(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

آيا پاکستان اسلامي..

[16.Aug.2017 - 13:38]

آيا پاکستان اسلامي هېواد دى!؟

لیک: مجید قرار

په دې کې هېڅ شک نشته چې د پاکستان خلک مسلمانان دي. دا هم نه وايم چې د پاکستان اساسي قانون له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی يا دا چې هلته د اسلامي شريعت پر ځاى مدني قوانين حاکميت لري. خو دا پوښتنه په کار ده چې پاکستان اسلامي هېواد دى که نه؟ مصر او يو شمېر نورو هېوادو کې چې خلک يې مسلمانان دي هم شريعت نافذ نه دى خو اسلامي هېوادونه بلل کېږي. د پاکستان په اړه دا پوښتنه ځکه مطرح کېږي چې دا يو طبيعي هېواد نه دی، پاکستان يو ملت نه دى، پاکستان د انګرېزانو د يو سياسي تصميم په نتيجه کې رامنځته شوى په اصطلاح هېواد دى. د کوم هدف لپاره چې پاکستان جوړ شوی ايا هغه د هند مسلمانانو ته د يو جلا هېواد جوړل وو چې د خپل دين د غوښتنو سره سم پکې و اوسيږي او که نور اهداف يې درلودل؟ دا سياسي تصميم ولې ونيول شو، پاکستانيان وايي چې نوره يې له هندوانو سره ګوزاره نه کېده، له همدې امله پرېکړه وشوه چې بايد د هند مسلمانان خپل هېواد ولري او د اقليت په توګه د هندوانو تر حاکميت لاندې ژوند کولو ته د پای ټکی کېږدي. خو ايا کيسه همداسې وه او همداسې وشول؟

د سند د بېلتون پالو مشر غلام محمد سيد (جي اېم سيد) له جنګ ورځپانې سره په مرکه کې وايي، وېنسټون چرچيل چې کله د برتانيې صدراعظم و، د هند ځينې مسلمان مشران يې ور وغوښتل او ورته يې وويل، وخت را رسېدلى چې مسلمانان په هند کې د بېل هېواد غوښتنه وکړي. يعنې د پاکستان د جوړېدو غوښتنه نه د هند د مسلمانانو غوښتنه وه او نه د سر علامه محمد اقبال لاهوري کوم خوب؛ بلکې انګرېزان چې پوهېدل نور بايد له هنده ووځي، نو پر سيمې د خپل نفوذ د ساتلو او د خپلو سياستونو د تطبيق لپاره يې بايد يو داسې هېواد جوړ کړی وای چې د دوی تابع وي. د کانګرېس هند دا هېواد نه شو کېداى، د افغانستان په اړه خو يې فکر هم نه شو کولاى، نو همدا وو چې د مسلمانانو په نوم د يو جلا هېواد د جوړولو په فکر کې شول.

په دې اړه ستر ملتپال پښتون مبارز، خان عبدالولي خان په خپل کتاب "رښتيا، رښتيا دي" کې ډېر داسې اسناد خپاره کړي چې ښيي د پاکستان جوړول د هند د مسلمانانو نه، بلکې د انګرېزانو تصميم و. د بېلګې په توګه: 

په هند کې د انګرېزانو وايسراى لارډ ريډنګ په ١٩٢٢ زېږديز کال کې د هند د چارو وزير ته په يو تلېګرام کې ليکلي وو:

(ما اوس تا ته يو تلېګرام لېږلى، په هغه کې به څرګنده شي چې موږ څرنګه د هندو او مسلمان تر منځ د جدايي په را وستو کې تر ډېره حده کامياب شوي يو، ما پخپله دې مسئلې ته ډېره توجه کړې او په دې سلسله کې زما مرسته شفيع، چې د وايسراى د اجرائيه شورا غړی او ډير باعزته مسلمان دى، کړې ده).

په ١٩٢٩ زېږديز کال کې وايسراى د مسټر محمدعلي جناح په اړه ليکلي:

(ما د جناج سره اوږده مرکه وکړه، هغه نه دا خبره په ډاګه څرګندېږي چې هغه او هغه سره نور د بمبيي ملګري چې کانګرېس سره مينه نه لري زموږ پرې ته را اوړېدو ته تيار دي، خو که موږ هغوی سره د مرستې ژمنه وکړو).

