(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فېلسوف

[08.Aug.2017 - 13:57]

فېلسوف

لیک: م  ر شفق

 د جنورۍ  فرورى 2016ء "پاڅون"  کښې  مې   د محترم  ډاکټر اسرار صاحب  ليکلى  د  "غبغب  " قصه  ولوسته . نو  ما ته  برناحقه  فېلسوف  راياد  شو  زۀ  مردان  کالج  کښې  د دوېم  کال طالب علم  ؤم.  پروفېسر عارف نسيم  صاحب  زمونږ  د عربۍ  استاذ  وۀ  دې  به  چې  کلاس  ته راتلو  نو  يوه  ښائسته  چوکه  به  ورسره  وه  چرته  کله  کله   به  يې  په  مستانه  شاګردانو  ګزار  نيم  هم  پېرزو کوو. پته  نۀ  لګى  چې  د کالج  ذمه وارۍ  يې  زياتې  شوې  وې  او  کۀ  بله  څۀ انتظامى   مسئله  وه  يو ه  ورځ  يې  ووې.  "د سبا نه  به  تاسو  له  د اسلامياتو  پروفېسر صاحب  راځى  هغه  به  درته  عربى  ښئ. "شاګردان  په  دې  فېصله  خوشحاله  نۀ  وو خو د اسلامياتو پروفېسر صاحب  چې  کلاس  ته  راغی  نو  په  وړومبۍ   ورځ  يې  ماتې  وخوړه  او د احتجاج  په توګه  يې   واک  آوټ  وکړۀ. د کلاس  ملګرو کښې  يو حافظ صاحب  وۀ  چې  ډېر شوخ  وۀ  وړه  وړه  توره  ږيره  يې  وه ،ډېر  قابل  او  ذهين  وۀ  نوم  يې  راته  ياد  نۀ  دی  هغۀ  به  خبرو خبرو کښې  څۀ  داسې   ټوقه  وشته  وکړه  چې  ټول  ملګرى  به  د خندا نه  شنۀ  او سرۀ  شول ،په  بله  ورځ  چې  عارف نسيم  صاحب  لښته  په  لاس  راغی  نو  د کښېناستو  سره  يې  تحقيقات  شروع کړل. " تاسو  خو پروفېسر سره  ډېره  بدتميزى  کړې  ده  هغه  خو  ډېر  خفه  وۀ، داتاسو  څه  چل کړی دی  ديو يو  شاګرد نه ئې تپوس کؤو وئيل ئې ماته ښۀ پته ده چې ټول شرارت  به  حافظ صاحب  کړي وي" خو يو شاګر د هم  سم  حال  نۀ  شو  وئيلی خندا خندا  کښې به  يې  خبره  اړوله  را اړوله  اخر کښې  عارف نسيم  صاحب  ما ته  توجه  وفرمائيله. " مشتاقه !  تۀ  رښتيا  رښتيا ووايه  پروفېسر صاحب  صرف  يو ستا تعريف کوو چې  هم  دغه  پکښې  يو  شريف  زلمی  وۀ چې شور زوږ يې  نۀ کوو او قلار ناست  وۀ. "

ما پروفېسر نسيم  صاحب ته  قصه  شروع  کړه. "د اسلامياتو پروفېسر  صاحب  چې  د سبق وړومبۍ  جمله  ووې  قال  فېلسؤف  لملک  ديبثليم. ترجمه  "فېلسوف  د ويبثيلم  بادشاه  ته  اووې  نو  ملګرى حافظ  ورته  اووې.  جناب  پوهه  نۀ  شو تاسو دا جمله  بيا  اوواېئ.

پروفېسر صاحب په  دوېم  ځل  هم  هغه  جمله  ووې  فېلسوف د ديبثليم   بادشاه  ته  اووې

حافظ بيا  ووې  چې  د "فېلسوف  "څۀ  مطلب   دی.؟  ما د پروفېسر  صاحب  د لحاظ  احترام تر مخه  ملګرى  ته  اووې  تۀ  خامخا  تنګول  کوی  ولې  تا له  د دې   معنى  نۀ  درځى   دې  مهال کښې  حافظ صاحب  ماته  پټه  غوندې  سترګه  ووهله  مطلب  يې  دا وۀ  چې  تۀ  پکښې  مۀ را دانګه  ملګرى  حافظ صاحب  بيا د فېلسوف  پوښتنه   وکړه  نو  دا ځل  ورته  ما  جواب  ورکړو مړۀ  تۀ  په  فېلسوف  څۀ  کوی  خو  د چا  سړى  نوم  به  وى  کنه  په  دې  خبره  پروفېسر  صاحب  لږه  ساه  واخسته  او  حافظ  صاحب  ته  يې  په  غصه  کښې  ووې. " بيوقوفه ! تۀ  دومره  نۀ پوهېږی  د چا  سړى  نوم  دی  کنه. " په  دې  ټولو  هلکانو  بړق  وهل  او  پروفېسر صاحب  ډېر په تاؤ کښې  د کلاس  نه  بهر  اووتو.

 ما چې دا قصه  تېره  کړه  نو  پروفېسر عارف نسيم صاحب  د خندا  نه  په  شا  لاړ   ښۀ  زيات  يې  وخاندل  بيا يې  عېنکې    د سترګو  نه  کوزې  کړې  په  رومال  يې  اوښکې   اوچې  کړې  وئيل  يې.  ما وې  ګنى  دا شرارت  به  حافظ صاحب  کړی  وي  دا خو  ټول  ورانی  دې  شريف بنيادم  کړی  دی ، په خندا خندا کښې  يې  ما له  په  لښته   يو  دوه  پاستۀ  ګزارونه  هم  راکړل چې  د ګل  ګزارونه  وو.  بيا به  عارف  نسيم  صاحب  څو  په  څوېمه  پوښتنه  وکړه   ښۀ  نو پروفېسر صاحب  څۀ  وئيل  چې  فېلسوف  به  د چا  سړى  نوم  وي.؟  

-
بېرته شاته