(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بشر ضدجنایتونو مخترعین

[05.Sep.2017 - 16:20]

د بشري ضد جنایتونو مخترعین څوک دي ؟

لیک : نورالحق نبي زاده څلی

   د بشریت ضد جنایتونه کوم دي ؟ 

له دغو لاندینیو کړنو څخه هره یوه یې چې د نړۍ په هر ګوټ کې په پراخه کچه او یا په سیستماتیکه توګه د اولسي وګړو پر ضد په قصد سره تر سره شي د بشریت پر ضد جنایت ګڼل کېږي : قتل ؛ له منځه وړنه ؛ مریتوب ؛ شړنه ( تبعید ) یا په زوره د خلکو بې ځایه کونه ؛ بندیتوب ( حبس ) ؛ سکنجه کونه ؛ جنسي تېری ( بدلمنۍ ته اړ کول ، په زور شنډونه ، په زور بلاربونه او . . . ) ؛ د سیاسي ، نژادي ، ملیتي ، مذهبي او د جنسیت له امله د انسانانو د یوه ځانګړي ګروپ پر ضد د زورزیاتي کارونه ( نسل وژنه – جنوساید ) ؛ د انسانانو نابودونه  ( ورکېدنه ) ؛ د اپارتاید جنایت او دې ته ورته هغه کړنې چې قصدأ د ډېرو ځورونو ، جسمي یا روحي زیان رسولو په نیت وتپل شي .

      دې ته پام کول اړین دي چې « جنګي جنایتونه » ، د « سولې ضد جنایتونه » او « جنوساید » که څه هم تومنه یې یوه ده خو له حقوقي  پلوه د بشریت ضد جنایتونو په لیکه کې نه راځي . دغه مفاهیم او د بشر حقوق د شلمې پېړۍ په لمړۍ نیمایي کې د دواړو نړیوالو جګړو په پای کې راوټوکېدل او کله چې د ملګرو ملتونو په منشور کې ثبت شول نو په نړیواله کچه په رسمي توګه ومنل شول . د نورنبرګ او توکیو له محکمو نه وروسته د رواندا ، یوګسلاویا او د لیبریا هېواد د اولسمشر چارلز تیلور محکمې د عدالت هغه بېلګې دي چې د بشریت ضد جنایتونو او جنګي جنایتونو په اړه په نړیواله کچه تر اوسه پلې شوې دي .

       دمخه مو وویل چې د بشریت ضد جنایتونه ځینې هغه کړنې دي چې قصدأ په پراخه کچه او یا سیستماتیک توګه د اولسي خلکو په وړاندې تر سره شي . دلته هرو مرو باید یوه داسې سیاسي مفکوره شتوالی ولري چې اساسي بېلوونکې نښه یې پر نورو اولسونو باندې د یوه اولس برتري واوسي . لکه څرنګه چې پوهېږو نازیزم ، فاشیزم او آپارتاید هغه سیاسي نظرونه دي چې پر نورو اولسونو باندې د یوه اولس برلاسی غواړي .

       نازیزم – نازیزم د المان د ناسیونال سوسیالیست ګوند له لومړیو ټکیو څخه اخیستل شویدی . نازیزم هغه سیاسي مکتب دی چې په نورو اولسونو باندې د یوه اولس برلاسی غواړي . نازیزم په دې باور دی چې د نژادونو او ژبو ډېرښت امپراتوري کمزورې کوي دغه شان دموکراسي هم د امپراتوۍ د کمزوره ولو لامل ګڼي . نازیزم په ټینګه دا غواړي چې نور اولسونه باید د اساسي اولس په چوپړ کې واوسي او که نه باید له منځه یوړل شي . نازیزم د یوه هېواد د مطلقې دیکتاتورۍ غوښتونکی دی . نازیزم په دیکتاتورۍ او ښکاره ترور ولاړ نظام دي .

    فاشیزم – د فاشیزم کلمه د لرغوني روم له فاشیزمو څخه اخیستل شوی .فاشیزمو په لرغوني روم کې د څو میلو او یوه تبر هغې غوټې ته ویل کېده چې د لښکرو په مخکې یې لېږدوله . فاشیزم د توتالیتاریزم لوړ پړاو دی چې د زور په مټ د مخالفینو ځپل غواړي . په بهرني سیاست کې فاشیزم – د شوونیزم تر ټولو نابود شکل دی . فاشیزم د انحصاري پانګې له ملاتړ څخه برخمن دی . په دې خاطر فاشیزم د انحصار او امپرالیزم د ودې پړاو هم تعریف شویدی . فاشیزم د نورو اولسونو په وړاندې خطرناکه کرکه کري . کله چې نازیزم او فاشیزم سره یو شي نو داسې رژیمونه رازېږوي لکه د موسیلیني او ادولف هیتلر .

