(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهزاره توکم ژبه او تاریخ

[15.Aug.2017 - 09:27]

دهزاره توکم ځانګړې ژبه او تاریخ:

 لیک او څېړنهمصطفی سالک او زینب سالک

د یو شمیر تاریخي لاسوندونو تر لوستلو وروسته مې دې ته پام واوښت چې زموږ د هیواد یوه لرغوني توکم هزاره هم یو مهال خپله ځانګړې ژبه لرله.

 د پوهاند عبدالحی حبیبي په وینا هیون تسنګ د افغانستان د یو شمیر سیمو يادونه داسې کوي(....توسوکو چا ولایت چې مرکز یې غزنی و او بل ښار یې هوساله (هزاره ) و چې ځانګړی او بیل پاچا یې لاره پاچا او رعیت یې د بودا د مذهب کبیر منډپالی وو پوهې او دین سره یې مینه لرله او د پخوانیو پاچایانو له پښته و چې زمانې مخکې یې دلته واکمني کړې هیون تسنګ د کا پیسا فو-لی شی-سه-تانګنا  (پارسوستهانه) چې مرکز یې هوپیان (اوپی نا)  او د کاپیسا د ژبو ترمنځ د توپیر خبره کوي. لکه چې په لویکان کتاب کې لولئ ، احتمال لري چې دا ژبه دې پښتو وي) ۵۰ مقاله حبیبي. همدا راز نوموړی لیکي...............................

(هیون تسنګ وايي چې له هوساله چینې راوځي، او په څو لوریو بهیږي هوا یې سړه ده چې واوره او ږلۍ لري خلک یې خوښ زړي او خپلواک دي، د جاودګرۍ د اصولو په برخه کې مهارت لري او ژبه او لیک یې له نورو ممالکتوپیرلري) تاریخ ادبیات پشتو وتاریخ غزنه-۱۱۵مخ عبدالحی حبیبي.

پوهاند حبیبي لیکي چې هوساله (هزاره) له غزني سره نزدې بل ښار دی چې له نورو بیل پاچا لري، بودایان دي او ښايي ژبه یې پښتو وي.

هسې د لوستونکو په توګه چې سیمه د غزني سره نزدې وي، بودایان وي له نورو بیل پاچا لري، او سیمه هزاره نومیږي ړومبی مو ذهن هزاره جات او بامیانو ته نه ورګرځي؟

د یو شمیر لیکوالو اوس دې ته پام شوی، او استدلال کوي چې هوساله  هزاره جات او بامیان دي  او هزاره ګان هغه خلک دي چې ښاغلی تسنګ یې یادونه کوي. خو دې خبرې ته د چا پام نه دی اوښتي چې دا ژبه پښتو نه بلکې د هزاره ګانو خپله ژبه وه چې د وخت په تیریدو یې له لاسه ورکړه. دا چې ښاغلی تسنګ وايي چې د غزني ترڅنګه سیمه ده، د بودا دین یې مانه ، سیمې یې چینې لرلې ژمې یې وواورین وو، هلته د بودا ډیر بتان وو، او بیل پاچا يې لاره هم هزاره توکم ته اشاره کوي، او دا چې دې ژبې له نورو ژبو سره چې ډیرو خلکو به پرې خبرې کولې توپیر درلود.

 

بله خبره داده چې یو شمیر هزاره لیکونکي په خپله دري لهجه کې د ۲۵ ٪ سلنه داسې کلیماتو خبره کوي چې هغه دري یا پښتو نه دي، بلکې په لرغونو ژبو کې یې څرک ویني، فکر نه کوم چې د دري بله لهجه دې دا امتیاز ولري فکر کوم که همدغه کلیمات وڅیړل شي، د هزاره توکمو د ورکې ژبې څه ناڅه درک لګیدی شي.بله دا چې حبیبي صیب وايي چې دې ژبې خپل تحریر(رسم الخط ) درلود

که داسې وي نو بیا خو دا ژبه ډیره مهیمه،لویه او اغزیناکه هم وه.

یو شمیر لاسوندونه دا ښيي چې هیون تسنګ په دغه سیمه کې د بودا د سترو مجسمو یادونه هم کړې چې کوشاني واکمن کنکشکا د ۶۰ او ۳۷۵ میلادي ترمنځ رغولې وې.