د ولي خان په کتاب کې په لسګونو داسې اسناد، چې د انګلستان له ملي کتابتونه را اخيستل شوي، شته او ترې ثابتېږي چې په هند کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ نښتې د انګرېزانو په لمسون شوې او پاکستان د انګرېزانو په مرسته جوړ شوی.

د ١٩٤٧ زېږديز کال د اګست په ١٤مه هند ووېشل شو او پاکستان رامنځته شو. تر وېش وروسته په سلګونو زره هندوان او مسلمانانو له خپلو سيمو بې ځايه کېدو ته اړ شول. هندوان، مسلمانان او سکهان سره ونښتل، په زرګونو خلک ووژل شول او په زرګونو مېرمنې بې پته شوې. د هند د وېشل کېدو پر مهال د تاريخ تر ټولو ستر قتل عام وشو، د سلګونو زرو خلکو وينې وبهول شوې او د وينو دې سېلاب نه پاکستان د انګرېزي استعمار د ادامې په توګه سر راپورته کړ.

نيمايي پاکستان د هند له هغو سيمو جوړ شوی چې هلته مسلمانان اکثريت دي؛ لکه سند، پنجاب او بنګال (بنګال په ١٩٧٢ زېږديز کال کې له پاکستانه خپلواکي واخيسته) او نيمايې برخه يې بيا هغه سيمې دي چې انګرېزي استعمار له افغانستان څخه جلا کړې وې؛ لکه پښتونخوا او بلوچستان. په هغو سيمو کې چې مسلمانان اقليت وو، هلته مسلمانان مجبور شول پاکستان ته راشي او په دې توګه په حقيقت کې د هند مسلمانان ووېشل شول او کمزوري شول. د هند د مسلمانانو ټولې بدبختۍ د پاکستان د زيږېدو له امله دي، د پاکستان له جوړېدو د مخه چې د هند په سياست کې مسلمانانو کوم اغېز درلود اوس يې نه لري، اوس هلته مسلمانانو ته د شک په سترګه کتل کېږي او د پاکستان په سند کې هندوان په ورته سرنوشت اخته دي.

پاکستان د کشمير پر سر له هند سره لانجه لري او د ډيورند کرښې بيا افغانستان او پاکستان په دښمنۍ اړولي دي. هند او پاکستان تر اوسه درې ځله سره نښتي او د همدې اختلافاتو له امله پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان کمزورى وساتي. پاکستان تل له هغو ډلو سره مرسته کړې چې د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

پاکستان په سيمه کې د بې ثباتۍ او د استعماري اهدافو د پلي کولو ستره وسيله ده. امريکا پرون د پاکستان په مرسته وکولاى شول چې له مجاهدينو سره د مرستې له لارې پخوانى شوروي اتحاد له ماتې سره مخ کړي او نن يې له طالب او داعش سره د مرستې له لارې امريکا ته دا زمينه برابره کړې چې چين، روسيې او ايران ته ستونزې جوړې کړي. امريکا او پاکستان په ګډه افغانستان په داسې هېواد اړولی چې ټولې سيمې ته ګواښ دی او د ټولې سيمې دښمني ور په غاړه ده.

همدا اوس په پاکستان کې يوازې د پنجابيانو حاکميت دى، پښتانه، بلوچ او سنديان د محکومينو په شان ژوند لري، نو د پاکستان جوړېدو د هند مسلمانان په دښمنيو او بدبخيتو اخته کړل، نه يوازې د هند مسلمانان بلکې د سيمې ټول هېوادونه يې له ستونزو او بې ثباتۍ سره مخ کړي دي. 

په دې اساس پاکستان يو اسلامي هېواد نه دى، د انګرېزانو يو ماموريت دى چې ټوله سيمه يې د بې ثباتۍ، جګړو او د انګريز او امريکا له استعماري حاکميت سره مخ کړې ده. پاکستان ته بايد د يو اسلامي هېواد په سترګه و نه کتل شي، بلکې د استعمار د ادامې د ماموريت په سترګه ورته کتل په کار دي.