    آپارتاید – بیا د نژادي توپېر یا یو نژاد له بل نژاد څخه د جلا ساتلو سیاست دی .

      که چېرې نن ورځ سړی په خپل شاو خوا کې  د ښو باخبره کسانو څخه د نازیزم ، فاشیزم او آپارتاید د مخترعینو په اړه پوښتنې وکړي نو ډېری به په ډېر خوند سره د نازي المان ، د موسیلیني ایتالیا او جنوبي افریقا په اړه خبرې پيل کړي . که ورته وویل شي ، لکه چې ته یې وایې داسې نه ده ، دغو ډلو چې ته یې یادوې په خپله د بل چا له کړنو او تجربو څخه کاپي واخیستله او اصلي مخترعین یې نور څوک دی نور د بحث د غځېدنې لپاره څه نه وي . په دې کې خلک ګرم نه دي ځکه چې د نړۍ ځواکمنې رسنۍ یواځې چاڼ شوي مالومات خپروي ، کله چې د نازیزم ، فاشیزم او آپارتاید په تړاو څه ویل کېږي او یا فلمونه ښودل کېږي همدغه هیتلر ، موسیلیني او جنوبي افریقا ده . بل مهم علت یې دا دی چې دغو ډلو ماته خوړلې ده او خپل کړي جنایتونه یې منلي دي ، اصلي مخترعین لا تر اوسه برلاسي دي . 

       له ویلو پرته څرګنده ده چې د بشریت تاریخ د بشري ضد جنایتونو نه ډک دی ، بېلګې یې د هر ملت د تاریخ په پاڼو کې ثبت شوي دي خو مونږ د روان بحث لپاره داسې یوې بېلګې ته اړتیا لرو چې اغېزې یې په یوې سیمې او وچې پورې تړلې نه وي بلکې د نړۍ څو وچې په بر کې ونیسي ، په بله وینا داسې ځواک اوسېدلی وي چې په امپراتورۍ کې یې لمر نه وي لوېدلی .

       ښکاره ده چې هرو مرو به مو انګلوساکسوني امپراتورۍ په خیال کې درګرځېدلې وي . هو ! همداسې ده . لکه څرنګه چې پوهېږو دغې امپراتورۍ د وروستیو پنځو پېړیو په اوږدو کې یواځې ظاهري بدلون کړی دی او هغه داسې چې یواځې د ځواک مرکز یې د انتلانتیک سمندر له یوې غاړې څخه بلې غاړې ته لېږدول شوی دی خو د ماهیت له پلوه په خپل حال پاتې ده . راځئ چې د بشریت ضد جنایتونو نوملر ته په کتو سره په لنډه توګه او تر هغه بریده چې د دغې لیکنې په لمنې کې ځایېدی شي کتنه وکړو . 

      نازیزم – د بشریت تاریخ انګلوساکسونان د نازیزم اصلي مخترعین ثبت کړي دي . د شمالي امریکا د وچې ، استرالیا او نیوزیلند د بومي اوسېدونکو له منځه وړنه او له افریقا څخه د ځان د چوپړ لپاره د مریانیانو راوړل په خپله د انګلوساکسونانو برتري ښیی . که له افریقا څخه د راوړل شویو مرییانو شمېر څو ملیونه وو خو د پورته یادو سیمو د له منځه وړل شویو بومي اوسېدونکو شمېر لسګونو ملیونونو ته رسي . د کانادا د کنکوردیا پوهنتون استاده مېرمن کاهنتینته هورن د ۱۵۰۰ – ۱۸۰۰ کلونو تر منځ یواځې په شمالي امریکا کې د ( ۱۲۰ ) ملیونو بومي اوسېدونکو ادعا کوي . 

