(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شېرعلى باچا يو حقيقى دانشور

[08.Aug.2017 - 14:03]

شېر على باچا يو حقيقى دانشور  (د شېر على باچا د شپاړسم تلين په مناسبت)

لیک: اکبر هوتى اېډوکېټ

د يوې  ټولنې يا قام خوش بختى دا وى، چې سترګه  ور،پوهه  او هوښيار خلق  پکښې پېدا شى  او بيا د يو قام يا ټولنې بدبختى دا وى  چې د خپلو پوهانو سترګه  ورو او  هوښيارو خلقو په  ښودلې  شوى  لار تګ   ونۀ  کړى، په  دې حواله  پښتون  قام کۀ  په   يوه   معنى  يو  ډېر غنى قام دی  چې  د ډېرو شتمنو  قام  دی  خو   بيا چې نن  سبا  د کومو  بدو  ورځو شپو نه تېرېږى  نو د هغى بنيادى  وجه  دا هم  ده  چې  د خپلو پوهانو،مبارزينو  د فکر او  ښودلې  شوې  لارې  د تګ  قابل  نۀ  وى. 

   پښتون قام  له  چې  قدرت کوم  نابغه  ورکړى  دى  په  دغه  نابغه  مبارزينو کښې  يو مبارز او اتل شېر على  باچا انور هم دی  چې د پښتونخوا وطن  يو  حقيقى  دانشور دی.  شېر على باچا چې  په  سياسى  او ادبى دنيا کښې د باچا جى  په  نوم  خپله  پېژندګلو لرى  يو داسې  شخصيت وۀ  چې هغوى  په  يو  وخت  د قلم  او عملى مبارزې  مظاهره  کوله  هغه  پوهه،  فلسفى او  دانشور وۀ، د شېر على باچا بنيادى  نظر او نظريې  پله   چې  راځو  نو  اول   به  د دانشور مطلب  واضحه کړو، د انسائيکلو پېډيا Wiki pedia مطابق  دانشور  د هغه  درې  قسمه  خلقو احاطه کوى  چې  هغوى    

(1) په  تجريدى  او اختراعى عمل کښې هر وخت  مصروف  وى. 

(2)   چې د هغوى  پېشه د مثال په توګه فلسفه،ادب ،تنقيد، قانون ،سياسى تجزيې ،نظرياتى  سائنس  وى او د خپلو مضبوطو خيالاتو څرګندونه کوى. 

(3)    هغه څوک  چې د هغۀ  وئېل  په  عوامى  بحث  کښې  د  سند  درجه  لرى ،دا ځکه  چې  هغه  به  د ذکر وړ  ثقافتى او فنى مهارت لرى.

د دې نه علاوه  يو  دانشور د ماضى  په  رڼا  کښې  د  حال  د سمون او د مستقبل  لټون هم کوى او خپل  خلق  به  د راپېښو مسئلو نه  خبروى  او  د هغې  حل  به  هم  د خپل  علم  په  طاقت  ښئي.

   د بره  ذکر کړى شوو کرښو په  رڼا کښې کۀ  مونږ  د شېر على باچا  نظريې  ته  وګورو  نو هغوى  يواځينی  دانشور وۀ  چې  هغه  ته  ادراک  وشو  چې  د پښتونخوا د قامى او طبقاتى  مسئلو حل  په خپله  قامى  پارټۍ او بېرغ  کښې  دی  او  دا يې هم   واضحه  کړه  چې قام  پرستى  په  دوه قسمه  ده  يعنې  پرولتارى  قام  پرستى  او بورژوازى  قام  پرستى، پرولتاروى  قام  پرستى  هغه قام پرستى ده  چې  قامى  ازادى  به  حاصلېږى  خو طبقاتى  نظام  به  نۀ  وى  د قام  هر وګړی  به  په  قام دولت کښې  يو شان  حصه دار وى.  بورژوى  قام  پرستۍ کښې دا دى  چې  قامى ازادى  به  وى  خو خان،جاګيردار او سرمايه دار به  خپل حېثت او شخصى  دولت  لرى، هم  دغه  وجه  ده  چې شېر على باچا اول  سياسى  مبارزه  د مزدور کسان د فلېټ  فارم  نه  کوله  خو  چې  بيا  ورته  کله  ادراک  وشو چې  تر څو قامى ازادى  نۀ  وى  حاصله  شوې او بهرنى استعمار ګرو  نه  قام  ازاد شوی   نۀ  وى  نو طبقې  نۀ   شى ازادېدې  نو قامى  سياست يې  پېل  کړو  په  يو  لاس کښې د قامى سياست  بېرغ  او  په  بل  لاس کښې  د  طبقاتى  سياست  بېرغ  باچا  جى  په  ډېر کاميابۍ او توان  سره  مخ  په  وړاندې  بوتلو،باچاجى  په  يو  وخت  کښې د وطن په  پولو  پټو  او دشتو ګرځېدو،قامى او طبقاتى  فکر په  حواله  يې  د پښتنو  فکر  روښانه  کوو  نو  بل  طرف  ته باچا جى د خپلو علمى مقالو په  ذريعه  هم  په  قام کښې  د  بېدارۍ احساس  پېدا  کوؤ. باچا جى  نۀ يواځی  په  قامى او طبقاتى  سياست  خپل  ليکونه  کړى  دى  بلکې  هغه   د خپلې  مضبوطې مطالعې  او قوى مشاهدې  په  بنياد  را روان  وخت  په  حقله   ډېرې  صحيح  پېشن ګويې  هم  کړى  دى چې  اوس  رښتيا کېږى  او دا هم  د يو  حقيقى  دانشور نخښه  وى.   باچا  جى  د "بل مشالونو"  "پښتونخوا" "باچاخان کى ميراث"  "فلسفه  څۀ  ته  وائى" په  ذريعه  په  نثرى  شکل کښې  د وطن  په  سياست ، تاريخ  او  فلسفه  د خپل  علم  طاقت  ښودلی  دی