 

د پاکستان رامنځته کېدل، یوه نړیواله انساني فاجعه

مجید قرار

تاسې به هم وایاست چې دا ولې هره ورځ پاکستان، پاکستان، پاکستان؟ آیا له پاکستانه د کرکې لامل تعصب او که د تعصب لامل هیڅ بې هیڅه کرکه ده، که بل څه خبره هم شته؟

نه ملګرو، خبره تر دې ډېره ژوره ده. خبره هم دیني ده، هم انساني ده، هم ملي ده او هم د سیمې د ملتونو د هویت او فرهنګ د مسخه کېدلو ده. په همدې دلیل د شیخ الهند، مولانا محمد شفیع، مولانا محمود الحسن او مولانا ابوالکلام آزاد په شمول د هغه وخت ټولو نخبه علماوو او مفکرینو د پاکستان منځته راتګ د اسلامي نړۍ لپاره ناسور ګڼلی و.

دا چې د پاکستان جوړېدل ولې یوه انساني فاجعه وه، لاندې سرلیکونه یې را ته خلاصه کولای شي:

پاکستان ولې رامنځته شو؟

الف- په هندوستان کې د انګرېزي واکمنۍ پر مهال د کانګرس قوتونه او ټول آزادي غوښتونکي قوتونه د روسانو لور ته مایل و. انګرېزانو ته دا میلان خطرناک برېښېده. له همدې امله یې د خپلو استعماري ګټو د ساتلو او د خپلواکي غوښتونکیو اسلامي او غیراسلامي حرکتونو د ارمانونو د مسخره کولو او نیمه خوا ساتلو لپاره پاکستان رامنځته کړ چې د هند د نیمې وچې هیڅ ملت له انګرېز څخه د آزادۍ خوند و نه لیدلای شي.

با- د هندوستان مسلمانان د نړۍ د لوستو، تعلیم یافته، صنعتګرو، په حکومتدارۍ پوهو او په دیني پوهه سمبالو مسلمانانو یوه عظیمه کتله وه. د دوی یو ځای او متحد پاتې کېدلو هر وخت استعمار ننګولای شوای. د دوی د زور اوبه کولو لپاره دوی د پاکستان او هندوستان په نامه تقسیم کړای شول.

ج- په خپلو مستعمرو کې د انګرېزانو سرتاسري تګلاره همدا وه چې تر وتلو وروسته به یې د خپلو مداخلو د ضرورت ساتلو په منظور د هېوادونو ترمنځ سرحدي او نورې شخړې پرېښودلې چې کشمیر، ډېورنډ کرښه، د هند او چین، د بنګلادېش او هند، د عربو او اسرائیلو او چین او هانګ کانګ ستونزې یې یو څو مثالونه دي.

د- د روس پر خلاف د خپلو او د متحده ایالتونو لپاره د هوایي او ځمکنيو هډو د ساتلو لپاره د اسلام په نامه د دې خاورې چې په حقیقت کې په سیمه کې د لوېدیز استعمار لومړۍ هډه هم وه، رامنځته کول. د یادونې وړ ده چې پاکستان د پیل له ورځې پر خپله خاوره د امریکایانو سترې اډې او هوایي ډګرونه درلودل، خو پاکستاني ملایان اوس زموږ د هېواد پر خلاف د هډو د شتون په دلیل جهادونه اعلانوي. پاکستان له جوړښت راهیسې تر اوسه پورې، له اسرائیلو را وروسته په دويمه درجه کې د امریکا زیاته مرسته ترلاسه کوله.

هـ- له افغانستان سره د پښتني سیمو د یو ځای کېدلو وېره چې په سیمه کې د یوه غښتلي هېواد رامنځته کېدلو ته یې لاره هواروله.

د پاکستان رول:

د پاکستان اساسي دنده له لومړۍ ورځې په سیمه کې د استعمار د اهدافو پلې کول او ساتل و. د دې اهدافو ترلاسه کولو لپاره پاکستان لاندې دندې اجرا کړې:

۱- هماغه استعماري قوت ته چې د خپلواکي غوښتونکیو قوتونو په وینو او قربانیو یې ماتې خوړلې وه، پاکستان په سیمه کې اډې او د پښو ټینګولو مرکزونه ورکړل او په دې کار یې د سیمې له ټولو ولسونو سره غدر او جفا وکړه؛

۲- د استعمار په پروژو کې یې د اسلامي احساساتو د کارونې او په دې توګه، د دین په وسیله سیمې ته د غرب د پښو را کشولو لپاره یې زمینه سازي وکړه. جهادي حرکتونه یې جوړ او جلب یې د غرب استخباراتو ته ورکړ. عاطفي اسلامستان یې ښکار او د اصیلو بازانو په بیه په بازارونو کې وپلورل.

