(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مسلمان عورت

[08.Aug.2017 - 13:25]

مسلمان عورت

لیک: سمیع الدین ارمان داودزی، ایډورډز کالج پیښورـ پاڅون / مردان

۱.. دا کتاب د فرید وجدی د "المراة المسلمه" ترجمه ده. او دا ترجمه مولانا ابولکلام آزاد کړې ده. دا کتاب د یو بل عالم قاسم امین د دوه کتابونو " تحريرالمراة" او "المراة الجديده" رد دی. د دې کتاب خلاصه دا ده چی ښځه د سړی نه کمتر مخلوق دی. او دا خدائ تعالی کمتر پیدا کړې ده. د دې لپاره ئی د قران د آیت ""الرجال قوامون على النساء" نه استدلال کړې دی، او دې سره سره ئی د فزیالوجی، تاریخ او عمرانیاتو د علم نه هم د خپلې مدعا د سر کولو لپاره استفاده کړې ده. د دې کتاب مطابق د ښځې دائره عمل صرف کور دی. د دې فطری فریضه مور او ښځه جوړیدل دي. د دې نه علاوه د ښځې د سماجی حیثیت په باره کښی د لیکوال رائی د مطلق نفی ده. دا کتاب زمونږ د ریجن د مذهبی سیاست د واکدارانو په حلقه کښی ډیر مقبول او معروف دی. زه د دې کتاب د یو باب د دلائلو د تنقید کوشیش کوم.

۲.. په دې کتاب کښی چی د ښځې د جسمانی ضعف لپاره څومره استشهاد شوې دی ټول د مغربی علماء علم الحیات نه دی. زه صرف دا وائم چی مغرب خو ښځه د انسان د جنس نه هم نه مني.د انسان او حیوان ترمینځه دریم مخلوق ورته وائي. دا ئی د ماضی احوال دي او حال ئی د دې ماضی په بله انتها ولاړ دی.

۳.. لیکوال لیکی چی د فزیالوجی مطابق د ښځې قوتِ شامه د سړي نه کمزورې ده. نو زه دا وائم چی فزیالوجی خو دا هم وائي چی د سپو قوتِ شامه د انسانانو نه په زرچنده سیوا وي. 

۴.. لیکوال لیکي چی د ښځې د ذوق او سمع حاسه هم د سړی نه ډیره کمزورې وي، او د دې لپاره ئی د انسائکلوپیډیا د یو لیکوال دا دلیل راوړې دی چی د اوازونو او راګونو مهارت همیشه سړو سره په لاس دی او یوې ښځې هم چرته په دې کښی کمال نه دی خودلې. زما رائی دا ده چی دلته مصنف او مترجم دواړو نه سهوه شوې ده. 

کتاب الاغانی کښی ابوالفرج اصفهانی د مامون د زمانې د دوه وینځو تاریخ لیکلې دی. د یوې نامه "عُریب" وه. او دا د زر راګونو استازه وه. عباسی خلیفه معتز بالله په دې ښځې مسقل کتاب لیکلې دی. 

د دې نه علاوه د مامون خلیفه یوه بله وینځه وه چی د هغې نامه "بذل" وه. دا د اووه زره راګونو استازه وه. او په دې ټولو راګونو ئی تصنیف هم کړې وو، او په دې کنټریبیوشن ورته علی بن هشام لس زره درهمه انعام ورکړې وو. 

۵.. لیکوال د حواسِ خمسه په بحث کښی لیکلې دي چی په ښځه کی د برداشت او تحمل ماده ډیره ده. او له دې وجې په هغې کښی قوتِ لامسه او احساس کم دی. خو خپله دا دعوی ئی په کتاب کښی بار بار په نورو حوالو مسترد کړې هم ده چی ښځه ډیره حساسه وي. انفعالیت پکښی د سړی نه ډیر وي. او حساسیت خو پکښی دومره دی چی د حمل په دوران کښی په بچی ئی د موهوم سوچ اثر هم کیږي. نو دا یو تصادم دی چی کتاب کښی متعدَد دی.

۶.. د ادراک په حقله لیکلی چی ښځه د سړی نه ضعیف تره ثابتیږي. او د دې لپاره استدلال د سائکالوجی نه کوي. زه وائم دا هم تفرد دی او که انسانی تاریخ نه مونږ صرف د حضرت عائشه رضی الله عنها او د سګمنډ فرائیډ د لور "اینا فرائیډ" کنټریبیوشن راواخلو نو ډیر په آسانه به د دغه دعوې وقعت معلوم کړې شو. 

۷.. د هغه آیت کوم چی د مدعا د اثبات لپاره راوړلې شوې دی د هغې باره کښی به دومره اووایم چی "قوامون" لفظ کښی صرف دغه یوه معنی نه ده پرته. د دې نور بلها توضیحات هم شته دی، لکه د دې نه مراد : "منتظم" دی. "نګران" دی. او دا معنې افضلیت سره تلازم نه لري. او دا نګرانی محض د یو عملی ضرورت د پکارونې صورت دی بس. نه چی په څه اخلاقی فضیلت یا جنسي برترۍ اډانه تصور دی. د رتبې او درجې په اعتبار دواړه یو شان دي. 

لکه څنګه چی په رسولانو کښی تفریق شته دی خو قران وائي چی "لانفرق بین احد من رسله" نو دغه رنګ د ښځې او سړی دا تفریق هم دی. 

۸.. بل دا تصور چی "حوا" الله د آدم د پختۍ نه پیدا کړه. دا قرانی تصور نه دی. بلکه دا د بائبل (پیدائش ۲:۲۲) دی. قران کښی دی چی "خلق منها زوجها" دلته د "منها" نه مراد "من جنسها" دی. یعنی خدائ چی د کومې مادې نه آدم جوړ کړو هم د هغې نه ئی حوا هم جوړه کړه. پاتې شوه دا خبره چی حدیث کښی دي چی "خلقن من ضلع"... نو د دې جواب دا دی چی دا تمثیلی تعبیر دی. چی ښځې نسبتاََ ډیرې اموشنل وي نو سړو له پکار دی چی د تعامل په وخت دا زیرِنظر اوساتي. بل دا صرف د حوا په حقله نه د تمامی ښځو په باره کښی خبر دی. والله اعلم. 

۹.. مصنف وائي چی د ښځې فطرتی او قدرتی فریضه "تولید،تربییت،رضاعت" دی. نو چی قدرتی فریضه ئی دغه ګڼئ نو بیا ترې د علمی کوتاهۍ ګیله په څه بنیاد کوئ؟؟ او دغه علمی کوتاهي ئی بیا کمزوری ولې ثابتوئ؟؟

۱۰.. زه د ښځې او سړی د فزیولوجیکل افتراق قائل یم خو د دغه افتراق نتیجه/تقابل د بهتر او کم تر یا قوی او ضعیف په خانو کښی کول عدل نه ګڼم. تر اوسه په دې نتیجه رسیدلې یم چی ښځه او سړې د یو حقیقت دوه مظاهر دي، د دواړو تکامل او تکمیل په یو بل اډاڼه دی او اختلاف کښی ئی تضاد نیشته. 

۱۱.. په موجوده علمی نړۍ کښی او راپیخ موجوده عملی صورتحال کښی د ښځې د سماجی حیثیت نه انکار که یو خوا د ضابطه حیات د دایمی حیثیت نه انکار دی نو بل خوا د تطبیق د صلاحیت نه فرار.    

-
بېرته شاته