(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شاهي ماڼۍ زندان

[04.Sep.2017 - 15:15]

د شاهي ماڼۍ د سرو زرو زندان

ليک : اجمل اټک يوسفزی

دا د لوې برطانيې د شهزاده ميرمن وه پرون يې د مړينې شل کاله پوره شول او د نيشنل جيوګرافيي نړۍ وال ټلويزيون يې د ژوند او مړينې په داستان ډېره لويه او بشپړه ډيکومينټري جوړه کړې وه ډيانا په اصطلاح اتلس کلنه  ماشومه وه چې د دوه دېرش کلن شهزاده سره بلده شوه او په نولس کلنۍ کې د شهزاده ميرمن شوه

د ژوند داستان يې ډېر عجيب او د درد او غم نه ډک دی د لوې برطانيې په پاچاهي ماڼۍ کې يې ټول عمر ژړلي او هره ورځ يې د غم او درد سره تېره وله  خو په ښکاره يې په خوله خندا او مسکا وه په رښتيا چې زړه زړه دی او په زور او زرو نه خپليږي 

ددغه ميرمنې په څيره کې له ورايه بې وزلي او مظلوميت ښکاره کېده خو په خوله يې هيچا ته د زړه او دردونو حال نه وايه

د شهزاده بې لاريتوب يې زړه غوټ مات کړی و نو ځکه يې خوږ ژوند پر اوږو يو دروند بار و

د انګلستان د قانون له مخې چې د شاهي کورنۍ ميرمن د طلاق حق نه لري دغه ميرمن لکه يوه ښکلې او د نازکه زړه کنري د سرو زرو په پنجره کې بنده کړې وه تر دې چې وايي په تنګ شي نو په جنګ شي اړه وته چې قانوني وکيل ونيسي او د طلاق اعلان وکړي

دغه ميرمن دومره مهربانه انسان دوسته او بشر دوسته وه چې د نړۍ هر خوار غريب هېواد ته ولاړه هر ناروغه ، ګوډ ، شل او رنځور بچی يې خپلې غيږه کې ټينګ ونيوه او د مور مينه يې ورکړه

د خپلو خلکو دوه رنګيو يې زړه دومره موړ کړ چې اخر يې په حسنات خان تور سري زلمي زړه بايلود 

لنډه دا چې د شاهي کورنۍ نادودو ترې لاره ورکه کړه او دنيا ورته زندان شوه خو پرعکس په خپله انګلستان او د نړۍ په هر ګوټ کې پرې خلکو زړونه بايلودل او په انګلستان کې خو هر انګليس پرې مين شو

نو همدغه خپل ښايست ( محبوبيت ) ورپورې اور شو او اخر يې هم ژوند بايلود د مړينې کيسه يې لا تر اوسه سپينه شوې نه ده او د ډېرو خلکو په نظر چې وايي د موټر ټکر يې هسې پلمه شوه او عجيبه يې لا دا چې د لارو او سرکونو اتومات کيمرې هيڅ وخت او په هيڅ قيمت دلته په اروپا کې نه خرابيږي او نه بنديږي په ځانګړي توګه په پرمختللو هېوادونو لکه فرانسه کې مګر ددې د ټکر په وخت کې کيمرې د لومړي ځل دپاره خرابې شوې وې او د ټکر اصلي جريان يې ښکاره نه شو ؟!

د نظر خاوندانو دا هم وويل چې نوی ملګری يې د مصر مليونر عرب ډوډي و او دوی غوښتل چې واده وکړي او داسې اوازه هم خوره شوې وه چې ګوندې له ډوډي نه اميدواره شوې هم وه او ماشوم يې راروان دی نو د همدې خبرې ويرې يې هم ژوند رالنډ کړ ډيانا هم ټول عمر وېرېدله او داسې يې انګيرله چې ژوند يې ډېر لنډ دی او په دې پوهېده چې د مرګ سيوری ورسره غبرګ ګرځي ډېرې پټې او ناويلې خبرې يې اوس اوس رااوځي هغه چې يې خپلو نږدې ملګرو او يا مشاورينو ته ويلي وو بس لنډه دا چې خپل مرګ يې هره شېبه په خپلو سترګو ليدلو او هماغسې وشول

د ژوند کيسه يې ډېره دردمنده ده که وخت و دخيره بيا به يې د حسنات خان سره د پټې مينې په هکله هم لږه خوږه خو غمجنه کيسه هم وليکم .

 
-
بېرته شاته