      روښانه ده چې د پورته یادو سیمو بومي اوسېدونکي د بشریت یوه برخه وه ، خپل فرهنګونه ، ژبې ، عادتونه ، باورونه ، ارزښتونه ، کورنۍ او معنویات یې لرل . آیا نن ورځ د هغوی د فرهنګونو او میراثونو څرک لیدل کېږي ؟ آیا دا د بشریت د تاریخ تر ټولو ستر پټ هولوکاست نه دی ؟ چېرې دي دا د تاریخ کتابونه چې په ښوونځیو یا پوهنتونونو کې یې خلک ولولي ؟ 

     د بومي اوسېدونکو نابودونه د نسل وژنې داسې جګړه وه چې کابو پنځه پېړۍ یې دوام کړی او په پای کې انګلوساکسون بې سیاله پاتې شوی دی .

     کوکلوکس کلان – داسې یو انګلوساکسوني سازمان دی چې نه یواځې له ۱۸۶۶ کال راهیسې په امریکا کې فعال دی بلکې څانګې یې همدا اوس په کانادا او استرالیا کې هم فعالې دي . دغه سازمان د اروپا له نویو نازیستي ډلو سره نږدې اړیکې لري . بې له شکه دغه سازمان د نړۍ لمړنی نازیستي سیاسي سازمان دي . انګلوساکسوني وینه او د سپين نژاد برلاسی د دغه سازمان د غړو اساسي موخې دي . د دغه سازمان غړي پرته له سپین نژاد او د پروتستانت مذهب له پلویانو څخه نور د ټولو نژادونو او مذهبونو له اړوندانو نه بې سارې کرکه لري . یاد سازمان د خپل شتوالي د یوې نیمې پېړۍ په اوږدو کې په وېره اچونو ، وژنو ، د بمونو په زور د تورپوستانو د کورونو او کلیساګانو په له منځه وړلو او نورو ترهګریزو کړنو کې ښکېل پاتې شوی دي .

      که چېرې دغه سازمان د المان له نازیستانو سره پرتله کړو یو د بل سره ډېر څه ګډ لري او که مخکې توب ته یې وګورو نو مالومېږي چې الماني نازیستانو له انګلو ساکسوني نازیستانو څخه زده کړي دي ، او دا هم باید له پامه و نه غورځوو چې د الماني نازیزم ایدیالوژی یواځې د آریایي نژاد برتري نه بلکې د انګلوساکسونانو برتري یې هم غوښتله . د هیتلر په ځواکمن کېدو کې د انګلوساکسونانو رول خورا زیات وو .

       د مرییانو سوداګري – د مرییانو سوداګري د انتلانتیک سمندر د دواړو غاړو تر منځ په پنځلسمه پېړۍ کې پيل شوه او تر نولسمې پېړۍ یې دوام درلود . که څه هم دغه کاروبار پورتګالیانو تر ټولو دمخه پیل کړ ، فرانسویان ، هسپانویان او هالندیان هم په کې ښکېل وو خو انحصار یې تل له انګلوساکسونانو سره وو .

     له دې چې د افریقایي مرییانو په اړه  ډېر څه لیکل شوي او ګن شمېر سینمایي فلمونه هم ښوول شوي دي نو ښه به دا وي چې حل شوې یې وګڼو او ورڅخه تېر شو . راځئ چې دلته د سپينو مرییانو مانا د ایرلندي مرییانو په اړه وغږېږو . دغه موضوع له دې امله هم په زړه پورې ده چې ایرلندي مرییان د افریقایي مرییانو په پرتله ډېر پخوا د امریکا د وچې بازارونو ته وړاندې شوي دي او بله مهمه خبره دا چې انګلوساکسوني پروپاګنده هڅه کوي چې دغو مرییانو ته د « تړل شویو یا د قراردادي مزدورانو » نوم ورکړي . 

     په مرییانو باندې د ایرلندیانو د اړونې هڅې ډېره پخوانۍ مخینه لري خو د انګلستان د دویم  جیمز پاچا د واکمنۍ په وخت کې د لمړي ځل لپاره دېرش زره ایرلندیان د مرییانو په توګه پر نوې نړۍ باندې خرڅ شول . د دویم جیمز د ۱۶۲۵ کال اعلامیې دې ته لاره هواره کړله تر څو ایرلندي سیاسي بندیان ویست اندیز ته واستول شي او پر مېشتو انګلیسانو باندې د مرییانو په توګه وپلورل شي .