۳- له سیمې د باندې یې د استعمار په جنګي پروژو کې د کرایي هېواد او کرایي پوځ کار ورکړ. د مثال په توګه، په اردن کې د انګرېزانو له خوا د تور سپټامبر په پېښه کې د ضیاالحق تر قومانده لاندې د دېرش زره فلسطینیانو د شهیدولو پروژه پاکستان پلې کړه چې هغه فاجعه بیا وروسته په نړیوال قاموس کې د تور سمپټمبر یا بلک سپټامبر په نامه مشهوره شوه.

۴- د سیمې د غښتلیو ولسونو د فرهنګي هویت د مسخه کولو پروژه چې د دوی ژبې، رواجونه، څلي، ارزښتونه او دیني هویت یې مسخه او د یوه کاذب هویت څښتنان یې کړل.

۵- د جعلکارۍ او ګډولې یا پاکستاني اصطلاح د ملاوټ د کلتور د مخکښ په توګه د تاریخي جعلکاریو، لکه دیني او مذهبي جعلکارۍ، د سیاسي ډلو د جعلکارۍ، د جعلي اتلانو د تولید، حتی د اټومي وسلو د جعل او نورو سترو جعلکاریانو د مرکز په توګه کار ورکړه.

ای ايس ای او پاکستان

ای ايس ای په ۱۹۴۸ کې د رابرټ کاتهوم نومي یهودي له خوا جوړ شو. د دې سازمان لومړۍ رسمي دنده د مذهبي کړیو استخباراتي استعمار او د ملایانو د هغې لسګونه زره کسیزې شبکې سمبالول و چې انګرېزانو به د خپل حاکمیت پر مهال معاشونه ورکول. ای ايس ای وروسته څو نورې پروژې واخیستې، چې مهمې یې:

1- په ساړه جنګ کې د افغانانو استحمار او استعمال؛

2- د هند پر خلاف د پښتنو له جهالته استفاده او د هغوی استعمال؛

3- سیمې ته د لوېدیزو قوتونو د را داخلېدلو لپاره د ټروریزم د ډارمې په جوړولو کې شراکت؛

4- د سیمې د فرهنګي هویت د مسخ کولو او بیدارۍ د مخنیوي لپاره د پښتنو، بلوڅو او نورو د لسګونه زره سیمه‌ییزو مخورو ترور او وژل؛

5- منځنۍ اسیا، د چین سینکیانګ او د جنوبي اسیا نورو هېوادونو ته د افراطیت، ناامنۍ او لویدیځ د مداخلو د غځولو لپاره زمینه سازي.

د کابل وسوځوئ ماموریت

په سیمه کې د انګرېزانو لومړی مختوروونکی هېواد افغانستان له هر لحاظه له پښو غورځول د پاکستان اساسي ماموریت و. د پاکستان جوړېدلو لومړی افغانستان په وچه کې حصار کړ، له اقتصادي لحاظه یې د هند او ګرم سمندر له لارې د نورې نړۍ له بازارونو را ایسار کړ. ورپسې یې د افغانستان لپاره د اخواني ډلو په روزلو او ګمارلو او له برهان الدین رباني، حکمتیار، او نورو جهادي جاسوسانو څخه کار اخیستل پیل کړل. دا کیسه تر دې ورسېده چې د پاکستان دیکتاتور ولسمشر په عامو محضرونو کې د یوه جنوني او عقده مند انسان په توګه ناره وکړ چې: “کابل وسوځوئ!” ضیاالحق د کابل د پل چرخي جومات د خپلو اخواني ځریو په وسیله په خپل نامه کړ او په دې ارمان ومړ چې د اختر لمونځ به هلته کوي.

تر ده وروسته نوازشریف د افغانستان د څو زره کلن اردو د سبوتاژ ناره پورته او عملي کړه، بې نظیر بوټو د جهادیانو دويم نسل، یانې طالب را پیدا او افغانستان د نړۍ په کچه بدنام کړ او پروېز مشرف د افغانستان د بیا رغېدنې د تاریخي چانس د ضایع کولو لپاره ړانده، کاڼه او ګوډ ملایان استخدام او ژوندي کړل.

