارټۍ نه بهر د دې اظهار نوټ کیږي. اول دا چې دې شرکت سره د ځینې ملګرو د سرګرمو یو خاص نومونه جوت شوي دي او هغه دا چې دوي خپل ټول وخت او توان په انفرادي ښیګړه یا د افرادو په خدمت کښې لګوي. یو خوا ته د یو کس یا کسانو د شکایاتو د رفع کولو او د هغوي ځانګړي کارونه سر ته د رسولو دپاره د ممبرانو وزیرانو او سرکاري افسرانو په دفترونو کښې چکرونه وهي او بل طرف ته د دوي د مهربانۍ د حاصلولو دپاره د خوشامندګرۍ تر حده تیریږي ـ پۀ دې معاملو کښې د هغوي ټول زور د اولسي کارونو، اولسی کمپئينونو او اولسي سرګرمیو په ځائې د افرادو دپاره د نمائیندګۍ کولو ، وفدونو جوړولو، عرضداشتونو او درخواستونو لیکلو، ساز باز کولو او د مخ ملازې په وجه نه بلکې د الیکشن د حمایاتونو د قیمت او فایئدې په بنیاد ملاتړلي ګرځي ـ

۲) دوئیمه دا چې د دې نقطه نظر په وجه څۀ نوۍ او خراب قدرونه هم پارټۍ ته درآمد کیږي او هغه دا چې د ممبرانو او وزیرانو عهدې او پوزیشن ته د یو پارټۍ آرګنائیزر او کاډرز په مقابله کښې په زیاته درنه او زیات شهرتي سترګه کتلې شي ـ یو خوا ته د پارټۍ تنظیمونه جوړول او پراخه کول او د دې دپاره ضروري غیر ضروري خنډ ته بیخي زیات ضرورت وي خو بل خوا بې انتها دولت او پیسه په انتخابي مقصدونو یا غیر ضروري شیئانو باندې لګول کیږي او بعضې ملګري خو داسې وي چې د خپلې انتخابي حلقې زیات پرورش او پالنه کوي او د هغه هم د سرمایه دار پارټو په طریقه ـ طبقاتي رسائي او ټول طبقاتي پس منظر د لاسه ورکړي او د پارټۍ په اولس حمایت د تکیه کولو تصور مسخ کړي او دا ګڼي چې یو ووټ د بل هر ووټ برابر دی او د الیکشن د مقاصدو دپاره د غریب سړي د حمایت په ځائې د مالدار سړي حمایت زیات وزن لري او د ورکرانو په ځایې د معتبرینو اثر ورسوخ زیات فايئده مند بللې شي ـ دوئې پارټي او د هغې کارکنان مسلسل د غیر پارټۍ د معتبرینو د سوچ او د هغوي د خویونو ، عادتونو او عملونو د بار لدندې په مزل کولو د مجبورولو کوشش کوي ـ که د دې مخ نیوی وۀ نه شي نو د پارټۍ د شهرت وقار او روایاتو ته به زیان رسیږي ـ پارټۍ له پکار دي چې نظریاتي تعلیم ورکړي، او خپلو ممبرانو او وزیرانو دپاره د هغوي درست رویي ساتلو باره کښې ضابطې وضع کړي ـ دا اُمید پوخ نه دی چې ګنې ځنې ضابطو جوړولو سره به دا کار درست شي یا د غیر پارټي عادتونو په خلاف به دا سّد باب بیخي کامیاب اوګرځي البته دې سره په پارټۍ کښې ځنې شعور پیدا شو چې د غلطو رجحاناتو او عادتونو په خلاف مبارزه اوکړي د دې دپاره مسلسل نګرانۍ ته ضرورت دی سخت ډسپلن او اوچت اخلاق ضروري دي که پارټي په ځنې برخو کښې دغه خراب خویونه او غیر پارټي عادتونه موجود وي نو مونږ په مکمله توګه په سیاسي حالاتو کښې پیښیدونکو حادثو او موړونو ته ځواب نه شو وئیلی ـــ 

 

په درناوي

نجیب زیری

-
بېرته شاته