یو شمیر تاریخي اسناد ښيي چې د ۶۰۰ میلادي په شاوخوا کې د کوشاني توکم د یفتلي څانګې پایتخت و چې مشران یې یو شمیر تاریخ لیکونکو د شیران بامیان په نامه یاد کړي دي.

پوهاند حبیبي یفتلیان ابدالیان بلليٍ دي خو ورسره دا هم مني چې واکمن یې د بامیانو شیران بلل کیدل.نوموړی لیکي چې( په لومړیو اسلامي پیړیو کې په کابل ، هندوکش او ختیځ خراسان کې یو شمیر کورنیو او سیمیزو سردارانو واکمني کوله چې د هفتالیانو (ابدالیانو) او هونان (خانانو) له پاتې برخې وو، او یو شمیر عربو تاریخ پوهانو لکه خرداذبه ، یعقوبي او المقدسي دوی د شیران شاه بامیان د زمین داور شاه داوران او رتابله وو په نامه یاد کړي دي.)

خو پوهاند جاوید لیکي چې غوریان، او شارهای بامیان (شیران) او نور واړه خانان تورک توکمه هزارګان دي. او د حبیبي صیب په لیکنه کې هم ړومبی نوم د شیران شاه بامیان دی.

د بامیانو بتان کوشانیانو-جوړ کړي دي، او ددې فلسفې ار سره سم چې هرڅوک خدای په خپله هنداره کې ویني نو کوشانیانو هم دا بتان په خپلو شکلونو جوړ کړي.محمد عوض نبي زاده د هیون تسنګ له سفرنامې را اخلي چې( چې دا خلک چینایانو ته ورته دي او د توکمیز جوړښت له مخه ترکانو او مغلو ته ورته دي، د هزاره ګانو فزیکي جوړښت له بودا او د بامیانو له نورو انځورونو سره ورته والی لري.

اوس نو راته په دې کې د شک ځای نه دی پاتې چې هم هزاره ګان کوشانیان، یفتلیان دي.

اوس دا چې کوشانیان ترک دي که اریایان؟ نظرونه ویشلي دي، خو زه خپله دوی د اریایانو یوه څانګه بولم.

د حبیبي صیب د څیړنو له مخه د هزارهګانو تاریخ تر چینايي سیلاني هیون تسنګه ۱۰۰۰ کلونه نور هم مخکې ځي او ښيي چې د معلوم تاریخ له مخه هزارګان دلته ۳۰۰۰ کلن تاریخ لري، په دې سره هغه خبره هم ردیږي چې ګواکې هزاره ګان د چنګیر ټبر دی ځکه چې چنګیز په ۶۱۶ میلادي کې پر افغانستان برید کړی و.ښاغلی حبیبي لیکي(موسیو فوشه زیاتوي چې د هیون تسنګ له مهاله ۱۰۰۰ کلونه مخکې چې سکندر ددغو غرونو له لارې د افغانستان له سویله شمال ته لیږیده تاریخ لیکونکي یې لیکي چې هغه له یو ډول نویو خلکو سره مخامخ شو چې تر نورو سرکشه  ووهغه شرحه چې کنت کورس یې د هغوی د خټینو کورونو په اړه ورکوي له هغه څه سره سمون خوري، چې هر لاغروې یې د سر په سترګو لیدلی شي.

اسطوروي تاریخ شهنامه هم زما د دې لیکنې پخلی کوي ، خو زه د اوس لپاره خبره همدلته ختموم.

 

د کوشانیانو ( هزاره ګانو ) ژبه ( کوشاني - تخاري ) :

په یوه تیره مقاله کې مو هزاره ګان ګوشانیان بللي وو ، د نورو دلیلونو تر څنګه مو دا هم ویلي وو، چې کوشانیانو د بامیانو لوی بتان په خپلو څیرو یانې د هزاره ګانو په شکل جوړ کړي وو، په افغان مقاله کې نور داسې دلیلونه مخکې ته راغلل چې زموږ ددغه نظر پخلی یې وکړ.

نن د کوشانیانو د تاریخ پر اړه ځینې لنډې څرګندونې لرو او ژبې ته یې د پخوا په پرتله لږ څه ډیر تم کیږو.