پاکستان له یوې خوا افغانان د خپلې دفاع په جګړه کې وجنګول او له بلې خوا یې هغوی له شا په خنجر ووهل.

په دې پروژه کې پاکستان سراسر ګټه وکړه. د افغان جهاد په نامه یې خپلې وسلې نوې، خپل زېرمتونونه ډک، تیار جوړ اټوم ترلاسه او ملیونونه ډالر ولوټل.

د امارت پروژه او د امارت جفاکارانه پای

د ګوډاګي امارت پر مهال پاکستان د پنځمې صوبې په توګه د افغانستان لپاره په خپله داخلي ملي بودیجه کې رقم بېل کړ. د افغانستان ټول میوزیمونه، مومیایي شوي مړي او تاریخي مجسمې لوټ، د کانونو او معادنو سروې پیل کړې. د امارت د ملایانو په څېره یې د افغانستان په ټولو حساسو سیمو کې خپل لوړپوړې مامورین وګمارل چې هغوی د افغانستان ټول اقتصادي او امنیتي رازونه، نقشې او مالومات پاکستان ته انتقال کړل. امارت یې د هندوستان پر خلاف، د هندو مذهب او بوداییزم د څلیو پر خلاف او حتی د هندي اتباعو او الوتکو د اختطاف لپاره وکاراوه او د امارت تر سیوري لاندې یې د کشميري ډلو د روزلو لپاره د افغانستان خاوره وکاروله.

پاکستان امارت د تشناب د کاغذ په توګه استعمال او د تاریخ په اشغال دانۍ کې وغورځاوه. د امارت د سقوط پر مهال یې امریکایان له خپلې خاورې پر خپل جوړ امارات را مارش کړل. د امارت د ملاتړیو عربانو او اوزبکانو ناموسونه یې نیلام کړل. د القاعده شپږ سوه جنګیالي یې وپلورل او د امارت د سقوط په پروژه کې یې آن جامع جوماتونه د لمونځوالو په وینو ورنګول او د ګازلن اور خوراک کړل.

تر دې راوروسته یې، خپله تر ملا محمد عمره پورې په زجر او وحشت ووژل. د ملا عبید الله یې سترګې ور ړندې کړې،د ملا برادار یې اعصاب ور خراب کړل او ویل کېږي چې یاسر یې په وینو لژنده ږیره پر څړک را کش کړ.

د پاکستان موخې:

پاکستان په دې جګړه کې دوه ډوله موخې تعقیبوي:

۱ د نورو لپاره موخې:

لکه چې وړاندې مو تفصیلي اشاره وکړه، په سیمه کې استعمار د حضور ساتلو لپاره د لویو پروژو پلې کول، د نړیوالو اسلامستانو ښکارول، په نړیواله کچه د خپل کرایي او اجیر حیثیت ساتل، د استعمارګرانو د ګټو لپاره د جنوبي او منځنۍ اسیا د ګډوډۍ او سیاسي بې ثباتۍ دوام او د اقتصادي او کلتوري پرمختګ مخه ډب کول او په ځانګړې توګه له داخل څخه د اسلامي نړۍ سبوتاژ د پاکستان عمده موخې دي.

۲ د خپل ځان لپاره موخې:

پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د سیاست ترڅنګ د ډېورنډ کرښې تحمیلول، افغانستان په اقتصادي او سیاسي لحاظ تر خپل اغېز او مطلق واک لاندې ساتل، افغانستان د یوه مصرفي اقتصاد په توګه د خپلو توکیو لپاره د یوه بازار په حیث ساتل، د افغانستان پر اوبو د پانګه‌ونې مخنیوی او له اوبو څخه د ناروا ګټې اخیستنې دوام، د افغانستان پر کاني او معدني منابعو سترګې خښول او له هندوستان سره د افغانستان د هر ډول اړیکو د پراختیا مخنیوی.

