(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شهنواز باقری یو غزل

[04.Sep.2017 - 15:26]

د ځوان شاعر شهنواز باقر یو غزل او یوه تشریح

لیک: نعمان دوست

له دې تکراري خبرې به تېر شم چې شاعرانه منطق له نورو (علمي)منطق سره توپیر لري. د شاعر خبرې پسې باید د علمي منطق محک را وانخلو او یوازې خوند ترې واخلو.

ځینې وخت موږ له یوه کلامه خوند نشو اخیستلای او دا ځکه چې ممکن شاعر له یوه نفسیاتي کشمکش سره مخ وي، غواړي د همدې کشمکش کیسه نورو ته وکړي، یا یو خبره یې په زړه کې وي هڅه کوي نورو سره یې شریکه کړي؛ خو د بیان لپاره یې روښانه الفاظ او ترکیبونه نشي موندلی؛ یا د ده ترکیبونه او د افادې ژبه د ځینو نورو لپاره ګونګه وي. هغوی داسې انګیري چې ګوندې کلام یې هیڅ مفهوم نلري. زه فکر نکوم چې هیڅوک خصوصا شاعر دې په یوه خبره پوه نشي او هغه دې نورو ته وکړي، دا کار یوازې په شدیده تبه کې کیږي چې موږ ورته اپلتې وایوو. 

دا سمه ده چې ځینې شعرونه یا غوره ده ووایم ځینې بیتونه ګونګ ښکاري، دا دوه علتونه لري. لومړی دا چې شاعر په دې نه دی توانیدلی چې خپله د زړه خبره په سمه توګه بیان کړي او دویم دا چې زموږ د تجربې د کمبود له مخې موږ ته ګونګه ښکاري. زه د میرزاخان انصاري، کاظم خان شیدا، حمزه بابا،غني خان او... په ځینو بیتونو هیڅ نپوهیږم، خو دغه بیتونه راته هغه خلک چې پراخه مطالعه او ډیره تجربه لري په اسانه تشریح کولای شي. 

 د ځوان شاعر شهنواز باقر ځینې شعرونه هم ګونګ او حتی ځینو ته بې مانا ښکاري، خو شاید هغه بیتونه چې موږ ته ګونګ او بې مانا وي، نورو ته ممکن روښانه او ساده وي. 

ښاغلي Zabih Andar د همدې شاعر یو غزل پر لیکه کړی او بیا ځینو دوستانو داسې ګڼلې چې شعر بې مانا یا د فهم وړ نه دی. 

دا غزل ما هم ولوست، خو ګونګ او  بې مانا راته ښکاره نشو، خوند مې ترې واخیست. زه نه وایم چې له دې غزله به زما برداشت سم وي؛ خو دا چې یو څه مې ترې اخیستې نو په ډاډ ویلی شم چې بې مانا او غیر قابل فهم نه دی. 

د دې لپاره چې خبره ښه روښانه شي، لومړی د هغه بیتونه او بیا یې لنډه او ساده شرح لیکم:

شايد راوشي ستا په سترګو کې خپل زړه کرمه

يوه ناشونې تجربه کوم اوبه کرمه       

(شاید را وشي) مانا شاید شنه شي. دا خبره موږ هم کوو، مثلا وایو: جوار شوي؟ یعنې جوار شنه شوي، شاعر په سترګو کې  زړه کرلو ته ناشونې تجربه وايي، او ناشونې تجربه په یوه مثال واضح کوي او هغه مثال (د اوبو کرل دي) شاعر وايي لکه څنګه چې اوبه نه کرل کیږي دغه شان زړه هم سترګو کې نه کرل کیږي.خو بیا هم  دا تجربه کوي. ځکه متل دی:( اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوي) شاعر مجبور دی. خو مجبوریت څه دی؟ مجبوریت دا دی چې  د شاعر زړه له خپلې معشوقې نه صبریږي؛ خو معشوقه یې غافله ده. د ده مینه نشي درک کولای. شاعر ډاریږي چې هسې نه د دې تغافل له وجې یې بلکل له سترګو وغورځیږي؛  نو له همدې ویرې یې آن په سترګو کې خپل میین زړه کري. یو بل شاعر هم دې ته ورته خبره کړې، وايي:(( نه مې شوکوی نه مې ویستلی شې – زه د دې زړګي په ور کې ګل شومه))