    د اولسمې پېړۍ په نیمایي کې د کربین بحیرې د مونتسرات ټاپو اویا سلنه اوسېدونکي ایرلندي مرییان وو . دغه ټاپو چې نن ورځ هم د انګلیستان خاوره ده له اویا سلنه ډېر اوسېدونکي یې هماغه پخواني ایرلندیان دي او پر رسمي بیرغ باندې یې د ایرلند رسمي نشان کاږل شوی دی .

    د امریکا وچې ته د مرییانو لمړۍ ډله په حقیقت کې همدا سپین ایرلندیان وو . د ۱۶۴۱ – ۱۶۵۲ کلونو په ترڅ کې د انګلیسانو له خوا پنځه سوه زره ایرلندیان ووژل شول او نور درې سوه زره د مرییانو په توګه خرڅ شول . په دې توګه د یوې لسیزې په موده کې د ایرلند نفوس له یو نیم ملیون څخه ۶۰۰ سوو زرو ته را کم شو .

     په ۱۶۵۰ – مو کلونو کې له سل زرو څخه ډېر ماشومان چې عمرونه یې د لسو او څورلسو کلونو تر منځ وو په زوره له ایرلندي کورنیو څخه واخیستل شول او په ویست اندیز ، ورجنیا او نیو انګلند کې د مرییانو په توګه خرڅ شول .

      د انګلیستان صدراعظم کرومول په ۱۶۵۶ کې امر وکړ چې دوه زره ایرلندي ماشومان دې راغونډ او په جمیکا کې دې پر انګلیسې ناقلینو باندې د مرییانو په توګه خرڅ شي .

     ایرلندي نارینه وو اجازه نه لرله چې خپلې ښځې او ماشومان له ځان سره بوځي . پاتې ښځې او ماشومان د بل لیلام لپاره ساتل کېدل . 

      له دې چې افریقایي مرییان کاتولیک مذهبه نه وو نو ځکه د کاتولیک مذهبه ایرلندیانو په پرتله هم ښه چلند ورسره کېده او په بیه کې هم لوړ وو .

       په اولسمه پېړۍ کې د یوه افریقایي مريي بیه پنځوس استرلینګه وه خو د یوه ایرلندي مریي بیه یواځې پنځه استرلینګه وه . 

       انګلیسي اربابانو له ایرلندي ښځو څخه نه یواځې د خپلو ساتېریو لپاره کار اخیست بلکې له هغوی څخه یې د خپل کاري ځواک د ډېروالي په موخه نسلګري هم پيل کړه ، حیرانوونکې لا دا چې د دغو ښځو اولادونه هم مرییان پاتې شول . ډېر وخت لا تېر نه نو چې انګلیسي اربابانو د نوې څېرې او رنګ لرونکو مرییانو د لاس ته راوړو لپاره له ایرلندي دولس کلنو جنکیو او له افریقایي مرییانو څخه  نسل ګیري پیل کړه او دغه بهیر څو لسیزو دوام درلود . دغه د مرییانو د تولید فارمونه دومره بریالي او ګټور وو چې د بازا اړتیا یې په بشپړه توګه پوره کوله نو ځکه لندن پرېکړه وکړه چې د مرییانو سوداګري نوره بنده شي . د یادولو وړ ده چې د ۱۷۹۸ کال له بغاوت څخه وروسته همدا شان په زرګونه ایرلندي مرییان په استرلیا کې هم خرڅ شول . ( ۱ ) .  

       طبي ازمویښتونه – د طبابت په ډګر کې د بېلابېلو ازموینو سر ته رسونه نه دا چې کوم بد کار نه دی بلکې ارزښتناکه کار هم دی خو دغه ازمویښتونه باید د اخلاقي او مسلکي نورمونو په اډانه کې تر سره شي ، نه دا چې په دې پلمه د بشریت ضد جنایتونه تر سره شي . په دې تړاو هم ډېری وخت نازي المان او میلیتارستي جاپان ته ګوته نیول کېږي نور په تېره بیا انګلوساکسوني اربابان هسې ځانونه ملایکې ښیي . د ګواتیمالا په هېواد کې د امریکا د روغتیا د ادارې له خوا د سیفلیس او  نورو جنسي اړیکو اړوند ناروغیو ازموینې چې ۶۴ کاله وروسته رسوا شوې د بشریت ضد جنایتونو ښه بېلګه ده . دغه ازموینې د ۱۹۴۶ – ۱۹۴۸ کلونو په ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو د ادارې له خوا د ځینو ګواتیمالایي چارواکو په مرسته تر سره شولې .