کلتوري او اخلاقي فساد

پاکستان پر انټرنیټ د سیکس سرچ، سیکس ویډیوګانو او جنسي پلټون لومړی مقام لري. لومړی هېواد دی چې د نارینه‌وو د لواطت رسمي ټکس ورکوونکي فاحشه خانې لري. لومړی هېواد دی چې د بدلمنۍ تاریخي کلي چې د کورنیو ټول غړي یې په فحاشۍ کې ښکېل دي پکې اباد دي. هلته چې مور ماسیتوب او دلالي کوي، پلار د دروازې پیره‌داري کوي، ورور د پیسو په دخل ناست دی او خور یې له مشتري سره پر کټ غځېدلې ده.

پر فحاشۍ سربېره د رشوت ورکولو اخیستلو، جعلکارۍ، سوداګریزې غدارۍ او ډول ډول درغلیو کلتور له پاکستان څخه خپرېږي. نن پاکستانی پاسپورټ په نړۍ کې د قاچاقبرۍ، جعلکارۍ، ترهګرۍ او تور کاروبار نښه ده.

د پاکستان د جوړېدلو او دوام بدې پایلې او اغېزې

د پاکستان جوړېدلو تر ټولو لوی تاوان مسلمانانو ورکړ. د پاکستان قرارداد او د هغه قرارداد پر اساس په هندوستان کې له نهه سوه کلنو مفتوحه سیمو څخه لاهور او کراچۍ ته د مسلمانانو را په شا کېدل یوازې یوه دیني فاجعه نه، بلکې یو انساني ناورین هم و. په دې لحاظ د پاکستان رامنځته کېدل د مسلمانانو یو تاریخي شکست او ماتې وه چې په نتېجه کې یې هند له لاسه ووت او یوه غټه کتله هندي مسلمانان، چې تر پاکستانیانو یې نفوس زیات دی، بې لاسو او پښو د هندوانو رحم او کرم ته کښېناستل.

د دې په شاتګ په نتېجه کې د یو این ایچ سي ار مطابق، په سیمه کې

۱۴ ملیونه وګړيو خپل کور، کلی، جومات، حجره او ژوند وسیلې له لاسه ورکړې. په دوی کې یې اکثره تر اوسه لا هم د کور او هویت څښتنان شوي نه دي. د مثال په توګه، هغو مسلمانانو ته چې د اسلام په نامه تېر ایستل شول او له انګرېزانو سره د پاکستان د ناروا قرارداد پر اساس له هندوستانه را ووتل، تر اوسه هم لا هغوی ته مهاجر ویل کېږي او تر اوسه هم لا د ښار فاحشه خانې د هغوی له لوڼو ډکې دي.

په دوی کې تر اتیا سلنې زیات مسلمانان و. تر دې وروسته په فرقوي کوڅه په کوڅه، کور په کور شخړو، د بنګال په جنګ او بیا وروسته د هند او پاکستان په څلورو جګړو کې شاو خوا اووه ملیونه انسانان چې مطلق اکثریت یې مسلمانان جوړوي ووژل شول.

یوازې په بنګال کې ۳ سوه زره مسلمانې ښځې د پاکستاني پوځیانو له خوا تر جنسي تېري لاندې ونیول شوې او درې ملیونه انسانان قتل عام شول.

د پاکستان د جوړېدلو اغېز یوازې په افغانستان، پاکستان، هندوستان او سیمه پورې منحصر پاتې نه شو. له افغانستان څخه د ای ايس ای روزلي افراطي وحشیان مصر، سوریې، لېبیا، سومالیا، عراق او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ولېږدېدل. د داعش مشر البغدادي د ای ايس ای روزلی شخص دی. د پاکستان له وجود څخه بل شوی د فساد، خونرېزۍ او وحشت اور اوس ټولې نړۍ ته خپور شوی او لا هم په خپرېدلو دی.

د پاکستان د لاس جوړ فساد د دې لامل شو چې د روسیې له خېټې څخه را وتلي د اسلامي نړۍ ستر ستر هېوادونه بېرته د روسیې لمنې ته ولوېږي او د افغانستان د تاریخي معبر د ویجاړتیا له امله له اسلامي نړۍ سره وصل نه شي. د پاکستان د فساد له امله د جنوبي او منځنۍ اسیا د ولسونو، په تېره د مسلمانو ملتونو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده. پانګه‌ونه نه کېږي او سیمه د فقر، ناروغیو، جنګونو او وحشت په لمبو کې سوځي.

مجید قرار

 
-
بېرته شاته