تيارې په پښو کې پانزيبونه د رڼا ګرځوي

زه په ذهنونو کې نغمې د ژوندانه کرمه

که موږ یوه ولاړ انسان ته وګورو نو وروستۍ برخه یې پښې ښکاري. د تیارو ورستۍ برخه ( یعنې چې کله ختمیږي، لکه شپه چې ختمیږي ) رڼا وي. شاعر غواړي ووايي چې تیارې او رڼا خپلو کې ضد دي، خو بیا هم تیارې مجبوره دي په پای کې رڼا ته تسلیم شي، یا خپل ځای رڼا ته پریږدي، د همدې لپاره یې ځان سره یو ځای ګرځوي، ځکه چې خلاصی یې ترې نشته . یا داچې غم او خوشحالي دواړه جوړه وي؛ کله یوه رامخکې شي او کله بله. نو بیرته خپلې خبرې ته راځي او په لږ پراخ خو عمیق ډول خپله نظریه وړاندې کوي او هغه دا چې موږ ولې له خپلې مبارزې ستومانه او نا هیلي شو؟ موږ هم باید هڅه وکړو چې په تیارو او له ژونده نا هیله ذهنونو کې د ژوند نغمې وکرو. پانزیب هم شور لري او نغمې هم. نغمې د غږونو له منظم ترکیب څخه رامنځ ته کیږي او دغه جوړښت یو خوږ شور، مستي، وجد را منځ ته کوي او دا د ژوندیو صفات دي.  نو شاعر وايي چې زه له ژونده ناامیده ذهنونو کې شور جوړوم؛ د ژوند شور له ژوند سره د مینې شور او دا ځکه چې د ژوند تیارې ( ستونزې، کړاوونه...) به خامخا یو وخت خپل ځای خوشبختیو ته پریږدي. قرانکریم کې راځي: (إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا) یعنې له هرې سختۍ وروسته اساني وي.

زما د سترګو صندوقونو نه خوبونه ورک دي 

زه خو ګرم نه يم چې شيشې په دېواله کرمه

سترګې بندیږي او خلاصیږي. صندوق هم خلاصیږي او بندیږي. خلک په صندوقونو کې مهم شیان ساتي. سترګو کې د شیانو ساتل هم معمول دی. مثلا موږ وایو: د هغې تصویر تر اوسه زما په سترګو کې دی.

خلک په صندوق کې شیان ځکه ساتي چې ورک نشي. خو شاعر وايي چې د یو چا یادونو دومره اوتر کړی چې آن له بند صندوقه ( سترګو) یې خوبونه غلا شويدي. نو دی مجبور دی پر دیوالونو ښیښې وکري، داسې ښیښې چې د خپلې محبوبا تصویر پکې وه ویني، ځکه خوب خو هسې هم نه ورځي نو له همدې تصویرونو سره به ځان بوختوي. کله چې څوک ډیر د چا په یاد کې غرق وي نو هر څه کې ورته هماغه ښکاري. اباسین یوسفزی وايي: ((هر یو سیوری راته ستا په شانتې ښکاري – د سپوږمۍ شپه مې په دې چل کې تیریږي))

 

يوې جينۍ په دنګ چنار باندې ليکلي وو دا

پريږده د ښار نه ځنکل جوړ شي خپل باڼه کرمه

 

ښار انساني ټولنه تداعي کوي. او ځنګل غیر انساني. د انسان له لاسه ښار دومره بدرنګ دی چې خلک مجبور دي د ځناورو مسکن یعنې ځنګل ته پناه یوسي. د چنارو پر ډډونو لیک په کلیو کې دود دی، ځینې میینان د دې لپاره چې د زړه درد یې حک شي او تر ډیره پاتې شي نو پر چنارونو خپل احساسات لیکي. د شاعر د خیال مخلوق ( جینۍ) په ښار کې زړه تنګ دی، د هغې مینه چا وژلې. له ښاره یې نفرت دی. اوس غواړي ټول ښار په ځنګل بدل کړي او له انساني چاپریاله ( ښار) داسې چاپریال ته پناه یوسي چې هلته انسان نه وي. دا کار په عقلي منطق نه کیږي نو شاعرانه منطق ورته جوړوي او هغه دا چې خپل باڼه کري، باڼه یې اوږده او ګور ( ګڼ ) دي، دومره ډیر باڼه یې دي چې که وې کري نو ښار به پر ځنګل بدل کړي. ځنګل کې هم دنګې ونې وي . نو جینۍ همدا خوشخبري  پر چنار لیکلې چې له انساني چاپریاله نور ستړي خلک هم خبر شي او ډاډه شي چې د پناه ځای یې چمتو کیږي.

سبا به ځالې د مرغانو ورانوم باقره!

له دغې ويرې نه په کور کې بوټي نه کرمه

انسان د تغییر په حالت کې دی. ډیر ښه انسانان یو وخت په شریرو انسانانو بدلیږي. تاسې وګورئ هغه خلک چې یو وخت به یې میږی تر پښې لاندې نه کاوه، دا کار هم ورته ګناه او ظلم ښکاریده وروسته د خپلو خلکو په قتلونو روږدي شول.

بوټو ته مرغان راځي. شاعر چې په خپله ټولنه کې د انسانانو تغییر ته ګوري، ویریږي چې دی خو هم انسان دی، هسې نه یو وخت بدل شي. هسې نه دغه نرم او له عاطفې ډک زړه یې یو وخت پر ډبرین زړه بدل شي. له همدې ویرې کور کې بوټي نه کري، ځکه چې که د ده زړه پر ډبره هم بدل شي نو چې کور کې بوټي نه وي او مرغان رانشي نو څه شی به قتل کړي؟ یعنې نه غواړي ځان ته د قتل موقع پیدا کړي.

 

 هیله ده د تشریح لوستلو مو وخت نه وي ضایع کړی.

 

درناوی

ن. دوست

-
بېرته شاته