      په دغو ازموینو کې ټول ټال ۵۵۰۰ تنه ګواتیمالایي اتباع ښکار شوي وو چې پر ۱۵۰۰ تنو باندې یې یواځې د سیفلیس تجربه تر سره شوې وه . داکترانو روغ کسان ، سرتېري ، بدلمنې ښځې ، زندانیان ، رواني ناروغان او یتیم ماشومان په داسې حال کې د سیفلیس او د جنسي اړیکو پر بېلا بېلو ناروغیو ککړول چې دغه قربانیان ورڅخه خبر هم نه وو .

      تجربه کوونکو به هغو بد لمنو ښځو ته پیسې ورکولې چې دمخه په سیفلیس باندې ککړې شوې وې تر څو له زندانیانو سره جنسي اړیکې ونیسي . ځينې کسان راسأ د ستنې وهلو له لارې په بېلا بېلو ناروغیو ککړ کېدل .

     داسې ښکاري چې د دغې څېړنې موخه د جنسي اړیکو پر ناروغیو باندې د پنسیلین درملو د اغېزمنتوب څېړل و چې د سترو درمل جوړونکو کمپنیو په سپارښتنه تر سره شوه .

     په دې تړاو به بې ځایه نه وي چې د امریکا د الاباما ایالت د تاسکیګي په ښار کې د ورته ازمویښتونو څخه هم یادونه وشي . دغه طبي ازمویښتونه له ۱۹۳۲ څخه تر ۱۹۷۲ پورې تر سره شول چې ټول قربانیان یې د امریکا د افریقایي توکم تر ټولو بېوزله کسان وو . که څه هم په ۱۹۴۷ کې پنسیلین د دغو ناروغیو د درملنې لپاره منل شوي او اغېزناک درمل وو خو دغو قربانیانو ته نه وو ورکړل شوي . 

        عجیبه دا ده چې د امریکا له خوا دغه تجربې دقیقأ په هغه وخت کې تر سره کېږي چې الماني نازیستان د ورته جنایتونو د کولو له امله د نورنبرګ په محاکمه کې په سزا رسېدل .

      په جاپان کې دغه شان ازمویښتونه د جاپان د پوځ د « ۷۳۱ جزوتام » دنده وه چې د بیولوژیکي جګړې اساسي برخه وه . د دغه جزوتام قوماندان جنرال شیرو ایشي د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د امریکایانو له خوا ونیول شو خو هیڅکله هم محاکمه نه شو . جنرال له امریکایانو سره دې جوړ جاړي ته ورسېده چې د خپلو ټولو تجربو او څېړنو د پایلو او مالوماتو د ورکولو په بدل کې به د هر ډول عدلي تعقیب څخه مصئونیت ولري ، او همداسې هم وشول . داسې مالومات هم شته چې نوموړی جنرال د خپلو څېړنو د دوام لپاره د امریکا د متحده ایالاتو مېریلند ته وبلل شو . 

       یوه بله خبره چې د روان بحث او د ګواتیمالا هېواد پورې اړه لري دا ده چې په ۱۹۸۲ – ۱۹۸۳ کلونو کې د ګواتیمالا نظامي دیکتاتور جنرال افراین ریوس مونت چې د واشنګتن ګوډاګی و په ۲۰۱۳ کې د دغه هېواد د یوې محکمې له خوا د جنوساید او د بشریت ضد جنایتونو په تور په ۸۰ کله بند محکوم شو چې ۵۰ کاله یې د جنوساید او ۳۰ کاله یې د بشریت ضد جنایتونو په خاطر و خو وروسته د دغه هېواد د اساسي قانون محکمې د محکوم د عمر د ډېروالي او روغتیایي ستونزه د لرلو له کبله د مخکینۍ محکمې پرېکړه ودرلوله .

       په ۲۰۱۰ – م کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن کلینتون او اولسمشر اوباما د امریکا د ۶۴ کاله دمخه کړي جنایت له کبله له ګواتیمالا څخه بښنه وغوښتله .

     په افغانستان کې د بشریت ضد جنایتکارانو د محاکمې په هیله .

     

       [ ۱ ] -   د ایرلندي مرییانو په اړه د مالوماتو اخیست ځای : سپينه کارګو : په امریکا کې د برتانیې د سپینو مرییانو هېر شوی تاریخ – لیکوالان : دان جوردن او مایکل والش لاندې کتاب .


gg
-
بېرته شاته