(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بهیر د جمال

[08.Aug.2017 - 13:37]

د محترم ډاکټرعلی خیل دریاب د کتاب "بهیر د جمال" په منتخب شعر څو تنقیدی کرښی!

لیک: سمیع الدین ارمان داودزی، ایډورډز کالج پیښور

زه په خپل روح غنې راکاږمه تل    خو په بل چا د ګل ګزار نه کووم..

۱.. هر هغه شعر ته اوچت (آعلی) شعر وئیلې کیږي چی په کرافټ او تهیم (فکروفن) آعلی وي. په دغه پیمانه د دې شعر د تللو کوشش کوم. شاعر دا وائي چی زه ځان له ډیر تکلیف ورکووم خو بل ته لږ تکلیف هم نه ورکووم. د دې خیال خپل وقعت څه دی او د دې لپاره چی شاعر کومه پیرایه چوڼ کړې ده د هغې معیار څه دی؟؟ 

وجود په روح یا روح په وجود قیاس کول ډیرعامیانه اقدام دی. د وجود او روح د ژوند ضروریات او لوازمات، حقائق او مدرکات د یو بل نه نه صرف په واقعاتی بلکه په علمیاتی عالم کښی هم جدا جدا دي. د انسان د روح او وجود سره تعامل کښی اشتراک نه افتراق زیات رابرڅیره دی. 

۲.. د ګل د ګزار یو اصطلاحی او ادبی معنی متعین ده. د هغې نه انحراف شوې دی. او د دغه انحراف لپاره هیڅ څه فنی، اخلاقی یا ادبی جواز نیشته. بلکه د تفرد په خانه کی اچولو لپاره هم څه علت نه فرار شوې دی. لکه په دې لاندې شعرونو کښی د دغه قسمه مفهوم د تکامل لپاره جمالیاتی جوازونه پکارولې شوی دي.

که څوک مې وژنی لاس ئی هم نه نیسم

زما په یو حالت کښی شر نه لګی....

هاغه دهقان یم که د لوګې مرمه

بغیر د ګلو مې بل کر نه لګی....

"په ګل دې اویشتم، ذرې ذرې دې کړم، په لار کښی ناست یمه خپل ځان راټولوم...." 

۳.. د دې شعر نه د روح د تقدم (زمانی، تخلیقی) تائید کیږي. او دا د علامه ابن حزم تفرد وو. د جمهور رائی د دې مخالف ده، جمهور وائي چی وجود ته تقدم حاصل دی. د جمهور رائی په فلسفیانه استنباط کښی د وجودیت (Existentialism) ماخذ ګرځیږي. او هم د دې په منلو سره د تقدیر قرانی تصور ته هم دروازې خلاصیږي. 

۴.. روح په دوه قسمه دی یو روحِ حیوانی دی چی نفس هم ورته وئیلې کیږي، په دې مذکوره شعر کښی د روحِ حیوانی مطابق معنی دلته دې "تل" ټکی برباد کړې ده. ځکه چی د روحِ حیوانی د ژوند دارومدار په اعتدال او تناسب دی. او دا "تل" د اعتدال،تناسب او ارتقا لپاره ضد دی. 

۵.. بل روحِ انسانی دی. د دې حقیقت دا دی چی دا ناقابلِ تقسیم دی. لکه چی خدائ یو اکائي ده او معرفت ئی هم یو ناقابلِ تقسیم اکائي ده. نو اوس د دې روح مطابق هم د دې شعر معنی نه منطبق کیږي ځکه چی دې کښی د "خپل" او "بل" تقسیم ډیر څرګند او محکم دی. 

۶.. د وجود د روح سره پینځه قسمه تعلق دی. یو د مور ګیډه کښی، یو د ژوند او مرګ تر مینځه دې دنیا کښی، یو په حالت خواب کښی، یو په قبر کښی د مرګ نه پس او بل په جنت یا دوزخ کښی. اوس په دې اتفاق دی چی زمونږ دې ژوند کښی (حالتِ بیدارۍ) په روح د جسم اثر غالب دی. نو شاعر خو هم د دې ژوند خبره کوي خو د روح اوجسم د تاثیر په حقله دلته د شوي اتفاق نه تیښته کوي. دې پړاو کښی پروین شاکر د روح او د وجود د تاثیر رسا نسبت راښودلې دی چی..

اس نی جلتی هوئی پیشانی په جب هاته رکها

روح تک آګئی تاثیر مسیحائي کی....

۷.. د انسانی او روحِ انسانی حقیقت لپاره د اکائي په صورت کښی ترفع خو په ادب مذهب، اخلاقیات او علم الانسان کښی اوس د ریاضیاتی کُلیئی په رنګ متحقق ده خو دې مذکوره شعر کښی د دې مخالفت د لاندیني شعر په شان د معرفت نه زیات نرګسییت ته ورته دی. 

دا دریابه انتها د معرفت ده

که انسان پکښی خپل ځان ته په سجده شي.

خود آګاهی او خود پرستي کښی فرق دی. انتها د معرفت د دې نه ډیره بالا ده. 

۸.. د "ګل ګزار" ترکیب کښی د "ګل" په ځائی "ګزار" مرجح کول او هغه هم په دې رنګ چی "ګل" پکښی مردود شي، د کوم جمالی بهیر د جمالیت دریابی هڅه ده؟؟؟

۹.. د دې شعر د نمائنده ټکو ( زه، خپل، روح، غنې راکاږمه، تل، خو، بل، د ګل ګزار) په موجوده تړون(کرافټ )او د دې نه د راوړلي خیال (تهیم) په دې مختصر څیړنه او جاج امید لرم چی د شاعر د دې ګیلې به څه نه څه حق ادا شوې وي 

په زړه باندې یاران وهی شخوندونه

په پښتو کښی که څیړنه ده که جاج دی. (دریاب) 

۱۰.. د دې ټولو اشاراتو په رڼا کښی د دې کتاب د منتخب شعر د ادبی قدرو قیمت د ځائی ټاکلو زمه لوستونکو ته پرېږدم. (پاڅون / مردان)

-
بېرته شاته