کوشانیان له اره د سیتي قام یوه قبیله وه چې له میلاده کابو دوه پیړۍ مخکې د چین له کانسو ایالته را کوچیدلي وو، افغان مورخ ډاکټر فاروق انصاري اریانا ته د کوشانیانو د راتګ کیسه په دې ټکو کوي.( ( د یوشه چي) په نامه قبیله چې له( سیتي ) قامه وه  د چین کانسو پر لودیځو سرحدي سیمو کې وسیدل  چې ښايي یابه د خپلو شمالي ګاونډیانو د زور زیاتی له کبله یا هم د بل کوم مادي دلیل له کبله له د لودیځ په خوا وخوځیدل پر ترکستان يې ورودانګل  او چې له اکسوس سینده واوښتل په تخاریانو مشهور شول ، دغه جنګیالی ټبر له باختري یوناینو او نورو سیالانو وجنګیدل او شوانګ ( کجولا- چیو چویه- فیزس) یې د خپلې غرسارې واکمنۍ کلک بنسټ یې کیښود خو دا واکمن کلا هره بشپړه شوه چې ددغه ټبر یو نامتو پاچا کانیشکا ( ۱۲۰- ق- م -۱۶۰-قم) د واک واګې ټینګې کړې هغه بریالی شو چې هند او مرکزي اسیا کې د ویمارا د واکمنۍ تر ولکې یو څه ډیره ځمکه لاندې کړي کانیشکا د کابلستان بګرام ځانته د اوړي  او پیښور د ژمي پایتخت ټاکلی و چې هغه یې هم د کابلستان د باګرام په مینه کې باګرام باله ، داسې ښکاري چې باګرام د پیښور تر څنګه ددغې یو بل داسې نوم و، چې ورسره یې غبرګ تاریخي یون کړی، رحمان بابا هم چې کله د پیښور ذکر کوي او خبره جمال ته وځي نو ورته غوره ښکاري چې باګرام یې وبولي.

هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي

د رحمان په شعر ترکې د باګرام

دا چې کوشانیان له چینه راغلي نو دا خبره جوتیږي چې ولې یې څیرې هغوی ته ورته دي. کوشانیانو چې کومه ژبه له ځانونو سره رالیږولې وه یو شمیر تاریخ لیکونو دلته د تخاري نوم ورکړ افغان مورخ ښاغلی انصاري، لیکي چې د کوشانیانو د واکمنۍ پر مهال یو شمیرالفباوې او لیکدودونه  دود و خو رسمي ژبه هماغه د کوشانیانو خپله ژبه وه چې د تخارۍ ژبې نوم یې خپل کړی و. (د لیک په برخه کې سربیره پر خروشتي لیک چې له مخکینیو پیړیو راپاتې و لږ وروسته په سکو کې د یوناني خط کارول هم پیل شول، او دواړو لیکدودنه په سیالۍ سره مخکې روان و، خو د لویو کوشانیانو په وخت کې له سیکو نه خروشتي لیک پریوته او تر ډیره په 

 دیني ډبرلبکونو کې ایسار پاتې شو  دا حقیقت د یوه بل کوشاني شاه  ( هو ویشکا ) په هغه کتیبه کې کتی شوچې د وردګو له خوات سیمې تر لاسه شوې، خو ورسره هم مهاله یوناني خط او تخاري ژبې ته  ډیر پام وشو چې مثال یې د بغلان د سرخ کوتل  په کتیبه کې لیدی شئ)

 

چینايي راهب او سیلانی هیون تسنګ چې د ( ۶۳۰) میلادي کال د اپریل  په (۳۰) نیټه په بامیانو کې وه ددغې ژبې په اړه داسې معلومات ورکړي دي. ( ....د ګروهو او سکو رسم الخط  یې د توهولو ( تخارستان ) واکمنیو ته ورته دی سره له دې چې ژبه یې د تخارستان د وسیدونکو له ژبې لږه بدله غوندې ده خو بیا یې هم تر ډیره خبرې سره سمی خوري)

دا خبره تر هغې نزدې ( ۸۰۰ ) کله وروسته کیږي چې کوشانیانو د خپلې غرسارې واکمنۍ بنسټونه ایښي وو.

نو په دې وخت کې طبیعي ده چې د تخاری ژبې کورنې او بامیانی ګړدود دې یو تر بله دومره بیل شي چې هیون تسنګ یې د پرتلې په برخه کې زړه نازړه شي.

خو د هیون تسنګ یو بل وطندار (هیون تچاو ) چې ړومبی ځل په (۶۲۰) او بیا  او بیا په ( ۶۶۴ ) میلادي کال کې اوسني افغانستان ته هم راغلی و، بیا د بامیانو د ژبې پر اړه بله خبره کوي.