       باچا جى يو  ښۀ  شاعر  هم  وۀ  او  د "ملى  پاڅون"  په  نوم  په  شعرى  مجموعه  کښې  يې  د خپل  ملى  او  طبقاتى  احساس  اظهار  کړی  دی   د باچا جى  يو  شمېر  ناچاپه  علمى  مقالې  د"کسان دفتر" په  شکل کښې  د کسان  تحريک  يو  تفصيلى  روداد  او  تاريخ  هم  د باچا جى ليکلې  پنګه  ده . چې  ډېر زر به  چاپ  شى. 

        د نن  نه  ډېره  موده  مخکښې  باچاجى  دهشت ګردۍ  په  حقله  کوم  آثار   د عربى شېخانو،ايرانى اخونانو  او د هندوستانى  مهاجرو  په   حقله  بيان  کړى  دى  هغه  اوس  بيخى ښکاره  دى  او  هم  د هغۀ  د  حقيقى  دانشورۍ  ژوندى  ثبوتونه  دى   باچاجى  په   حقيقى  معنو کښې  د وطن  په  قامى  ملى  او  طبقاتى  مسئلو  پوهه   وۀ  او  يوې  نتيجې  ته  رسېدلی   وۀ  او بيا  ډېر په جرات  سره  يې  بغېر  د څۀ   وېرې  ترهې  خپله   خبره  کړې  ده  هغوى  په  حقيقى  معنو کښې  يو  عملى  مبارز وۀ  د دليل  او علم قابل  انسان  وۀ  او  په  يوه  فلسفيانه  انداز   يې   د مسئلو  د حل  اسباب  لټول.

پښتونخوا د تاريخ   د ډېر بدترين  دور  سره  مخ  ده  د دهشت  ګردۍ  په  شکل  کښې  په قام  يو قهر او عذاب  نازل  دی  د دې  عذاب  نه  د وتلو  دپاره  يواځنی  لار  د  خپلو  ملى  اتلانو او مبارزينو په  ښودلو  لارو  تګ  دی  اوس  هم  وخت  دی  چې  پښتانۀ  د باچا جى   فلسفه  ولولى  او کار ترې   واخلى  اوس  هم  وخت  دی  چې  د دې  وطن  سياسى او سماجى  وګړى د خپل  ملى  اتل  د روښانه  سوچ  او  نظريې  په  لار  روان  شى  نو د پښتنو  قامى  ازادۍ  او  امن اسان  دی  دا به  د پښتونخوا  خوش  بختى  وى  چې  د خپلو  اسلافو په  نظريه  روان  شى  او  دا يې  بدبختى ده  چې  د ملى  اتلانو نظريې  يې  شا ته  کړى  دى  ځکه   خو دا  وطن   لا  په   تورو تيارو کښې  ډوب  دی  دا وطن  د باچا جى  "بل مشالونه"  غواړى   چې  په  رڼا  يې  کور، کوڅه، کلی، ښار روښانه  شى.

               ستـــرګې او بـــاڼۀ    يې  تربګنى کوى         خال يې  په  جبين  حکمرانى  کوى

               دا د عشق قېصه رښتيا کوى به څوک        دا به  زما توان او ستا ځوانى کوى

-
بېرته شاته