( ددې ملک ژبه له نورو ټولو ژبو بدله ده ) که تاریخي حقیقتونه په پام کې ونیسو د ښاغلي تسنګ د خبرې په څیر د ښاغلي تچاو خبره هم رښتیا ښکاري، تسنګ په ورته والي پسې ګرځیده نو یوازې تخارۍ چې دا یې هم یو ګړدود دی په نظر ورغله. خو هیون تچاو په توپیرونو پسې ګرځي نو ښايي ځکه ورته دا ژبه له نورو بیخي بدله ښکاره شوي وي ځکه چې دلته ښايي ګڼې ژبې نزدې یا ان یوه سرچینه ولري، خو دا ژبه تقریبآ نوې وه، خو له نوي والي سره سره ارواښاد پوهاند حبیبي لیکي چې کوشاني ( تخاري ) ژبه له پښتو او فارسي ژبو سره کلک او هر اړخیړ اړیکي لرل وايي په تیره بیا له پښتو سره چې یوه له پلوه یې ګډ کلیمات ډیر دي او له بله پلوه یې ګڼ شمیر فعلونه هم پښتو دي.

شیران بامیان د کوشانیانو او یفتلیانو اولاده وه چې لا یې هم د کوشانیانو ژبه ساتلې وه، استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د( بامیان و شیران در لغت وتاریخ) تر سریک لاندې د شیرانو د واکمنۍ دداسې سیکو پخلی کړی چې پر کوشاني ( تخاري)  ژبه پرې د د بامیانو د واکمن (شیر) نوم لیکلی دی پر دغه سکو د شیر انځور هم شته او د اسماني پیغلې اناهیتا صورت  هم لیدل کیږي، چې دا ټولې ددغې واکمنې کورنۍ نښې دي.

د یو شمیر سندونو له مخه د شیران بامیان واکمن لړۍ هله ختمه شوه چې وروستی واکمن یې په ( ۱۵۰)-ق – کې مسلمان شو او د کوشانیانو واکمني پای ته ورسیده، په اسلامي دوره کې ښايي د هزاره ګانو د ژبې ( تخاري - کوشاني ) له یاودنې او تذکرې سره مخامخ نه شو داسې ښکاري چې د اسلام له راتلو سره ددې ژبې سیکه له چلښته لویدلي وي، او علت به یې دا وي چې دا ژبه ددین او دربار ژبه وه چې هزاره ګانو( کوشانیانو ) د اسلام په راتللو دا دواړه څه له لاسه ورکړل او چې داسې ده نو بیا خو ددې ژبې ددوام څه بله بهانه نه وه.

یو شمیر هزاره لیکوالو لیکلي چې ددوی په لهجه کې ۲۵ سلنه داسې کلیمات شته چې د فارسي په نورو لهجو کې نه لیدل کیږي، که داسې وي نو دا ویل به بې ځایه نه وي چې کیدی شي له دغو کلیمو ډیر یې د هزاره ګانو ( کوشانیانو ) د ورکې ژبې کلیمات وي، راځئ د هزاره وو د لهجې یو شمیر دغسې کلیمات وځیرو .

باید دا ووایم چې په دغه ورکه شوې ژبه کې د طبیعت د نظام لپاره داسې تړلي او ډیر صرفي کلیموي جوړښتونه وو چې ما یې لا د افغانستان په ژوندیو ژبو کې بیلګه نه ده لیدلې. کوشان یانې غر وزمه واکمني راځئ په دغه مړه ژبه کې غر او د هغه نور متعلقات وڅیړو.

ګر  =  غر

ګرګر  = په غرونو کې انګازه

ګر رس =  د غره باد

ګوررس = د غره د خویدو غږ

ګور ګور دراغ = تندر په غرونو

ګرشاسب = غر مشر

ګراز = غرنۍ ایږه

لوګر = لوی غر

ګري = په جاغوري کې د هزاره توکم یو غر میشتې قبیله.

ګرستان = غرستان

ګراسپ = غرنی اس

ګرجستان = کوهستان

******

یو انسان وي بلې ژبې سره بل شي

چې دې وس وي نو ښې ډیرې ژبې زده کړه

نوي نوي حقایق به در څرګند شي

ددې غرونو هغه هیرې ژبې زده کړه

****

څیړنه:

زینب سالک

مصطفی سالک

**

-
بېرته شاته